• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ډیورنډ تړلې لارې؛ د لنډي کوتل سوداګر وايي کاروبار تر ټولو بد پړاو ته رسېدلی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل سوداګر وايي، د تورخم دروازې اوږدمهاله تړل کېدو او له افغانستان سره د سوداګرۍ په ټپه درېدو د دوی کاروبار سخت زیانمن کړی او بازار د تېرو څو میاشتو تر ټولو بد اقتصادي حالت تجربه کوي.

د لنډي کوتل تاریخي بازار چې په سیمه کې د «سرای» په نوم یادېږي، پخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم مرکز و؛ خو سوداګر وايي چې د تورخم تړل پاتې کېدو او د تګ‌راتګ محدودیتونو د دوی د عاید ډېره برخه له‌منځه وړې ده.
ټوکر پلورونکی یارمحمد شاه ویلي، د تورخم پرانیستی تګ‌راتګ د دوی د کاروبار ملا وه او افغان پېرودونکي به د مصرفي توکو د اخیستو لپاره لنډي کوتل ته راتلل؛ خو اوس د ویزو محدودیتونو او د لارو تړل کېدو د سوداګرۍ کچه په بې‌ساري ډول راټیټه کړې ده.
د خوراکي توکو عمده پلورونکي حاجي شراب ګل ویلي، د تورخم له تړل کېدو وروسته یې پلور نږدې نیمايي ته راکم شوی دی. د هغه په وینا؛ افغان پېرودونکي نور پاکستان ته نه‌شي راتلای او د سیمې خلک هم د عاید له کمېدو سره د پخوا په څېر د پېرلو توان نه‌لري.
هغه زیاته کړې، پخوا به یې وریجې او نور خوراکي توکي پر افغان سوداګرو پلورل چې وروسته به یې تاجکستان، ازبکستان او اوکراین ته لېږدول؛ خو اوس دغه سوداګري په بشپړه توګه درېدلې ده.
د عمومي توکو پلورونکي بلال خان هم ویلي، د پېرودونکو شمېر یې ډېر کم شوی او یوازې د سیمې خلک د ورځني اړتیا وړ ارزانه توکي اخلي. هغه زیاتوي، په تورخم کې یوشمېر هټۍوال چې له ده څخه یې په پور مال اخیستی و، د بازارونو د تړل کېدو له امله اوس د پورونو د ورکړې توان نه‌لري.
بلخوا د لنډي کوتل د مشهورو رستورانونو خاوندان حاجي اختر او حاجي دادین وايي، د پېرودونکو د کمېدو له امله د خپلو ورځنیو لګښتونو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي. د حاجي اختر په وینا؛ پخوا به یې هره ورځ لس تر دولسو پورې پسونه حلالول؛ خو اوس د دوو یا درېیو پسونو غوښه هم په سختۍ پلورل کېږي، ځکه له افغانستان نه د څارویو پر وارداتو بندیز د غوښې بیې لوړې کړې او خلک ارزانه خوړو ته مخه کوي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

په یوه ورځ؛ له پاکستان او ایران نه تر ۴زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) له پاکستان او ایران نه ۸۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۳۶۹ کېږي؛ هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، دغه کورنۍ د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پله او د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاتوي، چې په همدې ورځ ۷۵۹ کورنۍ په خوندي ډول خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات (د چنګاښ له ۱۹مې) پراخ شوي او په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره کور په کور عملیات پیل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې نور نه غواړي په خپل هېواد کې افغان کډوال پرېږدي او که څوک په خپله خوښه لاړ نه‌شي؛ نو دوی به یې په زور وباسي.

په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي؛ څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

زرغون بهیر وايي طالبانو د دوی ۸۵ غړي‌ صحرايي محاکمه کړي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د زرغون بهیر ویاند زمان رفعت وايي، چې طالبانو سږکال د دغه سیاسي او پوځي بهیر شاوخوا ۸۵ غړي «محاکمه او اعدام» کړي دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زیاته کړې، دا مهال د یاد غورځنګ ۵۰۰ غړي د طالبانو په زندانونو کې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، هغه کسان چې په دې وروستیو کې طالبانو په غور ولایت کې نیولي د زرغون بهیر غړي نه‌دي.

