د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، پخوا به د ښار په محدودو سیمو کې د محتسبینو حضور لیدل کېده؛ خو اوس د ښار په مهمو واټونو، څلورلارو او ګڼو بازارونو کې د دوی د درولو او پلټنې مرکزونه ډېر شوي دي.
د طالبانو امربالمعروف محتسبان په چېک پاینټونو کې هغه موټرونه هم دروي او پوښتنې ترې کوي، چې ښځې ورسره وي او عربي حجاب یې کړی وي. د سرچینو په وینا؛ ډېری ځوانان د ږېرې خریلو او لنډولو یا د ظاهري بڼې له امله درول کېږي او په ځینو مواردو کې د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه هم پلټل کېږي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «موږ هره ورځ له دې وېرې سره له کوره وځو چې معلومه نهده په کوم ځای کې به ودرول شو. لومړی ماسک لرې کوي، بیا ږېره ګوري او که د دوی له نظر سره برابره نهوي، سړی له ځان سره بیايي، ځینې کسان څو ورځې ورک وي او کورنۍ یې نه پوهېږي چې چېرې دي».
یو بل ځوان چې تازه له بند څخه خوشې شوی وايي، چې د هغه د نیول کېدو یوازینی لامل د ږېرې لنډوالی و. هغه وویل: «ماته یې وویل ږېره دې شرعي نهده، وروسته یې ټیلیفون هم وکوت، درې ورځې بندي وم او کورنۍ مې نه پوهېده چې زه چېرې یم؛ تر خوشې کېدو وروسته یې خبرداری راکړ چې بیا داسې ونه شي».
بل خوا بیا په دغه ولایت کې یوشمېر ښځې وایي، د طالبانو امربالمعروف د ښځو پر وړاندې هم فشارونه زیات کړي او ان ښځو ته سپکې خبرې هم کوي. د کندهار یوه اوسېدونکې په دې اړه وايي: «موږ تور حجاب اغوندو، نو کله ناکله سپکې خبرې راته کېږي. یوه ورځ یوه راته وویل، که امریکایان تر اوسه افغانستان کې وای، تاسو به اوس بربنډې ګرځېدلای دغه ډول خبرې زموږ عزت ته زیان رسوي او ښځې سختې ځوروي».
هغه وایي: «طالبان غواړي چې د دوی د خوښې حجاب «څادري» په سر کړو».
د کندهار د اوسېدونکو په وینا؛ په وروستیو میاشتو کې د امر بالمعروف د فعالیتونو ساحه پراخه شوې ده. یوشمېر ټولنیز فعالان چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي وایي، د خلکو ترمنځ د وېرې فضا ورځ تر بلې پراخېږي.
د دوی په باور؛ دغه وضعیت د ځوانانو ترمنځ د ناامنۍ احساس زیات کړی او ډېری کسان هڅه کوي له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي.