• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فقر او بې‌کارۍ پراخې څپې؛ له هېواده بهر د افغانانو له‌خوا د پيسو لېږد د ډېرو کورنیو د ژوند یوازینۍ هیله ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱

په افغانستان کې د بې‌کارۍ، ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره له هېواده بهر د افغانانو له‌خوا خپلو کورنیو ته لېږل کېدونکې پيسې د زرګونه کورنیو د ژوند مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. ډېری افغانان وايي، که د خپلو خپلوانو له لوري بهرنیو هېوادونو څخه مالي مرسته ترلاسه نه‌کړي؛ نو د ورځنیو اړتیاوو برابرول ورته ستونزمن دي.

د کابل یو هټۍوال مومن خان وايي، هره میاشت د افغان کډوالو له‌خوا خپلو کورنیو ته د پیسو لېږد د ګڼو کورنیو د بقا یوازینۍ وسیله ده. د هغه په وینا؛ ډېرې کورنۍ په بشپړه توګه پر همدې مرستو تکیه لري.
د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې راهیسې د افغانستان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ شوی، بهرنۍ پانګونه کمه شوې او د خلکو د پېرلو ځواک هم د لوړې ګرانۍ له امله کم شوی دی. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶کال د مئ میاشتې کلنی انفلاسیون اته سلنې ته رسېدلی او د خوراکي توکو بیې هم په ورته کچه لوړې شوې دي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالستار ایوبي وايي، زوی یې په لندن کې ژوند کوي او هره میاشت کورنۍ ته پیسې لېږي. د هغه په خبره؛ که د زوی مرسته یې نه وي، نو د کورنۍ د ورځنیو لګښتونو برابرول به ناشوني وو.
اقتصادي شنونکی اذرخش حفیظي وايي، پخوا افغان کډوالو هرکال شاوخوا یو مېلیارد ډالر هېواد ته لېږل؛ خو اوس دغه اندازه د کال له ۲.۷ تر ۳.۵ مېلیارد ډالرو پورې رسېدلې ده.
د راپور له مخې؛ د دغه پیسو ډېره برخه د «حوالې» د نارسمي مالي سیستم له لارې افغانستان ته رسېږي، ځکه د رسمي بانکي لارو کارونه محدود دي. بلخوا د کار نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه ۱۳.۳۵ سلنه وه، چې هېواد یې د نړۍ له هغه هېوادونو ګرځولی چې د بې‌کارۍ لوړه کچه لري.
د نړۍوال بانک د افغانستان څانګې مشر فاریس حداد زېرووس ویلي، په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو ستنېدو د هېواد پر اقتصاد او د خلکو پر عایداتو لا زیات فشار راوړی دی.
راپور زیاتوي، چې د ښځو پر کار محدودیتونو هم د ډېرو کورنیو اقتصادي وضعیت کړکېچن کړی؛ ځکه ګڼې ښځې له کاره پاتې شوې او د کورنیو د عاید یوه مهمه سرچینه له‌منځه تللې ده.
اقتصادي شنونکي ټینګار کوي، چې د بهرنیو پیسو پر مرستو تکیه یوازې لنډمهاله حل دی او د دوامداره اقتصادي ثبات لپاره د کارموندنې، پانګونې او تولیدي فعالیتونو پراختیا ته اړتیا ده.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۵

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

•
•
•

نور کیسې

له حفاظتي وسایلو پرته د کان کېندنو دوام؛ د پنجشېر په کانونو کې ۱۵ زره کسان په کار بوخت دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کانونو د کېندنې بهیر پراخ شوی، خو د شنونکو او کان کېندونکو په وینا، د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري. له دې سره سم، طالبان وايي، دمګړۍ د پنجشېر په کانونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

شنونکي وايي، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

په پنجشېر کې د کانونو یو شمېر کارګر هم له معیاري حفاظتي توکو پرته په کار بوخت او له پنجشېر سربېره د کانونو په ډېریو کاني پېښو کې اکثره کارګر د حفاظتي وسایلو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پنجشېر په کانونو کې بوخت کارګر هم وايي، په دې کار کې دومره نه‌ګټي چې ځانونو لپاره حفاظتي توکي وپېري او په وینا یې: «شرکتونه هم یوازې یوه حفاظتي خولۍ راکوي او نور مجبور یو کار وکړو».

