له هرات نه ایران ته د غوښو درېیمه جوپه ولېږدول شوه

د هرات سوداګر وايي ایران ته یې د پسونو د ۱۰۰ ټنه غوښو د صادراتو له تړون څخه نن درېیمه جوپه غوښه دغه هېواد ته صادر کړه. د د قراردادي شرکت مسولان وایي، تر دې مهاله ایران ته ۳۰ ټنه غوښه صادر کړې ده.

د هرات سوداګر وايي ایران ته یې د پسونو د ۱۰۰ ټنه غوښو د صادراتو له تړون څخه نن درېیمه جوپه غوښه دغه هېواد ته صادر کړه. د د قراردادي شرکت مسولان وایي، تر دې مهاله ایران ته ۳۰ ټنه غوښه صادر کړې ده.
د طالبانو اړوندې رسنۍ د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ ښاروالۍ له قوله ویلي، د غوښې د صادراتو دغه پروسه د ښاروالۍ د دولتي صحي مسلخ په همغږۍ ترسره کېږي.
دهرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د طالبانو ولسوال ویلي دا د ویاړ ځای دی چې د انجیل ولسوالۍ نړیوال معیار لرونکی مسلخ د هېواد له بهرنیو بازارونو سره د غوښې صادرات ترسره کوي.

