• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: مناسب استوګنځی د بېوزلۍ او محرومیت د کړۍ د ماتولو بنسټیز شرط دی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، بېوزلي او نامناسب استوګنځی له یو بل سره ژوره او دوه اړخیزه اړیکه لري او هر یو یې د بل د زیاتېدو لامل کېږي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د دې کړۍ د ماتولو لپاره باید ټولو خلکو ته مناسب استوګنځی برابر شي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ټولو خلکو ته د مناسب استوګنځي برابرول د بېوزلۍ او محرومیت د پای ته رسولو پر لور یو مهم ګام دی.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وینا، مناسب کور یوازې د اوسېدو ځای نه دی، بلکې د انساني کرامت د خوندیتوب، د برابرو فرصتونو د رامنځته کولو او د کړکېچونو پر وړاندې د وګړو او ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز عنصر ګڼل کېږي.

دغه بنسټ زیاتوي چې په افغانستان کې د مناسبو استوګنځایونو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده او ګڼې کورنۍ، په ځانګړې توګه هغه چې د سېلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، لا هم له مناسبې سرپناه بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو په باور، د خوندي او مناسب استوګنځي برابرول نه یوازې د خلکو د ژوند شرایط ښه کوي، بلکې د ټولنیز ثبات، اقتصادي ځان‌بسیاینې او د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې هم مهم رول لري.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال: ټولنه او هېواد ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال عبدالمالک حقاني د ۱۴۰۵ کال کانکور او دیني مدرسو د ازموینو د لسو مخکښ زده‌کوونکو ستاینغونډه کې ویلي، ټولنه او هېواد ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري. خو د افغان ښځو سیاسي شبکه وايي، هېڅ ملت د نجونو غږونو په چُپ کولو سره پرمختګ نه‌شي کولی.

سږکال د څلورم پرلپسې کال لپاره طالبانو له نجونو زده‌کوونکو پرته د کانکور ازموینه واخیسته. طالبانو اوس‌مهال نږدې د زده‌کړو له ټولو بهیرونو نجونې منع کړي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې انتیلا براتي وايي، سږنۍ کانکور ازموینه واخیستل شوه، خو په وینا یې، دا کانکور د ټولو لپاره نه‌وو، ځکه له څو کلونو راهیسې په ازموینو کې د هغو نجونو زده‌کوونکو چې په زرګونو هیلو سره یې درسونه ویل، ځای خالي وو.

انتیلا براتي زیاته کړه: «هېڅ ملت د نجونو د غږونو په چُپ کولو سره پرمختګ نه‌شي کولی. راتلونکې هغه مهال جوړېږي، چې کتاب د ټولو په لاسونو کې وي، نه د ګوتو په شمار د خلکو په لاسونو کې. داسې ورځ به راشي چې د زده‌کړو دروازې د ټولو پر مخ پرانېستل شي». او زیاته یې کړه: «په هغه ورځ به کانکور یوازې یوه ازموینه نه‌وي، بلکې د عدالت او برابرۍ جشن وي».

له دې سره سم، د طالبانو پوهنې وزارت د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو مخکښو بریالیو زده‌کوونکو د ستاینې لپاره د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) ځانګړي مراسم جوړ کړي وو.

په دې مراسمو کې د طالبانو د ښوونې او رزونې مرستیال عبدالمالک حقاني مخکښو زده‌کوونکو ته له مبارکۍ ویلو سربېره وویل: «د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم ځانګړی اهمیت لري او د اسلامي تمدن د لا غوړېدو او پرمختګ لامل ګرځي».

هغه د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو له یادونې پرته زیاته کړه: «ټولنه او مُلک ښوونیزې ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري او موږ باید د همدې مخکښو طلابو او زده‌کوونکو له لارې دې موخې ته ورسېږو».

100%

په دې غونډه کې د دغه وزارت د کیفیت تضمین مرستیال عبدالخالق صادق وویل: «تاسو د مُلک د راتلونکي معماران او رهبران یاست؛ نو باید د خپل ولس او ټولنې پر وړاندې د مسوولیت احساس ولرئ او د خپلو زده‌کړو له لارې دا کړېدلی ملک د پرمختګ او ودانۍ پر لور رهبري کړئ».

