• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د جنازې پر مراسمو د اسراییل هوایي برید اته فلسطینیان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د غزې تړانګې د نصیرات په سیمه کې د اسراییل په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه اته فلسطینیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. برید هغه مهال شوی چې خلک د یوه فلسطیني د جنازې په مراسمو کې راټول شوي وو، کوم چې تر دې مخکې په بل اسراییلي برید کې وژل شوی و.

روغتیايي سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، د نصیرات د برید د قربانیانو ترڅنګ، په جلا هوايي بریدونو کې هم لږ تر لږه درې نور فلسطینیان وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغو نویو تلفاتو په زیاتېدو سره، د جمعې په ورځ په غزه کې د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۱۲ تنو ته ورسېد.

حماس ډلې د نصیرات پر جنازې شوی برید یو «وحشیانه قتل عام» بللی او په کلکه یې غندلی دی.

دغې ډلې پر نړیوالو منځګړو او ملګرو ملتونو غږ کړی چې په غزه کې د اسراییل د بریدونو د درولو لپاره دې سمدستي او جدي اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

•
•
•

نور کیسې

فرانسه او جرمني دفاعي همکاري پراخوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۰ GMT+۱
100%

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ ميرڅ ژمنه کړې چې د اروپا د دفاعي خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره به خپلې دفاعي همکارۍ لا پراخې کړي. دواړو مشرانو چین په ناعادلانه اقتصادي سیالۍ تورن کړ او د اټومي مخنیوي په برخه کې یې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

د رویټرز د راپور له مخې، میرڅ وویل: «موږ هغه څه ترسره کوو چې زموږ د ازادۍ، امنیت او ګډې دفاع د خوندي کولو لپاره اړین دي.» هغه زیاته کړه چې فرانسه او جرمني د توغندیو دفاعي سیستمونو او د لرې واټن بریدیزو وسلو په ګډون د دفاعي همکاریو د پراخولو هوډ لري.

دواړو مشرانو پر چین هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې بیجینګ د نړیوالې سوداګرۍ اصول نه مراعتوي او خپلې صنعتي برخې ته د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان د نورو غړو هېوادونو په پرتله لږ تر لږه اته برابره زیات دولتي ملاتړ ورکوي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل: «موږ نه په ډیپلوماسۍ او نه هم په اقتصاد کې د چین ضد یو، خو وضعیت ته په روښانه نظر ګورو». هغه زیاته کړې اروپا هره ورځ له چین سره د شاوخوا یو میلیارد یورو سوداګریز کسر لري.

میرڅ د فرانسې او جرمني د اټومي مخنیوي د همکارۍ په اړه وویل: «موږ دا بهیر ګام پر ګام پر مخ وړو، ښايي په پای کې یوې نوې دفاعي تګلارې ته ورسېږي، خو اوس د دې خبرې لپاره لا وختي دی». د هغه په وینا، هر ډول همکاري به د ناټو د اوسنیو دفاعي ترتیباتو بشپړوونکې وي.

په ورته مهال، مکرون ویلي «د فرانسې د اټومي پروګرام لګښت به تل د فرانسې له خوا ورکول کېږي».

امانویل مکرون: ایران دې له امریکا سره د ۶۰ ورځني تفاهم پر ژمنې ولاړ پاتې شي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۱
100%

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د جرمني له لومړي وزیر سره په ګډې خبري غونډه کې له ایران څخه وغوښتل چې له امریکا سره دې د ۶۰ ورځني تفاهم ژمنه عملي کړي او د هرمز تنګي د پرانیستو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره دې زمینه برابره کړي.

مکرون وویل ایران باید هغه څه عملي کړي چې پرې موافقه شوې ده، یعنې د هرمز تنګي د پرانیستو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره دې زمینه برابره کړي.

هغه همداراز وویل، پاریس د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره مرستې ته چمتو دی. د نوموړي په وینا، د عمان سلطان سره یې لیدلي او د عمان په اوبو کې یې د دې ماموریت د عملي کولو وړاندیز کړی دی.

مکرون زیاته کړه: «تر هغه ځایه چې زه خبر یم، د عمان د اوبو په اړه پرېکړه د ایران د اسلامي جمهوریت په واک کې نه ده».

