د پاکستان په سند ایالت کې مور او لور د ډرون څرخکې په برید کې وژل شوي

د پاکستان د سيند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې د ډرون څرخکې په بريد کې يوه مور او لور وژل شوي، اغېزمنې کورنۍ د ډرون څرخکې تور په پوليسو لګولی خو پوليسو دغه تور رد کړی دی.

د پاکستان د سيند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې د ډرون څرخکې په بريد کې يوه مور او لور وژل شوي، اغېزمنې کورنۍ د ډرون څرخکې تور په پوليسو لګولی خو پوليسو دغه تور رد کړی دی.
د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د راپور له مخې، د ډرون خرڅکې د بريد پېښه د یکشنبې په ورځ د ګوټکي ولسوالۍ کې د سيند غاړې ته پروت پر یوه کلي کې رامنځته شوې، په بريد کې د لور او مور د وژل کېدو ترڅنګه دوه نورې ښځې ټپيانې شوې هم دي.
د راپور له مخې، اغېزمنې کورنۍ پولیس ملامت کړي او په ځانګړې توګه یې د راونټي د پولیسو حوزې پر مشر عبدالجبار مهر تور پورې کړی دی.
د ډرون څرخکې په بريد کې د هدف شوې کورنۍ مشر ادعا کړې: «زه او زما د کورنۍ غړي بېګناه یُو». هغه زياته کړې څو ورځې وړاندې ترې د پوليسو سيمه یيز مشر د مرستې غوښتنه کړې وه.
خو د ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد انور کهېتران له رسنیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې په یاده سیمه کې د پولیسو کوم عملیات روان دي. پولیسو په خپل وار سره، د دې پېښې پړه پر مطلوبو غلو اچولې او زياته کړې یې ده چې غلو د نويو ترلاسه کړو ډرون ازموينه کوله او دغه پېښه رامنځته شوې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رييس شفیع اعظم وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو د بندېدو او د سوداګریزو راکړو ورکړو له پرېکون وروسته افغانستان د خپلو صادراتو لپاره نوي نړۍوال بازارونه وموندل. د افغانستان او پاکستان لارې له ۹ میاشتو راهیسې بندې دي.
شفیع اعظم د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، افغانستان له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو محصولاتو له نیمايي ډېره برخه پاکستان ته صادروله، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغانستان د خپلو محصولاتو لپاره نوي نړۍوال بازارونه موندلي دي.
هغه زیاته کړې: « د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ د افغانستان ۶۰ سلنه صادرات یوازې پاکستان ته وو. د لارو بندېدو له امله مرکزي اسیا، روسیې، چین، هند، خلیج او اروپا ته مخه شوه او په سرعت نوي مارکېټونه د تسخیر په حال کې دي».
نوموړي ویلي، د سوداګریزو محدودیتونو له امله د صادراتو بازارونه متنوع شوي او ورسره یې له سوداګرو غوښتي، چې د خپلو محصولاتو کیفیت او بسته بندي له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي او همداراز یې زیاته یې کړه: «نوي مارکېټونه لوړ معیارات لري او افغان سوداګر اړ شوي چې خپل کیفیت/پکیجنګ اوچت کړي».
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالره زیان رسېدلی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان خور علیمه خان ويلي، چې د ده د ورور درملنه دې وشي او د هغه د يوازيتوب بند دې پای ته ورسيږي. هغې د دغه کار لپاره د تحریک انصاف ګوند پر غړو غږ کړی چې په حکومت دې فشار زیات کړي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل بندي مشر د درملنې او يوازيتوب بند ختمولو په موخه د ولسي لاريونونو خوځښت پيل کړی دی.
عليمه خان د پښتونخوا بونېر او سوات ولسواليو ته ورغلې او د تحریک انصاف د پلويانو سره یې ليدلي او ويناوې یې کړي دي.
هغې ويلي، اووه مياشتې وشوې چې دوی غوښتنه کوي چې د عمران خان درملنه دېد هغه او د کورنۍ په خوښه وشي او د هغه د يوازيتوب بند دې پای ته ورسول شي.
همداراز هغې زياته کړې، څو پورې په حکومت فشار نه وي سېوا کړل شوی تر هغې پورې نه د عمران خان درملنه کيږي او نه یې د يوازيتوب بند ختموي.
عليمه خان ويلي، دا وخت د دوی يوازينۍ غوښتنه همدغه ده، ځکه دوی په حکومت باور نه لري چې په کوم ځای کې یې کوم ډول درملنه کولی شي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند دا تور هم لګوي چې حکومت د عمران خان سمه درملنه نه کوي، خو حکومت دغه تورونه ردوي او تل یې ويلي چې عمران خان ته کله کومه روغتيايي ستونزه جوړه شوې هغه روغتون ته لېږدول شوی او درملنه یې شوې ده.
د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، ده ته دې د «شهيد» مقام ونه ښودل شي ځکه د «شهيد» مقام پېژني. هغه د پاکستان د پوځ د نوم اخيستو پرته په اشارې سره وویل، د هند سره د کارګل په جګره کې یې «خپل شهیدان هندوانو» ته پرېښې وو.
د يکشنبې په ورځ د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې يوې غونډې ته په وينا کې مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ د نوم اخيستو پرته وویل: «زه تا پېژنم چې ستا په نظر کې ستا د شهيد قدر څه دی؟ تر ننه پورې دې قوم ته ونه ویل چې په کارګل کې ستا څومره ځوانان شهيدان شوي او تا د هاغه ځای نه د څومره شهيدانو جنازې ترلاسه کړي دي؟».
هغه زياته کړه: «تا خپل شهیدان هندوانو ته سپارلي دي او د هلته نه خبر راغلو چې هغوی موږ په اسلامي طريقه خاورو ته سپارلي دي د هغو بېلابيلې شمېرې ښودل کيږي خو دي د سلګونو په شمېره کې، تاسو خو د خپلو شيهيدانو جنازو اخيستو ته تيار نه وئ».
همداراز هغه وويل: «تاسو خپلې جنازې هندوانو ته وسپارلې، او کرنل شېر خان که موږ ته ترلاسه شوی دی د هند په فشار مو ترلاسه کړی دی، د شهيدانو سپکاوی تاسو کړی دی او اوس د شهيدانو په جامه کې د پټېدو هڅه کوئ».
ياده دې وي په کال ۱۹۹۹م کې د پاکستان او هند ترمنځ د کارګل په سيمه کې جګړه شوې وه.
مولانا فضل الرحمان زياته کړه، ده کومه ناسمه خبره یې نه ده کړې ځکه پاکستان يو اداره جاتي هېواد دی، ادارې او کار یې معلوم دی او «ما درته يوازې د هغې د پاملرنې خبره کړې ده».
هغه وويل، دی د پاليسيانو مخالفت کوي او بيا د ده د بدنامولو هڅه کيږي چې «فضل الرحمان به ټيټ شي نو دی یې مور پلار د ټيټېدو لپاره نه دی زېږولی» او ده يوه کړې خبره سمه نه ده وړاندې کړل شوې په دغه اړه خلک ګمراه کړل شوي دي.
همداراز هغه زياته کړه، په خپله جمعيت علمای اسلام ګوند قربانۍ ورکړي، علما یې وژل شوي او د دوی قربانيانو ته سپک کتل شوي دي.
فضل الرحمان وویل: «ده ته ويل کيږي چې بښه وغواړي خو زه غوښتنه کوم چې کوم پوځي او جنرال او د هغه د دفتر څخه زما او زما د ګوند پر ضد پروپاګند شوی هغه به بښنه غواړي».
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ يوې غونډې ته په وينا کې وویل، چا چې د پاکستان سره خيانت کړی دی هغه رسوا شوی دی.
هغه هم د چا نوم اخيستو پرته وويل: «دغه خلک به له پاکستانيانو او شهيدانو څخه بښه غواړې، نن سبا يو نوی رواج جوړ شوی چې د چا زړه وغواړي په شهيدانو پسې خبرې پيل کړي خو داسې فکر د غندلو وړ دی».
تارړ زیاته کړه، خلکو د سياست لپاره د رياست په سپکاوي لاس پورې کړی دی او د عمران خان خور نورين نیازي هم دغسې څرګندونې کړي دي او دا د قبلولو وړ نه دي.
ياده دې وي نزدې يوه اونۍ وړاندې مولانا فضل الرحمان يوې غونډې ته په وینا کې پوځ ته په اشارې سره ويلي و، د پوځ سرتېرو د شهيدېدلو لپاره يونيفورم اغوستی، په دې معاش اخلي «په موږ دې د وینې احسان نه کوي موږ ورته په خپله ماليه معاش برابروو».
د مولانا دغو څرګندونو ته د حکومت لخوا سخت غبرګون ويل شوی او د هغه نه غوښتنه شوې وه چې د قربانيانو سپکاوی یې کړی په خپله خبره دې بښنه وغواړي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د لاهور ښار د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو په تازه عملیاتو کې یې ۱۲۱ افغان وګړي نیولي دي. د چارواکو په وینا، له دې ډلې ۲۸ تنه د قانوني استوګنې د اسنادو تر ارزونې وروسته خوشې شوي، خو پاتې ۹۳ کسان د لنډمهالې ساتنې مرکز ته د جبري ستنولو لپاره لېږدول شوي دي.
دغه عملیات د پاکستان د هغه پراخ کمپاین دوام بلل کېږي چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې یې د افغان کډوالو، د نیولو او جبري ایستلو لپاره پیل کړی دی. اسلاماباد وايي، دا اقدامات د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو او د ملي امنیت د ټینګښت لپاره ترسره کېږي.
خو د ملګرو ملتونو، د کډوالو د حقونو د ملاتړ بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په پرلهپسې ډول خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې د جګړو، سیاسي ګواښونو او بشري ناورینونو له امله افغانستان پرېښی، له نړیوالو بشري مکلفیتونو او د نه جبري ستنولوله اصل سره د ټکر خطر لري.
د دغو بنسټونو په وینا، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر باید هره قضیه په جلا توګه وارزول شي، د پناه غوښتنې حق ته درناوی وشي او هېڅوک داسې ځای ته په زور ونه ستنول شي چې هلته یې ژوند، ازادي یا امنیت له جدي ګواښ سره مخ وي.
په ورته وخت کې، د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه د افغانستان پر بشري وضعیت هم دروند اغېز کړی دی. نړیوالې مرستندویې ادارې وايي، افغانستان له اقتصادي بحران، پراخې بېوزلۍ، د خوړو له ناامنۍ او د روغتیا او نورو اساسي خدمتونو له کمښت سره مخ دی، او د زرګونو کډوالو جبري ستنېدل د مرستو پر محدودو امکاناتو لا زیات فشار واردوي.
د بشري چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د ستنېدونکو افغانانو لپاره د استوګنې، کار، روغتیا او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو مناسب میکانیزمونه موجود نه وي، د جبري ایستلو روان بهیر به نه یوازې بشري ستونزې زیاتې کړي، بلکې د سیمې پر ثبات او ټولنیز وضعیت به هم منفي اغېزې ولري.
پاکستان، چې له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، اوس د کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی، خو نړیوال سازمانونه ټینګار کوي چې د کډوالۍ د قوانینو پلي کول باید د نړیوالو بشري حقونو، د کډوالو د خوندیتوب او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په ساهيوال کې درې ملایان له یوې ماشومې سره د جنسي تېري په تړاو نیول شوي دي. پولیس وايي، د پېښې په اړه له یوې ویډیو وروسته پلټنې پیل شوي او د قضیې د ټولو اړخونو په اړه بېطرفه څېړنه روانه ده.
د پولیسو په وینا، دغه پېښه د ساهيوال د کمیر په سیمه کې رامنځته شوې ده. د ساهيوال د ضلعي پولیسو مشر محمد عثمان ټیپو د پېښې په اړه له راپور ترلاسه کولو وروسته د اقدام لارښوونه کړې او په ثبت شوې قضیه کې نومول شوي درې کسان، مولوي عمر حیات، حافظ سانول او احمد، نیول شوي دي.
پولیس وايي، د پېښې د ټولو اړخونو په اړه «شفافې او بېطرفه» پلټنې روانې دي او اړوند شواهد راټولېږي.
د ساهيوال د ضلعي پولیسو مشر امر کړی چې اغېزمنو ماشومانو ته بشپړ قانوني خوندیتوب ورکړل شي او که د پلټنو په پایله کې د نیول شویو کسانو جرم ثابت شي، د قانون له مخې دې عدالت ته وړاندې شي.