• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د ګاز د بیو د کنټرول لپاره د طالبانو اداره خپله لاس په کار شوې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې اعلان کړی چې د ګازو د بیو د راټیټولو په موخه، د هرات د نفت او ګاز حوزوي ریاست په ۶۰ افغانۍ د یوه کیلو اوبلن ګاز د پلورلو بهیر پیل کړی.

د هرات ولایت د طالبانو مطبوعاتي دفتر ویلي چې خلک کولای شي د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د وېش نږدې مرکزونو ته مراجعه وکړي او خپل اړتیا وړ اوبلن ګاز په ټاکل شوې بیه ترلاسه کړي.

که څه هم د بیې کمول د کورنیو لپاره د مرستې په توګه وړاندې کېږي، خو لا هم پوښتنه دا ده چې ایا دغه ټاکل شوې بیه به په ټول بازار کې عملي شي او که یوازې د دولتي وېش په محدودو مرکزونو پورې به تړلې وي.

د هرات او د افغانستان د نورو ولایتونو اوسېدونکو په تېرو څو ورځو کې د سون‌توکو د بیو له لوړېدو او د بازار د بې ثباتۍ نه شکایتونه کړي دي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۴
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا له ادارو څخه د «منفورو » کسانو پر لرې کولو ټینګار کړی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱
100%

په بلخ کې د طالبانو د والي په مشرۍ ددې ډلې د امنیتي او تصفیوي کمېسیون نوبتي غونډه شوې ده. یوسف وفا له ادارو څخه د «منفورو » کسانو پر لرې کولو ټینګار کړی او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا، د سرحدونو پر امنیت او د قاچاق پر مخنیوي یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د بلح والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۷ ویلي، چې ددغه ولایت والي یوسف وفا غونډې ته په وینا کې وویل، چې د دغه ډول اونیزو ناستو موخه د امنیتي او ملکي چارو ارزونه، د نظام پیاوړتیا او د بلخ او هېواد په کچه د امنیتي او پرمختیايي کارونو په اړه د معلوماتو شریکول دي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو د ادارې د پیاوړتیا لپاره د ټولو ارګانونو ترمنځ همکاري اړینه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې غونډې یو له مهمو بحثونو څخه په دولتي ادارو او اړوندو ارګانونو کې د «نامناسبو او منفورو کسانو» پېژندل او له دندو څخه د هغوی لرې کول وو.

د طالبانو د بلخ والي پر خپلو لاس لاندې چارواکو غږ کړی، چې په ادارو کې د داسې کسانو د لرې کولو لپاره جدي کار وکړي.

طالبانو د نامناسبو او منفورو کسانو تعریف نه دی کړی، خو دا ډله ډیری دا ډول اصطلاحات د جمهوریت د دورې مامورانو ته کاروي.

د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه په دې ناسته کې د قاچاق د لا ښه مخنیوي، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او د پولو د امنیت د تامین په اړه هم خبرې شوې دي.

دا ناسته داسې مهال کیږي چې په دې وروستیېو کې د هېواد شمالي سرحدي ګاونډیو هېوادونو د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه توکي له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته لېږدول کېدل.

د افغانستان د پولیسو اکاډمۍ زده کړې له څلورو میاشتو راهیسې ځنډېدلې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د پولیسو اکاډمۍ محصلان وایي، د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو نږدې څلور میاشتې تېریږي، خو لا هم د دغه روزنیز مرکز درسونه نه دي پیل شوي. محصلان وایي، د ځنډ لامل لا نه دی روښانه شوی او ځینو کسانو پر خپلې راتلونکې د بې باورۍ له امله د کډوالۍ لاره غوره کړې ده.

اکرم (مستعار نوم)، چې د پولیسو اکاډمۍ د دویم ټولګي محصل دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې محصلان د مرغومي په میاشت کې په ژمنیو رخصتیو تللي وو، خو کله چې د کب پر ۱۵مه بېرته اکاډمۍ ته لاړل، ورته وویل شول چې اکاډمۍ «تر بل امر پورې» تړلې ده.

هغه ویلي، «هیڅوک حاضر نه شول چې د رخصت یا تړل کېدو په اړه دلایل ووايي».

منصور د دې اکاډمۍ بل محصل هم ویلي چې ټاکل شوې وه درسونه د کب په ۱۵مه پیل شي، خو محصلانو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.د هغه په وینا، ځینې ټولګیوال یې په تېرو میاشتو کې د زده‌کړو او دندې د ناڅرګند راتلونکي له امله له غیر رسمي لارو ایران او ترکیې ته تللي دي.

منصور ویلي چې د پولیسو اکاډمۍ محصلانو د روزنې پر مهال هره میاشت شاوخوا ۱۵۰۰افغانۍ ترلاسه کولې او هیله یې لرله چې له فراغت وروسته به دنده پیدا کړي، خو اوس د ځینو کسانو دا هیله کمزورې شوې ده.

100%

یو بل محصل، چې غوښتل یې د «ویاند» په مستعار نوم یاد شي، ویلي چې د بودجې کمښت او د محصلانو د اړتیاوو د برابرولو ستونزې ښايي د زده‌کړو د درېدلو له لاملونو څخه وي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پولیسو اکاډمۍ «رسمي نه ده تړل شوې» او د فعالیتونو د لغوه کولو هېڅ پرېکړه یې نه ده شوې.

دغه چارواکي د درسونو ځنډ تایید کړی، خو ویلي یې دي چې د «ځینو علتونو» له امله زده‌کړې نه دي پیل شوې، خو د دغو علتونو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

محصلان اندېښنه څرګندوي چې د دې وضعیت دوام به د پولیسو پر مسلکي روزنې منفي اغېز وکړي.