سپاه پاسداران د امریکا پر العدید اډه د بریدونو خبر ور کړی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۱
100%

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د قطر په العدید هوايي اډه کې یې پر امریکايي ځواکونو په یوه پراخ او ناڅاپي برید کې د اوږد واټن رادار سیستم او د امریکا څو ستراتیژیکې د سون توکو رسولو الوتکې له منځه وړي او څو نورې یې هم سختې زیانمنې کړې دي.

سپاه پاسداران دغه ادعا د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي چې امریکا او هغه هېوادونه چې په سیمه کې د امریکايي اډو کوربه‌توب کوي، باید پوه شي چې د دوی په وینا، له «سرو کرښو» څخه اوښتل او پر ملکي وګړو او غیرنظامي تاسیساتو بریدونه به «ډېر دروند قیمت» ولري.

همدا راز د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند هم خبرداری ورکړی چې که امریکا یو ځل بیا د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو برید وکړي، د ایران غبرګون به «ډېر سخت او ویجاړوونکی» وي.

تر اوسه د امریکا پوځ او یا د قطر چارواکو د سپاه پاسداران د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

چین او پاکستان د منځني ختیځ پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱
100%

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ، چې ددې وزارت وزیر وانګ يي په شانګهای کې د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره وکتل. دواړو لوریو د منځني ختیځ پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې جګړه ژر تر ژره بنده کړي او خبرې پیل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د جولای په ۱۶مه په شانګهای کې سره وکتل او د ایران د وضعیت د خرابېدو په اړه یې پر ګډ دریځ او د جګړې پر سملاسي درېدو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ټینګار کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د لومړي پړاو د تفاهم یادښت په اسانۍ نه دی ترلاسه شوی او دا د دواړو لوریو د خبرو اترو او د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د پاکستان د منځګړیتوب پایله ده.

د هغه په وینا، د دغه تفاهم لیک اصلي مادې نه یوازې د ښکېلو غاړو د بنسټیزو او اوږدمهاله ګټو سره سمون لري، بلکې د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده او باید په جدي توګه وژغورل شي.

وانګ يي زیاته کړه چې سوله اوس په لاس کې ده او باید اجازه ورنه‌کړل شي چې دا چانس له لاسه ووځي، نو ځکه ټولې غاړې باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د تفاهم لیک مقررات مراعات کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې لیدنه کې ویلي، چې پاکستان به د ټولو شته ستونزو سره سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د سولې د ټینګښت او د خبرو اترو د پرمخ بېولو لپاره به په فعاله توګه کار وکړي.

بریتانیا په رسمي ډول سپاه پاسداران د ناقانونه ډلو په نوملړ کې شامل کړی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۱
100%

بریتانیا په رسمي ډول سپاه پاسداران د ناقانونه ډلو په نوملړ کې شامل کړ. د نوي قانون له مخې، د سپاه پاسداران ملاتړ، د فعالیتونو ستاینه یا هڅونه که د بریتانیا امنیت ته ګواښ وبلل شي، جزايي جرم ګڼل کېږي. د بریتانیا حکومت وايي، د دغه جرم مرتکبین تر ۱۴ کلونو بند محکومېدای شي.

له سپاه پاسداران سره مرسته، له دې ډلې څخه د پیسو یا نورو مادي ګټو ترلاسه کول هم جرم بلل شوي او ورته سزا ټاکل شوې ده.

د بریتانیا د حکومت په وینا، هغه کسان چې د سپاه پاسداران په استازیتوب د ورانکارۍ په څېر فعالیتونه وکړي، د «۲۰۲۳ کال د ملي امنیت قانون» له مخې تر عدلي تعقیب لاندې راتلای شي او سزا یې ان تر عمر بند پورې رسېدای شي.

سپاه پاسداران، د اسلامي یارانو حق غورځنګ او د روسیې د پوځي استخباراتو اړوند داوطلب ځواکونه هغه لومړنۍ ډلې دي چې د نوي قانون له مخې د بریتانیا د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښ په توګه پېژندل شوې دي.