د خبر پاڼې له مخې، دواړو لورو د کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتولو هم ټینګار کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې په دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې ګډ سوداګریز نندارتونونه، د سوداګرو پلاوي او د خصوصي سکټور اوږدمهاله ګډون به نور هم پراخه شي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري هم تر یوې اندازې اغېزمنه شوې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ سوداګري په ټپه درېدلې، خو د هوایي دهلیزونو له لارې لا هم یو شمېر سوداګریز توکي لېږدول کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ محدوده راکړه ورکړه او سوداګري روانه ساتل شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کوټې د کویلهپاټک پرلت ته د وینا پر مهال وویل، هغه ولسونه چې ملي فکر ونه لري، هېڅکله هم په یو ژوندي او خپلواک ملت نه شي بدلېدای.
هغه وویل، د پښتنو ستونزې هغه وخت حل کېدای شي چې خلک خپل ملي صف، خپل تاریخ او خپل سیاسي دریځ وپېژني او د پردیو د ګټو پر ځای د خپل ملت د ګټو لپاره ودرېږي.
منظور پښتین ادعا وکړه چې د پاکستان ټول دولتي جوړښت، له پوځ، عدلیې او پارلمانه نیولې تر نورو ادارو پورې، د پنجاب د ګټو د خوندي کولو لپاره کار کوي او د پښتنو سیمې د امنیت، اقتصاد او طبیعي زېرمو له پلوه تر فشار لاندې ساتل کېږي.
په حکم کې راغلي چې پر یادو پولیسو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال د ناقانونه پیسو اخیستو تور لګېدلی دی. په حکم کې همدارنګه ویل شوي چې د دواړو افسرانو پر ضد به د رسمي تورونو بشپړ جزیات په جلا توګه صادر شي.
دا ډول پېښې لومړی ځل نه دي رامنځته شوې. له دې وړاندې هم څو ځله د افغان کډوالو څخه د بډو اخیستو او له هغوی سره د ناوړه چلند د شکایتونو پر بنسټ بېلابېل پولیس افسران له دندو ګوښه یا له دندو لرې شوي، خو افغان کډوال وايي چې د دغو اقداماتو سربېره وضعیت په عملي توګه نه دی بدل شوی.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پېښور د پولیسو لوړپوړو چارواکو د خیبر پښتونخوا ټولو پولیسو ته رسمي لارښوونه کړې وه چې له افغان کډوالو سره دې د سپکاوي او ځورونې چلند نه کوي او له هغوی څخه دې د بډو غوښتنه نه کېږي.
په دغو لارښوونو کې ویل شوي وو چې که هر پولیس افسر د بډو اخیستو په تور ښکېل وموندل شي، پر وړاندې به یې سخته قانوني او اداري برخورد ترسره کېږي.
خو د افغان کډوالو د معلوماتو له مخې، له پنجاب څخه تر تورخم پورې په ګڼو لارو او امنیتي پوستو کې له افغان کډوالو څخه د پیسو اخیستو ادعاوې لا هم دوام لري. دوی وايي، په ځینو پوستو کې له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ پاکستانیو روپیو پورې پیسې ترې اخیستل کېږي.
له لاهور څخه تر تورخم پورې د بډو اخیستو ادعاوې
عبدالرحمن، چې یو افغان کډوال دی او له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، وايي چې د ټول سفر په اوږدو کې څو ځله په بېلابېلو پولیسو پوستو کې درول شوي دي.
هغه وايي: «موږ له لاهور څخه له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږو. د ټول سفر په اوږدو کې مو په بېلابېلو پولیسو پوستو کې څو څو ځله ودرول شو. زما د معلوماتو له مخې، له لاهور څخه تر تورخم پورې مو شاوخوا ۴۰ زره پاکستانۍ روپۍ په بېلابېلو پوستو کې ورکړې.»
عبدالرحمن زیاتوي: «تر ټولو زیاتې پیسې له موږ څخه د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو ځایونو کې واخیستل شوې. که به مو پیسې نه ورکولې، ساعتونه به مو انتظار کاوه او موټر ته به د تګ اجازه نه ورکول کېده.»
هغه وايي، افغان کډوال له وړاندې خپل کورونه، کاروبارونه او شتمنۍ پرېږدي او خپل هېواد ته ستنېږي، نو په داسې حالت کې اضافي لګښتونه د دوی لپاره دروند مالي بار جوړوي.
عبدالرحمن له اړوندو چارواکو غواړي چې د دغو ادعاوو هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي، څو نورې هغه کورنۍ چې افغانستان ته ستنېږي له ورته ستونزو سره مخ نه شي.
د جلالاباد اوسېدونکی عبدالغفور، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، وايي، د کور سامان او نور اړین توکي یې په یوه موټر کې بار کړي وو او د سفر پر مهال څو ځله په پولیسو پوستو کې درول شوي دي.
