• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

له پراخو اعتراضونو وروسته؛ حشمت شهیدي د کرېکټ ملي لوبډلې له کپتانۍ استعفا وکړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان حشمت الله شهیدي په رسمي توګه د کپتانۍ له دندې استعفا کړې ده. نوموړي په یوه پرانیستي لیک کې اعلان وکړ چې دا پرېکړه یې په بشپړ رضایت او شخصي خوښه کړې او د کپتان په توګه د مسؤلیت ترسره کول ورته یو لوی ویاړ و.

حشمت الله شهیدي په خپل استعفا لیک کې چې په خواله رسنیو کې یې خپور کړی، ویلي چې د ده د کپتانۍ په موده کې د مسؤلینو، روزونکو او لوبغاړو په ګډو هڅو ګڼې بریاوې ترلاسه شوې، مهمې سیالۍ یې وګټلې او د نړۍ لوی ټیمونه یې مات کړل. هغه ټینګار وکړ چې دا ټولې لاسته راوړنې د ټولې لوبډلې د ګډ کار، قربانیو او همغږۍ پایله ده.

نوموړي د خپلې لوبډلې له ټولو لوبغاړو مننه کړې چې په هره بریا او ننګونه کې ورسره اوږه په اوږه ودرېدل او د لوبډلې له مسؤلینو او ادارې یې هم د باور او ملاتړ له امله مننه وکړه. شهیدي په خپل لیک کې زیاته کړې که د کپتان په توګه په دنده کې ترې کومه نیمګړتیا پاتې شوې وي، له ټولو بښنه غواړي ځکه تل یې هڅه کړې چې د لوبډلې ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

شهیدي څرګنده کړې چې که څه هم د کپتانۍ مسؤلیت پرېږدي، خو د خپلې لوبډلې د یوه ژمن لوبغاړي په توګه به تل د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا، پرمختګ او ویاړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه ډاډ ښودلی چې ملي لوبډله به د نوي کپتان تر مشرۍ لاندې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړي.

په دې وروستیو کې د کرېکټ لوبې مینه‌والو د لوبډلې له پرله‌پسې ماتو ناخوښه وه او غوښتنه یې کوله چې کپتان باید استعفاه ورکړي. حشمت شهیدي د شل اوریزو لوبو کپتاني پرمخ وړله.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

محمد اشرف غني: خلک حق لري وپوښتي چې د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱
100%

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خلک حق لري له واکمنو وپوښتي چې د دغې غمیزې لپاره ولې چمتووالی نه و.

اشرف غني د سې شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، خلک حق لري وپوښتي چې د کونړ له پخوانیو طبیعي پېښو څخه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان د غمیزې د مخنیوي او مدیریت لپاره ولې لازم چمتووالی نه و.

نوموړي زیاته کړې: «ملت حق لري له هغوی نه چې واک چلوي وپوښتي چې د کونړ پېښو نه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و».

اشرف غني ویلي، ښايي هغه کسان چې د ده په وینا «ولس ته د ملت پر ځای د رعیت په سترګه ګوري»، دا ډول پوښتنې د خلکو له واکه پورته وبولي، خو ټینګار یې کړی چې دا پوښتنې شته او باید ځواب ورته وویل شي.

پخواني ولسمشر د خپلو تجربو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، د ۱۳۹۵ کال په دلوه میاشت کې چې د پارون او شاوخوا سیمې د سختو واورو له امله ځپل شوې وې، دی د پېښې سیمې ته ورغلی و، خو د هوا د خرابوالي له امله هلیکوپتر د کېناستو خوندي ځای نه شو موندلی. هغه زیاته کړې: «له ملت سره تعهد یوازې د امتیازونو او ښادیو لپاره نه وي، بلکې په درد او غم کې باید تر ټولو روښانه څرګند شي».

