د امریکا ولسمشر له تهران سره د هوکړهلیک د یادښت د پای ته رسېدو په اړه هم وویل، چې دا موضوع د ده لپاره هېڅ ارزښت نهلري.
د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسېت د دغو سرتېرو وژل کېدو ته په غبرګون کې په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دغو عسکرو «مېړانه» د دوی عزم نور هم پیاوړی کوي.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی، چې دغه دوه امریکایي سرتېري د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶مه) په اردن کې د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو د مخنیوي پر مهال وژل شوي، یو بل سرتېری لا هم لادرکه دی او څلور نور ټپیان شوي سرتېري له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوندونو استازو او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو په اردن کې د ایران د اسلامي جمهوریت په بریدونو کې د دغو سرتېرو پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.
د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي ابراهیم حماده وویل، چې د هغو دوو امریکایي سرتېرو پر مړینه سخت زړه ماتی دی، چې په مېړانه یې د ایران د بالسټیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې د خپل ملت او متحدو ځواکونو دفاع کوله.
بلې جمهوري غوښتونکې نانسي مېس دا خبر «ویجاړونکی» بللی او له خلکو یې غوښتي، چې د لادرکه شوي سرتېري او د قربانیانو د کورنیو لپاره دعا وکړي.
د ډیموکرات ګوند سناتور انډي کیم هم په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې زړه یې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره دی او زیاته کړې یې ده، چې «موږ باید خپل سرتېري له زیانونو لرې وساتو او دې جګړې ته د پای ټکی کېږدو».
د ډیموکرات ګوند بلې غړې ملاني اسټنسبري هم ویلي، چې دغه سرتېري په داسې یوه جګړه کې وژل شوي چې له پیله یې باید هېڅکله اډانه نه وای جوړه شوې.
د استازو جرګې د اکثریت مشر سټیو سکالیس، سناتور ریک اسکاټ او د مینهسوټا ډیموکرات والي ټیم والز هم د وژل شویو سرتېرو د کورنیو او لادرکه شوي سرتېري لپاره د ملاتړ او دعا غږ پورته کړی دی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ د شنبې په شپه بیا ویلي، چې په اردن کې د ایران د سپاه پاسداران له لوري د امریکايي نظامیانو د وژلو په غبرګون کې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه پر ایران تازه هوايي بریدونه پیل کړي دي.