• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ګویانا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱

د ګویانا هېواد ساحل ته نږدې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي دي. د دغه هېواد حکومت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ژغورنې په نویو عملیاتو کې د ۱۴ نورو کسانو جسدونه له اوبو راویستل شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه کښتۍ د شنبې په ورځ ناوخته د ۱۷۹ سپرلۍ سره د ګویانا په ساحلي اوبو کې نسکوره شوه. د حکومت د معلوماتو له مخې، د ژغورل شویو کسانو شمېر ۷۷ ته رسېدلی دی، خو د لسګونو نورو مسافرینو د مړینې په اړه لا هم سختې اندېښنې شتون لري.

دولتي چارواکو د لومړنیو ارزونو وروسته ویلي دي چې د مسافرینو په لېست کې بې‌غوري او د کښتۍ د عملې له خوا د نشه‌يي توکو احتمالي کارول د دغه ناوړه ناورین د رامنځته کېدو اصلي لاملونه کېدای شي.

د ګویانا حکومت زیاته کړې ده چې د پېښې په سیمه کې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره ۱۶ کښتۍ ګمارل شوې دي. اوسمهال د فرانسوي او ځايي غواصانو له خوا د لټون او ژغورنې ګډ عملیات په جدي توګه دوام لري.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

نورستان کې د سېلاب ځپلو اړتیاوې؛ فوزیه کوفي له سوداګرو او بنسټونو د بېړنۍ مرستو غوښتنه کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي پر ټولو مرستندویه موسسو، ملي سوداګرو او هغو بنسټونو چې د مرستې وړتیا لري، غږ کړی چې په بېړني توګه د نورستان سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي چې د نورستان شریف خلک له دې وړاندې هم له سختې بې‌وزلۍ، ګڼو ستونزو او د لومړنیو ټولنیزو خدماتو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان وو او اوس دغو سېلابونو د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

فوزیه کوفي وایي چې دوی هم د خپل توان تر کچې له ځایي خلکو سره په همغږۍ او اړیکه کې دي او چمتو دي چې د مرستې رسولو په بهیر کې برخه واخلي.

مېرمن کوفي په داسې حال کې د نورستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول په نورستان کې خونړیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او د مرستندویه ادارو د راپورونو له مخې سلګونه کورنۍ بېړنیو خوراکي او غیرخوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.

بل لور ته، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۲۳ ته لوړ شوی او تر ۱۰۰ ډېر نور لا هم لادرکه دي.

په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې او په کابل کې د ایران، ترکیې، بریتانیا او جاپان سفارتونو د دغو سېلابونو له قربانیانو سره همدردي ښودلې او د کډوالۍ نړیوال سازمان سیمې ته د خپلو مرستندویه ډلو د لېږلو خبر ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو د ایران پوځي وړتیاوې تر هغه ډېرې کمزورې کړې چې د ده په وینا، «هیچا یې تصور نه شو کولای». هغه خبرداری ورکړی چې تهران باید یا خبرو ته کښېني او یا به له «جګړې وزارت» سره مخ شي.

ټرمپ دغه څرګندونې د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره د لیدنې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، امریکا د ایران پوځي توان «په جدي او پراخه کچه» کمزوری کړی دی.

هغه زیاته کړه، ایران وتوانېد چې ځینې تجهیزات د اردن له لارې ولېږدوي، خو که هلته نور عملیاتي ځواکونه موجود وای، ښايي دا کار ممکن نه وای. د هغه په وینا، امریکا د نړۍ تر ټولو پرمختللي پوځي تجهیزات لري او «نږدې هر څه یې درولي دي».

ټرمپ همدارنګه وویل: «ایران کولای شي خبرې وکړي، که نه نو باید د جګړې وزارت سره مخ شي».

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې پر ایران بشپړه محاصره لګېدلې او هېڅوک نه شي کولای له هغې تېر شي. د هغه په ټکو، «دا محاصره د فولادي دېوال په څېر ده».

ټرمپ د حزب‌الله سره د احتمالي خبرو په اړه هم وویل، له هر اړخ سره خبرو ته چمتو دی، حتی له هغو ډلو سره چې د ده په وینا، ډېر کسان باور لري چې باید ورسره خبرې ونه شي.

