• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلنسکي: اوکرایني بریدونو په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید د اکمالاتو مرکزونه ویشتلي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، اوکرایني ځواکونو د روسیې په خاوره کې د جبهې له کرښې له ۵۰۰ او نږدې ۷۰۰ کیلومترو واټن څخه په لرې پرتو بریدونو کې دوه مهم لوژستیکي مرکزونه او د تېلو یوه تاسیسات په نښه کړي دي.

زیلنسکي د ایکس په یوه پوسټ کې ویلي، د اوکراین اوږد واټنه بندیزونه او پوځي اقدامات نن د روسیې د خاورې په درېیو برخو، د روسیې تر اشغال لاندې اوکرایني سیمو او سمندري سیمو کې ترسره شوي دي.

هغه ویلي، دغه بریدونه د روسیې د هغو بریدونو په ځواب کې شوي چې د اوکراین ملکي زیربناوې، ښارونه او ټولنې یې په نښه کړې دي.

د اوکراین ولسمشر وايي، دوه مهم لوژستیکي مرکزونه د مسکو او تامبوف په سیمو کې ویشتل شوي دي. د هغه په وینا، دغه مرکزونه د جبهې له کرښې په ترتیب سره له ۵۰۰ او نږدې ۷۰۰ کیلومترو واټن کې موقعیت لري او د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید لپاره د بندیزلګېدلو پرزو او د ناوبری د تجهیزاتو د برابرولو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

زیلنسکي زیاته کړې چې د تېلو یوه تاسیسات هم په نښه شوي دي.

هغه ویلي چې د اوکراین منځني واټنه بریدونو د ازوف سمندر او تور سمندر په اوبو او همدارنګه د کریمیا په هغه سیمه کې چې د اوکراین په وینا د روسیې تر لنډمهاله اشغال لاندې ده، هدفونه هم په نښه کړي دي.

زیلنسکي د دغو عملیاتو د ترسره کولو له امله د اوکراین د بې‌پیلوټه سیسټمونو ځواکونو، ځانګړو عملیاتو ځواکونو، وسله‌والو ځواکونو، امنیتي خدمت او دفاعي استخباراتو مننه کړې ده.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۴

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: د ټرمپ په دویمه دوره کې د امریکا د کډوالۍ فدرالي مامورینو ۷ کسان په ډزو وژلي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱
100%

رویټرز د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو او خپلو څېړنو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د کډوالۍ فدرالي مامورینو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۷ کسان په ډزو وژلي دي.

د راپور له مخې، دغه پېښې د کډوالو د نیولو او له دغه هېواد نه د هغوی د ایستلو هڅو له زیاتېدو سره هم مهاله رامنځته شوې دي. رویټرز د دغو اوو کسانو نومونه او د وژل کېدو لنډ جزیات هم خپاره کړي دي.

په دغو کسانو کې یو یې روبن ری مارتینز دی، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۵مه په ټکساس ایالت کې د امریکا د کورني امنیت وزارت د یوه مامور له خوا ووژل شو. چارواکو ویلي چې د هغه موټر له دوو مامورینو سره د ټکر په حال کې و، خو د مارتینز کورنۍ ویلي چې هغه د مامورینو د لارښوونو د منلو او له هغوی سره د همکارۍ هڅه کوله.

بل کس سیلوریو ویلیګاس ګونزالس ۳۸ کلن مکسیکویي اشپز و او د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۲مه په شیکاګو کې د کډوالۍ ادارې د یوه مامور له خوا د موټر د درولو پر مهال ووژل شو. د امریکا چارواکو ویلي چې مامور له نوموړي د ګواښ ډار لاره او د خپل ژوند په اړه د اندېښنې له امله یې په هغه ډزې کړې.

همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۱مه یو مکسیکویي ۳۱ کلن سړی چې نوم یې نه دی خپور شوی، د ټکساس ایالت د ریو ګرانډ ښار ته څېرمه د امریکا د سرحدي ساتنې د یوه مامور له خوا ووژل شو. چارواکو ویلي چې هغه د نیولو پر مهال له مامور سره په شخړه کې ښکېل شوی و له همدې امله مامورینو پرې ډزې کړې.