هغه وايي: «موږ یو موټر لرو چې د کور سامان او نور اړین توکي پکې بار دي. له اټک څخه تر تورخم پورې د سفر پر مهال مو په بېلابېلو پولیسو پوستو کې څو څو ځله ودرول شو. په ځینو ځایونو کې له موږ څخه د پیسو غوښتنه وشوه، خو زما وس نه رسېده چې په هره پوسته کې پیسې ورکړم.»
عبدالغفور زیاتوي: «ما د کور یو شمېر سامانونه وپلورل، یو څه پیسې مې پور کړې او په همدې مې د سفر او موټر لګښت برابر کړ. نورې پیسې ورکول راته ممکن نه و. کله چې مې د پیسو له ورکولو بښنه وغوښته، موږ نږدې لس ساعته د سړک پر غاړه انتظار کولو ته اړ شو.»
که څه هم د دې قضیې د څېړنې اعلان شوی و، خو د ادعاوو له مخې په دې شبکه کې د ټولو ښکېلو کسانو پر ضد اغېزمنه او بشپړه قانوني اقدام ونه شوه.
د کډوالو د بېرته ستنېدو پر مهال د کمپونو ستونزې
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۵ لکه او ۷۰ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.
د بېرته ستنېدو په دې بهیر کې ډېری کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي، په ځانګړې توګه د اوړي او ژمي په موسمونو کې د تورخم او چمن له لارو د سفر پر مهال.
د راپورونو له مخې، د کډوالو لنډ مهاله مېشت کمپونو په ډېرو ځایونو کې د څښاک پاکو اوبو، سیوري او لنډمهاله استوګنې مناسب امکانات نه وو. له همدې امله ګڼ شمېر کډوال، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، سپینږیري او ناروغان، اړ وو چې تر شنه اسمان لاندې ساعتونه او کله ناکله څو ورځې انتظار وباسي.
دا ستونزې یوازې لنډمهالې نه وې، بلکې د کډوالو په وینا هره ورځ تکرارېدې.
د لنډي کوتل او نورو لېږد مرکزونو څخه هره ورځ شاوخوا له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې کسان د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتل. د تورخم او چمن پر لارو جوړ شوي کمپونه د ډېرو افغان کډوالو لپاره د بېرته ستنېدو د بهیر تر ټولو ستونزمن پړاو ګڼل کېږي.
محمد شاه فهد، چې یو افغان کډوال دی، وايي، په تورخم مناسبه سرپناه نشته او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم ډېر محدود دی.
هغه وايي: «په کمپ کې ډېری کډوال اړ دي چې تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړي. هلته نه د اوسېدو مناسب ځای شته، نه د خوړو او اوبو کافي اسانتیاوې او نه هم د تشنابونو مناسب امکانات برابر شوي دي. له تورخم تر اوښتو وروسته هم وضعیت د پام وړ ښه نه وي.»
ګل بي بي وايي: «دلته ښځې د نارینهوو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د سختې ګرمۍ په موسم کې د کوچنیو ماشومانو ساتنه ډېره سخته ده، ځکه نه مناسب سیوری شته او نه هم د استراحت لپاره مناسب ځای.»
هغه زیاتوي: «ماشومان د تودوخې او تندې له امله ډېر ستړي او بېوسه کېږي او میندې د یخو اوبو او خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ وي. موږ اړ یو چې ساعتونه په کتارونو کې ودرېږو، چې له امله یې ښځې، امیندواره ښځې او سپین سرې ښځې له سختې ستړیا سره مخ کېږي.»
د هغې په وینا، ځینې ښځې د سختې ګرمۍ له امله ناروغه کېږي هم، خو بېړنۍ روغتیايي اسانتیاوې تل په وخت نه وي موجودې.
ګل بي بي وايي: «د تشنابونو او حفظالصحې اسانتیاوې هم کافي نه دي، چې له امله یې ښځې له اضافي ستونزو سره مخ کېږي. د شپې له خوا هم د استراحت لپاره مناسب ځای نه شته، نو موږ اړ یو چې له خپلو ماشومانو سره پر ځمکه یا د شنه اسمان لاندې شپه تېره کړو.»
په کمپ کې موجود ۲۸ کلن عبدالرحیم، چې له خپل ناروغ پلار سره په سفر و، وايي چې د سختې ګرمۍ له امله یې د پلار روغتیايي حالت د اوږده انتظار پر مهال خراب شو.
هغه وايي: «موږ څو ساعته د لمر لاندې انتظار ته اړ شو. زما پلار د زړه ناروغي لري او د سختې ګرمۍ له امله یې روغتیايي حالت نور هم خراب شو. په سنټر کې سیوری نږدې نه و او د څښاک اوبه هم پر وخت نه ترلاسه کېدې.»