ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، بریدګرو د ولسوالۍ پر ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو پر دفتر ولکه ټینګه کړه او خپل بېرغ یې هم د ولسوالۍ پر ودانۍ پورته کړ. د سرچینو په وینا؛ بریدګرو له سیمې تر وتلو مخکې طالبان بېوسلې کړل او پوځي تجهیزات، وسلې، مهمات او دولتي موټړونه یې له ځان سره یوړل.
ځايي اوسېدونکي وایي، مخالفو وسلهوالو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ بشپړ واک په لاس کې لاره. د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ برید د جمعې ورځې د سهار په لومړیو ساعتونو کې هغه مهال پیل شو، چې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ وسلهوالو د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او له لنډې نښتې وروسته یې واک ترلاسه کړ.
ځینې سرچینې ادعا کوي، چې بریدګرو د طالبانو یوشمېر غړي هم له ځان سره وړي؛ خو افغانستان انټرنشنل تر دې دمه نهدی توانېدلی دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي.
لاتر اوسه د اوښتې مرګژوبلې په اړه کره معلومات نهدي خپاره شوي. ځايي سرچینې وایي، «د وطن سرتېرو جبهې» په نوم یوې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی. تر برید وروسته طالبانو د بدخشان له مرکز فیضاباد ښار څخه یفتل پایین ولسوالۍ ته نور ځواکونه استولي.
د سرچینو په وینا؛ د طالبانو چورلکې هم د ولسوالۍ پر فضا ګزمه کوي او په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. یفتل پایین ولسوالي فیضاباد ښار ته نږدې پرته ده او د بدخشان له مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو شمېرل کېږي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د بدخشان په سیمهییزو او سیاسي تحولاتو کې مهم رول لوبولی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې بدخشان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له تر ټولو ناامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي. د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو ترڅنګ دغه ولایت د سیمهییزو شخړو، د طالبانو د ځایي قوماندانانو او له نورو ولایتونو د ورغلو ځواکونو ترمنځ د اختلافاتو او همدارنګه د کانونو او نورو عایداتي سرچینو د کنټرول پر سر د سیالیو شاهد هم دی.
ځايي سرچینې همداراز وایي، د بدخشان له بهر څخه د طالبانو د ځواکونو پراخ حضور د خلکو نارضایتي زیاته کړې چې د یاد ولایت امنیتي وضعیت یې لاپسې کړکېجن کړی دی. په همدې حال کې طالبان هم د بدخشان امنیتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په وروستیو اوونیو کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد دغه ولایت ته سفر وکړ او له څو سیمو یې لیدنه وکړه. طالبانو همدارنګه په بدخشان کې نوې پوځي قطعه جوړه کړې او د امنیت د ټینګښت لپاره یې نور ځواکونه هم ځای پرځای کړي دي.
سره له دغه اقداماتو د یفتل پایین ولسوالۍ وروستی برید ښيي، چې بدخشان لاهم د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو تر ټولو حساسو او له امنیتي پلوه زیانمنونکو سیمو شمېرل کېږي.