غني د نورستان ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، پارون یوازې ملي پارک نه دی او نورستان یوازې د سېلانیانو سیمه نه ده، بلکې له کونړ او بدخشان سره یو ځای د لیتیمو پر مهمو زیرمو پروت دی. د هغه په وینا، د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پلان درلود چې نورستان له کونړ، بدخشان او وروسته د چین له پولې سره ونښلوي، څو دا د سوداګرۍ په یوې مهمې لارې بدل شي او د سیمې اقتصادي ودې سره د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د مقاومت وړتیا هم لوړه شي.

پخواني ولسمشر پر شتمنو او وسمنو افغانانو غږ کړی چې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

همدا راز هغه د اقلیم بدلون او د کونړ او نورستان د ځنګلونو پرې کېدل د طبیعي پېښو د زیاتېدو له مهمو لاملونو بللي ، چې په وینا یې، د ځنګلونو ساتنې او د نویو ونو کرلو ته باید جدي پاملرنه وشي.

د نورستان ولایت د مرکز پارون کې دوه ورځې وړاندې د سختو بارانونو له امله ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي وو چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په وینا، په دې پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی، د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.

ملا شیرین اخوند د نړیوال بانک له مشر څخه د سترو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کندهار والي د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له مشر فاریس هداد زیروس او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان له مسوول سره په کتنه کې د دهلې بند د لوړولو، د سړو خونو د جوړولو او د مېوو لپاره د بازار موندنې په برخو کې د نړیوال بانک د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کندهار والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د نړیوال بانک ګروپ مشر فاریس هداد زیروس په افغانستان کې د دغه بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.

هغه ویلي، چې نړیوال بانک د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په هېواد کې خپلو چارو ته دوام ورکړی او د خوړو او کرنې سازمان ټولې مالي چارې هم د دغه بانک له لوري تمویلېږي، چې د روغتیا، بشري مرستو، پوهنې، پاکو اوبو او زراعت په برخو کې فعالیت کوي.

طالبانو د نړیوال بانک د افغانستان د برخې د مشر له قوله ویلي، چې دوی له سیمه‌ييزو چارواکو سره په ګډه هڅې پیل کړې دي څو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او خلکو ته د کاري زمینو برابرولو په برخو کې ځانګړې پروژې پلې کړي.

د طالبانو د کندهار والي د نړیوال بانک او د خوړو او کرنې سازمان د مرستو د ستاینې ترڅنګ غوښتي، چې د دهلې بند د دېوالونو لوړولو، د میرویس حوزوي روغتون د دوامداره ملاتړ او د سړو خونو د جوړولو په برخو کې اساسي پروژې پلي شي.

د طالبانو کندهار والي همدارنګه د چیک‌ډېمونو جوړولو، د وچې او تازه مېوې لپاره د بازار موندنې او د نشه‌يي توکو د بدیل کښت په برخه کې د مرستو غوښتنه کړې ده.

ملا محمد شیرین اخند زیاته کړې چې افغانان له کلونو سختیو وروسته اوس په داسې حالت کې دي چې باید ورته اساسي او معیاري خدمات وړاندې شي.

طالبانو له نړیوالو مرستندویانو نه د نورستان د سېلاب‌ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د نورستان د سېلاب ځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره یې له نړۍالو مرستندویانو سره د همغږۍ ګډه ناسته کړې او د قربانیانو کورنیو ته د بېړنیو مرستو په برخه کې یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ادارې ویلي چې د یادې ادارې مرستیال روح الله عبدالسلام د سې‌شنبې په ورځ، د نورستان سېلاب ځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو چمتو کولو په موخه د نړۍوالې سره صلیب کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړۍوال فدراسیون، د ترکیې او قطر د سرې میاشتې او په افغانستان کې د ډنمارک او ناروې د سره صلیب له استازو سره ناسته کړې ده.

