• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی: ملي سوداګر او مرستندویه بنسټونه دې له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په نورستان کې د سېلابونو له امله د مالي او ځاني زیانونو په اړه خواشینې ښودلې ده. نوموړي له ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې په دغه سختو شرايطو کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته سخت سېلابونه راوتلي، چې لږترلږه ۲۰ کسان په‌کې مړه شوي، شاوخوا ۸۰ ټپیان دي او تر ۱۰۰ ډېر لادرکه دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند یوسف حماد ویلي، سېلابونو د نورستان د مرکز پارون په ګډون د دغه ولایت بېلابېلې سیمې ځپلې او ځایي اوسېدونکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۳

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۵
تازه خبر

سرچینې: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

•
•
•

نور کیسې

په انځورونو کې د افغان کډوالو ژوند؛ په حمزه بابا پنډغالي کې تر باران لاندې د کډوالو انتظار

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې د حمزه بابا په نوم لنډمهاله پنډغالی چې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو د راټولولو او ثبت مرکز دی، هره ورځ د لسګونه افغان کورنیو کوربه وي. زیاتې کورنۍ تر باران لاندې په دغه وروستي‌ تم ځای کې د تګ یو اوږد انتظار کوي.

زموږ همکار جواد شینواري په لنډي کوتل سیمه کې د هغو افغان کډوالو د ورځني ژوند انځورونه اخیستي، چې افغانستان ته د جبري ستنېدو لړۍ بشپړوي. دغه کورنۍ لومړی په لنډي کوتل سیمه کې د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي، هلته یې د پاکستاني چارواکو له لوري د هویت او اسنادو د ثبت چارې ترسره کېږي او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

100%
حمزه بابا پنډغالي کې افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو پر مهال

په پنډغالي کې ډېری مېشت کسان ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري دي، چې د لنډمهاله استوګنځي له ستونزو سره مخ دي. د سیمې د پرونیو بارانونو له امله اوبه خېمو ته ننوتې او د کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

100%
په پنډغالي کې د افغان کډوالو د انتظار او اوسېدو خېمې
100%
یوه افغانه کورنۍ چې تازه پنډغالي ته راوړل شوې او د قانوني‌پروسې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ستنه شي
100%
حمزه بابا پنډغالي کې د افغان کډوالو لپاره جوړې شوې د اوسېدو خېمې او د اسانتیاوو نشتوالی

د خیمو لمدېدل، د پاکو اوبو محدود لاسرسی، د حفظ‌الصحې ستونزې او د ماشومانو لپاره د مناسب سرپناه نشتوالی هغه ننګونې دي چې په پنډغالي کې د اوسېدونکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

100%
تر باران وروسته د یوې افغانې کورنۍ وضعیت
100%
لنډي کوتل سیمه، د افغان کډوالو د ستنېدو ګادي
100%

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د بې‌اسناده او یوشمېر نورو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده. د یاد بهیر له امله هره ورځ لسګونه کورنۍ د لنډي کوتل د حمزه بابا پنډغالي ته راوستل کېږي او له ثبت وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

100%
100%

په پندغالي کې کډوالې کورنۍ وايي، چې د اوسېدو او ژوند هيڅ اسانتیاوې نشته او د ژوند دغه شیبې یې خورا سختې تېرېږي. د بشري حقونو فعالان او افغان کډوال د ملګرو متلونو، کډوالۍ عالي‌ کمېشنرۍ، پاکستان حکومت او اړوندو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې باید روڼتیا، انساني چلند او د لومړنیو اړتیاوو برابرول یقیني شي؛ ځکه د اغېزمن شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري هم شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پرضد روان اقدامات په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې، د سرحدي وضعیت او د افغان کډوالو موضوع لاهم د دواړه هېوادونو ترمنځ له حساسو مسلو ګڼل کېږي.

دغه وضعیت په داسې حال کې دوام لري، چې بشري مرستندویه ادارو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې د کډوالو د ډله‌ییزې ستنېدو له امله به د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو او نورو لومړنیو بشري اړتیاوو پر وړاندې کولو فشار لا زیات شي.

