د بېوزلۍ او محدودیتونو اغېزې؛ په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونه زیات شوي

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د ماشومو نجونو ودونه او د کم عمره مېندو شمېر په بېساري ډول زیات شوی؛ هغه وضعیت چې د بشري حقونو فعالان یې د اقتصادي ناورین، د نجونو پر زدهکړو د بندیز او د طالبانو د نویو قوانینو پایله بولي.
