ارغستان چې کلونه یې د لوړ کیفیت انارو له امله په هېواد او بهر کې نوم درلود نن د سختې وچکالۍ له امله له یوه ناورین سره مخ دی. هغه ولسوالي چې پخوا به یې په هر کلي کې شنه بڼونه، روان کارېزونه او د انارو ډک باغونه لیدل کېدل؛ اوس په ډېرو سیمو کې وچې ونې، شاړې ځمکې او تش کورونه تر سترګو کېږي.
ځايي خلک وایي، په تېرو څو کلونو کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو کچې پرلهپسې ټیټېدو د باغدارۍ دودیز سیستم له سخت ناورین سره مخ کړی دی. د دوی په خبره؛ ډېری کاریزونه وچ شوي او هغه ژورې برمې چې مخکې یې اوبه ورکولې اوس د پخوا په شان حاصل نهلري.
د ارغستان د مرکز یو بڼوال سید احمد وایي: «پخوا به مو له یوه باغ څخه د ټول کال لګښتونه برابرول؛ خو اوس د اوبو د نشتوالي له امله ونې وچې شوې دي. هغه باغ چې لسګونه کاله مو پاللی وو، اوس یې په خپلو لاسونو پرې کوو ځکه نور یې د ساتنې توان نهلرو».
نوموړی زیاتوي، هرکال لسګونه بڼوال خپلې وچې شوې ونې وهي او ځینې یې خپلې ځمکې پرېږدي او نورو سیمو ته ځي ځکه نور د باغونو ساتنه ورته اقتصادي ګټه نهلري.
کندهار کې سلګونه کلونه پخواني د انارو باغونه اوس د وچکالۍ له کبله لهمنځه ځي د یادې ولسوالۍ یو بل بزګر الله داد وایي: «کله چې اوبه نه وي، نه باغ ساتل کېږي نه نوره کرنه کېږي؛ نو موږ مجبور شو چې ونې پرې کړو، اوس ډېری ځوانان د کار لپاره کندهار ښار یا نورو هېوادونو ته ځي؛ ځکه دلته د ژوند خوند نور نهشته».
د ارغستان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې باغونه نهدي زیانمن کړي؛ بلکې د خلکو ټولنیز ژوند یې هم اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ هغه کورنۍ چې پخوا یې یوازې د انارو یا نورو کرنیزو توکو له اړخه ژوند مخې ته وړلو اوس د بېوزلۍ له امله خپلې مېنې پرېږدي.
د خلکو په خبره؛ د اوبو کمښت یوازې د اقلیمي بدلون پایله نه ده؛ بلکې د ځمکې لاندې د اوبو بېرویه استخراج، د ژورو برمو زیاتوالی او د اوبو د مدیریت نشتوالی هم ستونزه نوره پسې ژوره کړې ده.
د کرنې برخې ځینې متخصصان هم وایي، که د اوبو د مدیریت لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي؛ نو د ارغستان د انارو پاتې باغونه به هم له جدي ګواښ سره مخ شي. د ارغستان خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د «لوړې بند» پروژه عملي کړي، د اوبو د زېرمه کولو لپاره نوي بندونه جوړ کړي، د څاڅکي اوبو لګولو سیستمونه عام کړي او د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو بڼوالو سره بیړنۍ مرستې وکړي.
د دوی په خبره؛ که دغه ستونزه پر خپل حال پرېښودل شي، ارغستان به په یوه سپېره سیمه بدل شي او هلته به څوک پاتې نهشي. دوی ټینګار کوي، چې د اوبو د سرچینو ساتنه، د باراني اوبو راټولول او د عصري اوبو لګولو دودول د دغه بحران د کمولو مهمې لارې دي.