• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سرمنشي په رسمي ډول رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله ځانګړې استازې وټاکله

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په رسمي ډول د بنګله‌دېش یوه جګپوړې او تجربه لرونکې ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د مشرې په توګه ټاکلې ده.

رباب فاطمه د رزا اوتونبایوا ځای ناستې کېږي. په خپله اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په‌داسې حال کې چې د رزا اوتونبایوا خدمتونه وستایل، د یاد ماموریت د لنډمهاله مشرې جورجټ ګانیون هم مننه وکړه.
د یوناما نوې مشره په دوه اړخیزې او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ او نړۍوالې پالیسۍ جوړونه کې له درېیو لسیزو څخه د زیاتې تجربېپه لرلو د دغه مهم ماموریت چارې مخته وړي. رباب فاطمه پخوا د لږو پرمختللو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وه او تر هغې وړاندې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمي استازې وه.
رباب فاطمه لومړنۍ ښځه ده، چې د ملګرو ملتونو د سولې کمېسیون مشري یې کوله او پخوا یې په جاپان کې د بنګله‌دېش سفیرې او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د سیمه‌ییزې استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
دغه تجربه لرونکې ډیپلوماته د امریکا له ټفټس پوهنتون څخه په نړۍوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند لري. په اوسني وضعیت کې د هغې ټاکنه د ملګرو ملتونو لپاره په افغانستان کې د ډیپلوماټیکو او بشري تعاملاتو د مدیریت په برخه کې یو نوی ګام بلل کېږي.
د نوې استازې ټاکل په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا (د غبرګولي ۲۵مه) د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه. دغه پریکړه لیک چې د چین له‌خوا وړاندې شو، د ۱۵ رایو په اکثریت سره تصویب شو.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.

له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو کاروان افغانستان ته داخلېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، له نږدې یو کال ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د خوراکي مرستو بار وړونکو ۵۶ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي د چهارشنبې په ورځ ویلي، له نږدې یوه کال ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې لویو باروړونکو لاریو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دغه کاروان ۱۹لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او تمه ده چې پاتې لارۍ هم په نږدې ورځو کې هېواد ته داخلې شي.

قریشي زیاته کړې چې دغه لارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو خوراکي توکي لېږدوي.

هغه ویلي، د تورخم دروازه اوس مهال یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پرانیستې ده، خو سوداګریز او ترانزیټي تګ راتګ لا هم د پخوا په څېر تړلی پاتې دی.

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی و چې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو بار وړونکو ۲۱ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

روسيه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر کړکېچن دی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱
100%

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ماريا زاخارووا، د چهارشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر خراب دی او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې لوړه کچه او د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدل د مسکو له مهمو اندېښنو څخه دي.

هغې د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو په حواله وويل چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. د هغې په وينا، په دغو سيمو کې د لسو کلونو څخه کم عمره ډېری ماشومان له واکسين څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړه چې په افغانستان کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه لا هم لوړه ده او په هرو زرو زېږونونو کې ۳۳.۱ مړينې ثبتېږي. هغې وويل، دا شمېر د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره دی.

زاخارووا لوېديځ هېوادونه د افغانستان د بشري وضعيت د خرابېدو مسؤل وبلل او ويې ويل، له افغانستان سره د نړيوالو مرستو سياسي کول د دې کړکېچ له اصلي لاملونو څخه دي.

هغې وويل، د لوېديځو هېوادونو بنديزونو په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو بودجه کمه کړې او د افغانستان د شتمنيو کنګل پاتې کېدل هم د دې لامل شوي چې حکومت له خپلو مالي سرچينو څخه د روان بحران د مهارولو لپاره ګټه وانخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې له لوېديځو هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې سياسي نه کړي.

روسيه تر اوسه يوازينی هېواد دی چې د طالبانو حکومت يې په رسميت پېژندلی دی.

د زاخارووا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د روغتيا نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې د چهارشنبې په ورځ وويل، په تېره يوه اوونۍ کې د ننګرهار، هلمند او هرات په ولايتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو تازه پېښو په ثبتېدو سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پيل راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.

د طالب پلاوي د بروکسل له سفر وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر پارلمان ته وربلل شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي کمېسیون د چارواکو ترمنځ د لیدنې د برابرولو له امله د اروپايي پارلمان له‌خوا د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی دی.

فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي.

دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.

راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه.

اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.

خو یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو ته په لېږل شوې بلنه کې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع یاده شوې وه چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د جرمي سابقې یا امنیتي ګواښ په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه پلاوي مشري کوله. نوموړي دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په اروپا کې د طالبانو د ډیپلوماټیک حضور، د قونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. بلجیم هم د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې اروپايي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو د یوه رسمي پلاوي کوربه‌توب وکړ. اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا لیدنه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان جرمنې غړې هانا نیومن د برونر له څرګندونو وروسته ویلي، له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» په نوم هېڅ شی شتون نه لري. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول خبرې اترې ښایي په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلیو استازولۍ د طالبانو استازو ته د سپارلو لامل شي.

نیومن له اروپايي کمېسیون غوښتي چې روښانه کړي کوم افغانان به افغانستان ته ستنېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به د طالبانو له احتمالي فشارونو څنګه خوندي کېږي، او طالبان د کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي ټولنې څه امتیازات غواړي.

طالبانو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ۵۰میلیونه افغانیو په ارزښت د یو روغتون چارې پیل کړې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۵۰ بستریز «جي‌اېچ» روغتون د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل کړې.

د دغه روغتون د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د یاد وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل چې دا وزارت هڅه کوي هغو لرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمات ورسوي چې خلک یې مناسبو صحي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مشر د ځانګړي حکم له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د «جي‌اېچ» روغتونونه جوړېږي ترڅو ناروغان په خپلو ولسوالیو کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ومومي او د درملنې لپاره مرکزونو ته له تګ څخه بې‌نیازه شي.

د چارواکو په وینا، د تڼیو ولسوالۍ دغه ۵۰ بستریز روغتون په پنځه جریبه ځمکه کې د ټولو اړینو اسانتیاوو او معیاري تجهیزاتو په درلودلو سره جوړېږي چې رغنیزې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. دغه راز عبدالولي حقاني څرګنده کړه چې د خوست په ملکي او تخصصي روغتون کې د عصبي جراحۍ او ارتوپېډۍ د خدمتونو د نشتوالي ستونزې د حل لپاره نوی تشکیل منظور شوی او په نږدې راتلونکي کې به ورته متخصصین وګومارل شي.

حقاني همدارنګه وویل چې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا په موخه د خوست مرکز اړوند ملاریا باغ کې د ښځو او ماشومانو لپاره یو ځانګړی ۱۰۰ بستریز روغتون هم په پلان کې نیول شوی دی.

بل لور ته، په خوست کې د طالبانو د والي مرستیال محبوب شاه قانت د دغه روغتون جوړېدل یو مهم پرمختګ وباله او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل چې د کارونو کیفیت، معیار او د پروژې پر وخت بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه هڅې داسې مهال دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان روغتیایي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله په ټول هېواد کې سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوې دي.