• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: ټرمپ به د فوټبال نړۍوال جام په پایلوبه کې ګډون وکړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د نیویارک–نیو جرسي په لوبغالي کې د فوټبال د نړیوال جام د پایلوبې ننداره وکړي. د روان کال د نړۍوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین او اسپانیا سره مخ کېدونکي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل، چې د ټرمپ ګډون به د هغو سیالیو پای وي، چې د هغې په وینا، «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېرې لیدل شوې، تر ټولو خوندي او تر ټولو بریالۍ نړیوالې سیالۍ» وې.

لیویټ همدارنګه وویل، چې ټرمپ به د جمعې په ورځ د فیفا په رسمي مراسمو کې هم ګډون وکړي. ټاکل شوې، دغه مراسم د نیویارک ښار په ټرمپ ټاور کې ترسره شي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر ټرمپ به په پایلوبه کې د کومې لوبډلې ملاتړ وکړي، څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې خبریالان کولای شي دا پوښتنه په مستقیم ډول له هغه څخه وکړي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

مجتبی خامنه‌يي: ایران امریکا ته نه هېرېدونکي درسونه لري

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۱
100%

د ايران مشر مجتبی خامنه‌يي په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د ایران ملت او د مقاومت جبهه د امریکا لپاره «نه هېرېدونکي درسونه» لري. دا پیغام د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۷مه) په ایراني رسنیو کې خپور شوی دی.

مجتبی خامنه‌يي په خپل پیغام کې واشنګټن د ايران او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک د ژمنو پر نقضولو تورن کړ.

هغه پر امریکا د «زورویلو، ټولواکۍ او جګړه غوښتنې» تورونه پورې کړل او د علي خامنه‌يی د جنازې په مراسمو کې د ملاتړو پراخ ګډون یې د وفادارۍ او د اسلامي هویت د پیاوړتیا نښه وبلله.

د ايران مشر د واشنګټن د اقداماتو پر وړاندې د خلکو او چارواکو ترمنځ د یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له تفرقې، کورنیو شخړو او سیاسي اختلافاتو ډډه کول د هر چا دنده ده، څو د هغه په وینا، د «امریکایي دښمن» پر وړاندې کورنی یووالی وساتل شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د چارواکو پر کړنو رغنده نیوکې تر هغه حده چې د تفرقې لامل نه‌شي، یوه ارزښتناکه پانګه ده.

مجتبی خامنه‌يي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ايران او امریکا ترمنځ په سیمه کې کړکېچ ډېر زیات شوی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د مجتبی خامنه‌يي له خوا دغه پيغام «حکيمانه او يووالي رامنځته کوونکی» وباله او په خپله اېکس‌پاڼه یې وليکل: «د اسلامي جمهوريت د رهبر پيغام او د درې واړو قواوو له مشرانو او د هېواد له چارواکو څخه د هغه ملاتړ د ملي ګټو د ساتنې او د اسلامي ايران د سرلوړۍ په لاره کې تر ټولو مهمه ملاتړیزه پانګه ده».

پزشکيان زياته کړه: «د سپېڅلي اتحاد لوازمو ته ژمنتيا او له اختلاف او تفرقې څخه ډډه کول په دې تاريخي پړاو کې د بريا رمز دی».

د ایران سپاه پاسداران: په بحرين او کوېټ کې مو د امريکا ۸۵ پوځي هدفونه په نښه کړي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
100%

د ايران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امريکا د نن سهار د بريدونو په ځواب کې يې د توغنديزو او بې‌پيلوټه الوتکو په ګډو عملياتو کې په بحرين او کوېټ کې د امريکا ۸۵ پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو هدفونو کې د بحرين سلمان بندر، په بحرين کې د امريکا د پنځم سمندري ځواک قرارګاه او په کوېټ کې د علي السالم هوايي اډه هم شامله ده.

سپاه پاسداران همدارنګه ادعا کړې، چې د امريکا يوه MQ-9 بې‌پيلوټه الوتکه يې هم راغورځولې ده. د خبرپاڼې له مخې، دغې الوتکې غوښتل په روانو عملياتو کې د ایران د بریدونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

تر اوسه امريکا او يا هم خپلواکو سرچينو د سپاه پاسداران دغه ادعاوې نه دي تاييد کړې.

