سرچینې: طالبانو په غور کې له «زرغون بهیر» سره د همکارۍ په تور څه باندې لس کسان نیولي دي

په غور ولایت کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې په فیروزکوه کې د امرالله صالح په مشرۍ له «زرغون بهیر» سره د همکارۍ په تور لږ تر لږه ۱۳ ځوانان نیولي دي.
ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو په پوځي موټرو کې د فیروزکوه ښار په اتوس سفلا کلي کې پر کورونو او د خلکو پر کارځایونو چاپه وهلي او شاوخوا ۱۳ تنه یې له ځان سره بیولي دي. د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې لږ تر لږه درې تنه د تېر جمهوري نظام مامورین دي چې د کرنې، کار او ټولنیزو چارو او ملي بانک په ریاستونو کې یې دندې لرلې او له خپلو کارځایونو څخه نیول شوي دي.
په ورته مهال د زرغون بهیر سیاسي غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په غور کې لسګونه ځوانان د دغه بهیر په «شنه قطعه" کې د غړیتوب په تور نیولي دي. خو زرغون بهیر په رسمي ډول د دغو نیول شویو کسانو غړیتوب نه دی تایید کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو دا جنایت تر څار لاندې لري. بل خوا، د غور شاوخوا ۲۰ تنو قومي مشرانو د طالبانو له والي سره لیدلي او د دغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې، خو د طالبانو ځايي چارواکو د هغوی له نیول کېدو بېخبري ښودلې ده.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې،زرغون بهیر څه موده وړاندې د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې راکټي برید کړی و چې په پایله کې یې بریدګر وتښتېدل او طالبانو اوس د غبرګون په توګه د دغه بهیر د پخوانیو غړو پر نیولو لاس پورې کړی دی. زرغون بهیر د چنګاښ په ۱۷مه په یوې ویډیو کې د دغه برید د مسوولیت اخیستو خبر ورکړی و. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نیونو په اړه څه نه دي ویلي او د نیول شویو کسانو کورنۍ د هغوی د برخلیک په اړه سختې اندېښمنې دي.
