• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ۱۰۰ ډېر افغان سوداګر د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه ازبکستان ته تللي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي د څه باندې ۱۰۰ سوداګرو او پانګه والو په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی. د دغه درې ورځني سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول، د ګډو پانګونو د فرصتونو ارزول او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

ټاکل شوې افغان سوداګریز پلاوی د ازبکستان د سردریا ولایت له والي، سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو سره وګوري.

همدارنګه، د سردریا ولایت د تولیدي فابریکو لیدنه هم د دغه درې ورځني سفر د پروګرام برخه ده، چې موخه یې د صنعتي ظرفیتونو ارزونه او د همکاریو د نویو فرصتونو پېژندل دي.

ازبکستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او په وروستیو کلونو کې طالبانو او ازبک چارواکو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړې او په بېلابېلو کچو یې ګډې اقتصادي ناستې او سوداګریز سفرونه کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د بې‌اسناده موټرو د ثبت بهیر د روان کال تر پایه وغځاوه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو مالیې وزارت د بې‌اسناده او یوې کیلي موټرو د ثبت او ګمرکي محصول پروسه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال تر پایه پورې وغځوله. دغه پروسه به د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز او خوست په ګډون د هېواد په اوو زونونو کې روانه وي.

د طالبانو د مالیې وزارت نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۳۰مه وویل چې په دې پروسه کې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام سره په ګمرکي محصولاتو کې لوی تخفیفونه ورکړل شوي دي.

د نوې پرېکړې له مخې، له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې ماډل ساده موټرونو ته ۳۵ سلنه او له ۲۰۰۵ کال څخه تر وروستي ماډل پورې ساده موټرو ته ۶۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی دی.

همدارنګه د ساده او زغره‌والو یو کیلي موټرو لپاره ګمرکي تعرفه ۲۰ سلنه ټاکل شوې ده.

په دې پرېکړه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د بې‌اسناده موټرو د کنټرول په برخه کې د دغه رژیم له لوري ټاکل شوي مقررات او احکام په پوره توګه پلي کړي.

دغه ریاست مکلف دی چې په هېواد کې د بې‌اسناده موټرو پر تګ راتګ جدي څارنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې تېر کال د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ ماډل ساده موټرو ته ۳۰ سلنه او له ۲۰۰۵ څخه تر وروستي ماډل پورې ساده موټرو ته ۴۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی و.

دغه راز په تېره دوره کې د ساده او زغره‌والو یو کیلي موټرو لپاره ګمرکي تعرفه ۳۰ سلنه ټاکل شوې وه، چې په نوې پرېکړه کې پکې د پام وړ کموالی راغلی دی.

اروپايي ټولنې د نورستان د مرګونو سېلابونو له اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي وښوده

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نورستان په پارون کې د وروستیو ویجاړوونکو او مرګونو سېلابونو له امله خواشیني ښودلې او هیله یې کړې، چې د سېلابونو له امله ورک شوي کسان ژر تر ژره وموندل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په اېکس کې ټینګار کړی چې په دې سخت وخت کې د ټولو زیانمنو شویو کسانو تر څنګ ولاړه ده.

اروپايي ټولنې په دې پېغام کې د مرستو کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د نورستان مرکز پارون په سېلاب ځپلو سیمو کې لا هم د ورکو شویو کسانو د موندلو او له هغو کورنیو سره د مرستې لپاره د ژغورنې عملیات دوام لري چې په دې پېښه کې لادرکه شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳ ته رسېدلی چې تر اوسه د ۱۵ تنو جسدونه موندل شوي او له ۱۰۰ څخه زیات کسان لا هم ورک دي.

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو نوملړونه چمتو کړي او له تېرو څو ورځو راهیسې د یادو فهرستونو له‌مخې ټول پخواني نظامیان څاري او د ټیلیفون له لارې یې د استوګنې ځایونه تثبیتوي.

سرچینو ویلي چې په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، ولایت مقام، د احصايي ادارې، امربالمعروف او نورو ادارو لس کسیز ګډ پلاوي د چمتو شویو نوملړونو له‌مخې، د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو تعقیب او څار پیل کړی دی.