100%

د جبري ستنولو دوام؛ نوښار کې ۷۶ افغانان نیول شوي او تر زرو ډېر افغانستان ته ستانه کړای شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۲۸ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد روان عملیات نور هم چټک شوي دي. د یادې ولسوالۍ ځایي چارواکو په وینا؛ د پبي، خیراباد، رسالپور او شیرین کوټې په ګډون په یوشمېر سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۷۶ افغان کډوال نیول شوي دي.

د نوښار مرستیال کمېشنر ګوهر زمان وزیر ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان بهیر له پیل راهیسې تر اوسه تر ۱۱۰۰ ډېر بې‌اسناده افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

هغه وویل، په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم له نږدې څاري او هغه افغان کورنیو ته چې لاهم په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي ټاکلې موده ورکړل شوې چې خپل کورونه پرېږدي او د بېرته ستنېدو بهیر بشپړ کړي.

ګوهر زمان وزیر زیاته کړه، چې په نوښار کې د افغان کډوالو ټول لوی پنډغالي خالي کړل شوي او اوس په ښاري سیمو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د پېژندنې او قانوني اقداماتو لړۍ روانه ده.

د نوموړي په وینا؛ هغه افغان وګړي چې د ویزو قانوني موده یې پای ته رسېدلې پرضد به یې هم د قانون له مخې اقدام وشي او افغانستان ته به ستانه کړل شي. هغه وایي، حکومت بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ته د ترانسپورټ او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو ته هم ژمن دی.

ګوهر زمان وزیر ټینګار وکړ، هغه افغان وګړي چې له پاکستاني ښځو سره یې ودونه کړي یا د محکمو له لوري ورته سند ورکړل شوی؛ د روانو عملیاتو برخه نه‌دي او د هغوی قضیې به د نافذه قوانینو له مخې حل کېږي.

په یوه ورځ؛ له پاکستان او ایران نه تر ۳زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، یوازې پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۹مه) له پاکستان او ایران نه ۶۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳زره او ۲۹۳ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو ياد کمېسیون ویلي، له دې ډلې د تورخم له لارې ۵۱۸ کورنۍ، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۲۳ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۰ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې؛ د دې ترڅنګ په همدې ورځ له ۶۵۰ کورنیو سره مرستې شوې او همداراز له کابل نه ۸۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۶۳۱ کسان کېږي، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون ۱۲۰۱ کورنیو ته استوګنیزې نمرې هم وېشل شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ له دې ډلې په ننګرهار کې ۳۵۷، فراه کې ۱۰۲، دایکنډي کې ۴۵۰ او نیمروز کې ۲۹۲ ستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

له زده‌کړو د نجونو محرومیت؛ افغانستان به په ۲۰۳۰کال کې په کوم وضعیت کې وي؟

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۱
100%

هغه نجلۍ چې په ۱۴۰۱کال کې باید اووم ټولګي ته تللې وای، اوس شاوخوا ۱۷ یا ۱۸ کلنه ده. که هر څه د معمول په څېر روان وای؛ نو نن به یې ښوونځی بشپړ او د کانکور ازموینې ته به یې چمتووالی نیولی وای، خو د زده‌کړو پنځه کلن بندیز د هغې د ژوند لوری بدل کړی دی.

هغه لاهم د دولسم ټولګي سند نه‌لري او پوهنتون ته د هغې د تګ لاره او همدارنګه د ډېرو کاري فرصتونو دروازې پرې تړلې پاتې دي. که د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د زرګونه ښځینه ښوونکو، ډاکټرانو او قابلو له کمښت سره مخ شي او د دغه وضعیت پایلې به د هېواد پر ښوونه او روزنه، اقتصاد او روغتیايي نظام ژور اغېز وکړي.

په دغه راپور کې څېړل کېږي، چې د دغه محرومیت اغېزې به تر ۲۰۳۰کال پورې پر ښوونه او روزنه، روغتیا، اقتصاد، د کار بازار، د مسلکي ښځو پر راتلونکي نسل او هغه ماشومانو چې د زده‌کړو له نعمته د محرومو مېندو تر روزنې لاندې لویېږي، څه ډول وي.

