• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

اکسیوس: ټرمپ د بشپړې جګړې پیلولو او منځګړي د اوربند ترلاسه کولو په لټه کې دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱

اکسیوس وېب‌پاڼې د دوشنبې په ماښام (د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی، په‌داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د بشپړې جګړې پیلولو په اړه فکر کوي؛ منځګړي لاهم هڅه کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ یو نوی اوربند رامنځته کړي.

د اکسیوس په وینا؛ ډونالډ ټرمپ له ایران سره د جګړې یو پرېکنده پړاو ته نږدې کېږي، امریکایي او اسراییلي چارواکي د شخړې د پای ته رسولو لپاره یوازې دوه سناریوګانې لري: یا دې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په لپاره نوی لس ورځنی اوربند وڅاري او یاهم د تهران د تسلیمېدو لپاره له اسراییل سره په لویه کچه ګډ پوځي عملیات پیل کړي.
اکسیوس د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي، که څه هم د فارس خلیج د سقوط او د جګړې د دوام لپاره لږ وخت پاتې دی؛ ټرمپ لاتراوسه خپله وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې، خو په راتلونکو څو ورځو کې به دا روښانه شي چې هغه کومه لاره غوره کوي.
دوو سیمه‌ییزو منځګړو اکسیوس ته ویلي، چې قطر، مصر، پاکستان او نورو سیمه‌ییزو منځګړو امریکا او ایران ته د لس ورځني اوربند وړاندیز کړی دی. امریکايي چارواکو ویلي، د ټرمپ اداره پر یاد وړاندیز غور کوي او له اسراییل یې غوښتي چې د ډیپلوماتیکو حل لارو د تړلو لپاره اقدام ونه کړي.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۳

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴
تازه خبر

سرچینې: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

۵

ځايي اوسېدونکي: په سېلابونو کې د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لادرکه شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ وایي نتنیاهو به امریکا ته د سفر پرمهال ونه نیول شي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به امریکا ته د سفر پرمهال ونه نیول شي. دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي و نیویارک ښار ته د نتنیاهو د سفر پرمهال د هغه د نیولو موضوع څېړي.

ټرمپ پر خواله رسنۍ په خپور کړي پیغام کې لیکلي: «بنیامین نتنیاهو به هېڅکله، په هېڅ حالت او هېڅ ډول د امریکا خاورې ته د راتګ پرمهال ونه نیول شي». هغه په خپل پیغام کې په مستقیم ډول د نیویارک ښاروال څرګندونو ته اشاره نه‌ده کړې.

د جرمونو نړۍوالې محکمې (ICC) په ۲۰۲۴کال کې د غزې د جګړې پرمهال د جنګي جرمونو د ترسره کولو په تور د بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړی و. اسراییل د یادې محکمې صلاحیت نه مني او د جنګي جرمونو تورونه ردوي.

ټرمپ پر «ټروت سوشل» په خپل خپور کړي پیغام کې د زهران ممداني نوم نه‌دی اخیستی؛ خو له اسراییل یې د هغه څه له امله مننه کړې، چې نوموړي له ایران سره په جګړه کې د امریکا مرسته بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نیویارک ښاروال زهران ممداني له «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، د ښار حقوقي اداره څېړي چې د داسې اقدام لپاره یې قانوني واک څه دی.

ممداني ویلي: «زما په باور لومړی وزیر نتنیاهو باید په لاهه کې واوسي. هغه د جنګي جرمونو یو تورن کس دی، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې له‌خوا تر څار او تعقیب لاندې دی».

د پاکستان سترې محکمې د اډیاله زندان له ادارې د عمران خان د ملاقات په اړه بشپړ راپور غوښتی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۱
100%

د پاکستان سترې محکمې د اډیاله زندان ادارې ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند موده کې د هغه له کورنۍ، وکیلانو او نورو دوستانو سره د ملاقات تفصیلي راپور دې په درېیو اوونیو کې محکمې ته وړاندې کړي.

دغه امر د قاضي محمدعلي مظهر په مشرۍ درې کسیز پلاوي د دوشنبې په ورځ د سلمان اکرم راجا له لوري محکمې ته د سپکاوي په اړه د یوې عریضې د اورېدنې پرمهال صادر کړ.

