مولانا عبدالواسع: پرون يې طالبانو ته روزنه ورکوله او نن شکایت کوي چې پر پاکستان بریدونه کوي

د پاکستان د سنا غړي او د جمعیت علمای اسلام (ف) د بلوچستان څانګې مشر مولانا عبدالواسع ویلي، هغه کسان چې پرون یې طالبانو ته روزنه ورکوله؛ نن ترې د بریدونو شکایت کوي. د هغه په وینا؛ د ناقانونه کړنو پایله همدغه ډول وي.
