• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه: پاکستان د بشري حقونو د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۱

اروپايي ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، پاکستان د عمومي ترجیحي سوداګریز امتیاز (جي اېس پي پلس) د دوام لپاره د بشري حقونو او ښې حکومتولۍ په برخه کې خپلو ژمنو په بشپړه توګه عمل نه دی کړی او په ځینو برخو کې وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

د جي اېس پي پلس پروګرام هغه سوداګریز امتیاز دی چې اروپايي ټولنه یې ځینو پرمختیايي هېوادونو ته ورکوي، څو خپل توکي اروپايي بازارونو ته د ګمرکي مالیې له معافیت یا کمې مالیې سره صادر کړي. په بدل کې یې یاد هېوادونه باید د بشري حقونو، کارګرانو حقونو، چاپېریال ساتنې او ښې حکومتولۍ اړوند ۲۷ نړیوال کنوانسیونونه عملي کړي.

د اروپايي ټولنې د جولای د ۱۶مې نېټې د ارزونې له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په پاکستان کې د جبري ورکېدو پېښې زیاتې شوي، د بیان ازادي محدوده شوې او د قضايي خپلواکۍ په اړه اندېښنې هم دوام لري.

راپور وایي، پاکستان له ۲۰۱۴ کال راهیسې د جي اېس پي پلس تر ټولو لوی ګټه‌اخیستونکی هېواد دی.

دغه هېواد په ۲۰۲۴ کال کې اروپايي ټولنې ته د شاوخوا ۷،۵ میلیارده یورو په ارزښت صادرات کړي او د ګمرکي معافیت له امله یې نږدې ۷۳۲ میلیونه یورو ګټه ترلاسه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د جبري ورکېدو او له محکمې پرته د وژنو په تړاو هېڅ اغېزمن حساب ورکول نه دي شوي. د راپور له مخې، ډېری دغه پېښې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي او تر اوسه د دغو جرمونو په اړه هېڅوک نه دي محاکمه شوي.

اروپايي ټولنې د بیان ازادۍ وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د سایبري جرمونو، ترهګرۍ او د مذهب د سپکاوي اړوند قوانین د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او سیاسي مخالفانو پر ضد کارول کېږي.

اروپايي ټولنې له پاکستان غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو عاملین حساب ورکولو ته حاضر کړي، د جبري ورکېدو او شکنجې مخه ونیسي، د بیان ازادي خوندي کړي او د ښځو، ماشومانو او کارګرانو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات وکړي.

د راپور له مخې، د جي اېس پي پلس نوي شرایط به د ۲۰۲۷ کال له پیل سره نافذ شي او پاکستان باید د دغه امتیاز د ساتلو لپاره د بشري حقونو او حکومتولۍ په برخه کې عملي پرمختګ وښيي.

•
•
•

ترویج لرونکی

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي
۱
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۲

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۳

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۴
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۵
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

نور کیسې

پاکستان سره د افغانستان ترانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رارسېدلې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوال بانک د افغانستان د څار څانګې او د اقتصادي شننونکو له قوله خبر ورکړی چې پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري د ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال د پام وړ راکمه شوې

د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د نږدې پنځه میلیارد ډالرو له کچې یوازې ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټي بار یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته محدود شوی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ مالي کال کې، د طالبانو له واکمنېدو مخکې، دغه شمېر نږدې ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.

راپور وايي، که څه هم پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره ډيورنډ کرښه وتړله، خو د سوداګرۍ د کمېدو بهیر تر دې مخکې پیل شوی و. شنونکي باور لري چې طالبانو له وړاندې د ایران او د منځنۍ اسیا د لارو د پراخولو هڅې پیل کړې وې، څو د پاکستان پر بندرونو خپله تکیه راکمه کړي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې ترانزیټي سوداګري لنډ مهاله لوړه شوه او په ۲۰۲۳ مالي کال کې ۱۰۲ زره او ۸۸۶ کانټینرونو او ۶،۷ میلیارد ډالرو ته ورسېده، خو وروسته بیا په چټکۍ سره راکمه شوه. په ۲۰۲۴ مالي کال کې دا شمېر ۵۴ زره او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲ زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راښکته شو.

راپور زیاتوي چې افغانستان اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران او د منځنۍ اسیا د ترانزیټي لارې کاروي. د نړیوال بانک د «افغانستان اقتصادي څار» راپور له مخې، په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان واردات ۱۵ سلنه زیات شوي او ارزښت یې ۱۳،۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، ایران د افغانستان د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه ګرځېدلې او د دغه هېواد ۳۱.۳ سلنه واردات له ایران څخه ترسره شوي، په داسې حال کې چې د ایران مستقیم او ترانزیټي لارې د افغانستان د ټولو وارداتو نږدې ۴۸،۶ سلنه جوړوي.

بلخوا، د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان له لارې د «برعکس ترانزیټ» بهیر هم نږدې په بشپړ ډول درېدلی دی. د راپور له مخې، د دغه ترانزیټ ارزښت چې په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۵۴ میلیونه ډالر و، په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

شنونکي وايي، که څه هم طالبانو د سوداګرۍ بدیلې لارې موندلي، خو دغه بدلون افغانستان ته اقتصادي زیانونه هم اړولي دي. د ایران او نورو لارو اوږد واټن د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي، چې له امله یې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې او د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې یې پر خلکو ځانګړی اغېز کړی دی.

راپور همداراز وايي، د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدو د دواړو هېوادونو پر زرګونو موټرچلوونکو، ګمرکي استازو، بار وړونکو او نورو کارګرو هم منفي اغېز کړی او د هغوی د عاید سرچینې یې کمزورې کړې دي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام د بلوچستان پر جومات او مدرسې ډزې د «افسوس» وړ بللي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱
100%

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د بلوچستان په مستونګ سيمه کې پر ملکي اباديو، یوه جومات او مدرسې د پاکستان د امنيتي ادارو ډزې کول د «افسوس» او له خلکو سره د «څارويو» په څېر چلند د غندنې وړ بللي دي.

د جمعيت علمای اسلام ګوند وياند اسلم غوري د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په يوه بيان کې ويلي، په مستونګ سیمه کې پر ابادیو د امنیتي ادارو ډزې د افسوس وړ دي او پر بې‌ګناه خلکو، جوماتونو او مدرسو پر وړاندې ظلم د خلکو ترمنځ د ادارو پر وړاندې د کرکې لامل ګرځي.

غوري ویلي: «ادارې باید مسوولیت وښيي، له ولس سره دا ډول د څارویو په څېر چلند په کلکه د غندنې وړ دی». هغه زياته کړې، په ټول بلوچستان کې لا دمخه د «بغاوت» په څېر وضعیت دی، دا ډول پېښې د لا زیاتې ګډوډۍ لامل ګرځي.

جمعيت علمای اسلام په مستونګ کې پر ملکي اباديو، جوماتونو او مدرسو د امنيتي ادارو له‌خوا د ډزو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

خو په خواله رسنيو کې داسې ويډیوګانې خپرې شوي، چې د جمعې په سهار د پاکستان پوځ د مستونګ په سیمه کې د چورلکو په وسیله تر يو ساعت پورې ډزې کړي، چې په پايله کې یې یوه مدرسه او جومات هم سخت اغېزمن شوي دي.

په دغې ويډيو کې درېیو تنو ويلي، د مستونګ په کډ کوچه او کنډ عمراني سيمو کې د چورلکو په ډزو کې مدرسه او جومات په نښه کړل شوي دي.

د پاکستان پوځ او د بلوچستان ايالتي حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د عمران خان خور نورین نیازۍ د سایبري جرمونو ملي ادارې له‌خوا احضار شوې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱
100%

د پاکستان د سایبري جرمونو د پلټنو ملي ادارې (اېن‌سي‌سي‌ای‌اې) د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خور نورین نیازۍ ته د حاضرېدو خبرتيا ورکړې ده. نیازۍ په خپل یوه پیغام کې ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ وروستۍ جګړه د دواړو لورو په جوړ جاړي سره ترسره شوې ده.

د پاکستان د سایبري جرمونو د پلټنو ملي ادارې (اېن‌سي‌سي‌ای‌اې) له لوري د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په خپرې شوې خبرتيا کې نورين نیازۍ ته ويل شوي: «پر ټولنیزو رسنیو دې د ادارو پر ضد د دروغو او سپکاوي ډک بیان خپور شوی او که حاضره نه‌شې، داسې به وګڼل شي چې د خپل ځان د دفاع لپاره څه نه‌لري».

دغې ادارې نورین نیازۍ سبا (دوشنبه د چنګاښ ۲۹مه د جولای ۲۰مه) د غرمې په ۱۲ بجو اسلام‌اباد ته احضار کړې ده.

د تحريک انصاف ګوند پلويانو ويلي، حکومت پر عمران خان د فشار راوړلو لپاره د هغه خويندې ځوروي.

نورین نیازۍ په یوه ويډيويي پیغام کې چې په خواله رسنيو خپور شوی، د پاکستان او هند ترمنځ جګړه کې د پاکستان د پوځ په اړه ويلي: «دغه جګړه د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو او نريندرا موډي ترمنځ په جوړ جاړي شوې او له موډي سره په ګډه دا ډرامه جوړه شوې، که موډي غوښتل نو په دوو دقیقو کې به یې دوی سم کړي وو».

هغې د پاکستان پوځ ته په اشارې سره ادعا کړې: «دوی غوښتل چې پاکستان، اسراییل په رسمیت وپېژني، ټرمپ هم ځکه د دوی ستاینه کوي».

بل لور ته د واکمن ګوند مسلم ليګ ن یوه پخواني وزير خواجه سعد رفيق ويلي، نه هر مخالف نیول کېدای شي او نه د هر چا خوله تړل کېدای شي. په غوسه کېدو او د مخالفینو د خرابولو پر ځای د هغوی د بیانیې مقابله په ځوابي بیانیې سره کول اصلي لاره ده.

هغه د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه د کوم مخالف د نوم له اخيستلو پرته څرګنده کړې: «د پېچلو سیاسي ستونزو حل د ریاست او ناراضه طبقو ترمنځ د منځنۍ لارې په موندلو او د شخړو د دایمي حل په لټولو کې نغښتی دی، له حده زیات د ځواک کارول په ریاستي یووالي کې درزونه رامنځته کوي».

لا تر وسه روښانه نه‌ده، چې نورین نیازۍ به یادې ادارې ته د سپیناوي لپاره حاضره شي او که نه.

په پاکستان کې جبري لادرکۍ؛ بلوچستان کې د يوه زده‌کوونکي د لادرکۍ پرضد اعتراضي لاريون شوی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۱
100%

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې په جبري توګه د لادرکه کېدو پېښې دوام لري. د بلوچستان په خضدار سيمه کې د يوه زده‌کوونکي په جبري توګه د لادرکۍ پر ضد د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) اعتراضي لاريون شوی او د زده‌کوونکي په سمدستي توګه د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

معترضین وايي، د اصف بلوڅ په نوم یو زده‌کوونکو له شپږو ورځو راهیسې د کویټې په سمونګلي سړک له ایمان سټي سیمې څخه په جبري توګه لادرکه کړل شوی دی.

کورنۍ یې ويلي، د هغه له لادرکه کېدو راهیسې، دوی د لاریونونو او مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې د هغه د خوندي راستنېدو لپاره خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړی، خو لا تر اوسه د دولت په ګډون هېڅ لوري څه اقدام نه‌دی کړی.

هغوی وویل، که اصف بلوڅ کوم جرم کړی وي، نو باید له قانوني پروسې سره سم محکمې ته وړاندې او کورنۍ ته یې باید خبر ورکړل شوی وای، خو هغه محکمې ته وړاندې شوی نه‌دی، بلکې پر ځای یې په جبري توګه لادرکه کړل شوی دی.

د زده کوونکي کورنۍ له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو څخه وغوښتل، چې په عاجله توګه مداخله وکړي او اصف بلوڅ د جبري لادرکه کېدو په اړه اقدام وکړي او د هغه د سمدستي او خوندي بېرته راګرځولو لپاره فشار راوړي.

په پاکستان او په ځانګړي ډول بلوچستان او خيبرپښتونخوا ایالتونو کې وخت په وخت د جبري لادرکيو راپورونه خپرېږي.

د بښنې نړيوال سازمان، د پښتون ژغورنې غورځنګ، پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون، بلوڅ يووالي کمېټې او نورو تېر کال په جبري توګه د لادرکه شویو قربانيانو په نړيواله ورځ په ګډه په یوې اعلامیه کې ويلي وو، چې پاکستان د جبري لادرکه کولو د پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلی او د قربانیانو پر وړاندې بې عدالتي دوامداره پاتې شوې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو فعالې ډلې وايي، زرګونه کسان په جبري توګه لادرکه کړای شوي او د ځينو بيا په داسې حال کې جسدونه موندل شوي، چې پېژندګلوي یې نه‌کيږي. په پاکستان کې مدني او بشري فعالان د دغو جبري لادرکه کېدو په تړاو د دغه هېواد دولتي امنیتي او استخباراتي ادارې تورنوي، خو حکومت او ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړای شویو د پېښو د پلټنې کمېسیون د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو، چې د ۲۰۱۱م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵م کال تر سپټمبر پورې د ادعا شویو جبري لادرکیو د دوسیې د ترلاسه کولو او حل کولو احصایوي ارقام ښيي، چې کمېسیون ۱۰۶۳۶ دوسیې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان ستره محکمه د عمران خان سره د ملاقاتونو د حکم د نه عملي کېدو قضیه اوري

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان سره د کورنۍ او وکیلانو د ملاقاتونو د اجازې په اړه د خپل حکم د نه عملي کېدو پر سر د توهین عدالت غوښتنې اورېدنه د جولای ۲۰مې ته ټاکلې ده.

د پاکستان د سترې محکمې د درې کسیزې جرګې له لوري به د دغې غوښتنې اورېدنه د قاضي محمد علي مظهر په مشرۍ ترسره شي.

په غوښتنه کې ادعا شوې چې د سترې محکمې د مارچ ۲۴مې حکم نه دی عملي شوی. محکمې په دغه حکم کې د اډیاله زندان چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې عمران خان ته له خپلې کورنۍ او وکیلانو سره د ملاقات اجازه ورکړي.

د توهین عدالت غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې د عمران خان د ملاقاتونو په اړه د سترې محکمې د حکم د عملي کېدو څرنګوالی د محکمې د راتلونکې اورېدنې اصلي موضوع ده.