د اورېدنې په پیل کې د اسلام‌اباد لوی څارنوال نوید ملک محکمې ته وویل، د ملاقات په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کېږي او د وړاندې کولو لپاره لږ وخت ته اړتیا لري. محکمې د اډیاله زندان ادارې ته امر وکړ، چې د عمران خان د بند له پیل راهیسې د ټولو ملاقاتونو نېټې، د لیدونکو نومونه او نور اړوند معلومات په بشپړ ډول راټول او په درېیو اوونیو کې محکمې ته وسپاري.

قاضي محمد علي مظهر وپوښتل، چې له عمران خان سره تر اوسه څومره لیدنې شوې دي. هغه ټینګار وکړ، چې محکمه باید د ټولو لیدنو بشپړ او مستند معلومات ترلاسه کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند وکیل سلمان اکرم راجا محکمې ته وویل، چې عمران خان په انفرادي بند خونه کې ساتل کېږي او د سترګو له ناروغۍ هم کړېږي.

د امریکا بریدونه د ایران په سویلي ښارونو دوام لري؛ په څو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
100%

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د پرله‌پسې بریدونو په لسمه شپه د ایران په څو سویلي ښارونو کې یو ځل بیا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سې‌شنبې په سهار په بندرعباس، قشم، بندر لنگه، کنارک او چابهار ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ایراني رسنیو ویلي، له دې وړاندې هم په همدې ښارونو کې د چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړل شوی و، خو د بریدونو د هدفونو، د احتمالي مرګ‌ژوبلې او یا اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

تر اوسه د امریکا پوځ د دغو راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او د راپورونو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ په وروستیو ورځو کې زیات شوی او د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کړی دی.

د ایران پوځ: په کویټ کې مو د امریکا د عریفجان پوځي اډه په توغندیو ویشتلې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
100%

د ایران پوځ ویلي چې د سې‌شنبې په سهار یې له ځمکې پر ځمکه توغندیو په وسیله د کویټ په عریفجان پوځي اډه کې د امریکا د پوځ د هیمارس توغندیز سیسټمونه په نښه کړي دي.

د ایران د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دغه برید له ځمکې پر ځمکې توغندیو په وسیله ترسره شوی او موخه یې د امریکا د پوځ د هیمارس توغندیز سیسټمونه وو.

تر اوسه د امریکا او کویټ حکومتونو د ایران د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د برید د څرنګوالي یا احتمالي زیانونو په اړه هم کوم معلومات نه دي خپاره شوي.

دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمې امنیتي وضعیت له زیاتېدونکو اندېښنو سره مخ دی.

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ګواښونو غږېدلي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام‌اباد کې د افغانستان د وضعیت، له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو، امنیتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترهګرۍ او له کرښې هاخوا د سازمان‌یافته جرمونو پر ضد د امنیتي همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان وروستي وضعیت او د هغو امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې چې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري، خو د دغو خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

انیتا اناند د خپل یو ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، اناند او عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د دفاعي همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراخولو یې ټینګار کړی دی.

اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم د دواړو هېوادونو د خبرو مهمه برخه وه. د شهباز شریف په حضور کې کاناډا او پاکستان له کاناډا څخه پاکستان ته د کنولا د صادراتو تړون لاسلیک کړ.

دواړو لورو همدارنګه د بهرنیو پانګونو د ملاتړ د هوکړې د وروستي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تېر کال پاکستان ته د کاناډا صادرات ۶۵سلنه زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

اناند زیاته کړه، کاناډا په پاکستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او موټرو جوړونې په برخو کې د پانګونې له پراخولو سره لېوالتیا لري.

نوموړې په اېکس خواله رسنۍ کې هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ولسي اړیکې د همکاریو له مهمو بنسټونو څخه دي. د هغې په وینا، په کاناډا کې له ۳۰۰زرو ډېر پاکستاني الاصله کاناډایان ژوند کوي او کولای شي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا نږدې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان ته د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر بلل کېږي. دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د تعقیب لپاره به هر کال منظمې مشورتي غونډې ترسره کوي.