سلګونه زره ښځې او نجونې له زده‌کړو محرومې دي

د ملګرو ملتونو د دوو اړوندو ادارو یونسکو او یونېسف راپورونه ښيي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۲.۲ مېلیونه تنکۍ نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې دي. یونېسف اټکل کړی، چې د دغه بندیز هرکال دوام شاوخوا ۲۵۰زره نورې نجونې هم د خپلو زده‌کړو له دوام څخه بې‌برخې کوي او که دغه بهیر ونه درېږي، تر ۲۰۳۰کال پورې به له دوه مېلیونو زیاتې نجونې د لومړنیو زده‌کړو له دورې پورته زده‌کړو څخه محرومې پاتې شي.

د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزیر میرویس بلخي وایي، چې د دغه وضعیت دوام به هر کال د ښځو او نارینه‌‌و ترمنځ د علمي واټن ترڅنګ، د افغانستان او نړۍ ترمنځ علمي واټن لاهم ژور او پراخ کړي.

د هغه په وینا؛ د ښځو، نارینه‌‌و او همدارنګه د افغانستان او نړۍ ترمنځ دغه علمي واټن ورځ تر بلې پراخېږي. میرویس بلخي وایي، له زده‌کړو د نجونو محرومول، د ښځینه ښوونکو د شمېر کمښت، د بدیلو ښوونیزو لارو محدودیت او د اېډیولوژیکې زده‌کړې پراختیا، د افغانستان علمي او روزنیز ظرفیت کمزوری کړی دی.

بلخي باور لري، چې د افغانستان ښوونیز نظام له «جوړښتي سقوط» سره مخ شوی دی. د هغه په خبره؛ طالبانو د زده‌کړې مفهوم تر ډېره د لوست او لیک د لومړنیو مهارتونو پورې محدود کړی او ډېری ماشومان هم له همدې بنسټیزو مهارتونو بې‌برخې پاتې کېږي.

په تاجکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور ارزو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له پوهې سره دښمني ښايي په اوږدمهال کې دوام ونه کړي؛ خو کولی شي د کلونو لپاره د یوې ټولنې د پرمختګ مخه ونیسي.

ارزو ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله افغانستان تر ۲۰۳۰کال پورې د لا زیاتې وروسته پاتې کېدو او تیارو پر لور روان دی او د هېواد مدني او علمي لاسته راوړنې به له‌منځه ولاړې شي.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې بل ډول پرمختګ کاوه. په ۲۰۰۱کال کې د ښځینه محصلانو شمېر شاوخوا ۵زره و؛ خو تر ۲۰۲۱کال پورې تر ۱۰۰زرو واوښت. له دغه محصلانو څخه ډېری یې د پوهنتون له فراغت څخه یوازې څو میاشتې واټن درلود.

اوس دغه بهیر درېدلی دی. حتا که پوهنتونونه بېرته هم پرانیستل شي، هغه نسل چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۱ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د کار بازار ته داخل شي؛ نور به حضور ونه لري. د دغه تشې لومړنۍ نښې به د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې څرګندې شي.

یونسکو یوازې د راتلونکو څلورو کلونو په اړه اندېښنه نه‌لري؛ بلکې ویلي یې دي که د ښځو پر لوړو زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۶۶کال پورې به د افغانستان اقتصادي ظرفیت شاوخوا ۹.۶ مېلیارده ډالر زیان وویني.

دغه اندازه د افغانستان د اوسني ناخالص کورني تولید نږدې دوه پر درېیمه برخه جوړوي. د یونېسف یوه تازه څېړنه ښيي، که دغه محدودیتونه دوام ومومي؛ افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د تقاعد او کډوالۍ له امله شاوخوا ۲۰زره ښځینه ښوونکې له لاسه ورکړي.

