د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په یوه نوي لارښود کې ویلي، اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تودېدونکې وچه ده او د تودوخې درجه پکې د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره لوړېږي.
د سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان اوړي په ترڅ کې د پنځو هېوادونو معلومات ښيي چې د سختې ګرمۍ له امله نږدې ۱۰ زره اضافي مړینې ثبت شوې دي.
په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییز رییس هانس کلوګه ویلي: «زموږ سیمه په نړۍ کې تر ټولو چټکه تودېدونکې سیمه ده. یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د تودوخې له امله له ۲۰۰ زرو څخه ډېر کسان مړه شوي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د تودوخې اړوند مړینې ۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.»
نوموړي ټینګار کړی: «د تودوخې له امله مړینې حتمي نه دي، موږ پوهېږو چې څنګه د خلکو ساتنه وکړو: ټولنو ته پر وخت خبرداری ورکړو، ښارونه ساړه کړو، اوبو او سیوري ته لاسرسی برابر کړو، له تر ټولو زیانمنو کسانو سره اړیکه ونیسو او د تودوخې له لوړېدو مخکې روغتیايي سیستمونه چمتو کړو.»
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د تودوخې څپې روغتونونه له جدي ستونزو سره مخ کولای شي، په ځانګړي ډول هغه روغتیايي مرکزونه چې د لوړې تودوخې لپاره نه وي جوړ شوي. د سختې ګرمۍ له امله د ناروغانو د بسترېدو کچه لوړېږي او د روغتونونو برېښنا، د سړولو سیستمونه، کمپیوټرونه او نور تخنیکي خدمات له ستونزو سره مخ کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ښارونو جوړښتي بڼه هم د تودوخې ستونزه لا زیاتوي، ځکه ښاري سیمې د شاوخوا کلیوالو او نیمه ښاري سیمو په پرتله ډېره تودوخه ساتي.
د سازمان په نوي لارښود کې د هېوادونو او سیمهییزو ادارو لپاره اته اساسي برخې مشخصې شوې دي چې پکې د تودوخې د خبرداري سیستمونه، د زیانمنو وګړو ساتنه، عامه پوهاوی، د روغتیايي سیستمونو پیاوړتیا، د تودوخې د اغېزو کمول، څارنه، ارزونه او د راتلونکو اقداماتو لپاره له تجربو زدهکړه شامل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د روغتیايي مرکزونو د چمتووالي ارزونې او روزنې هم ترسره شوې دي، څو د سختې ګرمۍ او نورو اقلیمي ګواښونو پر وړاندې د روغتیايي سیستمونو مقاومت پیاوړی شي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې به په راتلونکو کلونو کې لا سختې شي، خو د وختي خبرداریو، د خلکو د ساتنې او د روغتیايي سیستمونو د مخکېني چمتووالي له لارې د تودوخې له امله د ډېرو مړینو مخه نیول کېدای شي.