د طالبانو د ازموینې ادارې په وینا، سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۲۰ زره کسانو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې به ۷۴ زره او ۵۰۰ د لوړو زده‌کړو موسساتو ته جذب شي. دا په داسې حال کې ده، چې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره طالبانو له نجونو پرته د کانکور ازموینه واخیسته.

د ښځو یو شمېر نورو ټولنو او شبکو د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ویلي وو، هغه کانکور چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي، د جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف رسمي سند دی.

نصیر اندېشه: د اسلامي همکاریو سازمان سره مخالفت به طالبانو ته سختې سیاسي پایلې ولري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
100%

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د اسلامي همکاریو سازمان او طالبانو ترمنځ وروستي اختلافونه بې ساري او د طالبانو په زیان بللي دي. هغه وایي چې د طالبانو له خوا د دغه سازمان د پرېکړه لیک ردول به د هغوی د مذهبي او سیاسي ګوښه کېدو لامل شي.

ښاغلي اندېشه په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو له خوا د دغه سازمان د پرېکړه لیک ردول به دوی په مذهبي او سیاسي ډګر کې نور هم ګوښه کړي.

د دغو جزییاتو له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه په اسلام‌اباد کې د ښځو په اړه د وزیرانو نهمه غونډه وکړه او د ښځو د ځواکمنولو په تړاو یې یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

په دغه پرېکړه لیک کې د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو پر دوامداره ځنډولو او د ښځو پر کار د طالبانو د محدودیتونو په اړه «ژوره ناهیلي او خواشیني» څرګنده شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې دا محدودیتونه د اسلامي اصولو سره سم لیرې کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان دغه دریځ په ښکاره رد کړ او ویې ویل چې د دوی حکومت لا د مخه «د ښځو هغه ټول حقونه خوندي کړي چې په شریعت کې ورته اړتیا ده» او هغه حقونه چې په اسلام کې ریښه نه لري، لکه د دغه سازمان په اعلامیه کې چې یاد شوي، نه ورکول کیږي.

نصیر احمد اندېشه وایي، دا د شریعت د تفسیر په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان د واک او صلاحیت په وړاندې د طالبانو یو ښکاره او ننګوونکی ځواب دی.

د افغانستان دغه ډیپلومات زیاتوي چې دا چلند به د طالبانو لپاره درې لویې پایلې ولري؛ لومړی دا چې طالبان ځان د ۵۷ اسلامي هېوادونو د ګډ مذهبي او حقوقي بنسټ په پرتله د شریعت په تفسیر کې پورته ګڼي چې دا به هغوی په مذهبي توګه تجرید کړي.

دویم دا چې هغه هېوادونه لکه دوحه، ابوظبۍ، اسلام‌اباد، جاکارتا او کوالالمپور چې له طالبانو سره د عملي ډیپلوماتیکو اړیکو هڅه کوي، اوس به د خپلو هغو پرېکړو په وړاندې چې خپله یې چمتو کړې وې، د طالبانو له سخت مخالفت سره مخ شي او درېیم دا چې دا موضوع به د «طالبان د نړیوالې ټولنې په وړاندې» له چوکاټ څخه د «طالبان د اسلامي نړۍ او د هغې د بنسټونو په وړاندې» بحث ته بدله کړي چې ردول به یې طالبانو ته خورا ګران وي.

د امريکا کانګرس د نذير پکتياوال د مړينې په اړه له کورني امنيت وزارت څخه وضاحت غوښتی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱
100%

د امريکا د کانګرس شپږو ډيموکرات استازو د امريکا د کورني امنيت له وزير مارک وين مولين څخه غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکي محمد نذير پکتياوال د جسد د طبي معاينې بشپړ راپور خپور کړي.

دوی همدارنګه د هغو نورو افغانانو د نيولو او ايستلو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې چې پخوا يې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

سېت مګزينر، جولي جانسن، جېمز ار. والکينشاو، ډان ګولډمن، شري تاندار او لامونيکا مک‌ايور چې د امريکا د کانګرس غړي دي، دغه ليک د سې‌شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه خپور کړ.