هغه زیاته کړه، که د لبنان ولسمشر ترې غوښتي وای چې له حزب‌الله سره خبرې وکړي، نو دا کار به یې کړی وای، ځکه د ده په وینا، د لبنان ولسمشر له اوږدې مودې راهیسې د حزب‌الله له موضوع سره مخامخ دی.

برېټانیا د نورستان سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي وښوده او د ژغورونکو اقدامات یې وستایل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله چې د ګڼو خلکو د مړینې او لادرکه کېدو لامل شوي، هغه د بېړنیو مرستندویه ډلو د هڅو ستاینه کړې چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پر مخ وړي.

ښاغلي لیندسي په ایمس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو راپورونو سخت خواشینی کړی دی.

د برېټانیا ځانګړي استازي د دغې پېښې له قربانیانو سره د خپل هېواد پر همدردۍ ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې په دې سختو شرایطو کې د زیانمنو شویو کورنیو تر څنګ ولاړ دي. دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې لا هم د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات په سختو شرایطو کې دوام لري.

په نورستان کې دغو ناڅاپي سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي او د سیمې د اوسېدونکو ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې یې هم ویجاړې کړې دي. د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په بند پاتې شویو سیمو کې له خلکو سره مرستې وکړي او لادرکه شوي کسان ومومي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی. د دغې ادارې د ویاند د مرستیال په وینا، تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي، تر ۱۰۰ ډېر کسان لادرکه دي او ۸۰ نور ټپیان دي. بل خوا، اروپايي ټولنې او په کابل کې د اسلامي جمهوریت

افغانان او کډوالي؛ ترکیې د بلغاریا پولې ته نږدې ۳۴ افغان کډوال نیولي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱
100%

ترکي چارواکو ویلي چې ۳۴ افغان کډوال یې د بلغاریا پولې ته نږدې د کرکلارلي ولایت په سیمه کې نیولي دي. د چارواکو په وینا، دغه کډوال په یوه باروړونکي موټر کې پټ شوي وو او غوښتل یې چې په ناقانونه توګه د ترکیې له پولې تېر شي.

د ترکیې د چارواکو د معلوماتو له مخې، نیول شوي افغان کډوال د کرکلارلي ښار د جبري ستنولو مرکز ته لېږدول شوي دي، څو د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته پرې لازم اقدامات وشي.

چارواکو همدارنګه د موټر چلوونکی او یو بهرنی وګړی د کډوالو د قاچاق په تور نیولي او ویلي یې دي چې د دوسیو د څېړنې لپاره یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

ترکیې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول اروپا ته د تلونکو لارو په اوږدو کې، د خپلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي او د ناقانونه کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره یې پراخ عملیات ترسره کړي دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۹زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو ناقانونه کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي.

د ترکیې د اپوزیسیون مشر اوزګور اوزل د نوي ګوند د جوړېدو اعلان کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱
100%

د ترکیې د اپوزیسیون مشر اوزګور اوزل اعلان کړی چې له خپلې دندې به استعفا ورکړي او نوی سیاسي ګوند به جوړ کړي. شنونکي وایي، دا اقدام ښايي د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف اپوزیسیون ووېشي او د ۲۰۲۸ کال ټاکنو لپاره د اردوغان سیاسي دریځ نور هم پیاوړی کړي.

د رویټرز د راپور له مخې تمه کېږي چې نوی ګوند به د جمهوري غوښتونکي ولسي ګوند (CHP) له رایه ورکوونکو او پارلماني غړو څخه د وتلو لړۍ چټکه کړي.

دغه ګوند څه باندې یوه پېړۍ وړاندې د عصري ترکیې بنسټګر مصطفی کمال اتاترک جوړ کړی و.

اوزګور اوزل چې لا یې خپل نوي ګوند ته نوم نه دی ټاکلی، د مې میاشتې د یوې جنجالي محکمې د پرېکړې له مخې د جمهوري غوښتونکي ولسي ګوند له مشرۍ لرې شوی و.

محکمې د ۲۰۲۳ کال د ګوندي کانګرس پایلې لغوه کوې او د ګوند پخوانی مشر کمال کلیچداراوغلو یې بېرته د مشر په توګه وټاکه.

اوزل د ترکیې په پارلمان په وینا کې وویل، د ده او د ټیم استعفا د سیاسي فشارونو پر وړاندې تسلیمېدل نه دي، بلکې د ولسمشر اردوغان پر وړاندې د سیاسي مبارزې د نوي پړاو پیل دی.