امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې منځني ختیځ ته له سفر کولو ډډه وکړي

د امریکا حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په منځني ختیځ کې له خپلو وګړو غوښتي، چې له احتیاط کار واخلي او هغه کسان چې منځني ختیځ ته د سفر پلان لري؛ باید له سفر کولو ډډه وکړي.

د امریکا حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په منځني ختیځ کې له خپلو وګړو غوښتي، چې له احتیاط کار واخلي او هغه کسان چې منځني ختیځ ته د سفر پلان لري؛ باید له سفر کولو ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله امنیتي وضعیت ترینګلی دی او د شخړو د ناڅاپي زیاتوالي شونتیا شته. په خبرپاڼه کې له هغو امریکایي وګړو چې اوسمهال په منځني ختیځ کې دي غوښتل شوي، چې له احتیاط کار واخلي او د الوتنو د لغوه کېدو، د هوایي ډګرونو لنډمهاله تړل کېدو او د سفر خنډونو د احتمال لپاره چمتووالی ونیسي.
د امریکا حکومت له منځني ختیځ نه بهر له هغه امریکایي وګړو هم غوښتي، چې سیمې ته د سفر کولو یا د منځني ختیځ له لارې د تېرېدو په اړه له سره غور وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د متحده ایالاتو ډیپلوماټیک تاسیسات د منځني ختیځ دننه او بهر په نښه شوي دي. د ایران رژیم او نیابتي ډلې یې ښایي په بهر کې د امریکا نورې ګټې یا په ټوله نړۍ کې متحده ایالاتو او امریکایي وګړو سره تړلي ځایونه په نښه کړي».

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د پرلهپسې بریدونو په لسمه شپه د ایران په څو سویلي ښارونو کې یو ځل بیا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سېشنبې په سهار په بندرعباس، قشم، بندر لنگه، کنارک او چابهار ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ایراني رسنیو ویلي، له دې وړاندې هم په همدې ښارونو کې د چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړل شوی و، خو د بریدونو د هدفونو، د احتمالي مرګژوبلې او یا اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.
تر اوسه د امریکا پوځ د دغو راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او د راپورونو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ په وروستیو ورځو کې زیات شوی او د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کړی دی.
د ایران پوځ ویلي چې د سېشنبې په سهار یې له ځمکې پر ځمکه توغندیو په وسیله د کویټ په عریفجان پوځي اډه کې د امریکا د پوځ د هیمارس توغندیز سیسټمونه په نښه کړي دي.
د ایران د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دغه برید له ځمکې پر ځمکې توغندیو په وسیله ترسره شوی او موخه یې د امریکا د پوځ د هیمارس توغندیز سیسټمونه وو.
تر اوسه د امریکا او کویټ حکومتونو د ایران د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د برید د څرنګوالي یا احتمالي زیانونو په اړه هم کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمې امنیتي وضعیت له زیاتېدونکو اندېښنو سره مخ دی.
د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلاماباد کې د افغانستان د وضعیت، له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو، امنیتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترهګرۍ او له کرښې هاخوا د سازمانیافته جرمونو پر ضد د امنیتي همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان وروستي وضعیت او د هغو امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې چې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري، خو د دغو خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلهوال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.
انیتا اناند د خپل یو ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، اناند او عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د دفاعي همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراخولو یې ټینګار کړی دی.
اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم د دواړو هېوادونو د خبرو مهمه برخه وه. د شهباز شریف په حضور کې کاناډا او پاکستان له کاناډا څخه پاکستان ته د کنولا د صادراتو تړون لاسلیک کړ.
دواړو لورو همدارنګه د بهرنیو پانګونو د ملاتړ د هوکړې د وروستي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تېر کال پاکستان ته د کاناډا صادرات ۶۵سلنه زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
اناند زیاته کړه، کاناډا په پاکستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او موټرو جوړونې په برخو کې د پانګونې له پراخولو سره لېوالتیا لري.
نوموړې په اېکس خواله رسنۍ کې هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ولسي اړیکې د همکاریو له مهمو بنسټونو څخه دي. د هغې په وینا، په کاناډا کې له ۳۰۰زرو ډېر پاکستاني الاصله کاناډایان ژوند کوي او کولای شي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دا نږدې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان ته د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر بلل کېږي. دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د تعقیب لپاره به هر کال منظمې مشورتي غونډې ترسره کوي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي، د ملګرو ملتونو له لوري د رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه د ټاکل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له رباب فاطمې سره نږدې همکارۍ ته سترګې په لار یو.
لېنډسي ویلي، له رباب فاطمه سره د نږدې همکارۍ هیله لري، څو په افغانستان کې د یوناما مهم او بنسټیز ماموریت لا پیاوړی او پرمخ یووړل شي.
هغه ټینګار کړی چې د یوناما ماموریت د افغانستان د روانو ننګونو په مدیریت او له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په برخه کې مهم رول لري.
رباب فاطمه، چې د بنګلهدېش تجربه لرونکې ډیپلوماته ده، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د یوناما د نوې مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
نوموړې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په بېلابېلو لوړو ډیپلوماتیکو دندو کې کار کړی او د نړیوالې ډیپلوماسۍ په برخه کې پراخه تجربه لري.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره انالینا بربوک وايي، نړۍ کې هر کال په ترافیکي پېښو کې ۱،۱۶ میلیونه کسان مړه کېږي او شاوخوا ۵۰ میلیونه نور ټپیانېږي. په افغانستان کې هم د روان لمریز کال له پیل راهیسې په ۱۲۰ ثبت شویو ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۱ کسان مړه او ۱۹۸ نور ټپیان شوي.
بربوک د ایکس په یوه پیغام کې ویلي، د سړکونو د خوندیتوب په اړه د لوړې کچې په غونډه کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د پرمختګ یوه نوې اعلامیه تصویب کړې چې موخه یې د خوندي سړکونو لپاره د اقداماتو چټکول او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ترافیکي مړینو او جدي ټپونو ۵۰ سلنه کمول دي.
هغې ویلي: «د دې اعلامیې د ۴۸ سپارښتنو عملي کول کولی شي رښتینی بدلون راولي. خوندي سړکونه او خوندي وسایط هغه څه دي چې موږ ټول پرې موافق کېدای شو او ټول ترې ګټه اخیستلای شو.»
په افغانستان کې هم د رووستیو ارقامو له مخې لږ تر لږه ۱۲۰ ترافیکي پېښې ثبت شوې چې په کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۱۰۱ کسان وژل شوي او ۱۹۸ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې خراب سړکونه، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، تېز رفتار، د ترافیکي قوانینو کمزوری پلي کېدل او د بیړنیو روغتیايي خدمتونو محدود امکانات د مرګونو ترافیکي پېښو له مهمو عواملو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې څرګندونې په داسې حال کې دي چې د نړۍ په کچه د ترافیکي پېښو د قربانیانو د کمولو لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې د مړینو او جدي ټپونو د نیمایي کمولو هدف ټاکل شوی، خو په افغانستان کې د سړکونو د خوندیتوب د کمزورو معیارونو او د دقیقو او منظم ملي ارقامو د نشتوالي له امله د دې هدف د عملي کېدو په اړه لا هم جدي اندېښنې شته.