• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې پاکستان ته د قاچاق کېدونکو مزایل مرمیو د نیولو خبر ورکړی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې یې هغه وسلې او د پوځي وسلو پرزې نیولې چې له افغانستان نه پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېدې.

د طالبانو اړوند د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي ویلي، دغه عملیات د کشفي معلوماتو پربنسټ د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د وزیر تنګي په ترمۍ سیمه کې ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «په نیول شویو مهماتو کې ۴ فیره د مزایل مرمۍ، ۴ د مزایل سرګولولې، ۳ کړۍ لاسي بمونه، ۵۰ فیره د ایم ۱۶ ټوپک مرمۍ، دوې نظامي چانټې او ۳ برچې شاملې دي». د محمدي‌ په خبره؛ قاچاق کوونکو غوښتل یاد مهمات پاکستان ته ولېږدوي.
د طالبانو یادې قول اردو د دغه مهماتو په تړاو د قاچاق کوونکو د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د کوټې په اعتراضي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، هر څوک چې د افغانستان د خپلواکۍ ملاتړ نه‌کوي؛ نه پښتون دی او نه هم مسلمان.

هغه وايي، د افغانستان د خپلواکۍ مبارزه د پښتنو د تاریخ مهمه برخه ده او «څوک چې د افغانستان په استقلال نه درېږي؛ نه پښتون دی او نه مسلمان». هغه زیاته کړه، د کونړ په ګډون د افغانستان په خاوره کې وسله‌وال لیدل کېږي؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې په پاکستان کې د‌ دوی د سترګو لاندې وسله‌والو پرضد ورته اقدام نه کېږي.

د نوموړي په وینا؛ د پښتنو برخلیک باید د پښتنو په لاس کې وي او په همدې موخه به د پښتنو یوه ستره جرګه راوبلل شي، څو د راتلونکې په اړه پرېکړې وکړي. اڅکزي وویل، د خبرو وخت تېر شوی او اوس د عملي ګامونو وخت دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دوی اعتراض یوازې د وروستۍ خونړۍ پېښې لپاره نه‌دی؛ بلکې تر هغه به احتجاجونه او پرلتونه دوام ولري، څو «له پښتني سیمو دغه ځواکونه ونه وځي». د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل، نړۍ نن پښتانه په «ترهګرۍ» تورنوي؛ حال دا چې پښتنو د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو یرغلګرو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

هغه ادعا وکړه، چې هر دېرش کاله وروسته په پښتني سیمو کې یو نوی کړکېچ رامنځته کېږي او دغه وضعیت ته قصداً دوام ورکول کېږي. د هغه په وینا؛ په پاکستان کې نه رښتینی عدالت شته، نه حقیقي حکومت او نه هم هغه اسلامي نظام چې قران یې یادونه کوي.
اڅکزي وویل، په پښتني سیمو کې به د پښتنو جرګه جوړېږي او همدا جرګه به پرېکړه کوي چې په خپله خاوره کې څنګه ژوند وکړي. هغه زیاته کړه، نړۍوالو ته به هم ووایي چې د پاکستان له حکومت سره د پښتنو د برخلیک په اړه تړونونه ونه کړي؛ ځکه د سیمې اصلي خاوندان ځایي خلک دي، نه اوسنی جعلي حکومت.

د نوموړي په وینا؛ د حکومت د واکمنۍ پرمهال په پښتني سیمو کې ترياک کرل کېږي او وروسته د‌ دغه ترياکو په پیسو وسله‌والې ډلې جوړېږي. اڅکزي ادعا وکړه، چې واکمن کسان ځینو افرادو ته وسله او امکانات ورکوي او بیا ترې د خپلو موخو لپاره کار اخلي.
هغه په پای کې وویل، د پښتنو په مشرۍ به د سیمې راتلونکی ټاکل کېږي او یوه لویه جرګه به پرېکړه وکړي چې پاکستان باید څنګه اداره شي.

د کډوالو روایت؛ د ښځو او ناروغانو په ګډون زرګونه کډوال لاهم د پاکستان په زندانونو کې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۱
100%

د ننګرهار ولایت په عمري پنډغالي کې تازه ستنې شوې افغان کورنۍ وايي، د ښځو او ناروغانو په ګدون زرګونه افغان کډوال لاهم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. د دوی په خبره؛ پاکستاني پولیس د پیسو په بدل کې خلک خوشې کوي؛ خو هغه کسان چې د پیسو د ورکړې توان نه‌لري په جبري توګه یې ستنوي.

