• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا له بریدونو وروسته ایراني ځواکونو بحرین او کویټ په نښه کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۱

ایران د سې شنبې په ورځ په بحرین، کویت او اردن کې پر امریکايي پوځي اهدافو د بریدونو اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه یې د ایران په سوېل او لوېدیځ کې د امریکا تر بریدونو وروسته کړي دي.

امریکايي ځواکونو د ایران د پوځي قوماندې مرکزونه، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اډې، سمندري تاسیسات او د هوايي دفاع سیستمونه بمبار کړل. امریکا ویلي، دغه بریدونه د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې شوي چې شمېر یې ۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا اړوند تاسیسات، د شیخ عیسی هوايي اډې د امریکايي پوځیانو استوګنځي او د امازون شرکت پورې تړلې زیربناوې په نښه کړې دي.

ایران همدارنګه ویلي، په کویت کې یې پر درېیو امریکايي پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي او په اردن کې یې هم یو امریکايي پوځي هدف ویشتی دی.

خو رویټرز ویلي، د ایران دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

امریکايي پوځ، بحرین او امازون تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او اردن ویلي، ځواکونو یې پنځه ایراني بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د راپور له مخې، په همدې ورځ د هرمز تنګي کې یوه نفت وړونکې بېړۍ هم د نامعلوم توغندي له لګېدو وروسته زیانمنه شوې او عمله یې د بېړۍ پرېښودو ته اړه شوې ده.

سپاه پاسداران بیا ویلي، دوو نورو نفت وړونکو بېړیو هم د چاودنو له امله اور اخیستی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ په روانه اونۍ کې پر لسګونو هېوادونو نوې سوداګریزې تعرفې لګوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د نړۍ پر لسګونو هېوادونو نوې سوداګریزې تعرفې ولګوي. فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې دا پرېکړه ښايي په روانه اونۍ کې اعلان شي. د امریکا دغه پرېکړه د مخکینیو لس سلنه موقتي تعرفو د پای ته رسېدو په درشل کې ده.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، تمه کېږي چې نوې لګول کېدونکې تعرفې به هم د اوسنیو لس سلنه تعرفو په کچه وي.

په ورته وخت کې د ډونالډ ټرمپ اداره پر نورو څېړنو او ارزونو هم کار کوي څو داسې قانوني واک ترلاسه کړي چې له مخې یې پر وارداتي توکو لا لوړې تعرفې وړاندیز کړي.

روېټرز خبري اژانس ویلي، چې دوی سملاسي نه دي توانېدلي د فایننشل ټایمز دغه راپور په خپلواکه توګه تایید کړي.

په ډیلي کې سلګونه لاریونوالو یو وار بیا د کشمیر د ایالت کېدو غوښتنه وکړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱
100%

سلګونه لاریونوال د دوشنبې په ورځ د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې راټول شول او غوښتنه یې وکړه، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته دې بېرته د ایالت حیثیت ورکړل شي. لایونوالو غوښتنه وکړه، چې یادې سیمې ته دې د ایالت پخوانی قانوني حیثیت بېرته ورکړل شي.

دغه لاریون چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د سر وزیر عمر عبدالله په مشرۍ ترسره شو؛ ګډونوالو په‌کې د جمو او کشمیر د ایالتي حیثیت لغوه کېدو پر ضد اعتراض وکړ. د راپورونو له مخې؛ پولیسو د یاد لاریون د ترسره کېدو د مخنیوي هڅه کړې ده.

عمر عبدالله پر اېکس پاڼه د دغه اعتراض ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل او ویې لیکل: «دا زموږ د هغې مبارزې یوازېنی پیل دی، چې موخه یې د ایالتي حیثیت، حقونو، عزت او ټولو هغو حقونو بېرته ترلاسه کول دي چې له موږ څخه اخیستل شوي دي».

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي حکومت په ۲۰۱۹کال کې د جمو او کشمیر محدود کورنی خودمختاري لغوه کړه، د دغه سیمې ایالتي حیثیت یې ختم کړ او دغه سیمه یې د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې په دوو جلا قلمرونو یعنې جمو کشمیر او لداخ ووېشله.

له هغه وخت راهیسې د هند حکومت څو ځلې ژمنه کړې، چې په «مناسب وخت» کې به دغه سیمو ته بېرته د ایالت حیثیت ورکړي؛ خو تراوسه یې د یادې ژمنې د عملي کېدو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه‌دی اعلان کړی.

د جمو او کشمیر ملي کنفرانس ګوند چې مشري یې عمر عبدالله کوي غوښتنه کړې، چې دغه ژمنه دې ژر تر ژره عملي شي. په مقابل کې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند (بي‌جي‌پي) مشران وایي، دغه اعتراضونه د خلکو د پام اړولو لپاره دي؛ څو د عمر عبدالله د حکومت ناکامۍ تر سیوري لاندې پاتې شي.