له دې سره سم، د پنجشېر لپاره طالب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کانونو د را اېستنې بهیر له پراخېدو سره سم، په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دمګړۍ شاوخوا زر پنجشېري ځوانان په مستقیم ډول د ګران بیه ډبرو او په ځانګړې توګه د زمرد پر پېر او پلور بوخت دي. دوی د زمرد د پلورلو په داوطلبیو کې د ګډون له لارې مناسب عاید ترلاسه کوي».

د خبرپاڼې له‌مخې، تر اوسه په پنجشېر کې ۱۶ ډوله کانونه سروې شوي او د بېروج، زمرد او ځینو نورو ګران بیه منرالونو له کانونو د استخراج چارې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغو کانونو کې ۴۰ سلنه کارګر په میاشت کې له ۶ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو عاید ترلاسه کوي».

پر طالبانو دا تور هم دی، چې په غیر معیاري ډول د کانونو پر را اېستنې بوخت دي او په دې سره د کاني سرچینو ډېره برخه ضایع کېږي.

په ورته وخت کې په بدخشان او تخار ولایتونو کې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کېندنو له امله د اوبو د کمښت او همداراز د یادو کانونو په بدل کې د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوو د نه‌برابرېدو له امله په ځلونو اعتراض کړی او څو ځلي له طالبانو سره لاس او ګرېوان شوي هم دي.

د راپورونو له‌مخې، د سرو زرو پر کانونو د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ په نښتو کې د طالبانو په ګډون یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شنونکو په باور، د نړۍوالو معیارونو او د عدالت پر بنسټ اصولو له‌مخې، د کانونو د را اېستنې چارې د سیمې د اوسېدونکو په سلا مشورو، د چاپیریال ساتنې د متخصصینو، طبیعت پوهنې او شفافیت او عدالت ته په پام باید پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته د هېواد یو شمېر کانونه داخلي او خارجي شرکتونو ته په واک کې ورکړي او ترې ترلاسه کېدونکې عواید پرته له دې چې یوه برخه یې د کانونو په شاوخوا سیمو کې د اوسېدونکو د هوساینې لپاره ولګول شي، مخامخ د دوی خزانې ته ځي. طالبانو هم په وار وار ویلي، چې د حاکمیت د لګښتونو ډېره برخه له کاني سرچینو برابرېږي.

د طالبانو د نفت او ګاز شرکت وايي هره ورځ لسګونه ټنه نفتي توکي بازار ته وړاندې کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د نفت او ګاز دولتي شرکت وايي، د نفتي توکو د بازار د ثبات لپاره یې ټولو ولایتونو ته د تېلو او ګازو د لېږد بهیر چټک کړی او هره ورځ لسګونه ټنه نفتي توکي او اوبلن ګاز لیږدوي. په وروستیو ورځو کې په کابل او ولایتونو کې د ګاز او نفتي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت د خلکو له شکایتونو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د بازار د ثبات لپاره یې عملي اقدامات پیل کړي او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هره ورځ په لسګونو ټنه نفتي توکي لېږدوي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د ستراتیژیکو زیرمو د مدیریت او د عرضې د منظم تنظیم له لارې هڅه کېږي چې د نفتي توکو او اوبلن ګاز (LPG) د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي.

شرکت ویلي، چې د بازار اړتیاوو ته په کتو به د نفتي توکو عرضه دوام ولري، څو په بازار کې د توکو موجودیت او ثبات خوندي پاتې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېلو او ګازو د بیو د لوړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د مایع ګاز بیه په وروستیو ورځو کې په چټکۍ لوړه شوې ده. د دوی په وینا، د یوه کیلو ګاز بیه چې مخکې شاوخوا ۶۴ افغانۍ وه، په ځینو سیمو کې تر ۷۴ او ان ۸۵ او ۹۰ افغانیو پورې رسېدلې ده.

د کابل ښاروالۍ د اعلان شوې نرخنامې له مخې، د یوه لیټر پټرولو بیه ۷۹ افغانۍ، د یوه لیټر ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ او د یوه کیلو مایع ګاز بیه ۷۴ افغانۍ ټاکل شوې، خو د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، په عملي بازار کې په ځینو سیمو کې بیې له ټاکل شویو نرخونو لوړې دي او د ګاز د موندلو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د پکتیکا او خوست ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د مایع ګاز د کمښت راپورونه ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې، په ډېرو سیمو کې ګاز یا نه پیدا کېږي او یا هم په محدوده اندازه پلورل کېږي.

