• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان او پنځو نورو کړکېچ ځپلو سیمو کې د ۳،۸ میلیونه کسانو ملاتړ کوو

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) وايي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ به په افغانستان، غزه، میانمار، سوډان، جنوبي سوډان او سوریه کې د لومړني بیا رغونې د هڅو د پراختیا لپاره ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

دغه پروګرام د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي، چې د «ژوند بېرته راژوندي کولو» نوښت له لارې به په یادو شپږو کړکېچ ځپلو سیمو کې له ۳،۸ میلیونه کسانو سره مرسته وشي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، دغه نوښت په هغو سیمو کې د لومړني بیا رغونې هڅې پیاوړې کوي چې د اوږدمهالو جګړو، بې‌ثباتۍ او بشري کړکېچونو له امله یې بنسټیز خدمات او د خلکو د ژوند سرچینې زیانمنې شوې دي.

یاده دې وي چې، لومړنۍ بیا رغونه هغه هڅې دي چې د جګړو او ناورینونو له پای ته رسېدو وروسته د خلکو د ژوند د بېرته عادي کېدو، د بنسټیزو خدمتونو د بیا فعالېدو او د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره ترسره کېږي.

افغانستان هم له اوږدې جګړې او بشري کړکېچ وروسته د دغو مرستو له مهمو اړتیا لرونکو هېوادونو څخه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د ایران کړکېچ؛ افغان سوداګر وایي د وچې مېوې سلګونه ټنه صادرات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې غړو په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره په ناسته کې وویل، چې د ایران د جګړې له امله د دوی سلګونه ټُنه صادراتي وچه مېوه له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې استازو په یاده ناسته کې وویل، چې دغه وچې مېوې باید د اروپا له ۳۰ څخه زیاتو هېوادونو او د امریکا ته صادره شوې وای.

هغوی زیاته کړه، چې د وچې مېوې سکټور په ۲۰۲۵ کال کې مېلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي او د هېواد په کچه یې زرګونو نارینه‌وو او ښځینه‌وو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرو د یادو ستونزو په تایید سره وویل، چې د وچې مېوې د صادرونکو غوښتنې به په اساسي او اصولي ډول له اړوندو ادارو سره تعقیب کړي، څو د شته ستونزو حل لاره وموندل شي.

د سوداګرۍ خونې چارواکو له ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې په ګډه او متحدانه ډول عمل وکړي. هغوی ټینګار وکړ، چې سوداګر باید د هېواد د اقتصادي او خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي او د صادراتو د پیاوړتیا لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

افغانستان داسې مهال په ایران کې د جګړې له امله له صادراتي ستونزو سره مخ دی، چې دغه هېواد د خپل تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بحران تجربه کوي او د امریکا د سمندري محاصرې له امله یې د صادراتو کچه خورا راکمه شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې: د طالبانو ځپونکې تګلارې بشري ناورين لا ژور کړی دی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
100%

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي خبرداری ورکړی، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پراخو بنديزونو او د نړيوالو مرستو سخت کمښت، په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين نور هم ژور کړی. هغې له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځو لګول شوي ټول بنديزونه، په ځانګړي ډول د کار بنديز لرې کړي.

فرشتې عباسي وويل، د ملګرو ملتونو د اټکل له‌مخې، د افغانستان له شاوخوا ۴۴ ميليونه وګړو څخه به سږ کال تر ۱۷ ميليونو ډېر کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخامخ وي. د هغې په وينا، د دې کړکېچ تر ټولو ستر زيان ښځو او ماشومانو ته رسېږي.

هغې د بشري مرستو د بودجې د کمېدو په اړه وويل، د جون تر مياشتې پورې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د غبرګون د پلان له اړينې بودجې څخه تر شل سلنې هم کمه برخه برابره شوې ده.

د هغې په وينا، د امريکا، بريتانيا او نورو مرستندويه هېوادونو د مرستو کمېدو، مرستندويه بنسټونه اړ کړي چې خپل پروګرامونه راکم کړي او مرستې يوازې تر ټولو اړمنو کسانو ته ورسوي.

عباسي له ايران او پاکستان څخه د ميليونونو افغان کډوالو جبري ستنېدل هم د روان بشري کړکېچ د لا ژورېدو له مهمو لاملونو وبلل. هغې وويل، ډېری ستانه شوي کډوال هغو سيمو ته لېږدول شوي، چې له وړاندې د وچکالۍ، بېکارۍ او د بنسټيزو سرچينو له کمښت سره مخ وې.

هغې ټينګار وکړ، چې په مرستندويه بنسټونو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بنديز، ميليونونه اړمن کسان بشري مرستو ته له لاسرسي بې‌برخې کړي دي. د هغې په وينا، ځکه چې يوازې ښځينه کارکوونکې کولای شي ښځو ته مرستې ورسوي، نو هغه کورنۍ چې ښځې يې سرپرستې دي، تر نورو ډېرې له لوږې او بې‌برخې‌توب سره مخ شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان دې څېړونکې له مرستندويه حکومتونو وغوښتل، چې د افغانستان د بشري مرستو د عملياتو لپاره اړينه بودجه هر څه ژر برابره کړي.
تر دې مخکې د اروپايي ټولنې ویاند انور العنوني هم په ډاګه ویلي وو: «نړۍ باید هېڅکله افغانستان هېر نه‌کړي».

د ښځو خوځښت شبکه: له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل له بشري حقونو سرغړونه ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱
100%

د ښځو د خوځښت شبکې له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو جبري اېستل په کلکه غندلي او دا کار یې یو «غیرانساني» اقدام او د بشري حقونو له اصولو او د جبري نه ستنولو له قانون څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. پاکستان له ۸ ورځو راهیسې په یو مخیز ډول د افغانانو د شړلو بهیر پیل کړی دی.

دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په اسلام‌اباد کې په یوې خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې پاکستان د افغان کډوالو له برخلیک څخه د طالبانو پر وړاندې د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو تاوان اوس ښځې، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان پرې کوي. د ښځو د خوځښت شبکې خبرداری ورکړی، که دا کسان بېرته افغانستان ته واستول شي، هلته د طالبانو له‌خوا له نیول کېدو، شکنجې، جبري ورکېدو او ان د مړینې له جدي ګواښونو سره مخ کېدای شي.

دغه بنسټ د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو د شورا او د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا او بې‌عملۍ سخته نیوکه کړې او دا چوپتیا یې د «شرم وړ» بللې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې، په داسې حال کې چې افغان ښځې د جنسیتي اپارتاید تر سیوري لاندې له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې دي، نړیوال لوبغاړي لا هم له طالبانو سره تعامل او د اړیکو عادي کولو ته دوام ورکوي، چې دې چارې طالبان نور هم زړور کړي دي.

یادې شبکې د افغانستان د پخواني جمهوریت د چارواکو، سیاستوالو او نفوذ لرونکو څېرو پر چوپتیا هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دوی په امنو هېوادونو کې ارام ژوند کوي، خو بې‌وزله افغانان د دوی د تېرو «ناکامو پرېکړو» او سیاستونو بیه پرې کوي.

د ښځو د خوځښت شبکې له پاکستان څخه غوښتي، چې له خطر سره د مخ کسانو اېستل سمدستي بند کړي او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د دغو کسانو د لېږد لپاره خوندي او قانوني لارې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول په بې‌ساري ډول دوام لري. د راپورونو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو د حقونو د نقض لږ تر لږه ۴۱۱ قضیې ثبت شوي او همدارنګه په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د درو په وهلو سره مجازات شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېرې جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه- د جولای ۱۰مه) له دغه هېواده د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې اېستنې بهیر پیل کړی او دغه بهیر د یاد هېواد په ټولو ایالتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

ایران وايي مسلکي افغان کارګر جذبوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پارلمان، کونسلي او د ایرانیانو د چارو مرستیال وحید جلال‌زاده کابل ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې اعلان وکړ، چې دغه هېواد په خپله نوې طرحه کې د ځانګړو مهارتونو لرونکي افغان کډوال جذبوي.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په کابل کې د ایران او افغانستان ترمنځ په پنځمه کونسلي ناسته کې له ګډون وروسته د خپل هېواد له صدا او سیما ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.

