• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ضرب‌الاجل تر پای ته رسېدو وروسته؛ په چارسده کې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د ضرب‌الاجل تر پای ته رسېدو وروسته د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. د چارسدې د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د روانې جولای میاشتې له ۱۱مې نېټې راهیسې د روانو عملیاتو پرمهال تر ۱۱۵ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

نیول شوي کسان لومړی په پېښور کې د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول کېږي او هلته د قانوني او اداري چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي. دغه عملیات د چارسدې پولیسو او ځایي ادارې تر مستقیم څار لاندې ترسره کېږي، چې په‌کې د بېلابېلو سیمو تالاشي او د استوګنځایونو پلټنه هم شامله ده.

ځایي چارواکي وایي، دغه بهیر به تر هغه وخته دوام وکړي چې د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر بشپړ شوی نه‌وي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل (د جولای په ۱۰مه) پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول. د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي.

دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې د صوبې په کچه د عملیاتو ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کاپیسا کې د بېرجو کان د کېندنې چارې پیل شوې دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۱
100%

په کاپیسا کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د اله‌سای ولسوالۍ حسن‌اباد سیمه کې د بېرجو کان د کېندنې چارې په رسمي ډول پیل شوې دي. په کاپیسا کې د طالبانو د کانونو رییس عنایت‌الله ابلاغ ویلي، چې دامهال د مسلکي انجنیرانو په ګډون شاوخوا ۲۵۰ کسان په یاد کان کې پر کار بوخت دي.

د هغه په وینا؛ په دغه ولایت کې د کانونو ۳۲ صوفونه په اله‌سای ولسوالۍ کې تثبیت شوي، چې له ډلې یې ۱۸ د بیرجو صوفونه دي. د استخراجي شرکت مسوول امان‌الله ویلي، چې د کان کېندنې لپاره به له معیاري وسایلو او پرمختللو ماشینونو کار واخیستل شي؛ ترڅو د بیرجو ډبرې په خوندي او معیاري ډول استخراج شي.

طالبان وایي، په کاپیسا کې تر لسو زیات کانونه تثبیت شوي چې په‌کې د تورمالین (بیرجو)، نفلایت، تالک، شاه‌مقصود، ابرک او یوشمېر نورو طبیعي زېرمو کانونه شامل دي او د ځینو د استخراج چارې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم طالبانو د پنجشېر ولایت د بازارک، عنابې او ابشارو په سیمو کې د بیرجو کانونو د رسمي استخراج د پیل خبر ورکړی و.

وچکالۍ د ارغستان د انارو باغونه له‌منځه وړي؛ بزګران وايي نور د باغونو د ساتلو وس نه‌لري

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي او بڼوال وایي، پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو ښکته کېدل او د کاریزونو وچېدو د انارو سلګونه جریبه باغونه له ګواښ سره مخ کړي چې له امله یې ګڼ خلک د خپلو باغونو پرې کولو او له سیمې څخه کډه کېدو ته اړ شوي دي.

ارغستان چې کلونه یې د لوړ کیفیت انارو له امله په هېواد او بهر کې نوم درلود نن د سختې وچکالۍ له امله له یوه ناورین سره مخ دی. هغه ولسوالي چې پخوا به یې په هر کلي کې شنه بڼونه، روان کارېزونه او د انارو ډک باغونه لیدل کېدل؛ اوس په ډېرو سیمو کې وچې ونې، شاړې ځمکې او تش کورونه تر سترګو کېږي.

ځايي خلک وایي، په تېرو څو کلونو کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو کچې پرله‌پسې ټیټېدو د باغدارۍ دودیز سیستم له سخت ناورین سره مخ کړی دی. د دوی په خبره؛ ډېری کاریزونه وچ شوي او هغه ژورې برمې چې مخکې یې اوبه ورکولې اوس د پخوا په شان حاصل نه‌لري.

