• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیراحمد فایق: د طالبانو عادي کېدل باید د بشري حقونو له پرمختګ پرته ونه منل شي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو هر ډول تعامل باید د امنیت شورا له پرېکړو سره سم، پر اصولو او شرطونو ولاړ وي او د طالبانو د اوسني حکومت د عادي کېدو لامل نه‌شي.

نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چېد سرمنشي د ځانګړې استازې او د راتلونکي ځانګړي استازي رولونه باید یو بل بشپړ او پیاوړي کړي؛ څو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د همغږې تګلارې د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو هڅې باید د افغان ښځو، مدني ټولنې، دیموکراتیکو ځواکونو او نورو باوري افغان استازو ترمنځ د معناداره اړیکو او خبرو اترو د رامنځته کولو ملاتړ وکړي.
د اعلامیې له مخې؛ د افغانستان لپاره هر سیاسي بهیر باید د یوه سوله‌ییز، استازولیز، ټولګډونه، مشروع او حساب ورکوونکي نظام د جوړېدو لامل شي؛ څو د افغانانو اراده او د هېواد ټولنیزه تنوع په‌کې منعکس شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د طالبانو له حکومت سره هر ډول نړۍوال تعامل باید د ښځو او نجونو د حقونو، ټولګډونه حکومتولۍ او نړۍوالو ژمنو په برخه کې له «معناداره او نه بدلېدونکو پرمختګونو» سره وتړل شي.
هغه ویلي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» د ستراتیژیکې ارزونې پایلې به د یادې ادارې د سولې، ثبات، بشري حقونو، بشري مرستو، سیمه‌ییزې همکارۍ او د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر د ملاتړ وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پیاوړي، اغېزمن او بې‌پرې حضور څخه ملاتړ څرګندوي او وايي، د ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو، سیمه‌ییزو شریکانو او نورو اړخونو سره به د داسې افغانستان لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي چې سوله‌ییز، باثباته، سوکاله، استازولیز، ټولشموله، مشروع او حساب ورکوونکی وي او د خلکو اراده، بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ په‌کې خوندي وي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

په یوه ورځ؛ له پاکستان او ایران نه تر ۴زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) له پاکستان او ایران نه ۸۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۳۶۹ کېږي؛ هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، دغه کورنۍ د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پله او د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاتوي، چې په همدې ورځ ۷۵۹ کورنۍ په خوندي ډول خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات (د چنګاښ له ۱۹مې) پراخ شوي او په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره کور په کور عملیات پیل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې نور نه غواړي په خپل هېواد کې افغان کډوال پرېږدي او که څوک په خپله خوښه لاړ نه‌شي؛ نو دوی به یې په زور وباسي.

په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي؛ څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

زرغون بهیر وايي طالبانو د دوی ۸۵ غړي‌ صحرايي محاکمه کړي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د زرغون بهیر ویاند زمان رفعت وايي، چې طالبانو سږکال د دغه سیاسي او پوځي بهیر شاوخوا ۸۵ غړي «محاکمه او اعدام» کړي دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زیاته کړې، دا مهال د یاد غورځنګ ۵۰۰ غړي د طالبانو په زندانونو کې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، هغه کسان چې په دې وروستیو کې طالبانو په غور ولایت کې نیولي د زرغون بهیر غړي نه‌دي.

د امرالله صالح د تصویر ساتلو له امله نیونې

د زرغون بهیر ویاند ټینګار وکړ، چې طالبان په ځینو مواردو کې پراخه او خپلسرې نیونې کوي. د هغه په وینا؛ طالبانو داسې کسان هم نیولي، چې د جمهوري نظام پرمهال یې یوازې له امرالله صالح سره یو یادګاري عکس اخیستی و او د زرغون بهیر فعال غړي نه وو.

زرغون بهیر د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په مشرۍ فعالیت کوي. صالح چې مخکې د ملي مقاومت جبهې غړی و، اوس د طالبانو پر وړاندې د یوه خپلواک سیاسي او امنیتي ادرس په توګه فعالیت کوي.

د زرغون بهیر ویاند ادعا وکړه، چې دغه سیاسي جریان په ټول افغانستان کې تر ۱۰۰زره ډېر غړي لري او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې فعال دی.

په فېروزکوه کې پراخې نیونې

دغه څرګندونې په غور ولایت کې د نیونو د یوې نوې څپې له رامنځته کېدو وروسته شوې دي. په غور کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې ۱۳ ځوانان له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په پوځي موټرو کې د فېروزکوه ښار د «اتوس سفلا» کلي د دغه ځوانانو پر کورونو او کاري ځایونو چاپې وهلې او لږترلږه شپږ کسان یې له ځان سره وړي دي.

طالبانو لاتراوسه د دغه کسانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي. زرغون بهیر د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په فېروزکوه ښار کې د طالبانو د پوځ د جلب او جذب پر مرکز د برید مسوولیت منلی و. هغه مهال زرغون بهیر ویلي و، چې د دوی ځواکونو د طالبانو د قوماندانۍ په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او وروسته یې چاودنه ورکړې ده.

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.

له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو کاروان افغانستان ته داخلېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، له نږدې یو کال ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د خوراکي مرستو بار وړونکو ۵۶ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي د چهارشنبې په ورځ ویلي، له نږدې یوه کال ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې لویو باروړونکو لاریو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دغه کاروان ۱۹لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او تمه ده چې پاتې لارۍ هم په نږدې ورځو کې هېواد ته داخلې شي.

قریشي زیاته کړې چې دغه لارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو خوراکي توکي لېږدوي.

هغه ویلي، د تورخم دروازه اوس مهال یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پرانیستې ده، خو سوداګریز او ترانزیټي تګ راتګ لا هم د پخوا په څېر تړلی پاتې دی.

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی و چې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو بار وړونکو ۲۱ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

روسيه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر کړکېچن دی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱
100%

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ماريا زاخارووا، د چهارشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر خراب دی او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې لوړه کچه او د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدل د مسکو له مهمو اندېښنو څخه دي.

هغې د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو په حواله وويل چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. د هغې په وينا، په دغو سيمو کې د لسو کلونو څخه کم عمره ډېری ماشومان له واکسين څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړه چې په افغانستان کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه لا هم لوړه ده او په هرو زرو زېږونونو کې ۳۳.۱ مړينې ثبتېږي. هغې وويل، دا شمېر د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره دی.

زاخارووا لوېديځ هېوادونه د افغانستان د بشري وضعيت د خرابېدو مسؤل وبلل او ويې ويل، له افغانستان سره د نړيوالو مرستو سياسي کول د دې کړکېچ له اصلي لاملونو څخه دي.

هغې وويل، د لوېديځو هېوادونو بنديزونو په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو بودجه کمه کړې او د افغانستان د شتمنيو کنګل پاتې کېدل هم د دې لامل شوي چې حکومت له خپلو مالي سرچينو څخه د روان بحران د مهارولو لپاره ګټه وانخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې له لوېديځو هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې سياسي نه کړي.

روسيه تر اوسه يوازينی هېواد دی چې د طالبانو حکومت يې په رسميت پېژندلی دی.

د زاخارووا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د روغتيا نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې د چهارشنبې په ورځ وويل، په تېره يوه اوونۍ کې د ننګرهار، هلمند او هرات په ولايتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو تازه پېښو په ثبتېدو سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پيل راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.