• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي افغانستان کې د غالیو اوبدلو په صنعت کې یو میلیون کسان بوخت دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د غالیو اوبدلو صنعت پیاوړی شوی او دا مهال شاوخوا یو میلیون کسان په دې برخه کې کار کوي.

د یاد معاونیت په وینا، د تولید شویو غالیو یوه برخه په کورني بازار کې پلورل کېږي، خو د غالیو صادرات هم زیات شوي دي. د دوی په خبره، سږ کال ۷۶۰ زره متر مربع غالۍ روسیې، امریکا، کاناډا، اروپايي هېوادونو، استرالیا، ترکیې او یو شمېر عربي او افریقايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

طالبان وایي، د تېر کال د غالیو د صادراتو ارزښت ۱۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د مخکني کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د کورني تولید د ملاتړ لپاره پر وارداتي غالیو تعرفې لوړې شوې او د غالیو د اوبدلو پر خامو موادو تعرفې راکمې شوې دي.

دوی زیاتوي چې د افغاني غالیو د بازار موندنې لپاره یې په چین، بنګله‌دېش، ایران، هند، ازبکستان، ترکمنستان او اذربایجان کې نندارتونونه جوړ کړي دي.

د دغه معاونیت په وینا، د غالیو د اوبدلو لپاره اړین خام مواد، لکه رنګ، تار او د بسته‌بندۍ توکي، اوس په افغانستان کې برابریږي.

تر دې وړاندې، د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس عبدالله رحمان‌قل ویلي وو چې افغاني غالۍ دا مهال د نړۍ لږ تر لږه ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي. هغه همداراز ویلي وو چې د غالیو اوبدلو صنعت یوازې په شمالي ولایتونو کې د شاوخوا ۱۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، چې ډېری یې ښځې دي.

بلخوا، د غالۍ صنعت یو شمېر فعالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار د محدودیتونو له امله زرګونه ښځې د غالیو اوبدلو ته اړ شوې دي. د دوی په وینا، د راستنېدونکو کډوالو په زیاتېدو سره د غالیو کاروبار پراخ شوی، خو ښځې لا هم د ټیټې مزدورۍ او د خامو موادو د لوړو بیو له ستونزو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۵

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د هند سفیر او طالب چارواکي د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه لیدلي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دغې خونې مشر سید کریم هاشمي کابل کې د هند له سفیر یتین پټیل سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

یادې خونې لیکلي چې سید کریم هاشمي په دې ناسته کې د افغانستان د صادراتو د پراختیا، د سوداګرۍ د اسانتیاوو د ښه والي، د سوداګریزو ویزو د بهیر د ساده کولو، د لوژستیکي خدمتونو د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پر پراخولو په اړه له پټیل سره خبرې کړي.

د خبر پاڼې له مخې، دواړو لورو د کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتولو هم ټینګار کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې په دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې ګډ سوداګریز نندارتونونه، د سوداګرو پلاوي او د خصوصي سکټور اوږدمهاله ګډون به نور هم پراخه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري هم تر یوې اندازې اغېزمنه شوې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ سوداګري په ټپه درېدلې، خو د هوایي دهلیزونو له لارې لا هم یو شمېر سوداګریز توکي لېږدول کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ محدوده راکړه ورکړه او سوداګري روانه ساتل شوې.

د ایران کړکېچ؛ افغان سوداګر وایي د وچې مېوې سلګونه ټنه صادرات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې غړو په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره په ناسته کې وویل، چې د ایران د جګړې له امله د دوی سلګونه ټُنه صادراتي وچه مېوه له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې استازو په یاده ناسته کې وویل، چې دغه وچې مېوې باید د اروپا له ۳۰ څخه زیاتو هېوادونو او د امریکا ته صادره شوې وای.

هغوی زیاته کړه، چې د وچې مېوې سکټور په ۲۰۲۵ کال کې مېلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي او د هېواد په کچه یې زرګونو نارینه‌وو او ښځینه‌وو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرو د یادو ستونزو په تایید سره وویل، چې د وچې مېوې د صادرونکو غوښتنې به په اساسي او اصولي ډول له اړوندو ادارو سره تعقیب کړي، څو د شته ستونزو حل لاره وموندل شي.

د سوداګرۍ خونې چارواکو له ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې په ګډه او متحدانه ډول عمل وکړي. هغوی ټینګار وکړ، چې سوداګر باید د هېواد د اقتصادي او خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي او د صادراتو د پیاوړتیا لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

افغانستان داسې مهال په ایران کې د جګړې له امله له صادراتي ستونزو سره مخ دی، چې دغه هېواد د خپل تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بحران تجربه کوي او د امریکا د سمندري محاصرې له امله یې د صادراتو کچه خورا راکمه شوې ده.

له حفاظتي وسایلو پرته د کان کېندنو دوام؛ د پنجشېر په کانونو کې ۱۵ زره کسان په کار بوخت دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کانونو د کېندنې بهیر پراخ شوی، خو د شنونکو او کان کېندونکو په وینا، د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري. له دې سره سم، طالبان وايي، دمګړۍ د پنجشېر په کانونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

شنونکي وايي، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

په پنجشېر کې د کانونو یو شمېر کارګر هم له معیاري حفاظتي توکو پرته په کار بوخت او له پنجشېر سربېره د کانونو په ډېریو کاني پېښو کې اکثره کارګر د حفاظتي وسایلو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پنجشېر په کانونو کې بوخت کارګر هم وايي، په دې کار کې دومره نه‌ګټي چې ځانونو لپاره حفاظتي توکي وپېري او په وینا یې: «شرکتونه هم یوازې یوه حفاظتي خولۍ راکوي او نور مجبور یو کار وکړو».

له دې سره سم، د پنجشېر لپاره طالب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کانونو د را اېستنې بهیر له پراخېدو سره سم، په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دمګړۍ شاوخوا زر پنجشېري ځوانان په مستقیم ډول د ګران بیه ډبرو او په ځانګړې توګه د زمرد پر پېر او پلور بوخت دي. دوی د زمرد د پلورلو په داوطلبیو کې د ګډون له لارې مناسب عاید ترلاسه کوي».

د خبرپاڼې له‌مخې، تر اوسه په پنجشېر کې ۱۶ ډوله کانونه سروې شوي او د بېروج، زمرد او ځینو نورو ګران بیه منرالونو له کانونو د استخراج چارې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغو کانونو کې ۴۰ سلنه کارګر په میاشت کې له ۶ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو عاید ترلاسه کوي».

پر طالبانو دا تور هم دی، چې په غیر معیاري ډول د کانونو پر را اېستنې بوخت دي او په دې سره د کاني سرچینو ډېره برخه ضایع کېږي.

په ورته وخت کې په بدخشان او تخار ولایتونو کې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کېندنو له امله د اوبو د کمښت او همداراز د یادو کانونو په بدل کې د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوو د نه‌برابرېدو له امله په ځلونو اعتراض کړی او څو ځلي له طالبانو سره لاس او ګرېوان شوي هم دي.

د راپورونو له‌مخې، د سرو زرو پر کانونو د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ په نښتو کې د طالبانو په ګډون یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شنونکو په باور، د نړۍوالو معیارونو او د عدالت پر بنسټ اصولو له‌مخې، د کانونو د را اېستنې چارې د سیمې د اوسېدونکو په سلا مشورو، د چاپیریال ساتنې د متخصصینو، طبیعت پوهنې او شفافیت او عدالت ته په پام باید پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته د هېواد یو شمېر کانونه داخلي او خارجي شرکتونو ته په واک کې ورکړي او ترې ترلاسه کېدونکې عواید پرته له دې چې یوه برخه یې د کانونو په شاوخوا سیمو کې د اوسېدونکو د هوساینې لپاره ولګول شي، مخامخ د دوی خزانې ته ځي. طالبانو هم په وار وار ویلي، چې د حاکمیت د لګښتونو ډېره برخه له کاني سرچینو برابرېږي.

د طالبانو د نفت او ګاز شرکت وايي هره ورځ لسګونه ټنه نفتي توکي بازار ته وړاندې کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د نفت او ګاز دولتي شرکت وايي، د نفتي توکو د بازار د ثبات لپاره یې ټولو ولایتونو ته د تېلو او ګازو د لېږد بهیر چټک کړی او هره ورځ لسګونه ټنه نفتي توکي او اوبلن ګاز لیږدوي. په وروستیو ورځو کې په کابل او ولایتونو کې د ګاز او نفتي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت د خلکو له شکایتونو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د بازار د ثبات لپاره یې عملي اقدامات پیل کړي او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هره ورځ په لسګونو ټنه نفتي توکي لېږدوي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د ستراتیژیکو زیرمو د مدیریت او د عرضې د منظم تنظیم له لارې هڅه کېږي چې د نفتي توکو او اوبلن ګاز (LPG) د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي.

شرکت ویلي، چې د بازار اړتیاوو ته په کتو به د نفتي توکو عرضه دوام ولري، څو په بازار کې د توکو موجودیت او ثبات خوندي پاتې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېلو او ګازو د بیو د لوړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د مایع ګاز بیه په وروستیو ورځو کې په چټکۍ لوړه شوې ده. د دوی په وینا، د یوه کیلو ګاز بیه چې مخکې شاوخوا ۶۴ افغانۍ وه، په ځینو سیمو کې تر ۷۴ او ان ۸۵ او ۹۰ افغانیو پورې رسېدلې ده.

د کابل ښاروالۍ د اعلان شوې نرخنامې له مخې، د یوه لیټر پټرولو بیه ۷۹ افغانۍ، د یوه لیټر ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ او د یوه کیلو مایع ګاز بیه ۷۴ افغانۍ ټاکل شوې، خو د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، په عملي بازار کې په ځینو سیمو کې بیې له ټاکل شویو نرخونو لوړې دي او د ګاز د موندلو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د پکتیکا او خوست ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د مایع ګاز د کمښت راپورونه ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې، په ډېرو سیمو کې ګاز یا نه پیدا کېږي او یا هم په محدوده اندازه پلورل کېږي.

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې ځینې اوسېدونکي وایي، یوازې په یو شمېر شرکتونو کې ګاز پیدا کېږي او بیه یې شاوخوا ۹۰ افغانۍ ته رسېدلې ده. په خوست کې رېکشا چلوونکو شکایت کړی، چې ګاز نشته او چې وي خورا ګران پلورل کیږي او له همدې امله یې خپلې رېکشاوې درولې دي.

ځینې پلورونکي هم وايي چې د اوبلن ګاز د کمښت له امله ګڼ شمېر پمپونه محدود ګاز پلوري او ځینې پمپونه له ټاکلې اندازې زیات ګاز نه ور کوي.

د کابل اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي چې په ځینو سیمو کې د مایع ګاز پلورنځي د ګازو له کمښت سره مخ دي او خلک په اسانۍ سره ګاز نه شي موندلی.

دوی له اړوندو ادارو غوښتي چې د بیو د کنټرول او د عرضې د زیاتولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نفتي توکو او مایع ګاز د بیو د لوړوالي راپورونه ورکړل شوي وو. په کندهار کې اوسېدونکو ویلي وو چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د مایع ګاز بیه له ۵۸ افغانیو څخه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې وه.

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.