د ارغستان د مرکز یو بڼوال سید احمد وایي: «پخوا به مو له یوه باغ څخه د ټول کال لګښتونه برابرول؛ خو اوس د اوبو د نشتوالي له امله ونې وچې شوې دي. هغه باغ چې لسګونه کاله مو پاللی وو، اوس یې په خپلو لاسونو پرې کوو ځکه نور یې د ساتنې توان نه‌لر‌و».

نوموړی زیاتوي، هرکال لسګونه بڼوال خپلې وچې شوې ونې وهي او ځینې یې خپلې ځمکې پرېږدي او نورو سیمو ته ځي ځکه نور د باغونو ساتنه ورته اقتصادي ګټه نه‌لري.

100%
کندهار کې سلګونه کلونه پخواني‌ د انارو باغونه اوس د وچکالۍ له کبله له‌منځه ځي

د یادې ولسوالۍ یو بل بزګر الله داد وایي: «کله چې اوبه نه وي، نه باغ ساتل کېږي نه نوره کرنه کېږي؛ نو موږ مجبور شو چې ونې پرې کړو، اوس ډېری ځوانان د کار لپاره کندهار ښار یا نورو هېوادونو ته ځي؛ ځکه دلته د ژوند خوند نور نه‌شته».

د ارغستان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې باغونه نه‌دي زیانمن کړي؛ بلکې د خلکو ټولنیز ژوند یې هم اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ هغه کورنۍ چې پخوا یې یوازې د انارو یا نورو کرنیزو توکو له اړخه ژوند مخې ته وړلو اوس د بې‌وزلۍ له امله خپلې مېنې پرېږدي.

د خلکو په خبره؛ د اوبو کمښت یوازې د اقلیمي بدلون پایله نه ده؛ بلکې د ځمکې لاندې د اوبو بې‌رویه استخراج، د ژورو برمو زیاتوالی او د اوبو د مدیریت نشتوالی هم ستونزه نوره پسې ژوره کړې ده.

د کرنې برخې ځینې متخصصان هم وایي، که د اوبو د مدیریت لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي؛ نو د ارغستان د انارو پاتې باغونه به هم له جدي ګواښ سره مخ شي. د ارغستان خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د «لوړې بند» پروژه عملي کړي، د اوبو د زېرمه کولو لپاره نوي بندونه جوړ کړي، د څاڅکي اوبو لګولو سیستمونه عام کړي او د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو بڼوالو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

د دوی په خبره؛ که دغه ستونزه پر خپل حال پرېښودل شي، ارغستان به په یوه سپېره سیمه بدل شي او هلته به څوک پاتې نه‌شي. دوی ټینګار کوي، چې د اوبو د سرچینو ساتنه، د باراني اوبو راټولول او د عصري اوبو لګولو دودول د دغه بحران د کمولو مهمې لارې دي.

100%

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نیمايي ډېر بنسټونه تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نیمايي ډېر بنسټونه ښايي د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې خپل فعالیتونه ودروي.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په خپاره کړي راپور کې ویلي، د نړیوالو مالي مرستو کمېدل او د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او تګ‌راتګ لګېدلي محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو لپاره حیاتي خدمتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې، د ښځو په مشرۍ فعالیت کوونکي بنسټونه د ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خدمتونو، رواني ملاتړ، مسلکي زده‌کړو، بشري مرستو او د عاید موندنې پروګرامونو ته د لاسرسي له وروستیو لارو څخه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د ښځو پر ټولنیز حضور د طالبانو محدودیتونو دغه بنسټونه اړ کړي، چې د خپلو خدماتو د وړاندې کولو طریقې بدلې کړي.

