اصف درانی: افغانستان لاهم له بشري ناورین، سیاسي انزوا او امنیتي ګواښونو سره مخ دی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، افغانستان لاهم له بشري ناورین، سیاسي انزوا او امنیتي ګواښونو سره مخ دی. د هغه په وینا؛ د امریکا او ناټو ځواکونو وتل د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو قانوني مسوولیت نه ختموي او امنیت شورا باید د افغانستان د «ترهګرۍ» ضد پرېکړو پلي کېدو ته دوام ورکړي.
دراني په یوې تحلیلي مقاله کې کاږلي، که څه هم د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونه له افغانستان نه ووتل؛ خو د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د امنیت شورا مسوولیتونه لاهم پر ځای دي.
هغه ویلي، افغانستان لاهم له بشري ناورین، سیاسي انزوا او امنیتي ګواښونو سره مخ دی او نړۍواله ټولنه باید دغه هېواد هېر نهکړي. د پاکستان پخواني سفیر ټینګار کړی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره تصویب شوې؛ لا هم نافذې دي او ټول غړي هېوادونه د ملګرو ملتونو د منشور د ۲۵مې مادې له مخې د هغو د عملي کولو قانوني مکلفیت لري.
دراني ویلي، د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې او څار ډلې باید د افغانستان د امنیتي وضعیت او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه بېپرې او کره راپورونه وړاندې کړي؛ ځکه هر ډول سیاسي ملاحظات د نړۍوالو بندیزونو نظام اعتبار زیانمنوي.
هغه زیاته کړې، طالبان که نړۍوال رسمیت ولري او که نه د افغانستان د واکمنو په توګه د نړۍوالو قوانینو له مخې مسوولیت لري چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.
د دراني په وینا؛ امنیت شورا باید د طالبانو هغه ژمنې وارزوي، چې د تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو وسلهوالو ډلو پرضد یې کړې دي.
هغه ویلي، که د طالبانو نړۍوال رسمیت د ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو، د ښځو او نجونو د حقونو درناوي، ټولګډونه حکومت او د نړۍوالو ژمنو پر عملي کولو پورې تړلی وي؛ نو نړۍواله ټولنه باید دغه شرطونه په ښکاره اعلان کړي.
اصف دراني په پای کې ټینګار کړی، امریکا او ناټو له افغانستان نه وتلي؛ خو ملګري ملتونه د خپل منشور او د امنیت شورا د پرېکړو له مخې لاهم مسوولیت لري او تر هغه چې افغانستان د سیمې او نړۍ سولې ته ګواښ وي، د امنیت شورا قانوني مسوولیت پای ته نه رسېږي.
