• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي اوسېدونکي: د کندهار د کور جوړونې بهیر د ځنډ، خپلسرۍ او بډې اخیستنې ښکار شوی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۶ GMT+۱

د کندهار هغه اوسېدونکي چې غواړي د خپلو کورونو د جوړولو قانوني چارې بشپړې کړي شکایت کوي، چې د جي‌پي‌اېس نقطو د ثبت او تایید بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی او دغه ستونزې د دوی قانوني کارونه ځنډولي دي. د دوی په وینا؛ دغه وضعیت نه یوازې د خلکو وخت او پیسې ضایع کوي، بلکې د بډې اخیستنې او خپلسرۍ زمینه هم برابروي.

د معلوماتو له مخې؛ د کور جوړولو د قانوني بهیر په پیل کې عارض لومړی ښاروالۍ ته مراجعه کوي، ښاروالۍ یې اړوندې ناحیې ته معرفي کوي، د ناحیې انجنیر سیمې ته ځي او د ځمکې جي‌پي‌اېس نقطې اخلي، وروسته دغه اسناد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته استول کېږي او له هغه ځایه د «واحد» شعبې ته سپارل کېږي چې له کادستر سره تړاو لري. وروسته د یادې شعبې له لوري اسناد محکمې، ښاروالۍ، مستوفیت، کادستر او نورو اړوندو ادارو ته لېږل کېږي؛ څو قانوني ارزونه بشپړه شي.

هغه کسان چې د کور جوړولو اسناد یې د همدې بهیر په منځ کې بندپاتې دي وایي، د کادستر کارکوونکي ورته د جي‌پي‌اېس د تایید لپاره یو واحد دلیل وړاندې کوي. د کندهار یو اوسېدونکی نور احمد زیاتوي، د کادستر کارکوونکو له‌خوا ورته ویل شوي، چې د جي‌پي‌اېس د ثبت او تایید لپاره اړین وسایل لکه ځیرک ټېلیفون نه‌شي کارولی.

هغه وایي: «موږ ته یې وویل، چې غټ ټلیفونونه بند دي، ځکه سیمې ته نه‌شو تللای او GPS نقطې نه‌شو تاییدولای تر هغې صبر وکړئ چې غټ ټېلیفونونه بېرته فعال شي، یا ولایت مقام ته عریضه وکړئ».

محمد کریم چې له ډېره وخته یې دوسیه بنده پاتې ده وایي، خلکو ته یوازې د انتظار سپارښتنه کېږي؛ خو د ستونزې د حل لپاره عملي اقدام نه لیدل کېږي. هغه زیاتوي: «زموږ اسناد همداسې پراته دي، هر ځل چې ورځو همدا یو ځواب راکوي چې ټېلیفونونه بند دي، نه زموږ کار کېږي او نه هم څوک روښانه ځواب وایي چې دغه ستونزه به کله حل شي».

ځینې عارضین باور لري، چې د همدې ځنډ له امله خلک مجبورېږي له ناقانونه لارو خپلې چارې مخته یوسي. د ځايي‌ خلکو په خبره؛ کله چې د خلکو قانوني کارونه د اوږدې مودې لپاره بند پاتې شي، ځینې کسان د وخت د ضایع کېدو او مالي زیان د مخنیوي لپاره رشوت ته مخه کوي.

دوی له اړونده ادارو غواړي، چې د جي‌پي‌اېس د ثبت او تایید ستونزه ژر تر ژره حل کړي، د خلکو قانوني چارې له ځنډه وباسي او داسې تګلاره رامنځته کړي چې د بډې اخیستنې او خپلسرۍ مخه ونیسي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه په دې تړاو د طالبانو اړوندو ادارو ځواب هم ترلاسه کړي؛ خو په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او همدارنګه د کادستر مسوولو د دغه ستونزو په اړه معلومات شریک نه‌کړل.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۳

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۴

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

۵

امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: د مخالفینو خوشحاله کولو لپاره تر یو دیني حکم هم نه‌تېرېږو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي، چې نه مخکې او نه به وروسته د مخالفینو د خوشحاله کولو لپاره تر یوه دیني حکم هم تېر شي. هغه د کوم کس نوم اخیستلو پرته ویلي، بهر کې څو محدود کسان په نظام پسې منفي تبليغات کوي؛ د هغوی هدف د ولس هوساينه نه بلکې د پيسو ترلاسه کول دي.

هغه د مرکزي زون د علماوو او قومي مشرانو د همغږۍ غونډه کې زیاته کړې: «موږ د الله بنده‌ګان یو او دغه ځمکه هم د الله ده؛ نو په دې ځمکه به قانون هم الهي وي او د الهي قانون تنفیذ زموږ او دیني عالمانو مسوولیت دی».
هغه ویلي: «بهر کې څو محدود کسان په نظام پسې منفي تبليغات کوي، د هغوی هدف د ولس هوساينه نه؛ بلکې د پيسو ترلاسه کول دي او موږ به په دغه ډول تبليغاتو له خپل هدف څخه، چې په افغان خاوره د اسلامي شريعت تطبيق دی په شا نه شو».

