• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغانستان نه تر ټورنټو؛ په جلاوطنۍ کې افغان خبریال د افغانانو غږ اوچتولو هڅه کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۱

افغان خبریال همایون خان چې له افغانستان نه تر وتلو وروسته په کاناډا کې مېشت شوی وایي، د جلاوطنۍ له ژوند سره، سره لاهم هڅه کوي د افغانانو غږ نړۍ ته ورسوي؛ څو د افغانستان د خلکو ستونزې د نړۍوالو له پامه ونه لوېږي.

همایون خان په ۲۰۰۸کال کې په افغانستان کې د خبریال په توګه خپله دنده پیل کړه. هغه وایي، د جګړه ځپلې سیمې په یوه کلي کې لوی شوی او د خلکو کړاوونو، ناامنۍ او بې‌ثباتۍ دې ته وهڅاوه چې د خبریالۍ له لارې د بې‌غږه خلکو غږ پورته کړي.
هغه وایي، د خپل مسلک پرمهال یې د فساد، امنیتي پېښو او د عادي افغانانو د ژوند په اړه ګڼ راپورونه جوړ کړي او د فساد د افشا کولو له امله له جدي ګواښونو سره هم مخ شوی دی.
د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د رسنیو وضعیت په چټکۍ بدل شو او ګڼ خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله هېواد پرېښودو ته اړ شول.
همایون خان هم وروسته کاناډا ته ولاړ او هلته یې پناه واخیسته. هغه وایي، که څه هم اوس په ټورنټو کې ژوند کوي؛ خو لاهم د افغانستان په اړه راپورونه جوړوي او هڅه کوي د افغانانو د ژوند، ستونزو او هیلو کیسې نړۍوالو ته ورسوي.
د نوموړي په وینا؛ حقیقت‌محوره خبریالي د خلکو د غږ پورته کولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ده. په راپور کې ویل شوي، افغانستان لاهم د څو لسیزو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او ټولنیزو ستونزو له اغېزو سره مخ دی او تر ۲۰۲۱کال وروسته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر حقونو محدودیتونه د خلکو له لویو اندېښنو څخه دي.
همایون خان وایي، په جلاوطنۍ کې خبریالي اسانه نه‌ده، ځکه لومړنیو معلوماتو ته لاسرسی محدود وي؛ خو د افغانانو کیسې باید ژوندۍ پاتې شي. هغه زیاتوي، افغانان هم د نړۍوالې ټولنې برخه دي او د افغانستان د عادي خلکو د وضعیت د ښه کېدو لپاره به خپلې خبریالۍ ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

۵

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

•
•
•

نور کیسې

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
100%

په بدخشان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مخالفو ځواکونو تېره شپه په یفتل پایین ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوځي مرکز برید کړی او هلته مېشت طالبان یې بې‌وسلې کړي دي.

د دغه سرچینو په وینا؛ مخالفو ځواکونو د ولسوالۍ له مرکز څخه وسلې، مهمات او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي. د یفتل پایین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې پېښې وروسته د طالبانو چورلکې د یفتل پایین ولسوالۍ پر فضا ګزمه کوي.

طالبانو لاتر اوسه د دغه خبر په اړه څه نه‌دي ویلي. بدخشان په وروستیو کلونو کې د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو او ګران بیه ډبرو د کنټرول او کېندنې پر سر څو ځله د تاوتریخوالي او نښتو شاهد و.

طالبان هڅه کوي، چې پر دغه کاني سرچینو مستقیم کنټرول ترلاسه کړي؛ خو دغه تګلاره د سیمې د یوشمېر اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شوې ده. د سیمې اوسېدونکي وایي، کانونه د ځایي خلکو شتمني ده او طالبان تورنوي چې غواړي دغه سرچینې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په خپله ګټه یې استخراج کړي.

