• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برتانوي سرتېری: د درېیو افغان بزګرو د وژنې په اړه د اندېښنې په څرګندولو د طالبانو ملاتړی وبلل شوم

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۴ GMT+۱

یو پخواني برتانوي سرتېري د افغانستان د جګړې د پلټنو کمېسیون ته ویلي، کله چې یې غوښتل په ۲۰۱۲کال کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د درېیو افغان بزګرو د وژل کېدو په اړه خپلې اندېښنې له یوه پوځي افسر سره شریکې کړي له سخت غبرګون او د طالبانو د ملاتړ له تور سره مخ شو.

د نوموړي په وینا؛ دغه پېښه د افغانستان د رحیم کلي په یوې شپنۍ چاپه کې رامنځته شوې وه، چې په‌کې درې وروڼه ووژل شول. هغه وویل، په پیل کې ورته ویل شوي وو چې وژل شوي کسان د طالبانو قوماندانان دي؛ خو وژل شوي کسان یوازې بزګران وو او هېڅ داسې شواهد نه وو، چې دا ثابته کړي چې هغوی دې د طالبانو قوماندانان وي.
دغه پخواني سرتېري وویل، د ځانګړو ځواکونو له استازي سره یې د پېښې په اړه سختې خبرې وکړې؛ خو د پوښتنو په بدل کې ورته وویل شول چې دی «د طالبانو ملاتړی» دی.
هغه زیاته کړه، د کلي مشرانو د یادې پېښې په اړه شکایتونه کړي وو او د بې‌ګناه خلکو وژل د پوځ د ماموریت پر موخو منفي اغېز درلود او د سیمې د خلکو باور یې له‌منځه یووړ. نوموړي د پلټنو کمېسیون ته وویل، وروسته یې دا باور پیدا شو چې نه یوازې دا چې ملکي کسان وژل شوي؛ بلکې دا کار په ناقانونه ډول ترسره شوی و.
د هغه په وینا؛ د برېتانیا حکومت د دغه درېیو وروڼو له وژل کېدو وروسته د هغوی مور ته ۳زره او ۶۳۴ پونډه مالي مرسته ورکړه، چې دا د بې‌ګناه کسانو د وژنې مسوولیت منلو نښه وه.
هغه وویل، غوښتل یې د عملیاتو ویډیو وګوري څو د پېښې حقیقت درک کړي او د سیمې خلکو ته وضاحت ورکړي؛ خو د اړینو امنیتي اجازو سره، سره هم د ویډیو د لیدلو اجازه ورنه کړل شوه.
د افغانستان د جګړې د پلټنو کمېسیون د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو له لوري د ناقانونه وژنو او د دغه پېښو د احتمالي پټولو په اړه څېړنې کوي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

زرغون بهیر وايي طالبانو د دوی ۸۵ غړي‌ صحرايي محاکمه کړي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د زرغون بهیر ویاند زمان رفعت وايي، چې طالبانو سږکال د دغه سیاسي او پوځي بهیر شاوخوا ۸۵ غړي «محاکمه او اعدام» کړي دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زیاته کړې، دا مهال د یاد غورځنګ ۵۰۰ غړي د طالبانو په زندانونو کې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، هغه کسان چې په دې وروستیو کې طالبانو په غور ولایت کې نیولي د زرغون بهیر غړي نه‌دي.

د امرالله صالح د تصویر ساتلو له امله نیونې

د زرغون بهیر ویاند ټینګار وکړ، چې طالبان په ځینو مواردو کې پراخه او خپلسرې نیونې کوي. د هغه په وینا؛ طالبانو داسې کسان هم نیولي، چې د جمهوري نظام پرمهال یې یوازې له امرالله صالح سره یو یادګاري عکس اخیستی و او د زرغون بهیر فعال غړي نه وو.

زرغون بهیر د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په مشرۍ فعالیت کوي. صالح چې مخکې د ملي مقاومت جبهې غړی و، اوس د طالبانو پر وړاندې د یوه خپلواک سیاسي او امنیتي ادرس په توګه فعالیت کوي.

د زرغون بهیر ویاند ادعا وکړه، چې دغه سیاسي جریان په ټول افغانستان کې تر ۱۰۰زره ډېر غړي لري او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې فعال دی.