نوموړي یو ځل بیا پر علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او رسنیو غږ کړی، چې د «دښمن د شومو موخو» په وړاندې سره یو شي. هغه زیاته کړې: «دښمن هڅه کوي، چې په دې اسلامي ټولنه کې سمتي، قومي او ژبني اختلافات جوړ کړي؛ خو ټول به د دې شومو پدیدو د ختمولو لپاره سره متحد یو».

حنفي دا هم وویل، چې د منفي تلبیغاتو له کبله به د «شریعت» له تطبیق څخه په شا نه‌شي. نوموړي ټینګار کړی، چې په ټولنه کې د ژوند د ټولو اړخونو لپاره احکام باید بشپړ رعایت شي.

د هغه په خبره؛ چاته اجازه نه ورکوي چې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

په یوه ورځ؛ له پاکستان او ایران نه تر ۴زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) له پاکستان او ایران نه ۸۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۳۶۹ کېږي؛ هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، دغه کورنۍ د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پله او د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاتوي، چې په همدې ورځ ۷۵۹ کورنۍ په خوندي ډول خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات (د چنګاښ له ۱۹مې) پراخ شوي او په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره کور په کور عملیات پیل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې نور نه غواړي په خپل هېواد کې افغان کډوال پرېږدي او که څوک په خپله خوښه لاړ نه‌شي؛ نو دوی به یې په زور وباسي.

په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي؛ څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

زرغون بهیر وايي طالبانو د دوی ۸۵ غړي‌ صحرايي محاکمه کړي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د زرغون بهیر ویاند زمان رفعت وايي، چې طالبانو سږکال د دغه سیاسي او پوځي بهیر شاوخوا ۸۵ غړي «محاکمه او اعدام» کړي دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زیاته کړې، دا مهال د یاد غورځنګ ۵۰۰ غړي د طالبانو په زندانونو کې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، هغه کسان چې په دې وروستیو کې طالبانو په غور ولایت کې نیولي د زرغون بهیر غړي نه‌دي.

د امرالله صالح د تصویر ساتلو له امله نیونې

د زرغون بهیر ویاند ټینګار وکړ، چې طالبان په ځینو مواردو کې پراخه او خپلسرې نیونې کوي. د هغه په وینا؛ طالبانو داسې کسان هم نیولي، چې د جمهوري نظام پرمهال یې یوازې له امرالله صالح سره یو یادګاري عکس اخیستی و او د زرغون بهیر فعال غړي نه وو.

زرغون بهیر د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په مشرۍ فعالیت کوي. صالح چې مخکې د ملي مقاومت جبهې غړی و، اوس د طالبانو پر وړاندې د یوه خپلواک سیاسي او امنیتي ادرس په توګه فعالیت کوي.

د زرغون بهیر ویاند ادعا وکړه، چې دغه سیاسي جریان په ټول افغانستان کې تر ۱۰۰زره ډېر غړي لري او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې فعال دی.

په فېروزکوه کې پراخې نیونې

دغه څرګندونې په غور ولایت کې د نیونو د یوې نوې څپې له رامنځته کېدو وروسته شوې دي. په غور کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې ۱۳ ځوانان له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په پوځي موټرو کې د فېروزکوه ښار د «اتوس سفلا» کلي د دغه ځوانانو پر کورونو او کاري ځایونو چاپې وهلې او لږترلږه شپږ کسان یې له ځان سره وړي دي.

طالبانو لاتراوسه د دغه کسانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي. زرغون بهیر د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په فېروزکوه ښار کې د طالبانو د پوځ د جلب او جذب پر مرکز د برید مسوولیت منلی و. هغه مهال زرغون بهیر ویلي و، چې د دوی ځواکونو د طالبانو د قوماندانۍ په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او وروسته یې چاودنه ورکړې ده.

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.

له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو کاروان افغانستان ته داخلېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، له نږدې یو کال ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د خوراکي مرستو بار وړونکو ۵۶ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي د چهارشنبې په ورځ ویلي، له نږدې یوه کال ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې لویو باروړونکو لاریو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دغه کاروان ۱۹لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او تمه ده چې پاتې لارۍ هم په نږدې ورځو کې هېواد ته داخلې شي.

قریشي زیاته کړې چې دغه لارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو خوراکي توکي لېږدوي.

هغه ویلي، د تورخم دروازه اوس مهال یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پرانیستې ده، خو سوداګریز او ترانزیټي تګ راتګ لا هم د پخوا په څېر تړلی پاتې دی.

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی و چې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو بار وړونکو ۲۱ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.