د پولیسو اکاډمۍ په تېرو کلونو کې د پولیس افسرانو د روزنې مهم مرکز و، چې حقوقي، مدیریتي، امنیتي او عملي روزنې پکې ورکول کېدې. د جمهوري نظام پر مهال د دې مرکز په نصاب کې قوانین، جنایي څېړنې، د جرمونو پر وړاندې مبارزه، مدیریت او د پولیسو مهارتونه شامل وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وروستی ځل د ۱۴۰۴ لمریز کال په ژمي کې له پولیسو اکاډمۍ څخه د شاوخوا ۹۰۰ ځوانو افسرانو د فراغت خبر ورکړی و. دغه مراسم د سراج‌الدین حقاني په ګډون ترسره شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلون وروسته، پولیس اکاډمۍ هم د نورو امنیتي ادارو په څېر له بدلونونو سره مخ شوه. طالبانو د دې مرکز له تاسیساتو د خپلو امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره استفاده کړې، خو د پخواني نظام په پرتله یې جوړښت او روزنیزه محتوا بدله شوې ده.

په وروستیو بدلونونو کې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د «پولیس» نوم په «شرطه» بدل کړی دی.

د بیو لوړېدل؛ روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات ۳۴ سلنه کم کړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱
100%

روسیې افغانستان ته جون میاشت کې د پټرولو صادرات ۳۴ سلنه او د الوتکو د تېلو صادرات ۹۲سلنه کم کړي دي. په ورته وخت کې د روسیې د ډیزلو صادرات ۴۲ سلنه ډېر شوي دي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د روان کال په جون میاشت کې روسي شرکتونو افغانستان ته د الوتکو د تېلو صادرات تر ۹۲سلنې زیات کم کړي او د پټرولو صادرات یې ۳۴سلنه راکم کړي دي.

په ورته وخت کې د ډیزلو صادرات ۴۲سلنه زیات شوي دي.

د بازار د معلوماتو له مخې، د پټرولو د وارداتو کمښت په افغانستان کې د تېلو پر بیو مستقیم اغېز کړی او په پټرول پمپونو کې بیې په چټکۍ لوړې شوې دي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان د پټرولو مهم عرضه کوونکي روسي شرکتونه دي، چې روس‌نفت د پټرولو د صادراتو نږدې نیمه برخه پکې برابروي، ورپسې ګازپروم نفت خېم سالاوات او ګازپروم نفت هم شامل دي.

د پټرولو او الوتکو د تېلو په برخه کې د عرضې کمښت افغانستان د سون‌توکو له پلوه اغیزمن کړی، خو د ډیزلو په برخه کې برعکس د اکمالاتو کچه لوړه شوې ده.

حامد کرزي له افغانستان سره د برېټانیا د مرستو د اعلان هرکلی کړی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره په راتلونکو دریو کلونو کې د برېټانیاد هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډو مالي مرستې د اعلان هرکلی کړی. کرزي هیله ښودلې چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د برېټانیا دا ګټورې همکارۍ په راتلونکي کې هم ادامه ومومي.

حامد کرزي نن شنبه، په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا مرستې د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه والي او د هغوی د لاسنيوي لپاره خورا ګټورې تمامېدای شي.

د پخواني ولسمشر په وینا، د برېټانیا دغه ډول بشري مرستې په اوسني ستونزمن وخت کې د افغانانو لپاره خورا مهمې دي.

برېټانیا د دغو مرستو د ورکړې اعلان په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اقتصادي او بشري وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی.

تر اوسه د دې مرستو د وېش د څرنګوالي او د لګښت د دقیقو برخو په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

دا مرستې داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما سرپرستې جورجت ګانیون په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ټینګار کړی چې یادو مرستو د افغانستان د بشري بحران په کابو کولو کې رول لوبولی دی.

طالبانو په بېلابېلو سرحدي سیمو کې د ګڼو قاچاقي توکو او وسلو د نیولو خبر ور کړی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې ځواکونو یې په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو سرحدي سیمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي، طبي درمل، وسایط او وسلې کشف او نیولي دي. په دغو توکو کې بېلابېل روغتیایي درمل، اپین، شیشه، کلاشنکوفونه او لسګونه موټر شامل دي.

د طالبانو د دفاع وزارت نن شنبه، د چنګاښ پر ۲۷مه وویل، چې په نیول شویو توکو کې نهه کارتنه بېلابېل روغتیایي درمل، ۲۳ بنډله ثانیه سوز، دوه زره او ۳۰۰ ګرامه اپین او ۱۸ کیلوګرامه شیشه شامل دي.

یاد وزارت ویلي، چې د دې ترڅنګ اته میله کلاشنکوفونه، دوه میله روسي پیکا، اووه میله ایم-۴ ټوپک، ۱۲ تومانچې او ۲۶۲ بېلابېلې درندې مرمۍ هم د طالبانو د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت زیاته کړې ده چې د یادو قاچاقي توکو د لېږد په تړاو ۱۶ تنه قاچاقبران هم نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل چې یاد توکي او وسلې په غیرقانوني توګه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته قاچاق کړي، چې تر نیول کېدو او لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو قانوني مراجعو ته وسپارل شول.

په دغو کشف شویو توکو کې شپږ موټرسایکلونه، ۵۶ موټر او د موټرو پرزې هم شاملې دي چې د طالبانو دفاع وزارت اړوند د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو او قطعاتو د مسوولیت په ساحو کې نیول شوي دي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې سرحدي ځواکونه یې په سرحدي سیمو کې د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو او د توکو د قاچاق مخنیوي ته ژمن دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزو لارو تړل کېدو سره په سرحدي سیمو کې د قاچاق کچه لوړه شوې ده.