سرچینې وايي، طالبان د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو د شهرت په اړه له وړاندې جوړو شویو نوملړونو له‌مخې، له هغوی سره تلیفوني اړیکې نیسي او د اوسېدو د ځای او فعالیت په اړه ترې ډاډ ترلاسه کوي.

سرچینې زیاتوي، چې په یادو نوملړونو کې د پخوانیو نظامیانو نوم، د پلار نوم، اصلي استوګنځای، فعلي سکونت، د اړیکې شمېره او پخوانۍ دندې په اړه معلومات لیکل شوي دي.

په کندهار کې د پخوانیو نظامیانو له منځه یو تن افغانستان انټرنشنل ته وویل:«له دې کار څخه هدف دادی چې د پخوانیو نظامیانو په اړه ډاډ ترلاسه شي، چې هغوی په څه بوخت دي او چېرې دي؟»

یو بل تن پخواني سرتېري، چې په ورته یوه نوملړ کې یې نوم دی او اړیکه ورسره نیول شوې، وویل، چې « په دغو فهرستونو کې اکثره د تېر نظام د ملي پولیسو، محلي پولیسو او د پخواني حکومت د ملي امنیت د پارټیزاني[چریکي] ګروپونو د غړو په اړه معلومات دي».

نوموړي زیاته کړه:« دا کسان د خپله همدې ولایتونو دي، په ښار او ولسوالیو کې یې دندې لرلې او خلکو پیژندل، ځینې یې په اولو وختونو کې ایران او پاکستان ته تللي دي او ډیر اوس هم په خپلو ولایتونو کې اوسېږي».

په کندهار کې یوې طالب سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په یادو نوملړونو کې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د ۹۰۰، په شاولیکوت کې ۷۰۰، په پنجوايي کې ۷۰۰، په میوند کې ۳۰۰ او په ډنډ کې د ۸۰۰ پخوانیو نظامیانو په اړه معلومات خوندي دي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د نورو ولسوالیو د پخوانیو نظامیانو په اړه هم معلومات راټول شوي، خو د نورو ولسوالیو په اړه یې جزشیات شریک نه کړل.

یادې سرچینې، چې د پخوانیو نظامیانو د څار مسوولیت کې ښکیله ده، وویل، چې د پخوانیو نظامیانو له څار او تعقیب څخه د طالبانو هدف دادی، چې د پخوانیو نظامیانو په اړه دوامدار معلومات ولري او دا معلومه کړي چې د یادو نظامیانو له لوري خو به طالبانو ته کوم ګواښ متوجې نه وي.

وړاندې هم دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د شنبې په ورځ په کندهار کې د طالبانو استخباراتو ریاست د دغه ولایت له پخوانیو نظامیانو سره ناسته کړې ده.

یوې سرچینې وویل، چې په یاده ناسته کې پخوانیو نظامیانو ته خبرداری ورکړل شوی چې له کندهار ښار نه بل لوري ته سفر کول باید محدود کړي او یا دې هم له سفر کولو څخه وړاندې د طالبانو استخباراتو ته خبر ورکړي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو په یاده ناسته کې پخوانیو نظامیانو ته خبرداری ورکړی چې که په پاکستان کې میشت ددوی خپلوان د طالبانو پر ضد فعالیت وکړي او یا پرې نورې مخالفې کړنې ثابتې شي، سزا به یې دوی ته ورکړل شي.

دې سرچینې زیاته کړه، «پخوانیو نظامیانو ته وویل شول، چې که ستاسو وروڼه او یا نور خپلوان چې په پاکستان کې اوسیږي، د طالبانو‌ پر ضد کوم فعالیت وکړي، نو دلته به ستاسو جایدادونه ضبط شي او د هغوی د کړنو جزا به تاسې ته درکړل شي».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، له طالبانو سره په ناسته کې تر ډېره د تېر نظام د پولیسو سرتیرو، د حوزو امرینو، د ولسوالیو د پولیسو مرستیالانو په کچه کسانو ګډون کړی و.

طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو افغان سرتېرو د نوملړونو تازه کولو او فعالیتونو څار داسې مهال پیل کړی، چې په دې وروستیو کې ددې ډلې اړوندو سرچینو د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د سرانانو په سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د خپلو مخالفانو د هدف ګرځولو خبر ور کړی و.

د ایران له خراسان رضوي نه افغانستان ته د صادراتو ارزښت ۳۵ میلیونه ډالره کم شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱
100%

د ایران د خراسان رضوي د ګمرکونو چارواکي وایي، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له دې ولایته د ۳۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې په ملي کچه یې شپږم مقام خپل کړی خو افغانستان ته صادرات د وزن له مخې زیات اما د ارزښت له مخې ۳۵ میلیونه ډالره کم شوي دي.

د ایرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې، دایران د خراسان رضوي د ګمرکونو څارونکي رضا راستي د صادراتو د پراختیا د کاري ډلې په غونډه کې ویلي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له دې ولایته د ۳۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي او خراسان رضوي د ایران د ولایتونو ترمنځ د صادراتو شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

هغه وویل که څه هم افغانستان ته صادرات د وزن له مخې زیات شوي، خو د ارزښت له مخې شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره کم شوي دي. د هغه په وینا، د دې لامل د ټیټ ارزښت لرونکو توکو د ونډې زیاتوالی دی.

د نوموړي په وینا، د روان کال په همدې موده کې خراسان رضوي ته د ۱۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي. هغه وویل، چې د اساسي توکو واردات د وزن له مخې زیات، خو د ارزښت له مخې ۱۴ سلنه کم شوي دي.

د جرمني حکومت: په جرمني کې افغان سفارت او کونسلګرۍ د پخواني حکومت ډیپلوماټان اداره کوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
100%

د جرمني فدرالي حکومت ویلي چې په جرمني کې د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ لا هم د هغو کسانو له خوا اداره کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون مخکې برلین ته لېږل شوي او په جرمني کې یې رسمي اعتبار ترلاسه کړی و.

د جرمني حکومت دا څرګندونې د بونډسټاګ یا پارلمان د یوې کوچنۍ پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د بونډسټاګ غړو پوښتنه کړې وه چې په جرمني کې د طالبانو له خوا ټاکل شویو استازو ته د اعتبار ورکولو قانوني بنسټ څه دی؟

حکومت د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۱۰مې پخواني ځواب ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د خبرتیا مکلفیت په دې معنا نه دی، چې د کوربه هېواد (جرمني) له خوا باید موافقه ورکړل شي.

دغه پوښتنه د اې اېف ډې پارلماني ډلې له خوا د افغانستان د بن جنرال کونسلګرۍ د فعالیت په اړه مطرح شوې وه.

د جرمني حکومت یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو ډیفاکټو اداره لا هم د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه پېژني.

په ځواب کې راغلي چې په جرمني کې د افغانستان استازولۍ لا هم د هغو ډیپلوماټانو تر مشرۍ لاندې دي چې د پخواني افغان حکومت له خوا ټاکل شوي وو. همدارنګه ویل شوي، چې د بن جنرال کونسلګري په برلین کې د افغان سفارت تر څار لاندې فعالیت کوي.

د جرمني حکومت ویلي چې تر اوسه داسې معلومات نه لري چې وښيي په جرمني کې مېشت افغان وګړي د کونسلګرۍ د فعالیتونو یا د طالبانو د نږدې کسانو له خوا شخصي معلوماتو ته د احتمالي لاسرسي له امله له امنیتي ګواښ سره مخ دي.

حکومت زیاته کړې، چې که فدرالي امنیتي ادارې د نفوذ، فشار یا وېرولو کومې هڅې ومومي، نو د قانون په چوکاټ کې به د افغان اتباعو د خوندیتوب لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه جرمني حکومت ویلي چې هر افغان وګړی یا بل هر شخص کولای شي، چې که د جرم نښې وویني یا د جرم قرباني شي، د جرمني د پولیسو هرې ادارې ته مراجعه وکړي. د حکومت په وینا، امنیتي ادارې به د حالت له ارزونې وروسته، د اړتیا په صورت کې د ساتنې نور اقدامات هم ترسره کړي.