راپور چې د ښځو اړوند د ۷۴ فعالو بنسټونو پر ارزونو ولاړ دی، ښيي چې نږدې درې پر څلورمه برخه یې په ۲۰۲۵ کال کې د مالي مرستو له کمښت سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، د دغو بنسټونو له درېیو څخه دوو برخو ویلي، پاتې بودجه یې یوازې د شپږو میاشتو یا تر هغه د لږې مودې لپاره بسنه کوي. نیمايي بنسټونو بیا ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې یې هېڅ نوې مالي مرسته نه‌ده ترلاسه کړې او ۹۲ سلنه یې د بودجې د کمښت له امله د خپلو کارکوونکو یوه برخه له لاسه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د مالي مرستو د کمېدو اغېزې لا له اوسه د ښځو او نجونو پر ژوند څرګندې شوې دي. د ارزول شویو بنسټونو ۶۶ سلنه یې ویلي، ډېرې هغه ښځې چې پخوا یې له دوی خدمات ترلاسه کول، اوس دغو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د راپور له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه بنسټونو د ښځو د زده‌کړو او د عاید موندنې پروګرامونه کم کړي او ۵۸ سلنه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند خدمتونه محدود کړي دي.

د نړیوالو مرستو کمېدل؛ یوه پراخه نړیواله ستونزه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د نړیوالو مرستو کمېدل یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، بلکې د نړۍ په ګڼو کړکېچ ځپلو هېوادونو کې یې هم د ښځو د ملاتړ بنسټونه له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه بنسټ په یوه جلا راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه یو میلیون ښځو او نجونو په جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د مالي مرستو د کمېدو له امله د ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنه د ښځو بنسټونه نور د موجودو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌لري، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د دوی خدمتونو ته اړتیا په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دغه وضعیت د بشري مرستو په بودجه کې د ثبت شوې تر ټولو ستر کمښت وروسته رامنځته شوی دی. د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د بهرنیو مرستو میلیاردونه ډالر کم کړي او یو شمېر نورو لویو مرسته کوونکو هېوادونو هم د مالي فشارونو او د دفاعي لګښتونو د زیاتېدو له امله خپلې مرستې راکمې کړې دي.

د راپور له مخې، اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان، د کانګو ډيموکراټيک جمهوریت، هایټي او نورو هېوادونو د ښځو د ۸۵۵ بنسټونو ارزونه ښيي، چې ۴۰ سلنه یې د بودجې د کمښت له امله د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې د لنډمهالي یا دایمي تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

همدارنګه، ۶۰ سلنه دغو بنسټونو ویلي، چې اوس د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر میاشتې د مخه پرتله لږ شمېر ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کوي او نیمايي یې د خدمتونو د غوښتونکو لپاره د انتظار نوملړونه جوړ کړي یا اړ شوي چې ځینې اړمنې ښځې او نجونې ونه‌مني.

راپور زیاتوي، چې د ښځو په مشرۍ ۶۵ سلنه بنسټونو ویلي، چې کارکوونکي یې د معاش له ترلاسه کولو پرته کار ته دوام ورکوي او له درېیو پر څلورمه ډېرو بنسټونو د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د راپور له مخې، د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي پېښې په تېر کال کې دوه برابره شوې دي. په همدې حال کې، ۶۲ سلنه بنسټونو ویلي، چې د ښځو لپاره خوندي ځایونه له منځه تللي یا محدود شوي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ خدمتونه هم کم شوي دي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بودجې کمېدل د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پراخ شاتګ یوه برخه ده او د ارزول شویو بنسټونو پنځمه برخه اړې شوي، چې د ښځو د رهبرۍ او جنسیتي برابرۍ اړوند خپل فعالیتونه ودروي.

د ټرمپ د کډوالۍ تګلاره؛ ملګرو ملتونو د عدلي خپلواکۍ د کمزوري کېدو خبرداری ورکړی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د ټاکل شویو خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې د امریکا د ولسمشر له‌خوا د کډوالۍ اړوند د څه باندې ۱۰۰ قاضیانو د ګوښه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د کډوالۍ محاکمو او د متحده ایالاتو د عدلي نظام خپلواکي کمزورې کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له امریکا غوښتي چې د کډوالۍ د قاضیانو د «ډله‌ییز او بې‌بنسټه لرې کولو» او د کډوالۍ د محاکمو د پرله‌پسې سیاسي کېدو بهیر ودروي.