په غور ولایت کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې په فیروزکوه کې د امرالله صالح په مشرۍ له «زرغون بهیر» سره د همکارۍ په تور لږ تر لږه ۱۳ ځوانان نیولي دي.
ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو په پوځي موټرو کې د فیروزکوه ښار په اتوس سفلا کلي کې پر کورونو او د خلکو پر کارځایونو چاپه وهلي او شاوخوا ۱۳ تنه یې له ځان سره بیولي دي. د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې لږ تر لږه درې تنه د تېر جمهوري نظام مامورین دي چې د کرنې، کار او ټولنیزو چارو او ملي بانک په ریاستونو کې یې دندې لرلې او له خپلو کارځایونو څخه نیول شوي دي.
په ورته مهال د زرغون بهیر سیاسي غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په غور کې لسګونه ځوانان د دغه بهیر په «شنه قطعه" کې د غړیتوب په تور نیولي دي. خو زرغون بهیر په رسمي ډول د دغو نیول شویو کسانو غړیتوب نه دی تایید کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو دا جنایت تر څار لاندې لري. بل خوا، د غور شاوخوا ۲۰ تنو قومي مشرانو د طالبانو له والي سره لیدلي او د دغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې، خو د طالبانو ځايي چارواکو د هغوی له نیول کېدو بېخبري ښودلې ده.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې،زرغون بهیر څه موده وړاندې د غور په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې راکټي برید کړی و چې په پایله کې یې بریدګر وتښتېدل او طالبانو اوس د غبرګون په توګه د دغه بهیر د پخوانیو غړو پر نیولو لاس پورې کړی دی. زرغون بهیر د چنګاښ په ۱۷مه په یوې ویډیو کې د دغه برید د مسوولیت اخیستو خبر ورکړی و. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نیونو په اړه څه نه دي ویلي او د نیول شویو کسانو کورنۍ د هغوی د برخلیک په اړه سختې اندېښمنې دي.
په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې له رییس سره د لیدني پرمهال د صادراتو او وارداتو پر معیاري کولو او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلی دی. علي رضا بیکدلي د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر ته ایران ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.
د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، عبدالله بشیر د صادراتو او وارداتو معیاري کول د معیار او کیفیت ادارې له اساسي مسولیتونو څخه وبلل او د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري د معیارونو پر مراعات او د توکو د کیفیت په لوړولو یې ټینګار کړی دی.
د یادې لیدني پرمهال د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ویلي، چې د ایران د سټنډرډ اداره چمتو ده چې د معیارونو، معیاري کولو او د تخنیکي تجربو د لېږد په برخو کې د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې سره همکاري پراخه کړي. همدارنګه بیکدلي د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس ته رسمي بلنه ورکړه چې ایران ته سفر وکړي او د هغه هېواد د سټنډرډ ادارې او اړوندو برخو څخه لیدنه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د رغنده تعاملاتو پر دوام، د تخصصي همکاریو پر پراختیا او د شته ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دا لیدنه پرداسې مهال ترسره شوې، چې طالبان نږدې هره اوونۍ د تېلو او نورو ایراني توکو بار یو شمېر موټرونه د ټیټ کیفیت له امله بېرته ایران ته ورګرځوي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ګواښ د مخنیوي لپاره دې ټولو نجونو او هلکانو ته د عمومي زدهکړو زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې، چې د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمېدای شي.
حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ د نړۍوالو بنسټونو په ځانګړې ټوګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وروستي راپورته په اشارې کاږلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي د ماشومانو د روغتیا ساتنه د هېواد د راتلونکي هیله او بشري ځواک ګڼلی او له اړوندو کورنیو او بهرنیو بنسټونو یې غوښتي، چې د دغه ګواښ د زیاتېدو مخنیوي او د ماشومانو د روغتیا خوندي کولو لپاره جدي او هر اړخیزې هڅې وکړي.
کرزي د یاد ګواښ د مخنيوي لپاره د نجونو او هلکانو لپاره زدهکړې مهمې ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې باید ټولو ته د عمومي زدهکړو زمینه برابره شي. هغه لیکلي: «د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې سره به د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمې شي، د هېواد اقتصادي وضعیت به ښه شي او د ټولنې ستونزې او اړتیاوې به له بهرنیو مرستو پرته هم حل شي».
په هرات کې د جامو تولیدونکې ټولنې مشر عزیزالله نورزی وايي، چې عراق ته یې د ۳۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د جامو د صادراتو دویمه جوپه ولېږدوله. نوموړي ویلي، چې په دغه جوپه کې ۸۰زره جوړې جامې شاملې دي.
نورزي زیاته کړې، چې په دغه جوپه کې شاوخوا ۱۰۰ ډوله جامې تولید شوې دي. نوموړي دا هم ویلي، چې د هرات تولیدوونکې جامې له بهرنیو محصولاتو سره د سیالۍ توان لري.
د یادې ټولنې مشر ډاډ ورکړی، چې له دې وروسته به د ۲۰۰زره جوړو جامو بله جوپه هم چمتو شي او عراق ته به صادره شي. نوموړي زیاته کړې: «موږ دا وړتیا لرو، چې داسې جامې تولید کړو چې د بېلابېلو هېوادونو؛ لکه ایران او ترکیې د طرحو او معیارونو سره برابرې وي».
د هرات د کارګرو ټولنې ویلي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰۰۰ د جامو تولیدي کار ځایونه فعال دي. دوه میاشتې مخکې هم د هرات ولایت سوداګرۍ خونې د لومړي ځل لپاره عراق ته د ښځو او ماشومانو د ۲۰زره جوړو جامو یوه سوداګریزه جوپه صادره کړې وه.
درېیو پخوانیو ډیپلوماتانو په یوه تحلیل کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت راتلونکی د بودجې د سخت کمښت او سیاسي بنبست له امله له جدي ګواښ سره مخ دی. دوی ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو پرته د روښانه تمو پربنسټ خپل ماموریت بیا تعریف کړي.
په کاناډا کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد، پخوانۍ ډیپلوماتې او د ښځو د حقونو فعالې اصیلا وردګ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي فرید ظریف په یوه ګډ تحلیل کې لیکلي، چې د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د لهمنځه تلو یا د واکونو او کارکوونکو د سخت کمښت له ګواښ سره مخ و.
خو امنیت شورا د یوکال لپاره د دغه ماموریت په غځولو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د تګلارې د بیاکتنې لپاره یو محدود فرصت برابر کړی دی. دوی وايي، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نشتوالي او د امنیت شورا دننه اختلافونو د دغه ماموریت راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی.
په تحلیل کې راغلي، چې ملګري ملتونه اوس نهشي کولی له افغانستان نه ووځي؛ ځکه دغه کار به سختې بشري پایلې ولري. له بلې خوا ملګري ملتونه هم نهشي کولی اوسنی حالت عادي وبولي؛ ځکه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره سیاسي شرطونه لا نهدي برابر شوي.
دغه پخوانیو ډیپلوماتانو لیکلي، چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو یا له افغانستان نه د وتلو پرځای خپل ماموریت د رېښتینو موخو، لا زیاتې همغږۍ او د طالبانو او نړۍوالې ټولنې لپاره د روښانه تمو پربنسټ بیا تنظیم کړي.
د لیکوالانو په وینا؛ افغانستان اوس له اقتصادي ځوړ، اقلیمي بدلون، له ایران او پاکستان نه د کډوالو ډلهییز اخراج، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کمښت او پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونه په ګډون د یو لړ ورته ناورینونو سره مخ دی. د دوی په خبره؛ دغه لاملونو افغانستان د نړۍ یو له خورا پېچلو بشري ناورینونو څخه ګرځولی دی.
دغه درېیو ډیپلوماتانو دارنګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د لوړپوړو چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې لیکلي، دغه سفرونه ښيي چې د افغانستان بشري، پراختیايي او روغتیايي ناورینونه د نړۍوالې ټولنې له توان څخه په چټکۍ سره پراخېږي.
د دغه تحلیل په بله برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې ټاکل کېدل، د مرستندویانو د باور د بېرته جوړولو او د نړۍوالو لوبغاړو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ لپاره یو فرصت بلل شوی دی.
لیکوالانو ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لاهم له طالبانو سره د تعامل څرنګوالي په اړه اختلاف لري او د دوحې بهیر هم د طالبانو او د یادې شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له امله د پام وړ پرمختګ نهدی کړی.
په دغه تحلیل کې دارنګه راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان سیاسي بهیر له کړکېچ او بنبست سره مخ دی؛ د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو، خلیجي هېوادونو او ترکیې له کابل سره په سوداګرۍ، امنیت، کډوالۍ او زېربناوو برخه کې عملي همکاري روانه ساتلې. همدارنګه ځینو اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو په موضوع کې د طالبانو له استازو سره تخنیکي همکاري کړې ده.
لیکوالان دې پایلې ته رسېدلي، چې د یوناما نوي ماموریت بریالیتوب د روښانه لومړیتوبونو ټاکلو، سیمهییزې همکارۍ، د بشري اقلیم ساتلو، د بسپنه ورکوونکو باور بیارغولو او د افغانانو پر ژوند او معیشت ساتنې تمرکز پورې اړه لري.