یادې ادارې همدارنګه خبرداری ورکړی، چې شاوخوا ۵زره او ۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې به هم له کاري ډګره ووځي. د دغه دواړو برخو له لاسه وتونکو ښځینه کارکوونکو ټول شمېر د هغو ښځینه کارکوونکو نږدې یوه څلورمه برخه جوړوي، چې په ۲۰۲۱کال کې د ښوونې او روزنې او روغتیا په سکټورونو کې په دندو بوختې وې.

د افغان ښځو درملنه به څوک کوي؟

د نجونو پر زده‌کړو محدودیت یوازې درسي ټولګي نه‌دي تش کړي؛ بلکې د زرګونه ښځینه ډاکټرانو، قابلو، روغتیاپالو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر یې هم درولی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان روغتیايي نظام تر بل هر وخت د دوی حضور ته ډېره اړتیا لري.

د افغانستان په ډېرو سیمو په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې ښځې یوازې هغه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، چې ښځینه کارکوونکې ولري. له همدې امله د ښځینه ډاکټرانو او قابلو کمښت یوازې یوه ښوونیزو ستونزه نه‌ده؛ بلکې په مستقیم ډول د مېلیونونه ښځو د روغتیايي خدمتونو پر لاسرسي اغېز کوي.

طالبانو په ۲۰۲۳کال کې په روغتیایي انسټیټیوټونو کې د ښځو زده‌کړې هم ودرولې. د هرات د عامې روغتیا پخوانی رییس او د عامې روغتیا لوړپوړی کارپوه ډاکټر عبدالحکیم تمنا وایي، چې د روغتیايي نظام کړکېچ به د ۲۰۳۰کال تر رسېدو ډېر مخکې څرګند شي.

هغه وایي، یوشمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکې د تقاعد عمر ته رسېږي؛ ځینې د محدودیتونو او د ژوند د سختیو له امله کډوالۍ ته اړې کېږي او یوشمېر نورې به د کاري فشارونو له امله خپلې دندې پرېږدي.

د هغه په وینا؛ اصلي ستونزه دا ده چې د هغوی د ځای ناستې لپاره نورې ښځې نه روزل کېږي.

د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې زیاتوالی

افغانستان اوس په نړۍ کې د مېندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري. د روغتیا نړيوال سازمان وایي، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یونېسف خبرداری ورکړی، چې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو شمېر کمېدل ښايي د ۱۶۰۰ نورو مېندو او له ۳۵۰۰ څخه د ډېرو نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لامل شي. ډاکټر عبدالحکیم تمنا وایي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو نشتوالی ښځې د مېندوارۍ او زېږون له روغتیايي خدمتونو، د ناروغیو له درملنې او وقایوي روغتیايي پاملرنې څخه محروموي.

د هغه په وینا؛ د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې زیاتوالی او د ښځو معلولیت نه یوازې پر ښځو اغېز کوي، بلکې کورنۍ هم له ستونزو سره مخ کوي. هغه ماشوم چې مور د زېږون پرمهال له لاسه ورکړي، د تغذیې، روغتیا، زده‌کړو او د کورنۍ د ملاتړ په برخه کې له ډېرو ګواښونو سره مخامخ کېږي.

هغه د اوسني وضعیت د دوام په صورت کې تر ۲۰۳۰کال پورې د افغانستان د روغتیايي نظام راتلونکی «بشري ناورین» بولي او وایي، چې د ښځو د ناروغۍ، مړینې او معلولیت اقتصادي لګښتونه ښايي په اوږدمهال کې لسګونه مېلیارډ ډالرو ته ورسېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې نیمايي مړینې د غیرساري ناروغیو له امله رامنځته کېږي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰کال پورې به د دغه ناروغیو ونډه لا زیاته شي. سره له دې طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې د قابلګۍ او نرسنګ په څانګو کې زده‌کړې وکړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اټکل کړی، که د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د اړتیا پرتله شاوخوا ۱۸زره قابلې او تر ۷زرو زیاتې ښځینه ډاکټرانې کمې ولري.