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې ځینې اوسېدونکي وایي، یوازې په یو شمېر شرکتونو کې ګاز پیدا کېږي او بیه یې شاوخوا ۹۰ افغانۍ ته رسېدلې ده. په خوست کې رېکشا چلوونکو شکایت کړی، چې ګاز نشته او چې وي خورا ګران پلورل کیږي او له همدې امله یې خپلې رېکشاوې درولې دي.

ځینې پلورونکي هم وايي چې د اوبلن ګاز د کمښت له امله ګڼ شمېر پمپونه محدود ګاز پلوري او ځینې پمپونه له ټاکلې اندازې زیات ګاز نه ور کوي.

د کابل اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي چې په ځینو سیمو کې د مایع ګاز پلورنځي د ګازو له کمښت سره مخ دي او خلک په اسانۍ سره ګاز نه شي موندلی.

دوی له اړوندو ادارو غوښتي چې د بیو د کنټرول او د عرضې د زیاتولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نفتي توکو او مایع ګاز د بیو د لوړوالي راپورونه ورکړل شوي وو. په کندهار کې اوسېدونکو ویلي وو چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د مایع ګاز بیه له ۵۸ افغانیو څخه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې وه.

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.

هرات اوسېدونکي: له ژمنو سره لا هم د نفتي موادو بیې نه‌دي راټيټې شوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
100%

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د هرات د نفتي موادو ټولنې په راتلونکو ورځو کې د نفتي موادو د بیو د راټيټولو خبره کړې وه، خو لا هم په بیو کې څه بدلون نه‌دی راغلی. د دوی په وینا، دمګړۍ د یو لیټر پټرول بیه ۸۱ افغانۍ او د یو کیلو ګازو بیه ۶۵ افغانۍ ده.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، څو ورځې مخکې ولایتي ادارې او د نفتي موادو ټولنې اعلان کړی وو، چې په راتلونکو ورځو کې به د نفتي موادو په بیو کې د پام وړ کمښت راشي، خو د څو ورځو په تېرېدو لا هم بیې په خپل ځای دي او د مرکزي سیمو پر تله په ځینو لرو پرتو سیمو کې بیې لا لوړېږي.

دوی د تېلو او ګازو د بیو په تړاو وايي:

د یو لیټر روسي پټرول بیه: ۸۱ افغانۍ

د یو لیټر ایراني پټرول بیه: ۷۷ افغانۍ

د یو لیټر ډیزل بیه ۷۲ افغانۍ

د یو لیټر ګازو بیه: ۶۵ افغانۍ ده.

د هرات د اوسېدونکو په وینا، د نفتي موادو د بیو په لوړېدو سره لګښتونه یې لوړ شوي او له اړوندو مسوولینو غواړي، چې د تېلو او ګازو د بیو راټيټولو ته په جدي توګه پام وکړي.

له دې سره سم، د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د دغه ولایت د نفتي موادو له واردونکو سره په کتنه کې وویل، عامه ګټې باید پر شخصي ګټو لومړيتوب ولري او له هغو یې وغوښتل چې د نفتي موادو بیې راټيټې کړي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نور احمد اسلام‌جار د نفتي موادو له واردونکو او سوداګرو سره په کتنه کې زیاته کړه: «د نفتي توکو بیې باید په بازارونو کې راټیټې شي او ټول مسوولین او سوداګر مکلف دي، چې د خلکو د اسانتیا، هوساینې او سوکالۍ لپاره هڅې وکړي».

هغه زیاته کړه: «عامه ګټې باید پر شخصي ګټو لومړیتوب ولري او ټول لوري باید په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي».

دغه طالب چارواکي همدارزا څرګنده کړه، په داسې شرایطو کې چې خلک له اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دي، سوداګر باید د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د مسوولینو په همکارۍ د ستونزو د کمولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

د نفتي موادو واردوونکو سوداګرو هم د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په یادولو سره ژمنه وکړه، چې د لا زیاتو هڅو او اړینو تابیاوو په نیولو سره به په راتلونکو ورځو کې د نفتي توکو د بیو د راټیټولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د خلکو د ګټو د خوندي کولو او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره به هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د نفتي موادو د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره له سوداګرو وغوښتل چې د نفتي موادو واردات زیات کړي.

