د رنګ تولیدونکې ټولنه: په افغانستان کې د رنګ د تولید ۸۰ کارخونې فعالې دي

افغانستان کې د رنګ تولیدونکو شرکتونو ټولنه وایي چې اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۸۰ د رنګ تولید کارخونې فعالیت لري او کولای شي د کورني بازار اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړي.

افغانستان کې د رنګ تولیدونکو شرکتونو ټولنه وایي چې اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۸۰ د رنګ تولید کارخونې فعالیت لري او کولای شي د کورني بازار اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړي.
د یادو کارخونو د رنګ تولید برخې مرستیال محمد ولید مبارز وایي، دوی د رنګونو د تولید ترڅنګ د رنګ ساتلو لپاره سطلونه او بېلابېل لوښي هم جوړوي.
نوموړی زیاتوي چې دغه کارخونې د بېلابېلو رنګونو د تولید وړتیا لري، چې پکې د کورونو او ودانیو رنګونه او همدارنګه د سړکونو د رنګولو رنګونه شامل دي.
د یادې فابریکې د تولید مسول انجنیر عبدالغفور، وایي د دغو فابریکو رنګونه په لوړ کیفیت تولیدیږي او غوښتنه لري چې په بازار کې د وارداتي رنګونو اړتیا لپاره بدیل وګرځي. نوموړي زیاته کړې چې باید پر وارداتي رنګونو تعرفې لوړې او د کورنیو تولیدوونکو د اړتیا وړ خامو موادو پر وارداتو تعرفې راکمې شي، څو دوی وکولای شي رنګونه په مناسب کیفیت او بیه تولید او بازار ته وړاندې کړي.
طالبان وایي چې د هېواد په کچه اوس مهال شاوخوا ۶ زره کارخونې په ۵۰۰ بېلابېلو سکټورونو کې تولیدات لري. د دوی په وینا، افغانستان په ۱۳۴ سکټورونو کې ځانبسیاینې ته رسېدلی او په ۳۵۰ نورو سکټورونو کې د نیمه ځانبسیاینې حالت ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو په جنیوا دفتر کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، په بدخشان کې وروستیو پېښو یو ځل بیا وښوده چې د افغانستان خلک د ظلم او اسارت پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي.
اندېشې د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي: «نن یو ځل بیا د هندوکش له زړه او د مبارزینو له ټاټوبي څخه د درېدو غږ پورته کېږي.»
هغه زیاته کړې چې د بدخشان پېښو وښوده «چې ظلم او اسارت به په دې خاوره کې ریښې ونه غځوي» او د بدخشان د یفتل سیمو او د دغه ولایت د نورو خلکو مقاومت یې د «شرافت او ازادۍ د ساتنې» نښه بللې ده.
د افغانستان دایمي استازي ویلي: «د نن ورځې فریاد د ظلم پر وړاندې د چوپتیا د ماتولو فریاد دی. تاریخ به دا قربانۍ ثبت کړي او تورمخیتوب به د هغو کسانو په برخه شي چې یا یې خپل عزت په لږه بیه پلورلی او یا د غفلت په خوب او بېځایه هیلو کې ډوب دي.»
اندېشه د بدخشان وروستیو پېښو ته په اشاره ویلي، چې د دې ولایت خلک د افغانستان د ازادۍ او عزت د ساتونکو په توګه خپل دریځ ثابت کړی دی.
د ملګرو ملتونو اړوند د بشري مرستو د همغږۍ دوو کاري ډلو په یوه تازه سروې کې ویلي، په افغانستان کې مرستندویه ادارې د طالبانو د محدودیتونو له امله د ښځو د کار د دوام لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي او د اضافي لګښتونو د برابرولو ته اړ شوې دي.
د جون ۲۰۲۶م کال په دې سروې کې، چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ۱۲۲ مرستندویه ادارې پکې شاملې وې، راغلي چې ۱۰۲ کورنۍ نادولتي موسسې، ۱۴ نړیوالې نادولتي موسسې او د ملګرو ملتونو شپږ ادارې پکې برخه لرله.
