• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران سپاه پاسداران: په بحرين او کوېټ کې مو د امريکا ۸۵ پوځي هدفونه په نښه کړي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د ايران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امريکا د نن سهار د بريدونو په ځواب کې يې د توغنديزو او بې‌پيلوټه الوتکو په ګډو عملياتو کې په بحرين او کوېټ کې د امريکا ۸۵ پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو هدفونو کې د بحرين سلمان بندر، په بحرين کې د امريکا د پنځم سمندري ځواک قرارګاه او په کوېټ کې د علي السالم هوايي اډه هم شامله ده.

سپاه پاسداران همدارنګه ادعا کړې، چې د امريکا يوه MQ-9 بې‌پيلوټه الوتکه يې هم راغورځولې ده. د خبرپاڼې له مخې، دغې الوتکې غوښتل په روانو عملياتو کې د ایران د بریدونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

تر اوسه امريکا او يا هم خپلواکو سرچينو د سپاه پاسداران دغه ادعاوې نه دي تاييد کړې.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

•
•
•

نور کیسې

سېنټکام: په اردن کې د ایران د بریدونو له امله ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او یو تن لادرکه دی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په یوې اعلامیې کې وویل، چې دوه امریکايي پوځیان په اُردن کې د ایران د بالسټیک توغندیو او ډرون الوتکو د بریدونو پر وړاندې د دې قومندانۍ د ځواکونو او متحدینو د دفاع پر مهال وژل شوي او یو بل امریکايي پوځي لا هم لادرکه دی.

سېنټکام په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د ایران په پروني (جمعه د چنګاښ ۲۶) بریدونو کې چې ۴ نور امریکايي پوځیان ټپيان شوي وو، د اردن په روغتونونو کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، نور امریکايي ځواکونه چې د لږو ټپونو له امله تر درملنې لاندې وو، هم بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

سېنټکام اعلان کړی، چې د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنیو ته د درناوي په خاطر به تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې د یادو پوځیانو د هویت او نورو جزییاتو له خپرولو ډډه وکړي.

د هند پولیسو د نه خوړو اعتصاب کوونکی فعال په زور روغتون ته ولېږداوه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۱
100%

د هند پولیسو د شنبې په ورځ ټولنیز فعال او د زده‌کړو اصلاح غوښتونکی سونام وانګچوک له ۲۱ ورځني خوړبندیز او د روغتیايي وضعیت له کړکېچنېدو وروسته روغتون ته ولېږداوه. ډاکټرانو ویلي، چې هغه په روغتون کې هم له څښاک او خوړو ډډه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، وانګچوک چې ۵۹کلن دی، د تېرې جون میاشتې له ۲۸مې راهیسې خوړبندیز اعلان کړی او د نه خوړو پرلت یې د شنبې په ورځ ۲۱مې ورځې ته رسېدلی و.

وانګچوک د هند د ځوانانو د کاکروچ جنتا ګوندپه ملاتړ د نه خوړو اعتصاب کړی و. دغه ډله د هند د پوهنې وزیر درمېندرا پردهان د استعفا غوښتنه کوي او په ازموینو کې د درغلیو او د پوهنیزو اصلاحاتو په اړه اعتراض لري.

د ډیلي پولیسو مرستیال کمېشنر سچین شرما ویلي چې وانګچوک د محکمې د حکم، روغتیايي وضعیت او طبي مشورې له مخې یوه دولتي روغتون ته انتقال شوی دی.

صفدرجنګ دولتي روغتون ویلي چې وانګچوک د اوږدې روژې او د اوبو د کمښت له امله کمزوری شوی، خو وضعیت یې ثابت دی.

روغتون ویلي چې هغه د رګ له لارې د مایعاتو، د خولې له لارې د اوبو او نورو درملو له اخیستو ډډه کړې ده.

