د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن څلور کلنه دوره د غزې او اوکراین د جګړو او له افغانستان څخه د وتنې شاهده وه. بایډڼ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې دورې د څرنګوالي په تړاو د «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» په نوم یو کتاب لیکلی او ۴ میاشتې وروسته به خپور شي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن چې دمګړۍ د پروستات سرطان له یوې خطرناکې او پرمختللې بڼې سره مبارزه کوي وايي، چې د ده نوی کتاب «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» به د هغو «ننګونو په اړه وي چې موږ د یوه ملت په توګه ورسره مخ وو، د هغو پرېکړو په اړه چې ما وکړې، او دا چې ما ولې دا پرېکړې وکړې».
هغه وویل، دا کتاب به د هغه د ولسمشرۍ د دورې مهمو پېښو ته ځانګړی شوی؛ هغه دوره چې د غزې او اوکراین جګړه او همداراز له افغانستان څخه د امریکا وتل پهکې شامل وو.
د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، له واک څخه د تر ټولو د زاړه ولسمشر په توګه له وتلو یوازې څلور میاشتې وروسته، بایډن څرګنده کړه، چې پر هغه د پروستات داسې یو خطرناک سرطان تشخیص شوی چې د هغه هډوکو ته هم خپور شوی دی. هغه له دې وروسته د راډیوټراپي (شعاعي درملنې) بهیر پیل کړ.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وینا، مناسب کور یوازې د اوسېدو ځای نه دی، بلکې د انساني کرامت د خوندیتوب، د برابرو فرصتونو د رامنځته کولو او د کړکېچونو پر وړاندې د وګړو او ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز عنصر ګڼل کېږي.
دغه بنسټ زیاتوي چې په افغانستان کې د مناسبو استوګنځایونو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده او ګڼې کورنۍ، په ځانګړې توګه هغه چې د سېلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، لا هم له مناسبې سرپناه بېبرخې دي.
د ملګرو ملتونو په باور، د خوندي او مناسب استوګنځي برابرول نه یوازې د خلکو د ژوند شرایط ښه کوي، بلکې د ټولنیز ثبات، اقتصادي ځانبسیاینې او د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې هم مهم رول لري.
په دې مراسمو کې د طالبانو د ښوونې او رزونې مرستیال عبدالمالک حقاني مخکښو زدهکوونکو ته له مبارکۍ ویلو سربېره وویل: «د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم ځانګړی اهمیت لري او د اسلامي تمدن د لا غوړېدو او پرمختګ لامل ګرځي».
هغه د نجونو د زدهکړو د دوام په تړاو له یادونې پرته زیاته کړه: «ټولنه او مُلک ښوونیزې ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري او موږ باید د همدې مخکښو طلابو او زدهکوونکو له لارې دې موخې ته ورسېږو».
په دې غونډه کې د دغه وزارت د کیفیت تضمین مرستیال عبدالخالق صادق وویل: «تاسو د مُلک د راتلونکي معماران او رهبران یاست؛ نو باید د خپل ولس او ټولنې پر وړاندې د مسوولیت احساس ولرئ او د خپلو زدهکړو له لارې دا کړېدلی ملک د پرمختګ او ودانۍ پر لور رهبري کړئ».
د طالبانو د ازموینې ادارې په وینا، سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۲۰ زره کسانو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې به ۷۴ زره او ۵۰۰ د لوړو زدهکړو موسساتو ته جذب شي. دا په داسې حال کې ده، چې د څلورم پرلهپسې کال لپاره طالبانو له نجونو پرته د کانکور ازموینه واخیسته.