د نړیوالو معلوماتو له مخې، افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې له منځه نه دی تللی. په روان کال کې پاکستان هم د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د کوټې د پولیو پروګرام د اړیکو مسول اصف کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پولیو ویروس د دوام مهم لاملونه د پوهاوي کموالی، بېوزلي، د واکسین په اړه ناسم تبلیغات او د افغانستان او پاکستان د پښتني سیمو پراخ جغرافیایي پراخوالی دی.
د هغه په وینا، د پاکستان په سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې او د افغانستان په هلمند ولایت کې د چاپېریال له نمونو د پولیو ویروس موندل شوی، چې دا د ماشومانو لپاره د خطر زنګ دی.
اصف کاکړ وویل، که په کومه سیمه کې د پولیو ویروس په چاپېریال کې موجود وي، نو ټول هغه ماشومان چې واکسین شوي نه وي، د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده او که یو ماشوم پرې اخته شي، د ټول عمر لپاره معلول پاتې کېږي.
د نوموړي په وینا، د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ همغږي، د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د ماشومانو پر وخت واکسین کول او د تګ راتګ پر مهال د ټولو ماشومانو واکسین کول اړین دي.
اصف کاکړ وویل، اوس د پولیو ویروس ډېری پېښې په پښتني سیمو کې ثبتېږي، ځکه نو ځینې کسان ورته د "پښتون ویروس" نوم هم کاروي، ځکه چې ویروس تر ډېره په همدې سیمو کې موندل کېږي او اغېزمن ماشومان هم ډېری پښتانه وي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاند اولیور روزنباور ویلي، پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو عصبي سیستم زیانمنوي او د فلج او حتی مړینې لامل کېدای شي.
نوموړي زیاته کړه، ویروس د ککړو اوبو او خوړو له لارې هغو ماشومانو ته انتقالېږي چې واکسین شوي نه وي، او شاوخوا ۹۰ سلنه اخته کسان هېڅ نښې نه لري، خو ویروس نورو ته لېږدولای شي.