فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي.
دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.
راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه.
اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.
خو یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو ته په لېږل شوې بلنه کې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع یاده شوې وه چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د جرمي سابقې یا امنیتي ګواښ په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه پلاوي مشري کوله. نوموړي دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په اروپا کې د طالبانو د ډیپلوماټیک حضور، د قونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. بلجیم هم د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې.
دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې اروپايي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو د یوه رسمي پلاوي کوربهتوب وکړ. اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا لیدنه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان جرمنې غړې هانا نیومن د برونر له څرګندونو وروسته ویلي، له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» په نوم هېڅ شی شتون نه لري. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول خبرې اترې ښایي په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلیو استازولۍ د طالبانو استازو ته د سپارلو لامل شي.
نیومن له اروپايي کمېسیون غوښتي چې روښانه کړي کوم افغانان به افغانستان ته ستنېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به د طالبانو له احتمالي فشارونو څنګه خوندي کېږي، او طالبان د کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي ټولنې څه امتیازات غواړي.