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو عملیات د دوبي د سختې ګرمۍ له داسې څپو سره هم‌مهاله پیل شوي، چې په ډېرو برخو کې د تودوخې درجه ۴۰ سانتي ګراده اټکل شوې. د سختې ګرمۍ او د اړینو اسانتیاوو د نشتوالي له امله ستنېدونکي افغان ماشومان، سپین ږېري، مېرمنې او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

تر تورخم پورې رسېدل او له هغه ځایه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تګ څو ساعته او ځینې وختونه ټوله ورځ وخت نیسي، چې له امله یې د کډوالو د ساتنې لنډمهاله پنډغالي او د لارې په اوږدو کې د مساپرو کورنیو ستونزې لا زیاتې شوې دي.

100%

تورخم ته نږدې په یوه لنډمهاله پنډغالي کې ۵۵ کلن نورالله چې له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره له لاهور نه اېستل شوی وایي، د ورځې له‌خوا دومره سخته ګرمي وي چې سړی په سختۍ ساه اخلي. هغه وایي: «زما مېرمن د وینې د لوړ فشار ناروغي لري او د لارې په اوږدو کې یې دوه ځله روغتیايي حالت خراب شو».

د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې یو ۲۸ کلن ځوان عبدالرحیم چې له خپل ناروغ پلار سره پاکستان ته تللی و وایي:« موږ څو ساعته د لمر لاندې انتظار ته اړ شو. زما پلار د زړه ناروغي لري او د سختې ګرمۍ له امله یې روغتیايي حالت نور هم خراب شو. د پنډغالي شاوخوا سیوری نه‌شته او د څښاک اوبه هم پر وخت نه ترلاسه کېدې. ما څو ځله له مسوولینو د روغتیایي مرستې غوښتنه وکړه. وروسته زما پلار ته په ساه اخیستلو کې سختې ستونزې پیدا شوې، چې زه یې ډېر اندېښمن کړم. بالاخره د نږدې رضاکارو په مرسته مو هغه د لنډي کوتل روغتون ته ولېږداوه؛ که نه نو حالت یې لا ډېر جدي کېدای شو».

100%

د بشري حقونو فعالانو او مرستندویه بنسټونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د ګرمې څپې پرمهال د کډوالو اېستل په ځانګړي ډول د ماشومانو، سپین ږېرو او ناروغانو لپاره جدي روغتیايي ګواښونه رامنځته کولای شي.

د جبري ستنولو دوام؛ له نوښار نه تر ۴۲زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد د نیولو او بېرته ستنولو بهیر چټک شوی دی. د یادې ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ګوهر زمان وزیر ویلي، چې د مرکزي حکومت او ایالتي حکومت د لارښوونو له مخې په روانو عملیاتو کې تراوسه تر ۴۲زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي۔

د هغه په وینا؛ په بېلابېلو کلیو، ښارګوټو او ښاري سیمو کې د مېشتو افغان کډوالو د پېژندنې او ثبت بهیر دوام لري، څو د حکومت له تګلارې سره سم د هغوی د بېرته ستنولو لړۍ بشپړه شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، هغه پاکستاني وګړي چې افغان کډوالو ته په کرایه کورونه ورکوي یا ورسره په سوداګریزو فعالیتونو کې شریک دي؛ د قانون له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل (د جولای په ۱۰مه) پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول. د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي.

دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې د صوبې په کچه د عملیاتو ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.

معترضې مېرمنې: له زده‌کړو د نجونو محرومول د طالبانو د پلان شويو سیاستونو برخه ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۱
100%

د «لمر ازادۍ» په نوم د افغان معترضو ښځو غورځنګ افغانستان کې د پنځم پرلپسې کال لپاره له نجونو پرته د کانکور ازموینه او له لوړو زده‌کړو د هغوی محرومیت غندلی او هغه یې د طالبانو د پلان شویو سیاستونو برخه او د بشر له بنسټیرو حقونو ښکاره سرغړونه بللې.

دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه ده. په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بندیز او د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینې ترسره کول د افغانستان د نفوس نیمایي برخه له زده‌کړو او ښه راتلونکې محروموي.

