• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د منځني ختیځ کړکېچ؛ امریکا خپلو وګړو ته د بېړني احتیاط لارښوونه وکړه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۲۰ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې خپلو وګړو ته د امنیتي ګواښونو له امله د بېړني احتیاط خبرداری ورکړی دی. واشنګټن وایي، چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو له امله امنیتي وضعیت پېچلی دی او د ناڅاپي نښتو او جګړې د زیاتېدو احتمال شته.

د دغه خبرداري له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې له خپلو وګړو غوښتي، چې له پوره هوښیارۍ او احتیاط څخه کار واخلي. دغه وزارت په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې مېشتو امریکایانو ته لارښوونه کړې، چې په سیمه کې د روانو پېښو په اړه خبرونه په جدي توګه تعقیب کړي او د هر ډول ناڅاپي بدلون لپاره چمتو واوسي.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د الوتنو لغوه کېدل او د هوايي حریم وخت په وخت تړل کېدل ښايي د مسافرینو لپاره د سفر په لاره کې ستونزې جوړې کړي.

په همدې تړاو اعلامیه کې ویل شوي، چې د ایران ملاتړې ډلې ښايي په بېلابېلو هېوادونو کې امریکايي وګړي، ګټې او ډیپلوماتیک مرکزونه په نښه کړي، ځکه تر دې وړاندې هم له منځني ختیځ څخه بهر ځینې امریکايي تاسیسات په نښه شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د سفر پر مهال د نږدې امریکايي سفارت یا کونسلګرۍ امنیتي لارښوونې تعقیب کړي. دغه وزارت له مسافرینو غوښتي چې د بیړنیو امنیتي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په سټیپ (STEP) پروګرام کې خپل نومونه ثبت کړي او د واټس‌اپ او اېکس شبکو له لارې د دغه وزارت رسمي پاڼې تعقیب کړي.

ترویج لرونکی

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي
۱
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۲

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۳

د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ایران توغندي د امریکا دفاعي سیستمونه ننګوي

۴

مجتبی خامنه‌يي: ایران امریکا ته نه هېرېدونکي درسونه لري

۵

د یوناما سرپرسته: نړۍ له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده

•
•
•

نور کیسې

امریکا په اردن کې د امریکايي نظاميانو د وژل کېدو غبرګون کې پر ایران تازه بریدونه پیل کړل

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، په اردن کې د ایران د سپاه پاسداران له لوري د امریکايي نظامیانو د وژلو په غبرګون کې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه پر ایران تازه هوايي بریدونه پیل کړي دي. سېنټکام ویلي، پر اردن د ایران د بریدونو له امله ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او یو تن لادرکه دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د شنبې په شپه (د چنګاښ ۲۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل: «د ختيځ امریکا پر وخت نن ماښام په ۶ بجو، امریکایي ځواکونو د اعلی سر قومندان په لارښوونه پر ايران نوي هوایي بریدونه پیل کړل. دا بریدونه د دې لپاره پلان شوي، چې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو په برخه کې د ايران وړتیا نوره هم کمه کړي».

سېنټکام پر ايران د تازه بريدونو په تړاو زیاته کړه، په دغو بريدونو کې به «د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو هغه غړي سمدستي مجازات کړي، چې تېره شپه یې په اردن کې پر امریکایي سرتېرو بریدونه کړي وو».

د يادونې وړ ده چې سېنټکام له دې وړاندې په یوې اعلامیې کې ويلي وو، چې دوه امریکايي پوځیان په اُردن کې د ایران د بالسټیک توغندیو او ډرون الوتکو د بریدونو پر وړاندې د دې قومندانۍ د ځواکونو او متحدینو د دفاع پر مهال وژل شوي او یو بل امریکايي پوځي لا هم لادرکه دی.