وحید جلال‌زاده وویل، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شاوخوا ۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي او د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د کار ویزو په برخه کې هېڅ محدودیت نه‌شته.

هغه زیاته کړه، چې د کار ویزو د تنظیم لپاره څو شرکتونه ګومارل شوي، څو دا پروسه په منظم ډول پرمخ یوسي او د ماهرو افغانانو د جذب کچه لوړه کړي.

د اسلامي جمهوریت دغه ډيپلوماټ کابل ته په خپل سفر کې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار ته هم لاړ او هلته یې د دغه ولایت له والي او په جلال‌اباد کې د خپل هېواد له کونسلي چارواکو سره کتلي دي.

جلال‌زاده د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکتر نعیم ته ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، څو په راتلونکو میاشتو کې پر پاتې مسایلو خبرې وکړي.

نوموړي همدارنګه د ښه ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د روژې په جګړه کې ډېری ګاونډیو هېوادونو د اسلامي جمهوریت ملاتړ وکړ او په باور یې، په سم لوري کې ودرېدل. هغه زیاته کړه، چې د ترکیې، اذربایجان، ارمنستان، افغانستان او پاکستان په څېر هېوادونو سره ګډ کونسلي کمېسیونونه د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې اقتصادي او کلتوري اړیکې پر کونسلي اسانتیاوو ولاړې دي.

د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ اړیکې تل د عملي همکارۍ او ژورې بې‌باورۍ ترکیب پاتې شوی دی. د هلمند سیند د اوبو پر سر جنجال (حقابه) د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي تر ټولو لویه سرچینه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې د سختو سرحدي نښتو لامل هم شوه. خو له دې سره سره د دواړو لوریو ترمنځ د سرحدي امنیت په برخه کې همکاري شته او له ایران څخه د افغان کډوالو جبري اخراج لا هم دوام لري.

سرچينې: طالبانو بدخشان او تخار ته تازه دمي ځواکونه استولي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱
100%

ځايي سرچينو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې خپل ځواکونه په شخصي موټرو کې د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ او د بدخشان د درواز ولسوالۍ او د فيض‌اباد ښار ته استولي دي. طالبانو تر اوسه د دې اقدام د لامل په اړه څه نه‌دي ويلي.

د بدخشان د درواز او فيض‌اباد او همدارنګه د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶مه)، په دغو سيمو کې د طالبانو له پوځي خوځښتونو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې دې ډلې دغو ولايتونو ته تازه دمي ځواکونه لېږلي دي.

د ځايي سرچينو په وينا، طالبانو خپل ځواکونه په ۲۵ موټرو کې د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ ته لېږدولي دي. همدارنګه، د طالبانو لس شخصي لېنډکروزر موټر، چې غیر بومي وسله‌وال په‌کې سپاره وو، د بدخشان درواز ولسوالۍ ته رسېدلي دي. سرچينې زياتوي، چې د طالبانو يو شمېر نور ځواکونه هم له کابل څخه د بدخشان مرکز فيض‌اباد ته رسېدلي دي.

که څه هم تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې طالبانو ولې خپل ځواکونه په شخصي موټرو کې دغو ولايتونو ته استولي، خو تر دې وړاندې ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ په ځينو برخو کې خلکو د سرو زرو د کانونو د استخراج چارې درولې دي.

له دې سربېره، ځايي سرچينو د روان کال د چنګاښ په ۲۴مه افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې د بدخشان د درواز د قطقطي کان په ګډون د ټولو کانونو چارې يو ځل بيا بندې شوي او د مايميک کان په سيمه کې ځايي اوسېدونکي يو ځل بيا له طالب ځواکونو سره نښتې کړې دي.

تر دې وړاندې هم سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې طالبانو د خپلو ځواکونو او پوځي وسايطو کاروانونه بدخشان ولايت ته استولي دي.

د بدخشان د سرو زرو د کانونو د کنټرول او مديريت پر سر شخړه له څو مياشتو راهيسې روانه ده. د سرچينو په وينا، دا اختلاف تر ډېره د کانونو د سيمو د وېش او د دغو زېرمو د استخراج د حق پر سر د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوی دی.