• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نرګس نهان: د یوناما نوې مشره باید د افغان ښځو حقونو،‌ عدالت او سولې ته لومړیتوب ورکړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانۍ وزیرې نرګس نهان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې نوموړې باید د افغان ښځو حقونو، عدالت او ټولګډونه سولې ته لومړیتوب ورکړي.

نرګس نهان د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوې لیکنه کې ټینګار کړی، چې رباب فاطمه باید په هېواد دننه او بهر کې له افغانانو سره په تعامل کې ښکېله شي. هغې وویل، د یوې ښځې په توګه له نوې استازې هیله لري، چې د خپلو حقونو لپاره د افغان ښځو له مدني مبارزو ملاتړ وکړي.

د کانونو او پټرولیم دغې پخوانۍ وزیرې همدارنګه پر داسې تګلارو ټینګار کړی، چې د افغان ښځو ترمنځ د ښاري- کليوالي یا د هېواد دننه او بهر په کچه د تفرقې او نورو وېشنو مخه ونیسي. هغې له رباب فاطمې وغوښتل، چې د ښځو ترمنځ له یووالي ملاتړ وکړي او له داسې کړنو ډډه وکړي، چې د دوی ترمنځ واټن زیاتوي.

دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري د افغانستان لپاره د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې ټاکل کېدو د افغان ښځو، مدني فعالانو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

بل خوا، د اروپايي ټولنې ویاند انور العنوني هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی کړی دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې اروپايي اتحادیه د دوحې د بهیر د راتلونکو ګامونو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه: «نړۍ باید هېڅکله افغانستان هېر نه‌کړي».

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روغه جوړه کې رول لوبولو ته تیار یم

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۱
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وایي، چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

نوموړي دا څرګندونې د یوې مرکې پر مهال د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې خبریال ترې د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو او د امنیتي وضعیت په اړه کړې وه.

د یاده مرکې ویډیو عوامي نشنل ګوند، د جمعې په ورځ، پر اېکس پاڼه خپره کړې ده.

هغه وویل، غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او روغې جوړې لپاره د منځګړي رول ادا کړي. د هغه په وینا، د پاکستان او هند ترمنځ هم د منځګړیتوب کولو ته چمتو دی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي او پرمختګ ته زمینه برابره شي.

ایمل ولي خان د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو په اړه وویل، د ترهګرۍ پر ضد تر دې مخکې هم سلګونه عملیات شوي دي او که هغه بریالي بلل شوي وي، نو په بلوچستان کې روان «شعبان عملیات» به هم بریالي وي.

هغه همداراز وویل، په ټولنیزو رسنیو کې داسې انګېرل کېږي چې ګواکې خیبر پښتونخوا د کاناډا او امریکا په څېر شوې، خو د هغه په وینا، د ځمکې پر سر واقعیتونه له دې سره توپیر لري. نوموړي ادعا وکړه چې د ځینو مخالفو ډلو لومړیتوب د «یوه غله د خوشې کولو ډرامه» او خپله په غلاوو بوختېدل دي.

په جنیوا کې د اروپايي ټولنې استازې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۱
100%

په جینوا کې د اروپايي ټولنې سفیرې ډیکي پوټزل د ملګرو متلونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح سره کتلي او د افغانستان پر بشري بحران یې خبرې کړې دي. د اروپايي ټولنې سفیرې وویل چې دوی د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۲۶مه پر اېکس پاڼه لیکلي دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې برهم صالح په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و او د دغه سفر پر مهال یې د خپلو لیدنو او خبرو جزییات د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفېر پوټزل سره خپل معلومات شریک کړل.

اروپايي ټولنې ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت د نړۍ له تر ټولو لویو او پېچلو بشري بحرانونو څخه دی.

دواړو لورو په دغو خبرو اترو کې د افغانستان د خلکو د لاسنیوي او د بشري وضعیت د ښه کېدو پر بېلابېلو لارو چارو مفصلې خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی، چې دغه ټولنه د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او د هغوی د ژوند ژغورنې لپاره به خپلو حیاتي او بشري مرستو ته په دوامداره توګه دوام ورکړي.