ریني ګوډ، ۳۷ کلنه امریکايۍ ښځه، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۷مه په مینیاپولیس کې هغه مهال ووژل شوه چې په خپل ولاړ موټر کې ناسته وه. د شاهدانو له مخې، هغه له مامور سره په ارامه خبرې کولې خو د موټر د حرکت پر مهال پرې ډزې وشوې.

بل کس الکس پریټي، ۳۷ کلن امریکايي روغتیايي کارکوونکی و چې هغه هم د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۴مه په مینیاپولیس کې ووژل شو. د راپور له مخې، څو مامورینو هغه پر ځمکه غورځولی و او وروسته پرې له نږدې واټنه ډزې وشوې.

لورینزو سالګادو اراوخو، ۵۳ کلن کولمبیایي وګړی، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۷مه په هوسټن کې د کار پر لور د تګ پر مهال د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د یوه مامور له خوا ووژل شو. دغې ادارې ویلي چې هغه د مامورینو له امرونو سرغړونه کړې وه او هڅه یې کوله چې یو مامور په موټر ووهي، خو د هغه ملګرو دا ادعا رد کړې ده.

وروستی کس یوحان سباستین دوران ګوریرو، ۲۳ کلن کولمبیایي وګړی ښودل شوی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۳مه د ماین ایالت په بیدفورډ ښار کې ووژل شو. د امریکا چارواکو ویلي چې د هغه موټر د تېښتې هڅه کوله، خو د هغه کورنۍ او د کډوالو د حقونو یوې ډلې ویلي چې هغه په امریکا کې د اوسېدو او کار قانوني اجازه لرله.

رویټرز وايي، دغو پېښو د وژل شویو کسانو د کورنیو او د ځینو ټولنو غوسه او غبرګون راپارولی او له همدې امله د کډوالۍ د تګلارې د بدلون غوښتنې هم شوي دي.

د امریکا سمندري ځواک د خپلو قوماندانانو معلومات له انټرنېټ څخه لرې کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
100%

د امریکا سمندري ځواک د امنیتي اندېښنو له امله امر کړی چې د بېړیو او د دې ځواک د قوماندانانو رسمي انځورونه او ژوندلیکونه دې له عامه وېبپاڼو څخه لرې کړل شي. د سمندري ځواک چارواکي وايي، د دغو معلوماتو خپرېدل کولای شي پوځیان او د هغوی کورنۍ له امنیتي ګواښ سره مخ کړي.

د «ټسک انډ پرپس» مجلې، چې د خپلې وېبپاڼې له مخې د پوځیانو نظرونه او راپورونه خپروي، د چنګاښ په ۲۶مه په یوه راپور کې لیکلي چې دا پرېکړه د «ناواډمین» په نوم د سمندري ځواک د یوې اداري خبرتیا له لارې اعلان شوې ده. د «نیویارک ټایمز» خبریال رایلي سیډر لومړی کس و چې د جمعې په ورځ یې د دې امر د صادرېدو خبر ورکړ.

د دې خبرتیا له مخې، هغه رسمي انځورونه او ژوندلیکونه چې د سمندري ځواک په وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، افسران او د هغوی کورنۍ له «مخ پر زیاتېدونکي امنیتي خطر» سره مخامخ کوي. دا لارښود هغه افسران او سمندري سرتېري هم رانغاړي چې د قوماندان، د قوماندان مرستیال، د امنیتي مرکزونو مشران او لوړپوړی مسول، مرستیال یا د سمندري سرتېرو د لوړپوړي مشر په توګه دنده ترسره کوي.

د امریکا سمندري ځواک په دې خبرتیا کې ټینګار کړی چې د سمندري سرتېرو او د هغوی د کورنیو امنیت د دې ځواک «تر ټولو لوړ لومړیتوب» دی. د دې ادارې په وینا، د نن ورځې په امنیتي چاپېریال کې دښمنان په زیاتېدونکې توګه عامه معلومات راټولوي او سره یوځای کوي، څو پوځي کارکوونکي وپېژني، تعقیب یې کړي او موخه یې وګرځوي.