د ستنو شویو کورنیو په خبره؛ ډېرو به په پاکستان کې د پولیسو د نیولو او چاپو له وېرې له خپلو کورنو بهر شپې سبا کولې. دوی زیاتوي، چې پولیسو به د پیسو په بدل کې افغان کډوال بېرته خوشې کول: «هلته پولیسو ډېر تنګول کول او ډېر مهال مجبور و، چې له کوره بهر شپې سبا کړو. خلک به یې نیول او زنداني کول یې او ماشومان به یې په میدان پاتې شول. که چا پیسې ورکولې هغه به یې خوشې کول او که چا د پیسو د ورکړې وس نه‌لاره تر نیولو او زنداني کولو وروسته به یې په جبري توګه افغانتسان ته ستنول».
افغانستان ته ستنېدونکي کډوال فرمان افغان ویلي، د مزدورۍ له لارې یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې؛ خو څو ځلې د پولیسو له لوري ونیول شو. هغه وایي: «یو ځل درې ورځې په زندان کې وساتل شوم او د خوشې کېدو لپاره مې ۳۰زره کلدارې ورکړې. دویم ځل بیا ۳۵زره کلدارې راڅخه واخیستل شوې».
هغه زیاته کړې: «زموږ عاید دومره نه و څومره چې له موږ د پیسو د ورکړې غوښتنه کېده. بالاخره مې پلار پرېکړه وکړه، چې نور په پاکستان کې پاتې کېدل ناشونې دي؛ نو افغانستان ته ستنېږو».

د فرمان په وینا، هغه اوس‌ د حمزه بابا مزار ته نږدې د کډوالو د ساتنې په مرکز کې دی؛ خو هلته د بنسټیزو اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دی. هغه وایي، په پنډغالي کې نه د څښاک اوبو اسانتیا شته نه د اوسېدو مناسب ځای؛ ښځې، ماشومان او سپین ږېري د سختې ګرمۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دغه تازه ستانه شوي کډوال وايي، چې پاکستاني پولیسو د نیولو پرمهال ورسره ناسم چلند کوي او ډېری کسان یې له کار ځایونو او خپلو کورونو نیولي دي. د دوی په خبره؛ ډېری کسان په ورځو او میاشتو، میاشتو په بند خونو کې ساتل کېږي او وروسته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي.

دغه کورنۍ وایي، چې د پاکستان په زندانونو کې افغانان له سخت حالت سره مخ دي او له خپلو کورنیو جلا او ناخبره ساتل کېږي. د دوی په خبره؛ د ستنېدو پرمهال به یې ښځې او ماشومان په پاکستان کې له ناروښانه برخلیک سره پاتې کېدل.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې په پاکستان کې له اسنادو پرته مېشت وو. د راپور له مخې؛ دغه بهیر د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د امنیتي څانګې تر څار لاندې روان دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په پنجاب ایالت کې ۱۳۸زره او ۳۴۲ افغان کډوال د قانوني او اداري مراحلو تر بشپړولو وروسته د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي، چې ډېری یې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دامهال یوازي په پنجاب ایالت کې ۳۶ د افغان کډوالو د لنډمهاله ساتنې مرکزونه فعال دي او ۵۳ افغان کډوال په‌کې ساتل کېږي.

خوشحال کاکړ: پاکستان هند نه بلکې پښتون او افغان خپل اصلي دښمن ګڼي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۳ GMT+۱
100%

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی خوشحال کاکړ ویلي، پاکستان د هندوستان پر ځای پښتون او افغان خپل اصلي دښمن ګڼي او د امنیتي پالیسۍ لویه برخه یې د پښتنو پر ضد متمرکزه ده.

نوموړي د کوټې د روان اعتراضي پرلت پرمهال ویلي، نن ټول پښتانه او د پښتنو سیاسي ګوندونه په یوه دریځ راټول شوي او دا د پښتنو د یووالي لپاره یو مهم ګام دی. خوشحال کاکړ وویل، په تېرو کلونو کې پر پښتنو «ترهګري» وتپل شوه او هره ورځ په‌کې پښتانه وژل کېدل.

د هغه په وینا؛ «ماشومان، ښځې، دیني عالمان او عام خلک ووژل شول او هېڅوک هم ونه بښل شول». هغه زیاته کړه، پښتانه هم د «ترهګرو» په بریدونو کې وژل کېږي او هم د پوځي عملیاتو او بمباریو قرباني کېږي چې له امله یې ښوونځي، روغتونونه، هټۍ او کورونه ویجاړېږي.
کاکړ وویل، د وزیرستان ډېری اوسېدونکي لاهم خپلو سیمو ته نه‌شي ستنېدی؛ ځکه کورونه یې د «ترهګرۍ او د‌ ترهګرۍ» ضد عملیاتو کې ویجاړ شوي دي. د نوموړي په خبره؛ پښتانه نه یوازې په خپلو سیمو، بلکې په کراچۍ او پنجاب کې هم د خونديتوب احساس نه‌لري.

هغه ادعا وکړه، چې پاکستان د ټولو قومونو هېواد نه‌دی؛ بلکې یوازې د پنجابیانو تر واک لاندې دی او زیاته یې کړه د هېواد شاوخوا شپېته سلنه واک او پرېکړې د پنجابیانو په لاس کې دي.