سېنټکام په دې اعلامیه کې زیاته کړې وه، چې د ایران په پروني (جمعه د چنګاښ ۲۶) بریدونو کې چې ۴ نور امریکايي پوځیان د اردن په روغتونونو کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، نور امریکايي ځواکونه چې د لږو ټپونو له امله تر درملنې لاندې وو، هم بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

ټرمپ، د امریکا د جګړې وزیر او د کانګرس غړو د دوو امریکایي عسکرو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر په اردن کې د دغه هېواد د دوو سرتېرو وژل کېدل یو ډېر خواشینوونکی او دردونکی خبر بللی او ویلي یې دي، چې هغوی خپل هېواد ته د خدمت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ټرمپ له «نیوزنېشن» ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: «موږ هېڅکله نه‌غواړو داسې پېښې وګورو».

د امریکا ولسمشر له تهران سره د هوکړه‌لیک د یادښت د پای ته رسېدو په اړه هم وویل، چې دا موضوع د ده لپاره هېڅ ارزښت نه‌لري.

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسېت د دغو سرتېرو وژل کېدو ته په غبرګون کې په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دغو عسکرو «مېړانه» د دوی عزم نور هم پیاوړی کوي.

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی، چې دغه دوه امریکایي سرتېري د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶مه) په اردن کې د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو د مخنیوي پر مهال وژل شوي، یو بل سرتېری لا هم لادرکه دی او څلور نور ټپیان شوي سرتېري له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوندونو استازو او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو په اردن کې د ایران د اسلامي جمهوریت په بریدونو کې د دغو سرتېرو پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي ابراهیم حماده وویل، چې د هغو دوو امریکایي سرتېرو پر مړینه سخت زړه ماتی دی، چې په مېړانه یې د ایران د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې د خپل ملت او متحدو ځواکونو دفاع کوله.

بلې جمهوري غوښتونکې نانسي مېس دا خبر «ویجاړونکی» بللی او له خلکو یې غوښتي، چې د لادرکه شوي سرتېري او د قربانیانو د کورنیو لپاره دعا وکړي.

د ډیموکرات ګوند سناتور انډي کیم هم په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې زړه یې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره دی او زیاته کړې یې ده، چې «موږ باید خپل سرتېري له زیانونو لرې وساتو او دې جګړې ته د پای ټکی کېږدو».

د ډیموکرات ګوند بلې غړې ملاني اسټنسبري هم ویلي، چې دغه سرتېري په داسې یوه جګړه کې وژل شوي چې له پیله یې باید هېڅکله اډانه نه وای جوړه شوې.

د استازو جرګې د اکثریت مشر سټیو سکالیس، سناتور ریک اسکاټ او د مینه‌سوټا ډیموکرات والي ټیم والز هم د وژل شویو سرتېرو د کورنیو او لادرکه شوي سرتېري لپاره د ملاتړ او دعا غږ پورته کړی دی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ د شنبې په شپه بیا ویلي، چې په اردن کې د ایران د سپاه پاسداران له لوري د امریکايي نظامیانو د وژلو په غبرګون کې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه پر ایران تازه هوايي بریدونه پیل کړي دي.

له اعدامونو سره مخالفت؛ د ایران په قزلحصار زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب ۶مې ورځې ته وغځېد

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱
100%

«حال‌وش» راپور ورکړی، چې د اعدام حکمونو د پلي کېدو په اعتراض کې د کرج د قزلحصار زندان د دویم واحد د بندیانو د نه‌خوړلو اعتصاب ۶مې ورځې ته وغځېد. دغه اعتصاب انفرادي سلولونو ته د اعدام پر سزا د محکومو ۶ بندیانو له لېږدول کېدو وروسته پیل شو او معترضین د اعدامونو د درولو غوښتنه لري.

د ایران د بشري حقونو یوې اړوندې ادارې یا «حال‌وش» ویلي، د اعدام د حکمونو د عملي کېدو په اعتراض کې د کرج د قزلحصار زندان د دویم واحد د بندیانو د نه‌خوړلو اعتصاب، د شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۷مه پرله پسې شپږمې ورځې ته وغځېد.

حال‌وش د زندان له دننه څخه د ځینو ویډیوګانو په خپرولو سره راپور ورکړی، چې دا اعتصاب انفرادي سلولونو ته د اعدام پر سزا د محکومو شپږو بندیانو د لېږدولو په غبرګون کې پیل شوی دی.

