• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د امریکا پوځ: د ایران پر پوځي موخو د بریدونو نهم پړاو پای ته ورسېد

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱

 د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د ایران پرضد پرله‌پسې د هوايي بریدونو نهم پړاو د یکشنبې په شپه د ختیځې امریکا پر وخت لس بجې په بریالیتوب پای ته رسېدلی دی. سنټکام پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «موږ د ایران پرضد د پرله‌پسې بریدونو نهم پړاو په بریالیتوب بشپړ کړ».

سنټکام ویلي، په دغه بریدونو کې د ایران پوځي قوماندانۍ، د هوايي دفاع سیستمونه، د ساحلي څار مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه او مخابراتي شبکې په نښه شوې دي.

د سنټکام په وینا؛ د دغه بریدونو موخه دا وه چې د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري کارکوونکو د بریدونو لپاره د ایران وړتیا نوره هم کمه شي. دغه قوماندانۍ زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه لاهم په بشپړ چمتووالي کې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۴

په لاهور کې د امریکايي مېرمنې او درېیو ماشومانو د مړینې قضیه ثبت شوې

۵
ځانګړی

طالبانو د کندهار پر پخوانیو نظامیانو د سفر محدودیت لګولی او د ځمکو په ضبط کېدو یې ګواښلي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا سفارت په بحرین کې د ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱
100%

په بحرین کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښايي ایران د پلازمېنې منامې په مرکزي سیمو کې پر نامعلومو هدفونو برید وکړي.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د احتمالي ګواښ په اړه یې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، خو د دغه ګواښ د څرنګوالي، د احتمالي برید د وخت او یا هم د نښه کېدونکو سیمو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې امنیتي سپارښتنې په پام کې ونیسي او د سیمه‌ییزو چارواکو لارښوونې تعقیب کړي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ په سیمه کې پوځي او امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په وروستیو ورځو کې امریکا او یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو خپل امنیتي تدابیر سخت کړي او تر دې وړاندې هم د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا د ګټو او پوځي اډو پر وړاندې د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د سفارت د دې خبرداري په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سېنټکام: امریکا د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره پر ایران نوي بریدونه پیل کړي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر پوځي هدفونو یې د بریدونو نوې څپه د امریکا د ختیځ وخت د یکشنبې د ماښام په اوو بجو (د تهران په وخت د دوشنبې د سهار ۲:۳۰ بجې) پیل کړې ده.

سېنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره دوام لري او موخه یې د ایران د هغو پوځي وړتیاوو لا کمزوري کول دي چې د دې قوماندانۍ په وینا، د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګ راتګ د نښه کولو لپاره کارول کېږي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، دا بریدونه د هغو پوځي تاسیساتو او ظرفیتونو پر ضد ترسره کېږي چې د سیمې د سمندري امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د بریدونو د ځایونو، د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې، د ایران د بېلابېلو ښارونو اوسېدونکو د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی. د ټولنیزو رسنیو او ځینو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په یو شمېر سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دغو پېښو د کره ځایونو او لاملونو په اړه لا هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو تر اوسه د سېنټکام د دغو تازه بریدونو او د چاودنو د راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه داسې مهال دوام لري چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي ترینګلتیا لا هم لوړه ده او په سیمه کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ایراني رسنۍ: په خوزستان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د خوزستان ولایت په ماهشهر او بندر امام سیمو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په همدې وخت کې د ایران هوايي دفاعي سیسټم د یوې «متخاصمې» بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا هم کړې ده.

د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس ویلي چې د ماهشهر بندر او بندر امام په شاوخوا کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دغو چاودنو د لامل، احتمالي زیانونو او یا تلفاتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

بل لور ته، مهر خبري اژانس د خپل خبریال له قوله راپور ورکړی چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو هوايي دفاعي سیسټم د هېواد په سوېل کې یوه «متخاصمه» بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

تر اوسه هېڅ ایراني رسمي چارواکي دا نه دي تایید کړي چې ایا په خوزستان کې د اورېدل شویو چاودنو او د یادې بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورېدو ترمنځ اړیکه شته که نه.

همدارنګه، د دغې بې‌پیلوټه الوتکې د کره موقعیت، هویت او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د ایران په بېلابېلو سیمو کې د احتمالي امنیتي پېښو په اړه اندېښنې دوام لري.

په جرمني کې مېشتو افغانانو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد لاریون کړی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱
100%

په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د هامبورګ ښار په یوه اعتراضي غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو او د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا اعتراض وکړ. ګډونوالو د افغانستان ملي بیرغونه له ځانونو سره لېږدول او د «زده‌کړه، کار او ازادي» شعارونه یې ورکول.