دوی له کورني امنيت وزير څخه غوښتي چې روښانه کړي ولې محمد نذير پکتياوال، سره له دې چې نه يې جرمي مخینه لرله او نه هم د جرم کومه محکوميت، خو بیا هم ونيول شو او د ايستلو لپاره يې چمتووالی نيول کېده.

محمد نذير پکتياوال د کب په ۲۲مه هغه مهال د امريکا د کډوالۍ ادارې مامورانو د خپل کور مخې ته ونيو، چې غوښتل يې خپل ماشومان ښوونځي ته ورسوي.

د هغه د کورنۍ په وينا، پکتياوال د ساه لنډۍ ناروغي لرله او مېرمنې يې هڅه کړې وه چې د تنفس ځانګړی سپرې ور ورسوي. د امريکا د کډوالۍ ادارې وروسته وويل چې نوموړی له نيول کېدو وروسته د ساه تنګۍ له امله روغتون ته ولېږدول شو او په بله ورځ يې ژوند له لاسه ورکړ.

د کانګرس غړو د امريکا د پوځ له ځانګړو ځواکونو سره د پکتياوال همکارۍ ته په اشارې ويلي چې د هغه مړينه د مخنيوي وړ وه.

په ليک کې راغلي: «دا د منلو وړ نه ده چې هغه کس چې په زړورتيا يې د امريکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه، په دومره اسانۍ د هماغه حکومت له لوري چې ده ورته خدمت کړی و، له پامه وغورځول شي. د هغه کورنۍ حق لري چې د نوموړي د مړينې د لامل په اړه بشپړ ځوابونه ترلاسه کړي».

د کانګرس دغو استازو همدارنګه له کورني امنيت وزارت څخه پوښتنه کړې چې تر اوسه څو پخواني افغان همکاران نيول شوي او له امريکا ايستل شوي دي، او څو نور لا هم د نيول کېدو يا ايستلو له ګواښ سره مخ دي.

روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې د پولیو ناروغۍ څلور نوې پېښې ثبت شوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمانتایید کړې چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۱۱ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، د پولیو په اړه خپل اوونیز راپور خپور کړ. د راپور له مخې، د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېره اوونۍ کې د ننګرهار په ولایت کې دوه، د هلمند په ولایت کې یوه او د هرات په ولایت کې یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

د راپور له مخې، روان کال په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې د افغانستان په پرتله کمې دي. د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په پاکستان کې یوازې درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دا شمېر نږدې څلور برابره، یعنې ۱۱ پېښو ته رسېدلی دی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لا هم په بشپړه توګه پکې له منځه نه دی تللی.

سره له دې چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ترسره کېږي، د روغتیا نړیوال سازمان وروستي معلومات ښيي چې روان کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی.

د روغتیا برخې کارپوهان د طالبانو له لوري د واکسیناسیون پر کمپاینونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړي ډول په ګڼو سیمو کې د کور پر کور واکسین د کمپاینونو بندیز، د پولیو ویروس د خپرېدو د ګواښ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه بولي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱مثبتې پېښې او په پاکستان کې ۳۱مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د ماین پاکۍ موسسه: په کندهار کې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم کشف او شنډ شو

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
100%

د هېلوټرسټ په نوم د ماین پاکۍ موسسې د کندهار په شاولي‌کوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم کشف او شنډ کړی دی.د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، دغه بم له تېرو جګړو پاتې شوی وو. د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د ماینونو د چاودنو له امله ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د هېلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوې سیمه کې له تېرو جګړو پاتې شویو اېف‌اې‌بي ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول یې شنډ کړ.

دغې ادارې له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د هر ډول ناچاوده، چاودېدونکو او شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لاس وروړلو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسوولو ادارو ته خبر ورکړي، څو لازم اقدامات ترسره شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې تر دې مخکې ویلي وو، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۹ پېښې رامنځته شوي او له امله یې ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي او په دې موده کې د همکارو بنسټونو په همکارۍ ۲۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده.

یادې ادارې زیاته کې وه، چې لا هم ۱۰۱۹ کیلومتره مربع سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ککړتیا سره مخ دي او پاکول یې اړین دي.