په فېروزکوه کې پراخې نیونې

دغه څرګندونې په غور ولایت کې د نیونو د یوې نوې څپې له رامنځته کېدو وروسته شوې دي. په غور کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې ۱۳ ځوانان له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په پوځي موټرو کې د فېروزکوه ښار د «اتوس سفلا» کلي د دغه ځوانانو پر کورونو او کاري ځایونو چاپې وهلې او لږترلږه شپږ کسان یې له ځان سره وړي دي.

طالبانو لاتراوسه د دغه کسانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي. زرغون بهیر د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په فېروزکوه ښار کې د طالبانو د پوځ د جلب او جذب پر مرکز د برید مسوولیت منلی و. هغه مهال زرغون بهیر ویلي و، چې د دوی ځواکونو د طالبانو د قوماندانۍ په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او وروسته یې چاودنه ورکړې ده.

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.

له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو کاروان افغانستان ته داخلېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، له نږدې یو کال ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د خوراکي مرستو بار وړونکو ۵۶ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي د چهارشنبې په ورځ ویلي، له نږدې یوه کال ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې لویو باروړونکو لاریو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دغه کاروان ۱۹لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او تمه ده چې پاتې لارۍ هم په نږدې ورځو کې هېواد ته داخلې شي.

قریشي زیاته کړې چې دغه لارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو خوراکي توکي لېږدوي.

هغه ویلي، د تورخم دروازه اوس مهال یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پرانیستې ده، خو سوداګریز او ترانزیټي تګ راتګ لا هم د پخوا په څېر تړلی پاتې دی.

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی و چې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو بار وړونکو ۲۱ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

روسيه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر کړکېچن دی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱
100%

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ماريا زاخارووا، د چهارشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر خراب دی او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې لوړه کچه او د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدل د مسکو له مهمو اندېښنو څخه دي.

هغې د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو په حواله وويل چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. د هغې په وينا، په دغو سيمو کې د لسو کلونو څخه کم عمره ډېری ماشومان له واکسين څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړه چې په افغانستان کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه لا هم لوړه ده او په هرو زرو زېږونونو کې ۳۳.۱ مړينې ثبتېږي. هغې وويل، دا شمېر د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره دی.

زاخارووا لوېديځ هېوادونه د افغانستان د بشري وضعيت د خرابېدو مسؤل وبلل او ويې ويل، له افغانستان سره د نړيوالو مرستو سياسي کول د دې کړکېچ له اصلي لاملونو څخه دي.

هغې وويل، د لوېديځو هېوادونو بنديزونو په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو بودجه کمه کړې او د افغانستان د شتمنيو کنګل پاتې کېدل هم د دې لامل شوي چې حکومت له خپلو مالي سرچينو څخه د روان بحران د مهارولو لپاره ګټه وانخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې له لوېديځو هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې سياسي نه کړي.

روسيه تر اوسه يوازينی هېواد دی چې د طالبانو حکومت يې په رسميت پېژندلی دی.

د زاخارووا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د روغتيا نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې د چهارشنبې په ورځ وويل، په تېره يوه اوونۍ کې د ننګرهار، هلمند او هرات په ولايتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو تازه پېښو په ثبتېدو سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پيل راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.

د طالب پلاوي د بروکسل له سفر وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر پارلمان ته وربلل شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي کمېسیون د چارواکو ترمنځ د لیدنې د برابرولو له امله د اروپايي پارلمان له‌خوا د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی دی.

فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي.

دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.

راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه.

اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.

خو یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو ته په لېږل شوې بلنه کې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع یاده شوې وه چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د جرمي سابقې یا امنیتي ګواښ په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه پلاوي مشري کوله. نوموړي دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په اروپا کې د طالبانو د ډیپلوماټیک حضور، د قونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. بلجیم هم د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې اروپايي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو د یوه رسمي پلاوي کوربه‌توب وکړ. اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا لیدنه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان جرمنې غړې هانا نیومن د برونر له څرګندونو وروسته ویلي، له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» په نوم هېڅ شی شتون نه لري. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول خبرې اترې ښایي په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلیو استازولۍ د طالبانو استازو ته د سپارلو لامل شي.

نیومن له اروپايي کمېسیون غوښتي چې روښانه کړي کوم افغانان به افغانستان ته ستنېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به د طالبانو له احتمالي فشارونو څنګه خوندي کېږي، او طالبان د کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي ټولنې څه امتیازات غواړي.