هند او پاکستان له څو لسیزو راهیسې دواړه پر ټول کشمیر د حاکمیت ادعا لري؛ خو هر یو د یادې سیمې یوه برخه تر خپل کنټرول لاندې اداره کوي. هند پر پاکستان تور لګوي چې د خپل کنټرول لاندې کشمیر کې له بېلتون‌پاله ډلو ملاتړ کوي؛ خو اسلام‌اباد دغه تورونه ردوي.

ټرمپ وایي نتنیاهو به امریکا ته د سفر پرمهال ونه نیول شي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به امریکا ته د سفر پرمهال ونه نیول شي. دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي و نیویارک ښار ته د نتنیاهو د سفر پرمهال د هغه د نیولو موضوع څېړي.

ټرمپ پر خواله رسنۍ په خپور کړي پیغام کې لیکلي: «بنیامین نتنیاهو به هېڅکله، په هېڅ حالت او هېڅ ډول د امریکا خاورې ته د راتګ پرمهال ونه نیول شي». هغه په خپل پیغام کې په مستقیم ډول د نیویارک ښاروال څرګندونو ته اشاره نه‌ده کړې.

د جرمونو نړۍوالې محکمې (ICC) په ۲۰۲۴کال کې د غزې د جګړې پرمهال د جنګي جرمونو د ترسره کولو په تور د بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړی و. اسراییل د یادې محکمې صلاحیت نه مني او د جنګي جرمونو تورونه ردوي.

ټرمپ پر «ټروت سوشل» په خپل خپور کړي پیغام کې د زهران ممداني نوم نه‌دی اخیستی؛ خو له اسراییل یې د هغه څه له امله مننه کړې، چې نوموړي له ایران سره په جګړه کې د امریکا مرسته بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نیویارک ښاروال زهران ممداني له «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، د ښار حقوقي اداره څېړي چې د داسې اقدام لپاره یې قانوني واک څه دی.

ممداني ویلي: «زما په باور لومړی وزیر نتنیاهو باید په لاهه کې واوسي. هغه د جنګي جرمونو یو تورن کس دی، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې له‌خوا تر څار او تعقیب لاندې دی».

د پاکستان سترې محکمې د اډیاله زندان له ادارې د عمران خان د ملاقات په اړه بشپړ راپور غوښتی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۱
100%

د پاکستان سترې محکمې د اډیاله زندان ادارې ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند موده کې د هغه له کورنۍ، وکیلانو او نورو دوستانو سره د ملاقات تفصیلي راپور دې په درېیو اوونیو کې محکمې ته وړاندې کړي.

دغه امر د قاضي محمدعلي مظهر په مشرۍ درې کسیز پلاوي د دوشنبې په ورځ د سلمان اکرم راجا له لوري محکمې ته د سپکاوي په اړه د یوې عریضې د اورېدنې پرمهال صادر کړ.

د اورېدنې په پیل کې د اسلام‌اباد لوی څارنوال نوید ملک محکمې ته وویل، د ملاقات په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کېږي او د وړاندې کولو لپاره لږ وخت ته اړتیا لري. محکمې د اډیاله زندان ادارې ته امر وکړ، چې د عمران خان د بند له پیل راهیسې د ټولو ملاقاتونو نېټې، د لیدونکو نومونه او نور اړوند معلومات په بشپړ ډول راټول او په درېیو اوونیو کې محکمې ته وسپاري.

قاضي محمد علي مظهر وپوښتل، چې له عمران خان سره تر اوسه څومره لیدنې شوې دي. هغه ټینګار وکړ، چې محکمه باید د ټولو لیدنو بشپړ او مستند معلومات ترلاسه کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند وکیل سلمان اکرم راجا محکمې ته وویل، چې عمران خان په انفرادي بند خونه کې ساتل کېږي او د سترګو له ناروغۍ هم کړېږي.

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ګواښونو غږېدلي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام‌اباد کې د افغانستان د وضعیت، له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو، امنیتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترهګرۍ او له کرښې هاخوا د سازمان‌یافته جرمونو پر ضد د امنیتي همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان وروستي وضعیت او د هغو امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې چې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري، خو د دغو خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

انیتا اناند د خپل یو ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، اناند او عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د دفاعي همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراخولو یې ټینګار کړی دی.

اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم د دواړو هېوادونو د خبرو مهمه برخه وه. د شهباز شریف په حضور کې کاناډا او پاکستان له کاناډا څخه پاکستان ته د کنولا د صادراتو تړون لاسلیک کړ.

دواړو لورو همدارنګه د بهرنیو پانګونو د ملاتړ د هوکړې د وروستي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تېر کال پاکستان ته د کاناډا صادرات ۶۵سلنه زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

اناند زیاته کړه، کاناډا په پاکستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او موټرو جوړونې په برخو کې د پانګونې له پراخولو سره لېوالتیا لري.

نوموړې په اېکس خواله رسنۍ کې هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ولسي اړیکې د همکاریو له مهمو بنسټونو څخه دي. د هغې په وینا، په کاناډا کې له ۳۰۰زرو ډېر پاکستاني الاصله کاناډایان ژوند کوي او کولای شي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا نږدې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان ته د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر بلل کېږي. دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د تعقیب لپاره به هر کال منظمې مشورتي غونډې ترسره کوي.