په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې د لوړپوړو قوماندانانو د ژوندلیکونو خپرول، د غیرضروري پام رااړولو او د انټرنېټي لټونونو د زیاتېدو له امله، په ناڅاپي ډول د هغوی لپاره امنیتي خطرونه زیاتوي. له همدې امله، هغه واحدونه چې مشري یې سمندري ځواک لوړپوړي قومندانان یا تر هغه د ټیټې رتبې افسران کوي، نور اجازه نه لري چې د دغو کسانو رسمي انځورونه او ژوندلیکونه په عامه وېبپاڼو کې خپاره کړي.

دا لارښود یوازې په راتلونکي کې د خپرېدونکو معلوماتو پورې محدود نه دی. ټول هغه انځورونه او ژوندلیکونه چې اوس د سمندري ځواک په وېبپاڼو کې موجود دي، باید هم له عامه لاسرسي څخه وایستل شي، که څه هم د هغوی کاپۍ به د سمندري ځواک په ارشیف کې وساتل شي.

د سمندري ځواک په وېبپاڼو کې د قوماندانانو ژوندلیکونه معمولا په یوه ټاکلي قالب خپرېږي او په کې د هغوی د زده کړو او خدمت سابقه، د بېړیو او پوځي واحدونو د قوماندانۍ دندې، د امنیتي مرکزونو مسولیتونه، د عملیاتو لنډیز، او ترلاسه شوي مډالونه او جایزې شاملې وي. دا معلومات په ټولیز ډول د هغو مسلکي معلوماتو سره ورته دي چې په«لینکډین» کې خپرېږي. رسمي انځورونه هم معمولا قوماندانان د امریکا او د سمندري ځواک د بیرغونو مخې ته ولاړ ښيي.

تر دې دمه، دغو پاڼو خلکو او رسنیو ته دا امکان ورکاوه چې پوه شي د هرې بېړۍ یا پوځي واحد قومانده د چا په لاس کې ده، او د افسرانو د ټاکنې، ترفیع یا دندې څخه د لېرې کېدو پر مهال د هغوی د خدمت سابقه وڅېړي. د دغو معلوماتو لرې کول به د قوماندانانو په اړه د خلکو او رسنیو لاسرسی محدود کړي.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا لارښود به د قوماندې د بدلون اړوند خبرتیاوې یا هغه مطالب هم رانغاړي که نه، چې د سمندري ځواک واحدونه یې د مورال د لوړولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې خپروي او کېدای شي د قوماندانانو او سمندري سرتېرو نومونه او انځورونه هم پکې شامل وي. همدارنګه، دا هم نه ده معلومه چې سمندري ځواک غواړي د خپلو پرسونل او بېړیو د تعقیب په نورو لارو، لکه د سوداګریزو معلوماتو راټولولو، کې هم بدلون راولي او که نه.

د ايران سپاه پاسداران: په بحرین کې مو د امریکا نظامي او ټکنالوژيکي تاسيسات په نښه کړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱
100%

د ايران سپاه پاسداران ويلي، چې د ایران پر پلونو او ټرانسپورټي بنسټونو د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې، په بحرین کې د امریکایي بې‌پیلوټه بېړیو د ساتنې او د مصنوعي ځیرکتیا مرکزونه په نښه کړي دي.

سپاه پاسداران د شنبې ورځې په سهار وختي (د چنګاښ ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې دا بریدونه د سمندري او هوايي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سپاه ځواکونو په بحرین کې د امریکا د بې‌پیلوټه بېړیو د ساتنې مرکز په نښه کړی او همداراز ادعا شوې چې «ډېر شمېر دغه بېړۍ سوځېدلې دي».

سپاه پاسدان همدارنګه اعلان وکړ، چې «په بحرین کې د مصنوعي ځیرکتیا اصلي مرکز» یې په څو بالستیک توغندیو او لسګونو ډرون الوتکو «په بشپړ ډول ویجاړ» کړی دی.

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، که چیرې د ایران پر ټرانسپورټي بنسټونو د امریکا بریدونه دوام ومومي، په سیمه کې به هغه صنعتي شرکتونه، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا تاسیسات په نښه کړي، چې امریکایي برخه‌وال لري.

دغه بنسټ همدارنګه د امریکا د اډو کوربه هېوادونه د واشنګټن په بریدونو کې شریک وبلل. د بحرین او امریکا چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو یا د احتمالي زیانونو د کچې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ایران د هرمزګان ولایت چارواکو ویلي، چې د شنبې په سهار د امریکا په هوایي بریدونو کې په دغه ولایت کې درې نور پلونه او تونلونه په نښه شوي او د مواصلاتي لارو ځینې برخې تړل شوې دي.

د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې، له بندر عباس څخه سیرجان ته په غځېدلې لاره د شور سیند پل او له میناب اوب‌لارې څخه د رودان پر لور، له سرزه دوه‌لارې وروسته پل په دغو بریدونو کې په نښه شوي دي.

دغه راز، له بندر عباس څخه حاجي‌اباد ته پر لاره د «شهید میرزایي» تونل هم د امریکا د بریدونو له امله تړل شوی دی.

د هرمزګان ولایت مقام له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغو لارو له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

سېنټکام: امریکايي ځواکونو پر ایران د پرله پسې اوومې شپې لپاره خپل بریدونه پیل کړل

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۱
100%

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، امریکايي ځواکونو د ايران پر ضد نور بريدونه کړي او په وینا یې، له دغو بریدونو یې موخه د ايران د نظامي وړتياوو راکمول او له‌منځه وړل دي.

سېنټکام د جمعې په شپه (د چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «امریکايي ځواکونو نن د ختیځې امریکا پر وخت د ماسپښین په درېیو بجو یو ځل بیا پر ايران بریدونه وکړل. دا پر له پسې اوومه شپه ده، چې امریکایي ځواکونه پر ايران بریدونه کوي».

د سېنټکام په وینا، دا بریدونه د امریکا د ولسمشر او د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لارښوونه او امر ترسره شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې، چې د دغو بریدونو موخه د ايران د نظامي وړتیاوو کمزوري کول او له‌منځه وړل دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز ویلي، چې متحده ایالاتو د ایران د بندرونو او ساحلونو سمندري محاصره روانه ساتلې ده.

د دې عملیاتو په لومړیو درېیو ورځو کې د سېنتکام په وینا، څلور سوداګریزې بېړۍ اړې شوې، چې خپله لاره بدله کړي او یوه بېړۍ له کاره ولوېده او همداراز یوه بله یې وپلټل شوه.

اسلام‌اباد: د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو د ګډو سرحدونو پر امنيتي وضعيت بحث کړی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان په مشرۍ په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سرحدي خدماتو مشرانو د خپلو ګډو سرحدونو د امنیتي وضعیت او نویو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي. د غونډې په اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان په اړوند هيڅ نه‌دي ويل شوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ۱۲مه غونډه د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په اسلام اباد کې ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو د سرحدونو د امنیتي وضعيت د ارزونې ترڅنګ، د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له‌خوا د ترسره شویو «پیوستون-۲۰۲۵» ګډو سرحدي عملیاتو پایلې وڅېړلې او تایید یې کړې.

همدارنګه په دې غونډه کې د «پیوستون-۲۰۲۶» ګډو سرحدي عملیاتو د چمتووالي او ترسره کولو پلان تر ارزونې وروسته تصویب شو.

په خبرپاڼه کې زياته کړل شوې، چې په دغې غونډه کې د ۲۰۲۷م کال لپاره د سرحدي خدماتو د کارپوهانو د ډلې کاري پلان هم تایید شو او ګډونوالو د تاجکستان د هغه وړاندیز ملاتړ وکړ، چې له‌مخې به یې دغه هېواد په ۲۰۲۷م کال کې د «پیوستون-۲۰۲۷» ګډو عملیاتو کوربه‌توب کوي.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د نظرونو دغه تبادله او د ګډو دریځونو غوره کول به د سرحدي ځواکونو ترمنځ همکاري او په ګډو سرحدونو کې امنیت او متقابل باور لا پیاوړی کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د کوربه هېواد پاکستان په ګډون د ایران، د چین، روسیې، هند، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د سرحدي ځواکونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو او دغه راز د شانګهای سازمان د تروریزم ضد سیمه‌ييز جوړښت د اجراییوي کمېټې استازو هم په دې ناسته کې برخه اخیستې وه.