د وانګچوک شخصي ډاکټر ویلي چې د اندېښنې وړ موضوع یې په وینه کې د پوټاشیم کچې ټیټېدل دي، چې په جدي حالت کې ژوند ګواښلی شي.

پولیسو له پرلت کوونکو هم غوښتي چې د اعتراض ځای پرېږدي.

د ډلې مشر ابجیت دیپکې د وانګچوک د انتقال په اعتراض کې نوی نامحدود خوړبندیز اعلان کړی.

اعتراض کوونکو ویلي چې د جولای په ۲۰مه به د هند پارلمان ته لاریون وکړي او د پوهنې وزیر د استعفا او د ازموینو په چار کې د اصلاحاتو غوښتنه به تکرار کړي.

جرمني د امنیتي ګواښ کچه «لوړې کچې» ته پورته کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۵ GMT+۱
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ ویلي چې د هېواد امنیتي وضعیت یې د پخواني «عمومي احتمالي ګواښ» له کچې څخه د «لوړ ګواښ» کچې ته پورته کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دوبریندټ د شنبې په ورځ جرمنۍ ورځپاڼې وېلت ام زونټاګ ته ویلي چې دا پرېکړه د استخباراتي معلوماتو او راپورونو پر بنسټ شوې ده.

هغه ویلي: « دا دا معنا لري چې په جرمني کې باید هر وخت د بریدونو د خطر احتمال په پام کې ونیول شي».

د جرمني د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د هېواد پر ضد د بریدونو پلانونه په څرګند ډول لیدل کېږي او ګواښونه د جرمني زیربناوو، خلکو او دولتي ادارو ته متوجه دي.

د کورنیو چارو وزارت سملاسي د دې پرېکړې د جزئیاتو په اړه څرګندونې نه دي کړې.

زیلنسکي: اوکرایني بریدونو په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید د اکمالاتو مرکزونه ویشتلي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، اوکرایني ځواکونو د روسیې په خاوره کې د جبهې له کرښې له ۵۰۰ او نږدې ۷۰۰ کیلومترو واټن څخه په لرې پرتو بریدونو کې دوه مهم لوژستیکي مرکزونه او د تېلو یوه تاسیسات په نښه کړي دي.

زیلنسکي د ایکس په یوه پوسټ کې ویلي، د اوکراین اوږد واټنه بندیزونه او پوځي اقدامات نن د روسیې د خاورې په درېیو برخو، د روسیې تر اشغال لاندې اوکرایني سیمو او سمندري سیمو کې ترسره شوي دي.

هغه ویلي، دغه بریدونه د روسیې د هغو بریدونو په ځواب کې شوي چې د اوکراین ملکي زیربناوې، ښارونه او ټولنې یې په نښه کړې دي.

د اوکراین ولسمشر وايي، دوه مهم لوژستیکي مرکزونه د مسکو او تامبوف په سیمو کې ویشتل شوي دي. د هغه په وینا، دغه مرکزونه د جبهې له کرښې په ترتیب سره له ۵۰۰ او نږدې ۷۰۰ کیلومترو واټن کې موقعیت لري او د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید لپاره د بندیزلګېدلو پرزو او د ناوبری د تجهیزاتو د برابرولو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

زیلنسکي زیاته کړې چې د تېلو یوه تاسیسات هم په نښه شوي دي.

هغه ویلي چې د اوکراین منځني واټنه بریدونو د ازوف سمندر او تور سمندر په اوبو او همدارنګه د کریمیا په هغه سیمه کې چې د اوکراین په وینا د روسیې تر لنډمهاله اشغال لاندې ده، هدفونه هم په نښه کړي دي.

زیلنسکي د دغو عملیاتو د ترسره کولو له امله د اوکراین د بې‌پیلوټه سیسټمونو ځواکونو، ځانګړو عملیاتو ځواکونو، وسله‌والو ځواکونو، امنیتي خدمت او دفاعي استخباراتو مننه کړې ده.