همدا راز، د اروپايي ټولنې سفیر مارکوس پوټزل په دې لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه د افغان ښځو له حقونو بشپړ ملاتړ کوي او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره به په نړیواله کچه د څو اړخیزو همکاریو له لارې خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي.

سرچینې: په کندهار کې یو پخوانی نظامي د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې ټپي شوی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱
100%

په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ د مخکیني حکومت یو نظامي محمد اکبر د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې ټپي شوی دی. نوموړی اوس مهال په کندهار کې تر درملنې لاندې دی خو طالبانو لاتروسه ددې پيښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په کندهار کې ځايي سرچینو نن جمعه د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه وویل، چې دا پېښه تېره ورځ د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې شوې ده.

څارن محمد اکبر د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په کندهار کې پاتې شو او هلته یې شخصي کاروبار کاو.

محمد اکبر د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له نژدې کسانو کې شمېرل کیږي او د هغه په وخت کې د کندهار دویمې حوزې امر هم پاتې شوی دی.

د ټپي پخواني نظامي خپلوان له طالبانو غواړي چې ددې پيښې عاملان دې ونیسي.

پر محمد اکبر د مخکیني جمهوریت پرمهال هم بریدونه شوي دی او په دې بریدونو کې سخت ټپي شوی هم و.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو د دوام په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د روان کال «د وري ۲مه» سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ، چې د ننګرهار زندان کې ۲۳۱ تنه د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه کیږي او ځینې وخت وژل کېږي.

طالبانو د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې پیل کړې

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱
100%

د جمعې په سهار د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ پر ودانۍ د «سپاهیان میهن» په نوم نوې وسله والې ډلې له برید وروسته، طالبانو په دې ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې پیل کړې او یو شمېر کسان یې نیولي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یفتل ولسوالۍ ته طالبانو د خپلو مرستندویه ځواکونو له لېږلو وروسته کور په کور پلټنې پیل کړې او یو شمېر محلي کسان یې نیولي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي او دغه راز د خپلو ځايي ځواکونو ځینې غړي نیولي دي.

سرچینې وايي، طالبان د هغو کسانو په لټه کې دي چې د جمعې د سهار په برید کې یې لاس درلود.

ځايي سرچینې ټینګار کوي چې په نیول شویو کسانو کې ملکي وګړي او د سیمې اوسېدونکي هم شامل دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو ولې خپل محلي غړي نیولي دي، خو ځینې سرچینې اټکل کوي چې ښايي پر دغو کسانو له بریدګرو سره د همکارۍ یا د برید د مخنیوي په برخه کې د غفلت شک وي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه ښيي چې طالبانو یو شمېر کسان نیولي دي.

د طالبانو اړوندو رسنیو نیول شوي کسان « بلواګر» ګڼلي، خو د نیول شویو کسانو هویت تر دې دمه روښانه نه دی.

د جمعې په سهار شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ وسله والو کسانو د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ ودانۍ په کنټرول کې وه.

اروپايي ټولنې د یوناما د نوې مشرې رباب فاطمه د ګومارلو هرکلی کړی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند انوار الانوني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمه د ګومارلو هرکلی کړی دی. هغه په ورته وخت کې د دوحې د سیاسي بهیر پر راتلونکو ګامونو او همکارۍ هم ټینګار کړی.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند انوار الانوني پر خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان اوسنی وضعیت هېر نه کړي.

انوار الانوني لیکلي چې اروپايي ټولنه په کابل او ټولو نړیوالو غونډو کې د ملګرو ملتونو له نوې ځانګړې استازې سره نږدې همکارۍ او ګډ کار ته سترګې په لاره ده.

د هغه په وینا، په دغو همکاریو کې به د افغانستان لپاره د «دوحې بهیر» د راتلونکو ګامونو په اړه هڅې هم شاملې وي.

د دغه اروپایي چارواکي په وینا، د ملګرو ملتونو د نوي استازي ګومارل د افغانستان په تړاو د نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو د دوام او د شته ستونزو د هواري لپاره خورا مهم دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې پر دوامداره پاملرنې ټینګار کړی دی.