د کډوالۍ قاضیان د امریکا د عدلیې وزارت کارکوونکي دي، چې د کډوالو د اېستلو اړوند قضیې اوري. په دغو قضیو کې د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه او د اېستلو پر وړاندې د قانون له‌مخې د خوندیتوب غوښتنې هم شاملې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې اعلامیه کې ویلي: «د کډوالۍ د قاضیانو لرې کول د کډوالۍ محاکمو او د پراخ عدلي نظام خپلواکي کمزوره کوي».

دوی ویلي، د قاضیانو د لرې کولو بهیر دا اندېښنې زیاتوي، چې ښايي ځینې قاضیان د دوی د اټکل شوي سیاسي تړاو، مسلکي شالید یا د پخوانیو پرېکړو د ریکارډ له‌مخې په نښه شوي وي.

د ملګرو ملتونو دغې ډلې اندېښنه ښودلې، چې سپینه ماڼۍ ښايي د امریکا د کډوالۍ محکمې نظام له «خپلواکو او انفرادي پرېکړو د کولو له بهیر» څخه د «د کډوالو د اېستلو د موخو د پلي کولو پر وسیلې» بدل کړي.

د امریکا د کډوالۍ د وکیلانو ټولنې په وینا، له هغه راهیسې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې بېرته ولسمشر شو، د کډوالۍ اړوند له شاوخوا ۷۰۰ قاضیانو څخه تر ۱۰۰ ډېر له دندو ګوښه شوي او یا استعفا ته اړ کړل شوي دي.

دغې ټولنې ویلي، د قاضیانو د شمېر کمېدل په داسې حال کې د کډوالۍ د قضیو د زیاتېدو لامل شوي، چې د ټرمپ اداره د کډوالو نیونې او له هېواده د اېستلو لړۍ پراخوي.

د کډوالۍ اړوند څو پخوانیو قاضیانو هم د ناحقه ګوښه کېدو د ادعا په ترڅ کې د امریکا د عدلیې وزارت ته شکایتونه ثبت کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت او د کورني امنیت وزارت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د څرګندونو په اړه د تبصرې غوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، د پاکستان هوايي بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي

د اعلامیې له مخې، د جون په ۲۹مه د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان په درېیو ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دغه شمېرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د موندنو پر بنسټ وړاندې شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې هغه وسله‌وال په نښه کړي چې د دوی په وینا، څو ورځې وړاندې یې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و، خو د عملیاتو د هدفونو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د یوناما د راپور په حواله ویلي، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله په افغانستان کې له ۷۵۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو تلفاتو ډېره برخه د افغانستان په ختیځو او سویلي سیمو کې د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې که څه هم یوازې د ملکي وګړو تلفات په خپله د جنګي جرم ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د ملکي وګړو د پرله‌پسې وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه د دې اړتیا ډېروي چې د جګړې د قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې ترسره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز د اپرېل د ۲۷مې نېټې د کونړ هوايي برید ته اشاره کړې او د یوناما د معلوماتو له مخې یې ویلي چې په دغه برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹ نور، چې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې په دې برید کې یې څلور کلنې لور د لاس ګوتې له لاسه ورکړې او ۱۱ کلن ورور یې وژل شوی دی.

اعلامیه همداراز د مارچ د ۱۶مې نېټې هغه هوايي برید ته اشاره کوي چې په کابل کې د «امید» په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز شوی و. د بشري حقونو د څار سازمان ادعا کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۲ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د دوی څېړنو داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې وښيي د «امید» مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده، له همدې امله یې دغه برید «غیرقانوني او بې‌تفکیکه» بللی دی.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو او توپچي بریدونو له امله د افغانستان په ځینو سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او دا وضعیت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له بهیر سره یوځای، بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.