د سوریې د کورنیو چارو وزارت د بشارالاسد د رانسکور شوي حکومت د کیمیاوي وسلو متخصص ډګروال احمد حبیب علي له نیولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت زیاته کړې، دغه کس د بشارالاسد د حکومت پر مهال د سارین ګازو د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو.
د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن څلور کلنه دوره د غزې او اوکراین د جګړو او له افغانستان څخه د وتنې شاهده وه. بایډڼ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې دورې د څرنګوالي په تړاو د «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» په نوم یو کتاب لیکلی او ۴ میاشتې وروسته به خپور شي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن چې دمګړۍ د پروستات سرطان له یوې خطرناکې او پرمختللې بڼې سره مبارزه کوي وايي، چې د ده نوی کتاب «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» به د هغو «ننګونو په اړه وي چې موږ د یوه ملت په توګه ورسره مخ وو، د هغو پرېکړو په اړه چې ما وکړې، او دا چې ما ولې دا پرېکړې وکړې».
هغه وویل، دا کتاب به د هغه د ولسمشرۍ د دورې مهمو پېښو ته ځانګړی شوی؛ هغه دوره چې د غزې او اوکراین جګړه او همداراز له افغانستان څخه د امریکا وتل پهکې شامل وو.
د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، له واک څخه د تر ټولو د زاړه ولسمشر په توګه له وتلو یوازې څلور میاشتې وروسته، بایډن څرګنده کړه، چې پر هغه د پروستات داسې یو خطرناک سرطان تشخیص شوی چې د هغه هډوکو ته هم خپور شوی دی. هغه له دې وروسته د راډیوټراپي (شعاعي درملنې) بهیر پیل کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، وروسته له هغې چې له ایران سره اوربند د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو له امله مات شو، متحده ایالات به د هرمز تنګي له لارې پر لېږدول کېدونکو ټولو بارونو ۲۰ سلنه فیس ولګوي.
هرمز تنګی، چې د ایران او عمان ترمنځ پروت دی، د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي. د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت او ګڼ نور مهم توکي، لکه کیمیاوي سرې، د همدې تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. د دې لارې هر ډول بندښت یا محدودیت د انرژۍ بازارونو او سوداګرۍ پر بهیر مستقیم اغېز کوي.
ټرمپ ویلي، امریکا به د «هرمز تنګي د ساتونکي» په توګه د خپلو امنیتي او پوځي لګښتونو د جبران لپاره د دې تنګي له لارې پر ټولو بارونو ۲۰ سلنه فیس واخلي. خو هغه لا نه دي روښانه کړي چې دا پرېکړه به په کوم قانوني چوکاټ او کوم عملي میکانیزم پلې شي.
دا دریځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له وروستیو څرګندونو سره په ټکر کې ښکاري. روبیو تېره میاشت ویلي وو چې هېڅ هېواد حق نه لري د نړیوالو سمندري لارو د کارولو په بدل کې فیس واخلي او دا موضوع باید د هېوادونو ترمنځ د هوکړو برخه نه وي.
په مقابل کې، ایران د هرمز تنګي کنټرول د خپل ملي امنیت او ستراتیژیک نفوذ مهمه وسیله ګڼي. تهران ادعا کوي چې د تنګي د خوندي تګ راتګ د تنظیم حق لري او د جګړې پر مهال یې د «فارس خلیج د تنګي اداره» هم جوړه کړه. ایران ټینګار کوي چې بېړۍ باید د دې ادارې له لارښوونو سره سم حرکت وکړي او له ایراني چارواکو سره همغږي ولري. تهران ویلي چې ښايي په راتلونکي کې د تنګي د کارولو لپاره فیس هم وضع کړي، خو تر اوسه یې د هغه جزییات نه دي اعلان کړي.