• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کوټې پرلت په ملاتړ په ټول بلوچستان کې کاربندیز روان دی

عبدالکریم ملاخېل
عبدالکریم ملاخېل

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو، بلوچستان

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د زیارت پېښې پر ضد د کوټې پرلت په ملاتړ د بلوچستان سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنو د پنجشنبې په ورځ په دغه ایالت کې بشپړ کاربندیز اعلان کړی. دغه پرلت د کوټې د کويله پاټک په سیمه کې له تېرو نهو ورځو راهیسې روان دی.

تر دې دمه د پرلت‌والو او د بلوچستان حکومت ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي. حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دواړه لوري د یوې هوکړې پر مسوده سلا شوي؛ خو دغه هوکړه لا د اړوندو ادارو د وروستۍ تایید په تمه ده.

د روانې اوونۍ په پیل کې د پرلت کمېټې او سیاسي ګوندونو اعلان کړی و، که غوښتنې یې ونه منل شي، د اعتراضونو لړۍ به نوره هم پراخه کړي. د همدې اعلان له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په ګڼو لویو او وړو ښارونو کې پراخ لاريونونه ترسره شول.

د پرلت کمېټې غړي او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پرلت د غوښتنو په ملاتړ د چمن، ژوب، ګوادر، پنجګور، پښېن او یوشمېر نورو ښارونو کې احتجاجي لاریونونه ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه، د پنجشنبې په ورځ ښځو او ماشومانو هم په پراخه کچه د پرلت په ملاتړ اعتراضونه کړي دي. د نوموړي په وینا؛ که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو د اعتراضونو لړۍ به لا پسې پراخه او سخته شي.
د یادونې ده، د جولای په شپږمه د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم په سیمه کې وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو برید وکړ، چې په‌کې نهه پولیس ووژل شول او ۲۲ نور یې له ځان سره یوړل چې وروسته یې مړي وموندل شول.

د دغه برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر غاړه اخیستی و.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

مسکو: پر روسیې «ترهګریز» بریدونه د کېیف او لویدیځ ګډ «جرم» دی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ادعا کړې، چې د روسیې پر خاوره ترسره کېدونکي «ترهګریز» بریدونه د اوکراین د کېیف ادارې او لویدیځو هېوادونو «ګډ جرم» دی.

زاخارووا د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د روسیې له «چینل ون» ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، لویدیځ قدرتونه د سیاسي او اقتصادي لاملونو او په اوسني نړیوال جیوپولیټیک وضعیت کې د خپل «بشپړ زیان‌من‌والي» د درک له امله د کېیف له ادارې سره «نه بېلېدونکي» شوي دي.

هغې ویلي: «له همدې امله دوی د توندو او تېري کوونکو ویناوو کارول پیل کړي او د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي، چې د کېیف د ادارې په لاس یې ترسره کوي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې: «دا د خبرو تېروتنه نه‌ده. بې له شکه، دا یوازې د کېیف د ادارې جرمونه نه‌دي، بلکې دا هغه جرمونه دي، چې دوی یې په ګډه ترسره کوي».

زاخارووا همداراز ویلي، چې د لویدیځې اروپا هېوادونه له روسیې سره د هر ډول اړیکو او تماسونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې کوي.

هغې ویلي: «هغه څه چې لویدیځه اروپا یا په ساده توګه اروپايي ټولنه او د هغې توندلاري غړي یې اوس ترسره کوي، د خبرو اترو او اړیکو د لارو د لټولو خلاف دي. داسې ښکاري، چې دوی د هر ډول تماس د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه کوي».

په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان د جوړېدو تړون لاسلیک شو

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۱
100%

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مصنوعي ځيرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان د جوړېدو تړون د لاسلیکولو مراسم د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په شانګهای کې ترسره شول. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اوس لپاره په دغه سازمان کې د چین، پاکستان او روسیې په ګډون ۲۹ هېوادونه ګډون لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاد تړون کې روښانه شوې، چې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان یو خپلواک نړیوال سازمان دی، چې د ملګرو ملتونو د منشور اهداف تعقیبوي، د ګډې مشورې، ګډې جوړونې او شریکو ګټو مفکوره پالي او پر انسان‌محورۍ ولاړ اصل ټینګار لري.

خبرپاڼه کاږي، د دې سازمان موخه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوالې همکارۍ او نړیوالې حکومتولۍ وده ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې مصنوعي ځیرکتیا د ټولو انسانانو د هوساینې لپاره په ګټور، خوندي، عادلانه او منظم لوري پرمختګ کوي.

په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان مرکزي دفتر به د چین په شانګهای ښار کې وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قزاقستان، لاوس، پاکستان، روسیې او اندونیزیا په ګډون د ۲۹ هېوادونو استازو دغه تړون لاسلیک کړ او د دې سازمان بنسټ اېښودونکي غړي شول او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش او د یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.

د روسیې او اوکراین په متقابلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱
100%

د روسیې او اوکراین په متقابلو بریدونو کې د اوکراین په بېلابېلو سیمو او د روسیې په سرحدي سیمه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین په سوېل ختیځ کې د ژاپورېژیا والي ایوان فېدوروف ویلي، د روسیې په یوه هدایت کېدونکي بمي برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په برید کې ملکي ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د اوکراین د چارواکو په خبره، د تور سمندرګي پر غاړه د اودېسا ښار په یوه بل روسي برید کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. دغه ښار د روسیې له هغو هدفونو څخه دی، چې په وروستیو میاشتو کې څو ځله پرې بریدونه شوي دي.