خوشحال کاکړ وویل، د پاکستان پوځ اصلي واکمن دی او د لومړي وزیر او سر وزیرانو عملي واک او حیثیت نه‌شته. هغه ادعا وکړه، د پاکستان اراده دا ده چې پښتانه سره یو نه‌شي او راتلونکی نسل یې د غلامۍ ژوند ته اړ شي.

د نوموړي په وینا؛ که له پښتون مېشتو سیمو اېف سي ځواک ونه اېستل شي، نو د پښتنو وضعیت به تر دې هم کړکېچن شي. کاکړ په پای کې خبرداری ورکړ او ویې ویل: «که دغه پرلت ناکام شو، نو وروسته به موږ د خپلو مړو په راټولولو سترېږو».

محسن داوړ: پاکستان افغانستان طالبانو ته وسپاره او بیا یې وسله‌وال پښتنو سيمو ته راوستل

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر محسن داوړ کوټې کې پرلت ته د وینا پرمهال ويلي، پاکستان د دوحې له هوکړې وروسته افغانستان هغو کسانو ته وسپاره چې په وینا یې «خپله یې غوښتل» او وروسته یې هماغه وسله‌وال بېرته پاکستان ته راوستل.

داوړ زیاته کړه، په ۲۰۱۹کال کې د پاکستان ځینو کړیو هڅه کوله چې خلک له طالبانو سره خبرو ته وهڅوي؛ خو دوی دغه دریځ نه مانه. هغه وایي: «افغانستان مو په همدې خلکو وران کړ او د دوحې له پرېکړې وروسته افغانستان طالبانو ته وسپارل شو».

د نوموړي په وینا؛ «د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ویلي و، چې پوځ د طالبانو د راوستلو لپاره لس اربه روپۍ غواړي؛ خو هدف یې دا و چې وسله‌وال پاکستان ته راولي او په دوی د خلکو اساسي او سیاسي حقونه تر پښو لاندې کړي».

داوړ ادعا وکړه، چې امریکا او طالبان په پاکستان کې هم‌مهاله حضور لاره؛ خو د جګړې لپاره به افغانستان ته تلل. هغه وویل، اوس چې په بلوچستان کې ناامني روانه ده هر څوک پوهېږي چې د دې تر شا استخباراتي ادارې دي او همدوی وسله‌وال روزلي او ځای پرځای کړي دي.
محسن داوړ د پاکستان پر عدلیې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، سترې محکمې په خپله ویلي چې استخباراتي ادارې د دوی په پرېکړو کې لاسوهنه کوي او حتی محکمې له دغه ادارو د خپل امنیت غوښتنه کوي.

داوړ همدارنګه ادعا وکړه، چې پاکستان د امریکا «کالوني» ده او زیاته یې کړه: «په کومه اوږه چې ټوپک اېښودل کېږي، هغه د پښتون وي، په ماشه چې کومه ګوته وي هغه هم د پښتنو وي او په کومه سینه چې ګولۍ لګېږي، هغه هم د‌ پښتنو وي».

د طالبانو والي: ملګري ملتونه دې د بامیان سیغان ولسوالۍ د څښاک او کرنیزو اوبو ستونزه حل کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي په بامیان کې د طالبانو له والي ګل‌حیدر شفق سره په لیدنه کې د دغه ولایت پر اقتصادي وضعیت، روغتیا، پوهنې او د بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي.

په بامیان کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، په دې لیدنه کې ګل‌حیدر شفق د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ د څښاک او کرنیزو اوبو سخت کمښت د سیمې د خلکو تر ټولو لویه ننګونه وبلله او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د دې ستونزې د حل لپاره له نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ عملي ګامونه پورته کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د بنسټیزو او پرمختیایي پروژو پلي کول د بامیان د سیمه‌ییز حکومت او خلکو له بنسټیزو غوښتنو څخه دي.

خبرپاڼه زیاتوي،‌ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي په بامیان کې د سیمه‌ییز حکومت، خلکو او مرستندویه ادارو ترمنځ پر همغږۍ خوښي وښوده او د پنجاب او ورس ولسوالیو ته د خپل سفر او هلته له ځایي چارواکو او اوسېدونکو سره د لیدنو معلومات وړاندې کړل.

خبرپاڼه کې راغلي، برونو لمارکي د بامیان طالب والي ته ډاډ ورکړ، چې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونه او بنسټونه به په دغه ولایت کې د بشري مرستو، پوهنې، روغتیا او د ټولنو د پراختیا په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه ژمنه وکړه، چې د اوبو د کمښت او نورې مطرح شوې ستونزې به له نړیوالو مرستندویه ادارو سره شریکې کړي، څو د بامیان د خلکو اساسي اړتیاوو ته پاملرنه وشي.