طالبانو ویلي، چې له خپله اړخه یې نورستان ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده، خو د نړۍوالو مرستندویانو همکاري هم اړینه ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې مرستیال له مرستندویانو غوښتي چې د لومړنیو مرستو، درملو، چمتو خوړو، د څښاک پاکو اوبو او نورو بشري مرستو په چمتو کولو کې دې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو ویلي، چې د همغږۍ په یاده ناسته کې نړۍوالو مرستندویانو ژمنه کړې چې د نورستان د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د درملو، روغتیايي تجهیزاتو، خوراکي او غیر خوراکي توکو او اړینو بشري مرستو په برابرولو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د نورستان په مرکز پارون ښار کې سختو سېلابونو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول. طالبانو د یادو سېلابونو له امله د ۲۳ کسانو د مړینې پخلی کړی او وايي شاوخوا سل تنه نور لا هم لادرکه دي.

په سردار محمد داود خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره د یوه ماشوم د زړه عملیات شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
100%

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې په کابل کې د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې په لومړي ځل د یو څلور کلن ماشوم د زړه پېچلی عملیات په بریالیتوب وشو. یاد وزارت ویلي، چې دغه ماشوم د زړه له یوې پېچلې ناروغۍ کړېده، چې د ډاکټرانو په هڅو یې بشپړه درملنه وشوه.

د طالبانو د دفاع وزارت په اېکس کې لیکلي، چې نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۳۰مه د سردار محمد داود خان د کمپلکس ۴۰۰ بستریز روغتون د زړه د جراحي په مرکز کې د دغه څلور کلن ناروغ ماشوم د زړه عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.

د وزارت په وینا، دغه ماشوم د زړه له یوې پېچلې ناروغۍ څخه کړېده، چې د ډاکټرانو په هڅو یې روغتیايي حالت اوس ښه شوی دی.

د دغه روغتون ډاکټرانو او متخصصانو ویلي چې د دغه پېچلي عملیات په ترسره کولو سره یې د ماشوم د زړه ستونزه په بشپړه توګه حل کړې ده.

هغوی تایید کړې چې د دغه ډول پېچلو عملیاتو کول په هېواد کې دننه د زړه د ناروغانو د درملنې په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.

د دغه مرکز متخصصانو تر اوسه پورې د زړه د بېلابېلو پېچلو ناروغیو د درملنې لپاره په ټولیزه توګه ۶۰ د زړه پرانېستي عملیات کړي دي.

عزیزي: د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تخنیکي وسایل مې پېرلي او ژر به هېواد ته ولېږل شي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۱
100%

د عزیزي انرژۍ ګروپ رییس د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یې ټول تخنیکي وسایل پېرلي او ډېر ژر به یې افغانستان ته انتقال کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سې‌شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د عزیزي ګروپ له رییس عزیزي او تخنیکي ډلې سره د لیدنې پرمهال د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

میرویس عزیزي ویلي، چې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تخنیکي وسایل به ډېر ژر افغانستان ته انتقال کړي او همدارنګه طالبانو ته یې ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د روغتونونو جوړولو چارې هم پیل کړي.

په یاده ناسته کې د طالبانو او عزیزي ګروپ ګډې تخنیکي کمیټې ویلي، چې د کابل ولایت په نغلو او د پروان په باریک‌اباد کې د ۱۰۰ـ ۱۰۰ مېګاواټه او په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو امکان سنجي او مطالعات بشپړ او د برېښنا د پېر تړونونه یې لاسلیک شوي.

همدارنګه یادې کمیټې ویلي، چې په تخار کې د ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ او بغلان کې د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا په اړه یې د امکان سنجۍ چارې دوام لري.

ملا عبدالغني برادر د یادې لیدني پر مهال د عزیزي ګروپ مسوولانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د برېښنا د تولید چارې په ټاکلي موده کې بشپړي کړي.

میرویس عزیزي شاوخوا یو کال وړاندې له طالبانو سره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې هوکړه لاسلیک کړه، خو لا هم د یادې پروژې د چارو د پیل کوم څرک نه لېدل کېږي.