د مالیاتو نوي تخفیفونه؛ پانګه‌وال وایي لاهم د دوی پر اوږو د څو ډوله مالیاتو بار پروت دی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱
100%

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې په ځینو مالیاتي قوانینو کې د سوداګرو د ملاتړ په موخه تخفیفونه او کمښتونه اعلان کړي؛ خو یوشمېر پانګه‌وال او کاروباریان وايي، چې دغه بدلونونه د دوی ستونزې نه‌شي هوارولی او لاهم د سوداګرو پر اوږو د څو ډوله درنو مالیاتو بار پروت دی.

د طالبانو د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په نویو اصلاحاتو کې په کلني عوایدو کې شل سلنه مالیه لس سلنې ته راکمه شوې ده. دغه راز د هغو کارګرو د تنخواوو مالیه چې پخوا له ۵زره افغانیو لوړ معاش باندې له ۲ څخه تر ۱۰ فیصدو پورې اخیستل کېده، اوس دغه معافیت تر ۱۰زره افغانیو پورې لوړ شوی؛ خو له لسو زرو پورته تنخواوو باندې مالیه پر خپل ځای پاتې ده.

پانګه‌وال وايي، چې د هېواد په اوسني اقتصادي وضعیت کې لاهم د جوازونو د تمدید، د ښاروالۍ د صفایۍ، د لوحو، د ځای د کرایې او پر پلور د ۲ فیصده انتفاعي مالیې ورکړه د دوی ملاوې ماتې کړې دي.

د کندهار یو پانګه‌وال نعمت الله نعمت وایي، چې د مالیاتو لهه وروستیو تخفیفونو سره د سوداګرو بنسټیزې ستونزې نه‌دي حل شوې او د مالیاتو قوانین لاهم بنسټیز بدلون ته اړتیا لري.

د هغه په وینا؛ سوداګر لاهم د بېلابېلو ډولونو مالیاتو پر ورکړې مکلف دي، لکه د جواز اخیستلو او تمدید مالیه، د ښاروالۍ د صفایۍ مالیه، د لوحو مالیه، د خرڅلاو یا انتفاعي مالیه، د عوایدو مالیه، د کارکوونکو د تنخواوو مالیه، د کرایې مالیه، د لویو پېرودونو مالیه او د مالیاتي ارزونې یا بررسۍ پرمهال احتمالي جریمې ټول د سوداګرو پر اوږو دروند بار اچوي.

هغه وایي، تر ټولو لویه ستونزه د خرڅلاو پر سر دوه سلنه انتفاعي مالیه ده؛ ځکه دغه مالیه د سوداګرو د ګټې او تاوان په پام کې نیولو پرته اخیستل کېږي. نوموړي زیاته کړې: «د مالیاتو قوانین بنسټیز بدلون ته اړتیا لري، اوسنی بدلون هېڅ درد نه دوا کوي. تر ټولو ملا ماتوونکې مالیه د خرڅلاو دوه سلنه مالیه ده، ځکه دولت د سوداګرو له خرڅلاو سره شریک دی، که جنس په تاوان هم وپلوري بیا هم باید دوه سلنه مالیه ورکړي».

یو بل پانګه‌وال احمد ولي بیا د روڼتیا پر نشتوالي او د بېلابېلو مالي ادارو له لوري د جلا جلا محصولاتو پر اخیستلو نیوکه کوي. هغه وایي، چې یو سوداګر په یو وخت د څو جوازونو ساتلو، د لوحو او ان له نورو کورنیو شرکتونو څخه د ۵ لکه افغانیو څخه د زیات پلور پر سر د اضافي ۲ سلنه مالیې په ورکولو مالي ښکېل دی.

هغه زیاته کړه: «موږ د مالیاتو له ورکولو سره مخالفت نه‌لرو؛ خو غوښتنه مو دا ده چې مالیاتي نظام ساده، عادلانه او د سوداګرۍ د ودې لپاره مناسب شي، د مالیاتو شمېر دې راکم او قوانین دې بنسټیز اصلاح شي؛ څو پانګونه او کاروبار وده وکړي. اوس خو ټول خلک له وچې مجبورۍ څخه کاروبار ته ولاړ دي».

دغه سوداګر او پانګه‌وال ټینګار کوي، چې د محدودو تخفیفونو پرځای باید د مالیاتو په قوانینو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه راوستل شي؛ څو د خصوصي سکټور ستونزې هوارې او د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.

د مالي قوانینو پر وړاندې د هېواد د پانګه‌والو او سوداګرو د دغه نیوکو او شکایتونو په غبرګون کې د طالبانو اړوندو مسوولینو او د مالیې وزارت تراوسه پورې هیڅ ډول رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.