دغه کمښت به د افغانستان د روغتیايي نظام وړتیا راټیټه کړي او د مېلیونونه ښځو لپاره به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول لا ستونزمن کړي.

د افغانستان اقتصاد لا نارینه‌ محوره کېږي
کارپوهان وایي، د ښځو پر زده‌کړو بندیز به د افغانستان پر اقتصاد د کلونو لپاره اغېز وکړي. هغه هېواد چې نیمایي نفوس یې له زده‌کړو او ډېرو کاري فرصتونو محروم وي، د خپل تولید، نوښت او اقتصادي ودې لویه برخه وړتیا له لاسه ورکوي.

د افغانستان د یوه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو استاد چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، له زده‌کړو د ښځو محرومول د افغانستان بشري پانګه کموي.

هغه وایي، د ښځو زده‌کړه یوه اقتصادي پانګونه ده؛ لوستې ښځه کولای شي کار وکړي، د کورنۍ عاید زیات کړي، سوداګري پیل کړي او د تولید او خدماتو په برخو کې ونډه واخلي.

د هغه په وینا؛ له زده‌کړو څخه د ښځو محرومول د دې لامل کېږي، چې کورنۍ تر ډېره د یوه نارینه پر عاید متکي شي. که هغه نارینه ناروغ، بې‌کاره، معلول یا مړ شي؛ د کورنۍ ټول غړي له بې‌وزلۍ سره مخ کېدای شي.

د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان د کار په بازار کې د ښځو د ګډون کچه شاوخوا ۵.۱ سلنه وه، په داسې حال کې چې دغه کچه د نارینه‌و لپاره ۶۹.۸ سلنه ثبت شوې ده. همدارنګه د هېواد د ټول کاري ځواک له‌منځه د ښځو ونډه ۶.۸ سلنه وه.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، په افغانستان کې ۷۸ سلنه ځوانې ښځې نه زده‌کړې کوي، نه کار لري او نه هم د مهارتونو د زده‌کړې په پروګرامونو کې ګډون کوي. دغه شمېره د ځوانو نارینه‌و لپاره ۲۰ سلنه ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اټکل کړی، چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ مېلیون ډالره زیان رسولی دی. دغه اندازه د افغانستان د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۵.۸ سلنه جوړوي.

یونېسف هم اټکل کړی، چې د ښځو پر زده‌کړو او اقتصادي ګډون د محدودیتونو له امله افغانستان ته هرکال لږ تر لږه ۸۴ مېلیون ډالره مستقیم اقتصادي زیان اوړي. د اقتصاد دغه استاد وایي، دغه وضعیت د نارینه‌و کاري فرصتونه هم کموي.

کله چې یو ښوونځی یا روغتیايي مرکز د ښځینه ښوونکو او یا ښځینه کارکوونکو د نشتوالي له امله کمزوری یا وتړل شي؛ نو هلته کارکوونکي نارینه، موټر چلوونکي، ساتونکي، پلورونکي او له دغه مرکزونو سره تړلي خدماتي شرکتونه هم خپل عاید له لاسه ورکوي.

د هغه په ​​وینا؛ د افغانستان اقتصاد به تر ۲۰۳۰کال پورې پر بهرنیو مرستو ډېره تکیه ولري.

د مېندو محرومیت د ماشومانو راتلونکو فرصتونو ته زیان رسوي

د نجونو د کلونو، کلونو ښوونیز محرومیت اغېزې ښايي پر هغو ماشومانو هم ولګېږي چې دوی به یې په راتلونکو کلونو کې نړۍ ته راوړي. د نړۍوال بانک، یونسکو او یونېسف څېړنې ښيي، چې د مېندو زده‌کړې د ماشومانو د روغتیا، تغذیې او زده‌کړو د کیفیت له مهمو ټاکونکو عواملو څخه دي. هغه ښځې چې لوړې زده‌کړې لري، عموماً روغتیايي خدمتونه ژر ترلاسه کوي، خپل ماشومان ډېر ښوونځي ته لېږي او د هغوی پر تغذیې او ودې ډېرې پانګونې کوي.

