ایران وايي مسلکي افغان کارګر جذبوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پارلمان، کونسلي او د ایرانیانو د چارو مرستیال وحید جلالزاده کابل ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې اعلان وکړ، چې دغه هېواد په خپله نوې طرحه کې د ځانګړو مهارتونو لرونکي افغان کډوال جذبوي.
نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په کابل کې د ایران او افغانستان ترمنځ په پنځمه کونسلي ناسته کې له ګډون وروسته د خپل هېواد له صدا او سیما ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.
وحید جلالزاده وویل، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شاوخوا ۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي او د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د کار ویزو په برخه کې هېڅ محدودیت نهشته.
هغه زیاته کړه، چې د کار ویزو د تنظیم لپاره څو شرکتونه ګومارل شوي، څو دا پروسه په منظم ډول پرمخ یوسي او د ماهرو افغانانو د جذب کچه لوړه کړي.
د اسلامي جمهوریت دغه ډيپلوماټ کابل ته په خپل سفر کې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار ته هم لاړ او هلته یې د دغه ولایت له والي او په جلالاباد کې د خپل هېواد له کونسلي چارواکو سره کتلي دي.
جلالزاده د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکتر نعیم ته ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، څو په راتلونکو میاشتو کې پر پاتې مسایلو خبرې وکړي.
نوموړي همدارنګه د ښه ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د روژې په جګړه کې ډېری ګاونډیو هېوادونو د اسلامي جمهوریت ملاتړ وکړ او په باور یې، په سم لوري کې ودرېدل. هغه زیاته کړه، چې د ترکیې، اذربایجان، ارمنستان، افغانستان او پاکستان په څېر هېوادونو سره ګډ کونسلي کمېسیونونه د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې اقتصادي او کلتوري اړیکې پر کونسلي اسانتیاوو ولاړې دي.
د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ اړیکې تل د عملي همکارۍ او ژورې بېباورۍ ترکیب پاتې شوی دی. د هلمند سیند د اوبو پر سر جنجال (حقابه) د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي تر ټولو لویه سرچینه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې د سختو سرحدي نښتو لامل هم شوه. خو له دې سره سره د دواړو لوریو ترمنځ د سرحدي امنیت په برخه کې همکاري شته او له ایران څخه د افغان کډوالو جبري اخراج لا هم دوام لري.