د اوکراین د ملي بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي، د روسیې پولې ته نږدې د خارکېف ښار په شاوخوا کې د یوې روسي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس وژل شوی دی. تر دې مخکې د کوپیانسک ښار ته نږدې په یوه ورته برید کې درې کسان وژل شوي وو.

د دونېڅک ولایت والي هم ویلي، د کراماتورسک ښار په شاوخوا کې د روسیې په برید کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. کراماتورسک د اوکراین له هغو مهمو ښارونو څخه دی چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې دفاع پیاوړې شوې ده.

بل لور ته، د روسیې د بېلګورود سیمې چارواکو ویلي، چې د اوکرایني ځواکونو په یوه برید کې یو کس وژل شوی دی. د روسیې تر کنټرول لاندې د دونېڅک سیمو د مسکو له لوري ټاکل شوي مشر ډېنیس پوشیلین هم ویلي، چې په یوه برید کې یو کس وژل شوی دی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه، چې له څلورو کلونو راهیسې روانه ده، لا هم د دواړو هېوادونو پر ښارونو، کلیو او د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې سیمو د متقابلو بریدونو شاهد ده.

د ټرمپ د کډوالۍ تګلاره؛ ملګرو ملتونو د عدلي خپلواکۍ د کمزوري کېدو خبرداری ورکړی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د ټاکل شویو خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې د امریکا د ولسمشر له‌خوا د کډوالۍ اړوند د څه باندې ۱۰۰ قاضیانو د ګوښه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د کډوالۍ محاکمو او د متحده ایالاتو د عدلي نظام خپلواکي کمزورې کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له امریکا غوښتي چې د کډوالۍ د قاضیانو د «ډله‌ییز او بې‌بنسټه لرې کولو» او د کډوالۍ د محاکمو د پرله‌پسې سیاسي کېدو بهیر ودروي.

د کډوالۍ قاضیان د امریکا د عدلیې وزارت کارکوونکي دي، چې د کډوالو د اېستلو اړوند قضیې اوري. په دغو قضیو کې د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه او د اېستلو پر وړاندې د قانون له‌مخې د خوندیتوب غوښتنې هم شاملې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې اعلامیه کې ویلي: «د کډوالۍ د قاضیانو لرې کول د کډوالۍ محاکمو او د پراخ عدلي نظام خپلواکي کمزوره کوي».

دوی ویلي، د قاضیانو د لرې کولو بهیر دا اندېښنې زیاتوي، چې ښايي ځینې قاضیان د دوی د اټکل شوي سیاسي تړاو، مسلکي شالید یا د پخوانیو پرېکړو د ریکارډ له‌مخې په نښه شوي وي.

د ملګرو ملتونو دغې ډلې اندېښنه ښودلې، چې سپینه ماڼۍ ښايي د امریکا د کډوالۍ محکمې نظام له «خپلواکو او انفرادي پرېکړو د کولو له بهیر» څخه د «د کډوالو د اېستلو د موخو د پلي کولو پر وسیلې» بدل کړي.

د امریکا د کډوالۍ د وکیلانو ټولنې په وینا، له هغه راهیسې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې بېرته ولسمشر شو، د کډوالۍ اړوند له شاوخوا ۷۰۰ قاضیانو څخه تر ۱۰۰ ډېر له دندو ګوښه شوي او یا استعفا ته اړ کړل شوي دي.

دغې ټولنې ویلي، د قاضیانو د شمېر کمېدل په داسې حال کې د کډوالۍ د قضیو د زیاتېدو لامل شوي، چې د ټرمپ اداره د کډوالو نیونې او له هېواده د اېستلو لړۍ پراخوي.

د کډوالۍ اړوند څو پخوانیو قاضیانو هم د ناحقه ګوښه کېدو د ادعا په ترڅ کې د امریکا د عدلیې وزارت ته شکایتونه ثبت کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت او د کورني امنیت وزارت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د څرګندونو په اړه د تبصرې غوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، د پاکستان هوايي بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي

د اعلامیې له مخې، د جون په ۲۹مه د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان په درېیو ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دغه شمېرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د موندنو پر بنسټ وړاندې شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې هغه وسله‌وال په نښه کړي چې د دوی په وینا، څو ورځې وړاندې یې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و، خو د عملیاتو د هدفونو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د یوناما د راپور په حواله ویلي، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله په افغانستان کې له ۷۵۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو تلفاتو ډېره برخه د افغانستان په ختیځو او سویلي سیمو کې د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې که څه هم یوازې د ملکي وګړو تلفات په خپله د جنګي جرم ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د ملکي وګړو د پرله‌پسې وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه د دې اړتیا ډېروي چې د جګړې د قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې ترسره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز د اپرېل د ۲۷مې نېټې د کونړ هوايي برید ته اشاره کړې او د یوناما د معلوماتو له مخې یې ویلي چې په دغه برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹ نور، چې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې په دې برید کې یې څلور کلنې لور د لاس ګوتې له لاسه ورکړې او ۱۱ کلن ورور یې وژل شوی دی.

اعلامیه همداراز د مارچ د ۱۶مې نېټې هغه هوايي برید ته اشاره کوي چې په کابل کې د «امید» په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز شوی و. د بشري حقونو د څار سازمان ادعا کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۲ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د دوی څېړنو داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې وښيي د «امید» مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده، له همدې امله یې دغه برید «غیرقانوني او بې‌تفکیکه» بللی دی.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو او توپچي بریدونو له امله د افغانستان په ځینو سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او دا وضعیت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له بهیر سره یوځای، بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.