د یونېسف تحلیل ښيي، چې د مېندو د زده‌کړو او د ماشومانو د واکسین، مناسب قد او وزن او د مېندوارۍ پرمهال د روغتیايي پاملرنې ترمنځ پیاوړې اړیکه شته. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د ښځو د زده‌کړو کچې ټیټېدل د مېندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت لا خرابولای شي.

د کابل پوهنتون یوې پخوانۍ ښځینه استاده چې اوس په افغانستان کې ژوند کوي وایي، په هغه کورنۍ کې چې مور خپلواک عاید ونه لري، د کورنۍ ټول لګښتونه پر ډوډۍ ګټونکي پورې تړلي وي. دغه ډول کورنۍ د بې‌کارۍ، ناروغۍ، وچکالۍ او کډوالۍ پر وړاندې ډېرې زیان‌منونکې وي.

هغې وویل، د کورنۍ بې‌وزلي هم کولای شي ماشومان له ښوونځي وباسي. په دې توګه د نن ورځې د یوې نجلۍ ښوونیز محرومیت ښايي د سبا ورځې د ماشوم لپاره د لږو فرصتونو لامل شي. د هغې په وینا؛ په بې‌وزله کورنیو کې کله چې د نجلۍ پر زده‌کړو او کار کولو لارې وتړل شي، پر هغې د ژر واده کولو فشار هم زیاتېږي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ښايي د ماشومانو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه کړي او د افغانستان شاوخوا ۳۷ سلنه نجونې د ۱۸ کلنۍ څخه مخکې د واده له ګواښ سره مخامخ کړي.

هغې وویل، هغه نجونې چې له ښوونځي محرومې شوې دي هره ورځ له داسې یوې پوښتنې سره مخ وي چې روښانه ځواب نه‌لري: دوی څه وخت بېرته عادي ژوند ته ستنېدای شي؟

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د یوې څېړنې له مخې؛ د ۲۰۲۴کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۲۱ سلنه سروې شوو ښځو ان یو ځل هم له خپلې کورنۍ څخه بهر له کومې بلې ښځې سره ټولنیزه لیدنه نه وه کړې. د یادې څېړنې له مخې؛ دغه ټولنیزه انزوا او ګوښه‌توب په ښاري سیمو کې تر کلیوالو سیمو ډېره ثبت شوې ده.

کډوالي د متخصصینو کمښت لا ژوروي

هغو کسانو چې له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرې کړې دي باور لري، چې افغانستان په یو وخت کې دوه نسلونه له لاسه ورکوي؛ یو د ښځو نوی نسل چې د تخصصي زده‌کړو اجازه نه‌لري او بل د هغه ښځینه او نارینه متخصصینو یوه برخه چې هېواد پرېږدي او کډوال کېږي.

ډاکټر عبدالحکیم تمنا وایي، کاري فشارونه، محدودیتونه او د روښانه راتلونکي نشتوالی یو شمېر لوستې ښځې دې ته اړ باسي چې هېواد پرېږدي. د هغه په وینا؛ هغه کورنۍ چې مالي توان لري، د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره نورو هېوادونو ته کډه کوي. د دغه کورنیو په وتلو سره افغانستان په یو وخت کې پوهه، تجربه، پانګه او کاري ځواک له لاسه ورکوي.

افغانستان به په ۲۰۳۰کال کې په کوم وضعیت کې وي؟

افغانستان به په ۲۰۳۰کال کې د نجونو د زده‌کړو د پنځه کلن محرومیت اغېزې له ځان سره ولري، حتا که تر هغه مخکې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي. که څه هم د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل کولی شي د دغه ناورین د لا پراخېدو مخه ونیسي؛ خو د تېر وخت زیانونه نه‌شي له‌منځه وړلای. د ضایع شویو کلونو د جبران لپاره پراخ پروګرام ته اړتیا ده، چې په‌کې جبراني زده‌کړې، پوهنتونونو ته د ښځو بېرته ستنول، د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو بېړنۍ روزنه او د کار زمینې برابرول شامل وي.

