• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بې پولې ډاکټران: په بلخ کې یوې ۲۸کلنې مېرمنې ۵ ماشومان زېږولي دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، په بلخ ولایت کې د ۲۸ کلنې نفیسې پنځه‌ګوني ماشومان، چې له وخته مخکې او په کم وزن نړۍ ته راغلي وو، د دغه سازمان په ملاتړ د ابوعلي سینا حوزوي او تدریسي روغتون د نوي زېږېدلو ماشومانو د جدي پاملرنې په څانګه کې تر اته ورځنۍ درملنې وروسته روغ شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، پنځه‌ګوني ماشومان له زیږون وروسته د شیدو له خوړلو عاجز وو، په ژېړوالي او کانګو اخته شوي وو او د یوه ماشوم روغتیايي وضعیت دومره خراب شوی و چې مور یې د هغه د ژوندي پاتې کېدو په اړه اندېښمنه وه.

نفیسې ویلي: «زما هېڅ یوه ماشوم شیدې نه شوای څښلی. یو یې ډېر ناروغ شو او وېرېدم چې ژوندی به پاتې نه شي.»

د «بې پولې ډاکټرانو» په خبره، له اته ورځو تخصصي پاملرنې وروسته د ماشومانو روغتیايي وضعیت په تدریجي ډول ښه شو او وروسته د نوي زېږېدلو ماشومانو څانګې ته ولېږدول شول.

نفیسې وايي: «نن زما پنځه واړه ماشومان ژوندي او روغ دي. هغوی شیدې څښلی شي او ژېړوالی یې هم له منځه تللی دی.»

بې پولې ډاکټران وايي، څوګوني زېږونونه، په ځانګړي ډول پنځه‌ګوني ماشومان، له جدي روغتیايي خطرونو سره مل وي او له وخته مخکې زېږېدلي او کم‌وزنه ماشومان د ژوند په لومړیو ورځو کې تخصصي طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ؛ د افغانستان د حقونو څار بنسټ د بندیز د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د حقونو څار بنسټ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو حق بېرته اعاده کړي او د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۹مه، هم‌مهاله له هغې سره چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو د بندیز ۱۷۶۴ورځې پوره شوې، د یوې افغانې مور له قوله لیکلي:«هره ورځ مې لور رانه پوښتي چې مورې، زه به کله بېرته ښوونځي ته ولاړه شم؟ لا هم ورته ځواب نه لرم، خو هېڅکله مې هیله نه ده له لاسه ورکړې. زما لور د زده‌کړې حق لري.»

د افغانستان د حقونو څار بنسټ ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو حق باید خوندي شي او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د دې بنسټیز حق د تأمین لپاره درېځ ونیسي.

نږدې پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

په دې موده کې، ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو او ګڼو هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي، خو تر اوسه د طالبانو له لوري په دې اړه کوم مثبت ګام نه دی پورته شوی او بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي.

سميع سادات: په افغانستان کې په ۳ میاشتو کې ۱۸۴ پخواني سرتېري وژل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو لوړپوړي پوځي جنرال سميع سادات ويلي، په افغانستان کې مو يوازې په تېرو درېيو میاشتو کې «څه باندې د ۱۸۴ پخوانیو سرتېرو وژل کېدل مستند کړي دي چې ډېری یې له وحشتناکې شکنجې سره مخ شوي وو».

ښاغلي سادات پر ایکس خواله رسنۍ کې د یو لړ عکسونو په خبرو سره ليکلي، «دا د افغانستان د پخوانیو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغو منسوبینو څېرې دي چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته ووژل شول».

نوموړي پخوانیو سرتېرو ته د يو بل ورپېښ ګواښ په يادونې سره زیاته کړې د دوی «بېرته افغانستان ته په جبري ستنولو سره، په ځانګړې توګه له ایران او ترکیې څخه، دا ګواښ لا پسې زیات شوی دی».

همداراز سميع سادات ويلي: «موږ به د هر جرم مستند کولو، د هر نوم ساتلو او د هر یو قرباني لپاره د عدالت غوښتنې ته دوام ورکړو. د قتل، شکنجې او نورو سرغړونو مسوولین باید د قانون په وړاندې ځواب ویونکي ووسي».

هغه ويلي، هېڅ حکومت نه‌شي کولای خپل راتلونکی د وېرې او وحشت له لارې خوندي کړي.

د طالبانو سره خواخوږي لرونکو ته په خطاب سره یې ويلي «دې څېرو ته وګورئ او له ځانه وپوښتئ: که دا ستاسو پلار، مور، ورور، خور، زوی یا لور وی، نو څه به کېدل؟ دا یوازې شمېرې نه دي. دوی افغانان وو. دوی زموږ سرتېري وو. دوی زموږ وروڼه او خويندې دي. موږ به هغوی یاد ساتو، درناوی به یې کوو او هېڅکله به د عدالت له غوښتلو لاس وانه‌خلو».

طالبانو د سميع سادات تازه څرګندونو ته سمدستي کوم غبرګون نه دی ښودلي خو له دې وړاندې یې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو په واک کې د افغانستان د وضعيت په اړوند د کال ۲۰۲۵م په خپل راپور کې ويلي و، چې طالبانو نه یوازې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه زیات کړي، بلکې پر ځینو قومي او مذهبي ډلو یې تبعیضي چلند کړی او د شکنجې، له قانون پرته وژنو، د عادلانه محاکمې د نشتوالي يادګېرنه یې کړې وه.