سېنټکام: په اردن کې د ایران د بریدونو له امله ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او یو تن لادرکه دی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په یوې اعلامیې کې وویل، چې دوه امریکايي پوځیان په اُردن کې د ایران د بالسټیک توغندیو او ډرون الوتکو د بریدونو پر وړاندې د دې قومندانۍ د ځواکونو او متحدینو د دفاع پر مهال وژل شوي او یو بل امریکايي پوځي لا هم لادرکه دی.

سېنټکام په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د ایران په پروني (جمعه د چنګاښ ۲۶) بریدونو کې چې ۴ نور امریکايي پوځیان ټپيان شوي وو، د اردن په روغتونونو کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، نور امریکايي ځواکونه چې د لږو ټپونو له امله تر درملنې لاندې وو، هم بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

سېنټکام اعلان کړی، چې د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنیو ته د درناوي په خاطر به تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې د یادو پوځیانو د هویت او نورو جزییاتو له خپرولو ډډه وکړي.

د هند پولیسو د نه خوړو اعتصاب کوونکی فعال په زور روغتون ته ولېږداوه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۱
100%

د هند پولیسو د شنبې په ورځ ټولنیز فعال او د زده‌کړو اصلاح غوښتونکی سونام وانګچوک له ۲۱ ورځني خوړبندیز او د روغتیايي وضعیت له کړکېچنېدو وروسته روغتون ته ولېږداوه. ډاکټرانو ویلي، چې هغه په روغتون کې هم له څښاک او خوړو ډډه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، وانګچوک چې ۵۹کلن دی، د تېرې جون میاشتې له ۲۸مې راهیسې خوړبندیز اعلان کړی او د نه خوړو پرلت یې د شنبې په ورځ ۲۱مې ورځې ته رسېدلی و.

وانګچوک د هند د ځوانانو د کاکروچ جنتا ګوندپه ملاتړ د نه خوړو اعتصاب کړی و. دغه ډله د هند د پوهنې وزیر درمېندرا پردهان د استعفا غوښتنه کوي او په ازموینو کې د درغلیو او د پوهنیزو اصلاحاتو په اړه اعتراض لري.

د ډیلي پولیسو مرستیال کمېشنر سچین شرما ویلي چې وانګچوک د محکمې د حکم، روغتیايي وضعیت او طبي مشورې له مخې یوه دولتي روغتون ته انتقال شوی دی.

صفدرجنګ دولتي روغتون ویلي چې وانګچوک د اوږدې روژې او د اوبو د کمښت له امله کمزوری شوی، خو وضعیت یې ثابت دی.

روغتون ویلي چې هغه د رګ له لارې د مایعاتو، د خولې له لارې د اوبو او نورو درملو له اخیستو ډډه کړې ده.

د وانګچوک شخصي ډاکټر ویلي چې د اندېښنې وړ موضوع یې په وینه کې د پوټاشیم کچې ټیټېدل دي، چې په جدي حالت کې ژوند ګواښلی شي.

پولیسو له پرلت کوونکو هم غوښتي چې د اعتراض ځای پرېږدي.

د ډلې مشر ابجیت دیپکې د وانګچوک د انتقال په اعتراض کې نوی نامحدود خوړبندیز اعلان کړی.

اعتراض کوونکو ویلي چې د جولای په ۲۰مه به د هند پارلمان ته لاریون وکړي او د پوهنې وزیر د استعفا او د ازموینو په چار کې د اصلاحاتو غوښتنه به تکرار کړي.

جرمني د امنیتي ګواښ کچه «لوړې کچې» ته پورته کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۵ GMT+۱
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ ویلي چې د هېواد امنیتي وضعیت یې د پخواني «عمومي احتمالي ګواښ» له کچې څخه د «لوړ ګواښ» کچې ته پورته کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دوبریندټ د شنبې په ورځ جرمنۍ ورځپاڼې وېلت ام زونټاګ ته ویلي چې دا پرېکړه د استخباراتي معلوماتو او راپورونو پر بنسټ شوې ده.

هغه ویلي: « دا دا معنا لري چې په جرمني کې باید هر وخت د بریدونو د خطر احتمال په پام کې ونیول شي».

د جرمني د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د هېواد پر ضد د بریدونو پلانونه په څرګند ډول لیدل کېږي او ګواښونه د جرمني زیربناوو، خلکو او دولتي ادارو ته متوجه دي.

د کورنیو چارو وزارت سملاسي د دې پرېکړې د جزئیاتو په اړه څرګندونې نه دي کړې.