یاد غورځنګ خبرداری ورکړی، چې د دغه وضعیت دوام به د هېواد پر راتلونکې ناوړه اغېزې ولري او د بشري پانګې کمزورتیا، د بې‌وزلۍ زیاتېدو، جبري کډوالۍ او د نابرابرۍ د پراختیا لامل کېدای شي.

دغه غورځنګ طالبان د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو مسوول بللي او له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي، د هغه څه د پای ته رسولو لپاره چې دوی یې په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» بولي؛ عملي ګامونه پورته کړي.

دغه ډلې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو، کار او په ټولنه کې د برابر ګډون پر حق ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغان ښځو لپاره به د دوی حق غوښتنه تر هغه دوام ولري؛ تر څو هغوی خپلو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه وي موندلی.

په برېتانیا کې مېشتې افغان مېرمنې: د طالبانو له وېرې زموږ ژوند لاهم په چوپتیا کې تېرېږي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
100%

په برېتانیا کې مېشتې یوشمېر افغان ښځې وایي، له افغانستان نه تر وتلو نږدې پنځه کاله وروسته هم د طالبانو له ګواښونو او فشارونو ځان خوندي نه احساسوي او د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره چوپ پاتې کېدو ته اړ اېستل کېږي.

د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان په ځانګړې توګه ښځې او د بشري حقونو فعالان، د تخلیې پروګرامونو له لارې برېتانیا ته ولېږدول شول؛ خو یوشمېر ښځې وایي د طالبانو فشارونه اوس هم د برېتانیا تر پولو ور رسېدلي دي.

یوې افغانې ښځې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه‌دی خپور شوی، ویلي: «تاسو باید دوه ځله چوپ پاتې شئ؛ یو ځل د خپل ځان لپاره او بل ځل د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره چې لاهم په افغانستان کې دي».

بله افغانه مېرمن وایي، کله چې یې په برېتانیا کې د ښځو د حقونو په اړه څرګندونې وکړې، ویډیو یې خپره شوه او څو اوونۍ وروسته طالبانو په افغانستان کې د هغې د کورنۍ غړي ور وغوښتل او ترې یې پوښتنې وکړې.

د بشري حقونو څېړونکي دغه ډول کړنې له «پولې اوښتې ځپنه» بولي؛ هغه حالت چې حکومتونه د خپلو مخالفانو د غلي کولو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې هم فشار، ګواښ او د کورنیو ځورول کاروي.

د «ازادۍ کور» بنسټ سږکال په خپل راپور کې طالبان د لومړي ځل لپاره د هغو حکومتونو په ډله کې شامل کړل، چې د خپلو مخالفانو پر ضد له هېواده بهر هم د ځپنې هڅې کوي. په لندن کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د ټولنې مشر نورالحق نسیم ویلي، د طالبانو مفکوره ورو، ورو د افغان کډوالو ځینو ټولنو ته هم لاره کړې او هغه ښځې چې د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي؛ له ګواښونو او ټولنیزو فشارونو سره مخ کېږي.

د هغه په وینا؛ یوشمېر کورنۍ خپلې لوڼې او ښځې د مدني فعالیتونو پرځای یوازې مذهبي غونډو ته هڅوي او هڅه کوي، چې د هغوی غږ خاموش وساتي. دغه ښځو ویلي، که څه هم په برېتانیا کې ازاد ژوند لري؛ خو د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې نه‌شي کولی په ازاده توګه خبرې وکړي، ځکه اندېښنه لري چې په افغانستان کې به یې کورنۍ له ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې ادارې (یونسکو) او د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د معلوماتو له مخې؛ دامهال شاوخوا ۲.۲ مېلیونه افغانې نجونې له منځنۍ زده‌کړو محرومې دي او که اوسنی وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰کال پورې به دغه شمېر نږدې څلور مېلیونو ته ورسېږي.

یوشمېر افغان ښځې وایي، که څه هم په برېتانیا کې یې نوی ژوند پیل کړی؛ خو هره ورځ د افغانستان او هغو ښځو لپاره اندېښمنې دي، چې لاهم د طالبانو تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي.