• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د امریکا او ایران کړکېچ یو وار بیا د تېلو نړۍوالې بیې لوړې کړې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ له پراخېدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنېټ خامو تېلو بیه د یوې میاشتې په موده کې د لومړي ځل لپاره په هر بېرل کې له ۹۰ ډالرو واوښته.

 بلخوا اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که جګړه نوره هم پراخه شي د انرژۍ نړۍوال بازارونه به له لا ډېرو فشارونو سره مخ شي. رویټرز د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی، چې د امریکا له‌خوا پر ایران د پرله‌پسې نهمې ورځې بریدونو او د ایران له غبرګون وروسته د خلیج په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او ورسره په نړۍوالو مالي بازارونو کې هم اندېښنې ډېرې شوې دي.

د راپور له مخې؛ د برېنټ خامو تېلو بیه ۲.۴ سلنه لوړه شوې او ۹۰.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۲.۱ سلنه لوړه شوې او ۸۴.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده.

رویټرز د پانګونې د ستراتېژۍ شنونکی شېن اولیور په حواله لیکلي، که د هرمز تنګی د اوږدې مودې لپاره وتړل شي او جګړه پراخه شي؛ د تېلو بیه ښايي په هر بېرل کې تر ۱۵۰ ډالرو لوړه شي.

بلخوا اقتصادي کارپوهان وایي، د انرژۍ د بیو لوړېدو د انفلاسیون د بیا زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي. د دوی په باور؛ که د تېلو بیې همداسې لوړې پاتې شي، د امریکا مرکزي بانک ښايي د سود کچه لوړه کړي څو بیې کنټرول کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

سپاه پاسداران: په کویت کې مو امریکایي تجهیزات او بې‌پيلوټه الوتکې په نښه کړې دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۱
100%

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې په خپلو وروستیو بریدونو کې یې په کویت کې د علي‌السالم په پوځي اډه کې څو امریکایي پوځي موخې د بې‌پيلوټه الوتکو پرمټ په نښه کړې دي.

سپاه ادعا کړې، چې د امریکا د ژر خبرداري ورکولو رادار سیستم یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی؛ همدارنګه یې د هوايي تجهیزاتو او پرزو یو ګودام او د اېم کیو ۹ ډرونونو مرکز هم په نښه کړی دی. د سپاه پاسداران په وینا؛ په دغه برید کې څو امریکايي ډرونونو هم اور اخیستی دی.

سپاه ویلي، چې دغه بریدونه یې په ایران کې د امریکا د پوځي عملیاتو په غبرګون ترسره کړي دي. په اعلامیه کې د کویټ له خلکو هم غوښتنه شوي، چې په خپل هېواد کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره مخالفت وکړي. همدارنګه په اعلامیه کې امریکايي سرتېري «مشروع هدف» بلل شوي او خلکو ته د هغوی پرضد د اقدام غوښتنه شوې ده.

خو تراوسه امریکا او کویټ د سپاه پاسداران دغه ادعاوې نه‌دي تایید کړې. د رادار د ویجاړېدو، د ډرونونو مرکزونو ته د زیان او د اېم کیو ۹ ډرونونو د سوځېدو په اړه هم خپلواکه او باوري ارزونه نه‌ده شوې.

سپاه پاسداران تر دې څو ساعته مخکې هم ورته ادعا کړې وه، چې په اردن کې یې د امریکا پوځي تجهیزات په نښه کړي دي.

د امریکا په ارېزونا ایالت کې د ډزو په پېښه کې لږترلږه ۱۰ کسان ټپیان شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۵ GMT+۱
100%

د امریکا د ارېزونا ایالت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ایالت په توسان ښار کې د ډزو په یوې پېښه کې لږترلږه ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي، یاده پېښه د یکشنبې په سهار هغه مهال شوې چې د ښار په مرکز کې یو سوداګریز مارکېټ ته نږدې ګڼ خلک راټول شوي وو.

د ځایي چارواکو په وینا؛ مشکوک کس هم د ټپیانو په ډله کې شامل دی. د پولیسو په وینا؛ د ډزو له غږ اورېدو وروسته پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او له مشکوک کس سره مخامخ شول. کله چې نوموړي د پولیسو خبرداری ونه مانه؛ نو یوه افسر پرې ډزې وکړې. پولیسو ویلي، چې مشکوک کس په تپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی. د پولیسو په وینا؛ نور ۹ ټپیان سیمې ته د افسرانو تر رسېدو مخکې په ډزو لګېدلي وو.

د راپورونو له مخې؛ ټول ټپیان لویان دي او په دې پېښه کې پولیسو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی. لاتراوسه د مشکوک کس هویت او د دغه ډزو انګېزه نه‌ده روښانه شوې.

خو یوې سیمه‌ییزې رسنۍ د پولیسو د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه پېښه د دوو ډلو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې. د راپور له مخې؛ په پېښه کې یوشمېر هغه کسان هم ټپیان شوي، چې له یادې شخړې سره یې هېڅ تړاو نه‌لاره.

د امریکا سفارت په بحرین کې د ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱
100%

په بحرین کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښايي ایران د پلازمېنې منامې په مرکزي سیمو کې پر نامعلومو هدفونو برید وکړي.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د احتمالي ګواښ په اړه یې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، خو د دغه ګواښ د څرنګوالي، د احتمالي برید د وخت او یا هم د نښه کېدونکو سیمو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې امنیتي سپارښتنې په پام کې ونیسي او د سیمه‌ییزو چارواکو لارښوونې تعقیب کړي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ په سیمه کې پوځي او امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په وروستیو ورځو کې امریکا او یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو خپل امنیتي تدابیر سخت کړي او تر دې وړاندې هم د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا د ګټو او پوځي اډو پر وړاندې د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د سفارت د دې خبرداري په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سېنټکام: امریکا د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره پر ایران نوي بریدونه پیل کړي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر پوځي هدفونو یې د بریدونو نوې څپه د امریکا د ختیځ وخت د یکشنبې د ماښام په اوو بجو (د تهران په وخت د دوشنبې د سهار ۲:۳۰ بجې) پیل کړې ده.

سېنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره دوام لري او موخه یې د ایران د هغو پوځي وړتیاوو لا کمزوري کول دي چې د دې قوماندانۍ په وینا، د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګ راتګ د نښه کولو لپاره کارول کېږي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، دا بریدونه د هغو پوځي تاسیساتو او ظرفیتونو پر ضد ترسره کېږي چې د سیمې د سمندري امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د بریدونو د ځایونو، د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې، د ایران د بېلابېلو ښارونو اوسېدونکو د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی. د ټولنیزو رسنیو او ځینو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په یو شمېر سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دغو پېښو د کره ځایونو او لاملونو په اړه لا هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو تر اوسه د سېنټکام د دغو تازه بریدونو او د چاودنو د راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه داسې مهال دوام لري چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي ترینګلتیا لا هم لوړه ده او په سیمه کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ایراني رسنۍ: په خوزستان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د خوزستان ولایت په ماهشهر او بندر امام سیمو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په همدې وخت کې د ایران هوايي دفاعي سیسټم د یوې «متخاصمې» بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا هم کړې ده.

د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس ویلي چې د ماهشهر بندر او بندر امام په شاوخوا کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دغو چاودنو د لامل، احتمالي زیانونو او یا تلفاتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

بل لور ته، مهر خبري اژانس د خپل خبریال له قوله راپور ورکړی چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو هوايي دفاعي سیسټم د هېواد په سوېل کې یوه «متخاصمه» بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

تر اوسه هېڅ ایراني رسمي چارواکي دا نه دي تایید کړي چې ایا په خوزستان کې د اورېدل شویو چاودنو او د یادې بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورېدو ترمنځ اړیکه شته که نه.

همدارنګه، د دغې بې‌پیلوټه الوتکې د کره موقعیت، هویت او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د ایران په بېلابېلو سیمو کې د احتمالي امنیتي پېښو په اړه اندېښنې دوام لري.