له تخار پوهنتون ۸۰۴ محصلین فارغ شول؛ خو د ښځینه‌وو د زده‌کړو دروازې لا هم تړلې دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د تخار پوهنتون له اتو پوهنځیو او ۲۶ څانګو څخه ۸۰۴ تنه زده کړیالان فارغ شوي. خو د دې پوهنتون د فراغت په مراسمو کې یوازې نارینه زده کړیالان شامل وو، ځکه طالبان لا هم ښځینه‌وو ته د لوړو زده‌کړو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دغو مراسمو کې د انجنیري، کرنې، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس، شرعیاتو، ښوونې او روزنې، اقتصاد او ادبیاتو پوهنځیو فارغانو ګډون کړی و.

تخار کې د طالبانو د والي مرستیال، مولوي حمیدالله ارشاد، په مراسمو کې له فارغو شویو محصلینو وغوښتل چې د طالبانو د «نظام» ملاتړ وکړي او ویې ویل چې حکومت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د متخصصینو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو هڅه کوي.

دا فراغت په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې له لوړو زده‌کړو محرومې دي. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د ښځینه محصلانو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه او دغه بندیز لا هم پر ځای دی.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په رسمي ډول منع دي.

په دې توګه، د تخار پوهنتون د ۸۰۴ نارینه محصلینو فراغت د افغانستان د لوړو زده‌کړو د هغه متضاد وضعیت تازه بېلګه ده چې له یوې خوا د نارینه محصلینو د تحصیلي بهیر د دوام او فراغت مراسم ترسره کېږي، خو له بلې خوا د هېواد د نفوس نږدې نیمایي برخه له پوهنتوني زده‌کړو محرومه پاتې ده.

یونیسف: په هرات کې لسګونه زره کسان له روغتیايي خدماتو برخمن شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د هرات ولایت په نواباد روغتیايي مرکز کې یې د مالي شریکانو په ملاتړ نږدې ۵۵زرو کسانو ته، چې راستنېدونکي او ځایي اړمنې کورنۍ هم په کې شاملې دي، روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاج‌الدین اویوواله، د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۹مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغه روغتیايي خدمتونه د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره برابر شوي چې روغتیايي پاملرنې ته جدي اړتیا لري.

د هغه په وینا، د دوامدارو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د ماشومانو د ژوند په ټولو پړاوونو کې د روغتیايي پاملرنې د تضمین په معنا دي او د ماشومانو او کورنیو د هوساینې لپاره مهم رول لري.

یونیسف ویلي، د دې ادارې موخه دا ده چې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان، د لومړنیو او اړینو روغتیايي خدمتونو دوامداره لاسرسي ته لاسرسی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو او روان بشري بحران سره مخ دی، او مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره لا هم پراخو نړیوالو مرستو ته اړتیا شته.

د کډوالو عالي کمېشنري: نیمروز کې د ۵ افغانانو مړینه تایید شوې ۱۴ نور لا هم نادرکه لا هم دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په نیمروز ولایت کې د ۱۹ هغو افغانانو څخه چې غوښتل یې قاچاقي ایران ته لاړ شي، د پنځو مړینه تایید شوې او د ۱۴ نورو کسانو د موندلو لپاره لټون لا هم دوام لري.

د دې ادارې د افغانستان څانګې په یوه پیغام کې د مړو شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په سیمه کې له زیانمنو کورنیو سره مرسته کوي.

د سیمه‌ییزو چارواکو او د ورکو شویو کسانو د خپلوانو په وینا، د ۱۹ افغانانو دغه ډله د ایران پر لور د یوه ناقانونه سفر پر مهال د نیمروز په دښتو کې ورکه شوې ده. د چارواکو په وینا، د ډلې موټر د دښتې په سیمه کې خراب شوی او وروسته د سختې دوړې او نامناسبو شرایطو له امله مسافر له یو بل څخه جلا شوي دي. د لټون په عملیاتو کې تر اوسه د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي، خو د پاتې ۱۴ کسانو درک لا هم نه دی معلوم.

یونیسیار وايي، دغه پېښه یو ځل بیا د «خطرناکو ناقانونه سفرونو د انساني بیې» یادونه کوي او څرګندوي چې خلکو ته د لا ډېر خوندیتوب او فرصتونو برابرول اړین دي، څو اړ نه شي چې خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.

د نیمروز د دښتو له لارې ایران ته د افغانانو ناقانونه سفرونه په داسې حال کې دوام لري چې د سختو اقلیمي شرایطو، د اوبو او خوراکي توکو د نشتوالي، د لارې د ورکېدو او د قاچاقبرانو د شبکو له امله دغه مسیر له جدي خطرونو سره مخ دی. په دې وروستۍ پېښه کې هم چارواکو ویلي چې د ډلې د ورکېدو پر مهال سختې دوړې او د دښتې سخت شرایط د لټون بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په افغانستان کې د خلکو د بېرته ستنېدو او د ژوند د سختو شرایطو له امله د بشري اړتیاوو فشار لا هم زیات شوی دی. دغه اداره وايي، د لوی شمېر افغانانو بېرته ستنېدل پر اساسي خدمتونو، سرپناه او د خلکو پر معیشت فشار زیاتوي او د دې ترڅنګ د بیا ناقانونه سفرونو خطر هم لوړوي.

د یونیسیار په وینا، په نیمروز کې د پنځو افغانانو مړینه او د ۱۴ نورو ورکېدل یوازې یوه سیمه‌ییزه تراژیدي نه ده، بلکې د هغو خطرناکو سفرونو د انساني بیې څرګندونه کوي چې خلک یې د خوندي ژوند، کار او راتلونکي د موندلو لپاره ترسره کوي؛ هغه سفرونه چې د خوندي او قانوني لارو د نشتوالي له امله د ډېرو کسانو ژوند له مرګوني خطر سره مخ کوي.