دغه اعتراض د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، ترسره شو. ګډونوالو په اعلامیو کې د طالبانو هغه تګلارې وغندلې چې د ښځو، نجونو، قومي لږکیو او د افغانستان د نورو وګړو پر وړاندې عملي کېږي.

اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي. هغوی همداراز له مدني فعالانو او په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې د افغانستان دننه د ښځو، نجونو او نورو وګړو غږ نړیوالو ته ورسوي.

د غونډې یوه ویناوال د طالبانو سره د ځینو هېوادونو پر تعامل نیوکه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو هر ډول مشروعیت ورکولو سره مخالفت وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه د سیاسي معاملو قرباني شي.

یوه بل اعتراض کوونکي وویل، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې پر ښځو محدودیتونه پرله‌پسې زیات شوي او په افغانستان کې د هغوی د ژوند فضا ورځ تر بلې تنګه شوې ده.

هغه همداراز په هرات کې د ښځو وروستیو نیونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هغه اجباري حجاب چې طالبان یې تحمیلوي، د افغانستان له ټولنیز او فرهنګي واقعیت سره سمون نه لري.

دغه اعتراض په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې کړې او د ښځو پر کار، ټولنیز حضور او ګڼو نورو بنسټیزو حقونو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د راپور له مخې، د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۵.۳میلیارده افغانۍ زیان اړوي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

اسپانیا د «فېران تورس» په یوازیني ګول د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام اتلولي وګټله

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۱
100%

د اسپانیې د فوټبال لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته یو د صفر پر وړاندې پایلې سره په ماتې ورکولو، په خپل تاریخ کې د دویم ځل لپاره د دې سیالیو اتلوالي خپله کړه. د دې لوبې یوازینی ګول د اسپانیې بریدګر «فېران تورس» د اضافي وخت د لومړۍ نیمې په۱۶مه دقیقه کې وواهه.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې د ارجنټاین او اسپانیې د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په ټاکلو ۹۰ دقیقو کې بې له کوم ګوله مساوي پای ته ورسېده. د سیالۍ د دویمې نیمايي په وروستیو دقیقو کې د ارجنټاین میډفیلډر (هافبک) «انزو فرناندز» د سور کارت په اخیستلو سره له لوبې وشړل شو.

100%
انزو فرناندز- ارجنټاین

د اتلوالۍ دفاع کوونکې لوبډله (ارجنټاین) اضافي وخت له ۱۰ لوبغاړو سره پیل کړ. ارجنټاین د پایلوبې وروستۍ ۳۰ دقیقې د اسپانیې پر وړاندې د یوه لوبغاړي په کمښت سره تېرې کړې.

ارجنټاین په دې لوبه کې ونشوای کولای چې د اسپانیې د منظمې او همغږې لوبې پر وړاندې خپل تلپاتې ننداره وړاندې کړي.

د احصایې له مخې، د اسپانیې غوره والی په بشپړ ډول څرګند وو. دې لوبډلې د سیال د ګول پر لور درې شوټونه ووهل، په داسې حال کې چې ارجنټاین لومړۍ نیمه ان بې له یو شوټه پای ته ورسوله. د اسپانیې د پاسونو شمیر هم د ارجنټاین د ۱۸۵ پاسونو پر وړاندې ۳۷۷ وو او د دې لوبډلې لوبغاړو د پاسونو په رسولو کې د بریالیتوب لوړه سلنه ثبت کړه. اسپانیې همدارنګه دوه کارنر ضربې ترلاسه کړې، خو ارجنټاین هېڅ کارنر نه درلود.

بل لخوا، د ارجنټاین مدافع «لیساندرو مارتینز» د ژیړ کارت له اخیستلو څو دقیقې وروسته ټپي شو او خپل ځای یې «نیکولاس اوتامندي» ته پرېښود.

100%

بالاخره لوبه اضافي دقیقو ته لاړه او د اسپانیې د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته یو د صفر پر وړاندې پایلې سره په ماتې ورکولو، په خپل تاریخ کې د دویم ځل لپاره د دې سیالیو اتلوالي خپله کړه. د دې لوبې یوازینی ګول د اسپانیې بریدګر «فېران تورس» د اضافي وخت د لومړۍ نیمې په شپاړسمه دقیقه کې وواهه.

فېران تورس د اسپانیا په ګټه دویم ګول هم ترسره کړ، خو لوبڅاردا ګول د میلیمټري افسایډ له امله رد کړ.

100%
فېران تورس

د یادونې وړ ده، چې دا پایلوبه د امریکا د نیوجرسي ایالت په «مېټ‌لایف» لوبغالي کې ترسره شوه او د ارجنټاین لوبډله چې د ۲۰۲۲ کال اتله وه، ونه توانېده چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي، او اسپانیا د ۲۰۱۰ کال وروسته دویم ځل د نړۍ د اتلولۍ جام خپل کړ.

100%