د سروې له مخې، ۷۵ سلنه ادارو ویلي چې د ښځینه کارکوونکو د ساتلو لپاره یې د طالبانو ټاکلي شرایط منلي دي.
په راپور کې ویل شوي، ۶۱ سلنه ادارو ویلي چې ښځینه کارکوونکې اوس د هغو کاري سفرونو لپاره هم له محرم سره تګ ته اړ دي چې مخکې یې یوازې ترسره کول.
سروې زیاتوي، ډېری ادارې د ښځو لپاره جلا کاري ځایونه او جلا کاري وختونه برابر کړي، د ترانسپورټ او محرم لګښتونه ورکوي او ځینې یې د ښځو د دفتر او ساحوي کار لپاره له چارواکو سره ځانګړې خبرې اترې کوي.
د راپور له مخې، ۶۸ سلنه ادارې جلا کاري ځایونه کاروي، ۶۵ سلنه د ترانسپورټ یا محرم لګښتونه ورکوي، ۵۸ سلنه ښځې یوازې په ساحوي کارونو ګوماري او ۴۶ سلنه ادارو ویلي چې ښځینه کارکوونکې نور خپلو پخوانیو دفترونو ته د تګ اجازه نه لري.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د نړیوالو مرستو کمښت د دغو ترتیباتو دوام لا ستونزمن کړی دی.
د سروې له مخې، ۱۶ سلنه ښځینه کارکوونکې له خپلو کورونو کار کوي چې ۸۱ سلنه یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې دندې لري. همدارنګه ۵۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې د بودجې د کمښت له امله یې افغان کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
طالبانو بیا تل ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت او افغاني کلتور د دوی د تفسیر له مخې خوندي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې څلور لسیزې جګړه پای ته ورسوله، خو ونه توانېدل چې اقتصادي ودې، سوکالۍ او د خلکو د ژوند د ښه کېدو زمینه برابره کړي.
هغه په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، افغانستان له نږدې پنځو کلونو وروسته هم د نړۍ له ستر بشري ناورینونو څخه دی، سره له دې چې په هېواد کې پراخ کورنی جنګ پای ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان بانکي نظام له سقوط سره مخ شو، میلیونونه کسان بېکاره شول، نړیوالې مرستې ودرېدې، اقتصاد سخت زیانمن شو او زرګونه مسلکي کسان له هېواده ووتل.
هغه زیاتوي، د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونو د افغانستان بشري پانګه زیانمنه کړې او بېوزلي یې د ټولنې تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده.
اصف دراني د نړیوال بانک د وروستي راپور په حواله لیکي، که څه هم د افغانستان کورني عواید زیات شوي، انفلاسیون کم شوی او لږ اقتصادي وده رامنځته شوې، خو د نفوس چټکه وده، د بهرنیو مرستو کمښت، لوړه بېکاري او د خصوصي پانګونې نشتوالی د خلکو د ژوند کچه لا هم خرابوي.
هغه دا وضعیت "ثبات، خو بېسوکالي" بولي.
د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري او میلیونونه نور به د خوړو له سخت کمښت سره مخ وي.
هغه وايي، بشري مرستې د پراخې لوږې مخه نیولې، خو دایمي اقتصادي حل نه شي کېدای، ځکه نه کاري فرصتونه رامنځته کوي، نه مالي بنسټونه بېرته رغوي او نه هم پانګونه جذبوي.
د پاکستان پخوانی استازی د افغانستان اقتصادي ناورين یو لامل د نړیوالې ټولنې تګلاره هم بولي او وايي، د پراختیايي مرستو درېدلو، د طالبانو پر ضد بندیزونو، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د نړیوال بانکي نظام څخه د هېواد د جلا کېدو اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.
خو هغه ټینګار کوي چې یوازې نړیوال بندیزونه د افغانستان د اوسني وضعیت مسول نه دي، بلکې د طالبانو کورنۍ پالیسۍ هم د بحران په ژورېدو کې مهم رول لري.
د نوموړي په وینا، د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار دوامدار بندیز د افغانستان نیمایي بشري ځواک له اقتصادي فعالیتونو محروم کړی او دې کار د کورنیو عایدات، روغتیايي خدمتونه، زدهکړې او پانګونه اغېزمنه کړې ده.
هغه همدارنګه لیکلي چې د ټيټيپي، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، اسلامي غورځنګ ازبکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ګډون د وسلهوالو ډلو شتون د افغانستان د نړیوالې انزوا یو مهم لامل دی.
د هغه په باور، تر هغو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، د طالبانو حکومت به د نړیوالې ټولنې له رسمیت پېژندنې او عادي اړیکو لرې پاتې شي.
اصف درانی وايي، افغانستان د مسو، لیتیم، اوسپنې او نادرو منرالونو سترې زېرمې لري، خو سیاسي انزوا، کمزوري بنسټونه او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی د دغو سرچینو د ګټې اخیستنې مخه نیولې ده.
هغه وړاندیز کوي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره مشروط تعامل وکړي، بشري مرستې دې دوام ومومي، خو پراختیايي همکاري او اقتصادي ادغام دې د نجونو د زدهکړو، د ښځو د کار، سیاسي ګډون او د ترهګرۍ پر ضد د عملي اقداماتو له پرمختګ سره وتړل شي.
د نوموړي په وینا، پاکستان، چین، ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه او د خلیج هېوادونه باید د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي، خو پاکستان حق لري چې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو لپاره د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي غوښتنه وکړي.
هغه په پای کې لیکلي، تر هغو چې طالبان او نړیواله ټولنه د کړکېچونو د مدیریت پر ځای د افغانستان د بنسټونو او اقتصاد د بیا رغونې لپاره ګډ ګامونه پورته نه کړي، افغانستان به د "ثبات، خو بېسوکالۍ" او "سولې، خو بېپرمختګه" هېواد پاتې شي.
د جمهوریت پر مهال د افغانستان دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د طالبانو «د عسل میاشت» پای ته رسېدونکې ده او د ولسي او نړیوال مشروعیت نشتوالی، سیاسي انزوا، فقر او د خلکو نارضایتي ورځ تر بلې زیاتېږي.
میاخېل د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه لیکنه کې ویلي، د طالبانو پر وړاندې د خلکو نارضایتي «تر پوزې رسېدلې» او خبرداری یې ورکړی چې د وضعیت دوام ښايي د یوې ناڅاپي چاودنې په څېر پراخې پایلې ولري.
هغه د طالبانو اوسنی وضعیت د «دیګ بخار» له حالت سره تشبیه کړی او ویلي یې دي: «کله چې د بخار شپېړقونه بند شي، دیګ بخار پخپله انفجار کوي.»
د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست زیاته کړې چې د داسې یوه احتمالي انفجار په صورت کې به د هېواد د بیا رغونې چارې «لسیزې» وخت ونیسي.
میاخېل د طالبانو پر مشرتابه نیوکه کړې او د ملا نصرالدین له کیسې په طنزي تعبیر سره یې لیکلي: «ملا صیب د ملا نصرالدین غوندې په خره سرچپه سپور او د نامعلوم جهت په لورې روان دی.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) وايي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ به په افغانستان، غزه، میانمار، سوډان، جنوبي سوډان او سوریه کې د لومړني بیا رغونې د هڅو د پراختیا لپاره ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دغه پروګرام د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي، چې د «ژوند بېرته راژوندي کولو» نوښت له لارې به په یادو شپږو کړکېچ ځپلو سیمو کې له ۳،۸ میلیونه کسانو سره مرسته وشي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، دغه نوښت په هغو سیمو کې د لومړني بیا رغونې هڅې پیاوړې کوي چې د اوږدمهالو جګړو، بېثباتۍ او بشري کړکېچونو له امله یې بنسټیز خدمات او د خلکو د ژوند سرچینې زیانمنې شوې دي.
یاده دې وي چې، لومړنۍ بیا رغونه هغه هڅې دي چې د جګړو او ناورینونو له پای ته رسېدو وروسته د خلکو د ژوند د بېرته عادي کېدو، د بنسټیزو خدمتونو د بیا فعالېدو او د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره ترسره کېږي.
افغانستان هم له اوږدې جګړې او بشري کړکېچ وروسته د دغو مرستو له مهمو اړتیا لرونکو هېوادونو څخه بلل کېږي.