سرچينې: طالبانو بدخشان او تخار ته تازه دمي ځواکونه استولي

ځايي سرچينو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې خپل ځواکونه په شخصي موټرو کې د تخار د چاهاب ولسوالۍ او د بدخشان د درواز ولسوالۍ او د فيضاباد ښار ته استولي دي. طالبانو تر اوسه د دې اقدام د لامل په اړه څه نهدي ويلي.