د امرالله صالح د تصویر ساتلو له امله نیونې

د زرغون بهیر ویاند ټینګار وکړ، چې طالبان په ځینو مواردو کې پراخه او خپلسرې نیونې کوي. د هغه په وینا؛ طالبانو داسې کسان هم نیولي، چې د جمهوري نظام پرمهال یې یوازې له امرالله صالح سره یو یادګاري عکس اخیستی و او د زرغون بهیر فعال غړي نه وو.

زرغون بهیر د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په مشرۍ فعالیت کوي. صالح چې مخکې د ملي مقاومت جبهې غړی و، اوس د طالبانو پر وړاندې د یوه خپلواک سیاسي او امنیتي ادرس په توګه فعالیت کوي.

د زرغون بهیر ویاند ادعا وکړه، چې دغه سیاسي جریان په ټول افغانستان کې تر ۱۰۰زره ډېر غړي لري او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې فعال دی.

په فېروزکوه کې پراخې نیونې

دغه څرګندونې په غور ولایت کې د نیونو د یوې نوې څپې له رامنځته کېدو وروسته شوې دي. په غور کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې ۱۳ ځوانان له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په پوځي موټرو کې د فېروزکوه ښار د «اتوس سفلا» کلي د دغه ځوانانو پر کورونو او کاري ځایونو چاپې وهلې او لږترلږه شپږ کسان یې له ځان سره وړي دي.

طالبانو لاتراوسه د دغه کسانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي. زرغون بهیر د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په فېروزکوه ښار کې د طالبانو د پوځ د جلب او جذب پر مرکز د برید مسوولیت منلی و. هغه مهال زرغون بهیر ویلي و، چې د دوی ځواکونو د طالبانو د قوماندانۍ په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او وروسته یې چاودنه ورکړې ده.

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان او طالبانو په بریدونو کې د احتمالي جنګي جرمونو پلټنه دې وشي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، د ښکېلو لورو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو د ترسره کېدو په اړه باید بې‌طرفه او خپلواکه څېړنه وشي.

عباسي د چهارشنبې په ورځ د بشري حقونو د څار سازمان پر وېبپاڼه په خپور شوې یاداښت کې لیکلي، هغه راپورونه چې په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو له خوا د جګړې د قوانینو د احتمالي سرغړونو د خپلواکې ارزونې اړتیا نوره هم ډېروي.

هغې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» د معتادینو د بیارغونې پر مرکز د پاکستان هوايي برید ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، د بشري حقونو د څار سازمان داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده.

د هغې په وینا، د دې سازمان موندنې ښيي چې پر «امید» مرکز برید د پوځي او ملکي هدفونو له تفکیک پرته ترسره شوی او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې غیرقانوني ګڼل کېږي.

عباسي زیاته کړې چې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونو او توپچي بریدونو د افغانستان په ځینو سیمو کې ۱۹روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

هغې ویلي، په دغو سیمو کې بشري وضعیت له دې وړاندې هم خراب و، خو له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو پر دغو سیمو نور فشار هم زیات کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان دې څېړونکې ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، د جګړې ټول ښکېل لوري مکلف دي د ملکي وګړو د زیان د مخنیوي لپاره ټول ممکن احتیاطي اقدامات ترسره کړي.

عباسي له پاکستاني ځواکونو او طالبانو دواړو غوښتي چې د ګڼ مېشتو سیمو په شاوخوا کې د پوځي هدفونو له ځای پر ځای کولو ډډه وکړي او زیاته کړې یې ده چې د جګړې د قوانینو سرغړونه د یوه لوري له خوا، بل لوری د دغو قوانینو له رعایتولو نه معاف کوي.

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.

له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو کاروان افغانستان ته داخلېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، له نږدې یو کال ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د خوراکي مرستو بار وړونکو ۵۶ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي د چهارشنبې په ورځ ویلي، له نږدې یوه کال ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې لویو باروړونکو لاریو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دغه کاروان ۱۹لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او تمه ده چې پاتې لارۍ هم په نږدې ورځو کې هېواد ته داخلې شي.

قریشي زیاته کړې چې دغه لارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو خوراکي توکي لېږدوي.

هغه ویلي، د تورخم دروازه اوس مهال یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پرانیستې ده، خو سوداګریز او ترانزیټي تګ راتګ لا هم د پخوا په څېر تړلی پاتې دی.

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی و چې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو بار وړونکو ۲۱ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.