د دغه راپور له‌مخې، معترضو بندیانو د بند په سالون کې په راټولېدو او د خوراکي توکو له اخیستلو څخه په ډډې کولو سره، د اعدام د حکمونو له پلي کېدو او په ځانګړې توګه د نشه یي توکو د جرمونو په تړاو له اعدامونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. یو شمېر بندیانو هم د «اعدام ته نه» په شعارونو سره د دې حکمونو د درولو غوښتنه کړې ده.

د حال‌وش د راپور پر بنسټ، دا اعتصاب له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې پیل شوی او د بندیانو د اعتراض له دوام سره سره، تر اوسه د زندان مسوولینو یا قضایي چارواکو د دوی غوښتنو ته هیڅ ځواب نه‌دی ویلی.

د ایران اړوند د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د راپورونو پر بنسټ، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله پرته له دې چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی ولري، اعدام کړي دي.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ به د فوټبال نړۍوال جام په پایلوبه کې ګډون وکړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱
100%

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د نیویارک–نیو جرسي په لوبغالي کې د فوټبال د نړیوال جام د پایلوبې ننداره وکړي. د روان کال د نړۍوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین او اسپانیا سره مخ کېدونکي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل، چې د ټرمپ ګډون به د هغو سیالیو پای وي، چې د هغې په وینا، «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېرې لیدل شوې، تر ټولو خوندي او تر ټولو بریالۍ نړیوالې سیالۍ» وې.

لیویټ همدارنګه وویل، چې ټرمپ به د جمعې په ورځ د فیفا په رسمي مراسمو کې هم ګډون وکړي. ټاکل شوې، دغه مراسم د نیویارک ښار په ټرمپ ټاور کې ترسره شي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر ټرمپ به په پایلوبه کې د کومې لوبډلې ملاتړ وکړي، څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې خبریالان کولای شي دا پوښتنه په مستقیم ډول له هغه څخه وکړي.

مجتبی خامنه‌يي: ایران امریکا ته نه هېرېدونکي درسونه لري

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۱
100%

د ايران مشر مجتبی خامنه‌يي په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د ایران ملت او د مقاومت جبهه د امریکا لپاره «نه هېرېدونکي درسونه» لري. دا پیغام د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۷مه) په ایراني رسنیو کې خپور شوی دی.

مجتبی خامنه‌يي په خپل پیغام کې واشنګټن د ايران او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک د ژمنو پر نقضولو تورن کړ.

هغه پر امریکا د «زورویلو، ټولواکۍ او جګړه غوښتنې» تورونه پورې کړل او د علي خامنه‌يی د جنازې په مراسمو کې د ملاتړو پراخ ګډون یې د وفادارۍ او د اسلامي هویت د پیاوړتیا نښه وبلله.

د ايران مشر د واشنګټن د اقداماتو پر وړاندې د خلکو او چارواکو ترمنځ د یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له تفرقې، کورنیو شخړو او سیاسي اختلافاتو ډډه کول د هر چا دنده ده، څو د هغه په وینا، د «امریکایي دښمن» پر وړاندې کورنی یووالی وساتل شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د چارواکو پر کړنو رغنده نیوکې تر هغه حده چې د تفرقې لامل نه‌شي، یوه ارزښتناکه پانګه ده.

مجتبی خامنه‌يي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ايران او امریکا ترمنځ په سیمه کې کړکېچ ډېر زیات شوی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د مجتبی خامنه‌يي له خوا دغه پيغام «حکيمانه او يووالي رامنځته کوونکی» وباله او په خپله اېکس‌پاڼه یې وليکل: «د اسلامي جمهوريت د رهبر پيغام او د درې واړو قواوو له مشرانو او د هېواد له چارواکو څخه د هغه ملاتړ د ملي ګټو د ساتنې او د اسلامي ايران د سرلوړۍ په لاره کې تر ټولو مهمه ملاتړیزه پانګه ده».

پزشکيان زياته کړه: «د سپېڅلي اتحاد لوازمو ته ژمنتيا او له اختلاف او تفرقې څخه ډډه کول په دې تاريخي پړاو کې د بريا رمز دی».