رویټرز: د ټرمپ په دویمه دوره کې د امریکا د کډوالۍ فدرالي مامورینو ۷ کسان په ډزو وژلي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱
100%

رویټرز د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو او خپلو څېړنو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د کډوالۍ فدرالي مامورینو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۷ کسان په ډزو وژلي دي.

د راپور له مخې، دغه پېښې د کډوالو د نیولو او له دغه هېواد نه د هغوی د ایستلو هڅو له زیاتېدو سره هم مهاله رامنځته شوې دي. رویټرز د دغو اوو کسانو نومونه او د وژل کېدو لنډ جزیات هم خپاره کړي دي.

په دغو کسانو کې یو یې روبن ری مارتینز دی، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۵مه په ټکساس ایالت کې د امریکا د کورني امنیت وزارت د یوه مامور له خوا ووژل شو. چارواکو ویلي چې د هغه موټر له دوو مامورینو سره د ټکر په حال کې و، خو د مارتینز کورنۍ ویلي چې هغه د مامورینو د لارښوونو د منلو او له هغوی سره د همکارۍ هڅه کوله.

بل کس سیلوریو ویلیګاس ګونزالس ۳۸ کلن مکسیکویي اشپز و او د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۲مه په شیکاګو کې د کډوالۍ ادارې د یوه مامور له خوا د موټر د درولو پر مهال ووژل شو. د امریکا چارواکو ویلي چې مامور له نوموړي د ګواښ ډار لاره او د خپل ژوند په اړه د اندېښنې له امله یې په هغه ډزې کړې.

همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۱مه یو مکسیکویي ۳۱ کلن سړی چې نوم یې نه دی خپور شوی، د ټکساس ایالت د ریو ګرانډ ښار ته څېرمه د امریکا د سرحدي ساتنې د یوه مامور له خوا ووژل شو. چارواکو ویلي چې هغه د نیولو پر مهال له مامور سره په شخړه کې ښکېل شوی و له همدې امله مامورینو پرې ډزې کړې.

ریني ګوډ، ۳۷ کلنه امریکايۍ ښځه، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۷مه په مینیاپولیس کې هغه مهال ووژل شوه چې په خپل ولاړ موټر کې ناسته وه. د شاهدانو له مخې، هغه له مامور سره په ارامه خبرې کولې خو د موټر د حرکت پر مهال پرې ډزې وشوې.

بل کس الکس پریټي، ۳۷ کلن امریکايي روغتیايي کارکوونکی و چې هغه هم د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۴مه په مینیاپولیس کې ووژل شو. د راپور له مخې، څو مامورینو هغه پر ځمکه غورځولی و او وروسته پرې له نږدې واټنه ډزې وشوې.

لورینزو سالګادو اراوخو، ۵۳ کلن کولمبیایي وګړی، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۷مه په هوسټن کې د کار پر لور د تګ پر مهال د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د یوه مامور له خوا ووژل شو. دغې ادارې ویلي چې هغه د مامورینو له امرونو سرغړونه کړې وه او هڅه یې کوله چې یو مامور په موټر ووهي، خو د هغه ملګرو دا ادعا رد کړې ده.

وروستی کس یوحان سباستین دوران ګوریرو، ۲۳ کلن کولمبیایي وګړی ښودل شوی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۳مه د ماین ایالت په بیدفورډ ښار کې ووژل شو. د امریکا چارواکو ویلي چې د هغه موټر د تېښتې هڅه کوله، خو د هغه کورنۍ او د کډوالو د حقونو یوې ډلې ویلي چې هغه په امریکا کې د اوسېدو او کار قانوني اجازه لرله.

رویټرز وايي، دغو پېښو د وژل شویو کسانو د کورنیو او د ځینو ټولنو غوسه او غبرګون راپارولی او له همدې امله د کډوالۍ د تګلارې د بدلون غوښتنې هم شوي دي.