د پوهنتون استاد بصیراحمد دانشیار چې اوس جرمني ته کډوال شوی وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي افغانستان به د خپلې بشري پانګې او علمي ظرفیتونو لویه برخه له لاسه ورکړي.

د هغه په وینا؛ هېواد به د پوهې د تولید کمښت، د نوښت د کچې ټیټېدو او د متخصصو کادرونو د روزنې بهیر له لا ستونزمنېدو سره مخ شي. پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو بنسټونه به د استادانو، څېړونکو او متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ شي.

کډوالي به نوره هم زیاته شي او د پراختیا شاخصونه او د دوامداره ودې ارزښتناک فرصتونه په ځانګړي ډول د پوهې، څېړنې او علمي تولید په برخه کې به تر پخوا ډېر له لاسه ووځي.

داسې ښکاري، چې ۲۰۳۰کال د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره د نړۍوالو پراختیایي موخو د ارزونې کال دی. هېوادونه هڅه کوي، چې زده‌کړو، روغتیا، ټېکنالوژۍ او کار ته د برابر لاسرسي زمینه لا پراخه کړي.

د سیمې هېوادونه هرکال ډېرې ښځینه ډاکټرانې، انجنیرانې، څېړونکې او متخصصې روزي. میرویس بلخي وایي، افغانستان به په داسې وضعیت کې له علمي پلوه د سیمې له اصلي بهیر څخه شاته پاتې شي.

د هغه په باور؛ هغه نظام چې انتقادي فکر، مسلکي مهارتونه او تخصصي پوهه نه روزي، د پرمختګ لپاره اړین بشري ځواک هم نه شي چمتو کولای. د هر کال ځنډ له امله د هغه نجونو شمېر زیاتېږي، چې د ښوونځي له عمره اوړي او د کورنۍ نوي مسوولیتونه پر غاړه اخلي.

هغه زده‌کوونکې چې روزل شوي ښوونکي نه‌لري؛ هغه ښځه چې د زېږون پرمهال ښځینه ډاکټره یا قابله نه مومي، هغه روغتون چې ودانۍ لري؛ خو بودجه او کارکوونکي نه‌لري، هغه کورنۍ چې ټول عاید یې یوازې په یوه نارینه پورې تړلی وي او هغه مور چې خپله له ښوونځي پاتې شوې وي؛ خو له محدودو امکاناتو سره هڅه کوي د خپل ماشوم د زده‌کړو لاره پرانیستې وساتي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونه: د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ښه فرصت برابر شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر تړل پاتې کېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی.

د هغه په وینا؛ له دغه فرصت څخه د مناسبې ګټې اخیستنې لپاره باید افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. سیادت دغه څرګندونې تېره ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) د ایران د کرمان ښار په هغه غونډه کې کړې، چې د افغانانو د کار او پانګونې پر وړاندې د شته ستونزو د ارزونې لپاره جوړه شوې وه.

هغه وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر تړل کېدو وروسته د ایران لپاره ښه فرصت برابر شوی و چې د افغانستان په بازار کې خپل سوداګریز حضور پیاوړی کړي؛ خو له دغه فرصت څخه تر ټولو ډېره ګټه ازبکستان واخیسته او افغانستان ته یې صادرات ۴۱ سلنه زیات کړل.

د سیادت په وینا؛ اوس ایران د افغان سوداګرو لپاره د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو مناسب مقصد ګرځېدلی دی. هغه زیاته کړه، چې د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د کار او فعالیت جوازونو په ورکړه کې اسانتیا، د ویزو او استوګنې اړوند ستونزو هوارول او د بهرنیو سوداګرو لپاره د ځانګړو دفترونو جوړول کولای شي په ایران کې د افغان سوداګرو د پانګونې او اقتصادي فعالیت زمینه لا پیاوړې کړي.

سیادت دا هم ویلي، که څه هم په سیمه کې وروستیو جګړو او د فارس خلیج د سوداګریزو لارو ګډوډیو د ایران پر سوداګرۍ اغېز کړی؛ خو د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره لاهم د پام وړ فرصتونه شته.